X
تبلیغات
تـــــورغـــــــــــــر
د مسواک په کارول  نه يواځې د پيغمبر حٍضرت محمد(صل الله عليه و سلم)  يو ستر سنت پر ځای کول دي  بلکې  د مسواک کارول ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې غواړم په لنډ ډول ورباندې په  لاندې ليکنه کې  رنإ واچوم.

د اسلام په سپيڅلي دين کې پر  پاکوای تاکيد شوی دی او پاکوالی د ايمان يوه برخه بلل شوې ده. په دې . په بل عبارت کچيرې څوک د خپل پاکوالي (نظافت)  مراعت کولو ته پام نه کوي نو ګويا د بشپړ ايمان څښتن ندی.  د پاکوالي يوه  مهمه برخه د بدن او په ځانګړې توګه د خولې او غاښونو پاکوالي دی.

خوله نور وجود ته د خوراکي توکو او مکربونو د ننوتلو تر ټوله مهمه لار او دروازه ده. ډاکټران وايي چې په خپله د  د خولې په جوف کې يو ګڼ شمير مضر ميکروبونه موجود وي.  نو کچيرې مونږ وغواړو چې د روع صحت څښتنان وو، نو پکار ده چې د بدن داخل ته تر ټولو لومړی  د همدغې دروازې له لارې د مکروبونو د ورتګ مخه  ونيسو.  په دې معني چې خپله خوله او غاښونه پاک وساتو.  د خولې په جوف د خولې د خولې او غاښونو  په پاکوالي کې مسواک ډيرمهم رول لوبوي.

مسواک يو مخصوص لرګی دی چې د (الأراك) د ونې له ريښو څخه لاس ته راځي. د نوموړي  لرګې ونې په عربي هيوادنو لکه سعودي عربستان، سوډان، مصر، او  جنوبي اسيا په هيوادونو لکه هندوستان او پاکستان کې پيداکيږي

د اسلام په مبارک دين کې د مسواک اهميت او ګټې:
د دين او مذهب له پلوه هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري او د اسلام په مبارک دين کې د هغې پر کارولو ډير تاکيد شوی دي.

حديث: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال : (لولا أن أشق على أمتي
- أو على الناس- لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة)  وفي رواية( عند كل وضوء).

ژباړه:  له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت  دي چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم فرمايلي :  کچيرې زما په امت باندې سخته نه تماميدای نو امر به مې ورته کړی وای چې له هر لمانځه مخکې د اوداسه پر مهال مسواک وکاروي.
حديث عائشة رضي الله عنها عن النبي (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب).

ام المؤمين حضرت عائشة رضي الله عنها له  نبي کريم صلی الله عليم وسلم روايت کړی چې فرمايلي يې دي: مسواک د خولې پاکي او الله جل جلاله د رضا سبب ګرځي.
حديث:  عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلی الله عليه و سلم كان إذا دخل بيته بدأ بالسواك
له عايشه ضي الله عنها څخه روايت دی هغه وايي چې کله هم به هم نبي کريم صلی الله عليم وسلم کورته راننوت نو پر مسواک وهلو به يې پيل کاوه.

حديث: عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه بات عند النبي  ذات ليلة ، فقام نبي الله  من آخر الليل ، فخرج فنظر في السماء ، ثم تلا الآية في آل عمران : { إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} حتى بلغ { فقنا عذاب النار} ثم رجع إلى البيت فتسوك وتوضأ ، ثم اضطجع ، ثم قام فخرج فنظر إلى السماء فتلا هذه الآية ، ثم رجع فتسوك فتوضأ ، ثم قام فصلى.
له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې يوه ځل يې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شپه وه، نبي کريم صلی الله عليه و سلم د شپې په وروستۍ برخه کې پاڅيده، او د باندې ووت، داسمان په لوري يې وکتل او بيا د عمران سورت دا ايت تلاوت کړ{ إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} تر دې چې  { فقنا عذاب النار} پورې ورسيده.  بيا بيرته خونې ته راننوت ، مسواک يې وواهه او اودس يې وکړ او ډډه يې ولګوله (کيښناست).  بيا بيرته ولاړ شو، د باندې ووت، اسمان ته يې وکتل او هغه ايت يې تلاوت کړ، بيا بيرته راغی، مسواک يې وواهه ، اودس يې وکړ او په لمانځه ودريد.

له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه روايت دی  چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به  د مسواک  دومره ډيره يادونه کوله  چې مونږ ډاريدو  هسې نه چې په اړه يې ايت (د فرض کيدو يا واجب ګرځولو حکم) نازل شي.
 له حضرت عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې رانقل شوي چې مسواک ولا لمونځ   له بې مسواکه لمانځه څخه اويا مرتبې غوره دی.  حضرت ابو هريره  په يو بل روايت کې همدغه فضيلت 75 درجې ښودلی دي.
له حضرت شهاب څخه مرسلاً روايت دی چې کله يو انسان د ورځې يا شپې لخوا د لمانځه اراده وکړي، په سمه توګه اودس وکړي او بيا لمونځ وکړي نو پريښتې د هغه ګرد چاپيره تاويږي او ور نيږدې کيږي ان تر دې چې د هغه په خله خپله خله ورږدي. نو هر څومره چې دغه شخص د قرانکريم تلاوت کوي د هغې پرښتې تر خولې ور رسيږي.  نو که يو څوک مسواک و نه کاروي نو پريښتې يې شا او خو ګرځي خو خله نه ورنيږدې کوي.
ملا علي قاري رحمه الله د مشکوۀ په شرح کې ليکلي دي چې مسواک 70 ګټې لري. تر ټولو ټيټه  (ادنی) يې  دا ده چې د ځنکندن پر مهال انسان ته  د شهادت کلمه ور په زړه کوي.

يو روايت دی چې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم  به د پيو، خرما ، غوښې او مسواک هديه نه ردوله.
له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې راځې چې مسواک  له مرګ پرته د هر مرض دوا ده.

مسواک سړي او ښځينه دواړه کارولی شي او د دواړو لپاره يې يو حکم دی. له ام المؤمين حضرت  ميمونه رضی الله تعالی عنها  به مسواک کارواه او په دومره اهتمام (ترتيباتو) سره به يې استعمالاوه چې هر وخت به يې په لوښي کې چمتو ايښی وو. چې لګ به هم له کارونو څخه  وزګاره شوه او فرصت به يې پيدا کړ نو مسواک به يې واهه.

د مسواک دونياوي او اخروي ګټې:
د مسواک د ديني او دونياوي ګټو په هکله د تحفه السوک في فضايل المسواک کې د حضرت علي، حضرت ابن عباس او حضرت عطا رضی الله تعال عنهما څخه د لاندينيو فايدو روايت شوی دی:
·      مسواک د الله تعال د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځی
·      له مسواک سره لمونځ په بې مسواکه لمانځه 99 مرتبې او ان چې تر دې هم زيات ( غوره دی
·      د مسواک هميشه کارول د رزق د پراخوالي سبب ګرځي، د روزۍ د وسيلو د اسانتيا سبب ګرځي   او غنی منځ ته راوړي.
·      خوله پاکوي ،  غاښونه او وورۍ مضبوطوي او غاښونه سپينوي.
·      د سر درد له منځه وړي او د سر درګونو لپاره ګټور دی
·      نظر تيزوي، معده سموي، او د ټول بدن د تقويت سبب ګرځی
·      د ژبې فصاحت او بغلات ډيروي او حافظه تقويه کوي.
·      عقل (زکاوت) زياتوي او زړه پاکوي
·      د پريښتو د خوښۍ لامل ګرځي او ثوابونه زياتوي
·      د څيرې د نوراني کيدو له امله مسواک وهونکي سړي سره پريښتې روغبړ کوي،
·      د لمانځه لپاره په تګ کې يې پريښتې بدرګه کوي.
·      مسواک وهونکي اشخاص د انبيا کرامو د بښنې د دوعاګانو مستحق ګرځي
·      د شيطان د غصې او ناراضه کيدو سبب ګرځي
·      د غذا د هضميدو سره مرسته کوي
·      د اولاد د ډير والي سبب ګرځي
·      د زړښت د وروسته والي لامل ګرځي
·      د مسواک کاروونکي به د صراط په پله د بريښنا په څير په تيزۍ تير يږي.
·      مسواک کاروونکي ته به عملنامه په ښي لاس ورکول کيږي.
·      په بدن کې د زياتې ګرمۍ د ورکيدو او په بدن کې د دردونو د ورکيدو لامل ګرځي
·      د ځنکندن پر مهال سړي ته  د شهادت کلمه  وريادوي او د روح د اسانه وتو سبب کيږي
·      د جنت د دروازو د پرانستو سبب ګرځي.
·      د قبر د پراخيدو او له قبر سره د اُنس سبب ګرځي
·      پريښتې د مسواک د کاروونکي سړي صفتونه کوي او وايي چې دا هغه څوک دی چې د انبياوو په نقش قدم روان دی او هر ه  ورځ د هغوی د اتباعو غوښونکی دي.

·      مسواک وهونکي شخص ته  د مرګ پر مهال پريښتې  په داسې شکل راځي لکه څرنګه چې اوليا کرامو او په بعضي رواياتو کې خو راغلي چې انبيا کرامو ته را ځي.
لنډه دا چې د مسواک يو ګڼ شمير نورې ګټې هم شته او د فضيلت په هلکه يو ګڼ شمير نور احاديث هم شته دي چې مونږ يې دلته په پورتنيو باندې بسنه کوو.

د مسواک حکم:
لکه چې پورته يادونه وشوه د د اسلام د مبين دين  داکثرو علماوو په اند د مسواک  د کارولو حکم  سنت دی. يو شمير خو يې لا ان واجب ګڼي خو وايي چې  په پريښودلو يې لمونځ نه مکروه کيږي.
په هر صورت،   د مسواک  حکم په اړه د علماوو اختلاف په خپل ځای پريږو،  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم د هغه د کارولو په هکله امر کړی او په خپله يې هم کارولی دی.
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

د مسواک د کارولو وختونه:
د امام ابو حنيفه په مذهب/نظر د مسلمانانو لپاره د مسواک کارول د اودسه پر مهال، د لمانځه په وخت، د قرانکريم د تلاوت پر وخت، له خوب نه د پورته کيدو پر وخت، کورته د ننوتلو پر وخت، د خلکو تر منځ په يوه غونډه يا اجماع کې د ناستې پر وخت، او د غاښونو دپاکولو پر وخت کې غوره ګڼل شويدي.
يو شمير نورو علماوو لکه امام شافعي، مالک او امام حنبل صاحبانو په ځينې نورو وختونو لکه  د بوی لرونکي غذا تر خوړولو ورسته، د خبرو پر مهال، له اوږده سکوت وروسته، د شپې لخوا د  ويترو له لمانځه  وروسته،  هم د مسواک استعمال غوره ګڼلی دی .

په هر صورت ډيری اسلامي علما په دې نظر دي چې په لاندې وختونو کې د مسواک کارول مستحب او ښه کار دي:
-      د اوداسه او لمانځه پر وخت
-     له خوب نه تر پاڅيدو وروسته
-     کور ته د ننوتو پر مهال
-     د خولې د خوند د خربيدو او بدليدو پر مهال.
د اسلامي علماوو او فقهاوو تر منځ  د روژه دار لپاره  مخکې له زوال څخه د مسواک په کارولو کې کوم اختلاف نشته. خو وروسته تر زواله د فقهاوو نظرونه سره توپير لري، ځينې يې وايي چې کارولي ېي باک نلري خو ځينې نور يې بيا ښه نه ګڼي.

د  طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې:
د طب له نظره هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ پنځه ميلونه وګړي د غاښونو د چنجن کيدو (Caries)  په مرض اخته دي نوموړې سازمان په 1986 کال کې د مسواک د کارولو وړانديز وکړي  او په 2000 کال کې يو نړيوال راپور کې د پايلې په توګه داخبره غوټه شوې وه چې د ملګرو ملتونو په واسطه د خولې د روغتيا پالنې لپاره دې  چې په دې هکله بايد نورې څيړنې هم تر سره شي تر څو د مسواک اغيزې سند او ثبت شي

د ډاکټر خالد الماس په مشرۍ د غاښونو د ډاکټرانو لخوا دسعودي عربستان د السعود په پوهنتون کې د مسواک د ګټو په هکله يو لړ څيړنې تر سره شويد، څيړنو ښودلې ده چې  د مسواک په لرګي کې  تر 19 داسي طبعي توکي شته دي چې د غاښونو د روغتيا لپاره ګټور دي. په هغه کې د جراثيمو ضد يو شمير طبعي توکي هم شامل دي چې د بيلګې په توګه يې  يو شمير يې په لاندې څو ليکو کې ذکر شوي دي.

د مسواک په لرګي کې د فلورايد، سليکان، القلي ، غوړي او ځينې نور توکي موجود دي. دا ټول هغه مواد او توکي دي چې د غاښونو په ترکيب کې بنټيزه ونډه لري. نن سبا چې د غاښونو کوم کريمونه په بازار کې موجود دي د هغو جوړونکي هم د خپلو توکو د پلورلو لپاره د  سوداګريزو خبرتيا وو له لارې د خپلو محصولاتو په ترکيب کې  د  پورتنيو يادو شويو توکو د ګډون يادونه کوي.
د طب علما په دې اند دي چې د يادو توکو سربيره  د مسواک (اراک) په جوړښت کې  يو ډول تيل/غوړي (Aromatic Oil)، او تيزاب  (Tannic Acid) هم  شامل دي . اروماتيک ايل  د خولې د لعاب د ترشح سبب ګرځي او همد لعاب دي چې خوله هميشه لمده او تازه ساتي.   ټانيک اسيد بيا د ووريو د تحکيم او د امراضو د مخنيوي، د کوچنيو زخمنو د رغيدو،او له غاښونو څخه د وينو د وتو د مخنيوي سبب ګرځي.
همدارنګه د مسواک په لرګي کې د (Glycoside)  په نامه يوه بله ماده هم موجوده ده کومه چې تير بوی او سوزونکی خوند، هغه څوک يې ښه تشخيص کولای شي چې په لومړ ي ځل مسواک کاروي. دغه ماده هم د مکروبو او يا جراثيمو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

همدرانګه د مسواک په بوټي کې د سوديم باي کاربونيټ هم موجود دی چې د غاښونو تر منځ په پټو شويو د خوړو د کوچنيو زرو د کومو پاته کيدل چې د غاښونو د خرابيدو سبب کيږي په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
د السعود د پوهنتون څيړونو دا هم جوته کړې چې د مسواک کارول د غاښونو د درد په ارامولو او ورکولو کې مرسندوی واقع کيږي.  پر دې سربيره په لويانو کې د سګرټ څکولو او په کوچنيانو کې د ګوتې د رودلو څخه مخه نيسي.  همدارنګه د معدې او هاضمې د سيستم د پرستالتيک حرکاتو کې هم مرسته کوي په بل عبارت له معدي سره د غذايي توکو په هضم کې کومک کوي.

په 2003 زيږديز کال د مسواک او د غاښونو د کريم د مقايسې په اړه د سعودي  عربستان د مکې  په النور روغتون کې علمي څيړنې شوي چې په پايله کې يې د مسواک استعمال د غاښونو د برس او کريم په پرتله ګټور ښودل شوی..  همدرانګه څيړونو جوته کړيده چې د هغه مکروبو نو په وړاندې چې د خولي په جوف کې موجود دي د مسواک کارول د غاښونو د کريم په پرتله ډير ښه او جوت تاثير لري. په لاندې دلايلو سره مسواک د غاښونو د کريم او برس په پرتله ګټور او اغيزناک بلل شویدي.

مسواک په هر ځای کې پيدا کيږ ي او په اسانۍ لاس ته راځي. د کريم او برسه په پرتله يې قيمت ډير زيات کم دی. د سفر پر مهال په اسانۍ له ځان سره ليږديدلای شي. کله چې د شپې لخوا مسواک وکارول شي نو کله چې سهار له خوبه پاڅيږو خوله به مو مرطوبه او تازه وي په داسې حال کې چې کچيرې په همدغه وخت کې د غاښونو برس او کريم وکارول شي نو د سهار له مخې د پاڅيدو پر مهال داسې نه وي. بل دا چې برس او کريم د غاښونو او ووريو د تخريب او رژيدو سبب هم ګرځي.

له روغتيايي پلوه د مسواک نورې ګټې عبارت دي له:
·      په دوامدار او مسلسل ډول د مسواک کارول د غذا له خوړلو مخکې او وروسته د غاښونو د زيړوالي مخه نيسي
·      د مسواک کارول د غاښونو او ووريو د ټينګښت سبب ګري او د چيجن کيدو څخه يې هم ژغوري.
·      د مسواک کارول د خولې د بد بوی د ورکيدو او دخوشبويي د رامنځ ته کيدو لامل ګرځي.
·      د مسوا ک کارول د خولې دخوند(ذايقې) د ښه کيدو او د غاښونو د سپين والي سبب کيږي.
·      مسواک د غږ په شفافيت او وضاحت کې هم مهم رول لوبوي.

د رحمت الشيخ  په نامه يو عالم  د حضرت ابن عباس نه مرفوعا روايت را نقل کړی هم د مسواک د ګټو په هکله ليکلي چې  د مسواک کارول ، بلغم ورکوي، د سترګو ديد زياتوي، غږ صافوي،  د خبرو جريان اسانه کوي، ، د غذايي توکو په هضم کې مرسته کوي، د معدې د صحت لپاره هم ګټور دي، ، د حاضرو ملايکو د خوښۍ سبب ګرځي، د خولې بد بوی ورکوي، د نيکيو(حسناتو )د ډيروالي سبب ګرځي او  د الله د رضايت سبب ګرځي. بل ځای ذکر شويدي چې د مسوا ک کارول، په ادرار کې هم  مرسته کوي،
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي. 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 3:28 PM |
دا لیکنه یوه له هغولومړنیو لیکنو څخه ده چې په شبرغان کې دطا لبانو د ډله ییزو وژنو په اړه د پیښې څخه  یوڅومیاشتو ورسته  د لویدیځ ډلیزو  رسنیو له خوا خپره شوي  .
دغه لیکنه هغه مهال ما وژباړله او د انټرنیت اسانتیاد نه لرولوپه وجه   یواځې  له پېښورڅخه  د هیله مجلې  په دویمه ګڼه کې خپره شوه . د ویبپاڼو له لارې دبیا خپرولو لامل له یوې خوا څو ورځې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د بشري حقونو د څارونکو ډولو له راپورونو او خپرونو وروسته، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دلیلي په دښته کې د جنرال دوستم له خوا د زرګونو طالب وسله والو د ډله يیزي وژنې د ادعاو په اړه دخپل هیواد ملي امنیت ادارې ته  د پلټني امر  ورکړې .  له بلې خواترڅو  زموږ په خاطرو کې د دغو ډله ییزوژنو  اتم تلین یاد د  تل  لپاره  ژوندې وساتل شي .   اوس داوباما حکومت دپیښې په اړه دحقایقو پر راټولول بوخت دی،  په دې پیښه کې   مهم ټکی دهغوکسانو پیژندل دي چې په دې زړه بوګنونکې جنایت کې ښکیل وو،د دغې ستر جنایت  انګیزې او عوامل په اړه باید تحقیقات وشي اومخ توري  جنګي مجرمین  لکه د بوسنیا هیواد جنرالان  کراچیچ او ملادچ   په ډله ییزو وژنو تورن  باید دڼ هاګ  په نړیواله  جزایې محکمه  کې و درول شي . داد فغانانو د باور د ترلاسه کولو لپاره یوه  ډیره مهمه  خبره ده.   تر اوسه   د افغانانو وینو  سره  دنړیوال عدالت چلند له شرمه ډک او تاریخې نه بښوونکې  ګناه  ګڼل کيږي .
د جنګې جنايتکارانو محکمه په افغانستان کې سوله ، ثبات او امنيت تامينوي . په افغانستان کې  تل پاتي سوله او امنيت د قضايې عدالت له پلې کولو څخه بهر ناشونې دي . په افغاني ټولنه کي د بدل او غچ اخيستلو کلتورﻻ ژوندي دی . جزايې عدالت د وژنې پر وړاندي د غچ اخيستني د مخنيوي يوه ﻻره ده  .
که جګړييزه مجرمين محاکمې ته ونه سپارل شي ، د اشونې ده چې خلک په خپل سرغچ اخستلو ته اړ شي .
(  ژباړن  )

دجنرال د قتلونو دښته .
په زرګونه طالب جنګیالي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې شمالي ټلوالې ته ورتسلیم شول. بیا ورسته په دغه دښته کې ډله ییزقبرونه ومیندل شول. د جمهور رئیس د کابینې یو غړی د د غې ډله ییزې وژنې پړه او مسئولیت پر غاړه لري ایا امریکایانو د غه قتلونه زغملي دي؟
دغه دښته د شبرغان شاته پیل کیږي، شبر غان د افغانستان په شمال کې د سوداګرۍ یو ډیر زوړ ښا ر دی ، دلته تود باد تر پاک شنه اسمان لاندې په مترونو ژیړې شکې ډیرۍ کوي . د دغه پوستکارت غوندې ځای په منځ کې څه دي ؟ یوازي څوګامه له سړک څخه لرې د مرګ انځور یا منظره ده. دلته ټوتې ټوتې د ملاهدوکې، لږ وړاندې څو ټوټې د پښتۍ، د ټټر نري هدوکي، کیڼ خواته د کوناتي  هډوکي، لاندنې ژامه یو متر وړاندې د خاورې نه یوه کوپرۍ راوتلې، توروېښتان یې ښکاري . دغه د انسان پاتې شوي ټوټې دي، څه چې دلته په شبرعان کې اټکل اته میاشتې مخکې پېښ شوي دي .
په افغانستان کې ډیرې ګنګوسې شته چې دغه د کرزي حکومت او امریکایي ملاتړي او ملګري ترفشار لاندې راولي، چې د امریکایي سرتیرو او د شمالي ټلوالې په ګډون د طالب جنګي زندانیانو د ډله ییزې وژنې مسئولیت د همدوی پرغاړه دی .دغه  صحنې څه موده مخکې په یو ایرانې تلویزیون کې ښکاره شوې . که څوک په دې اړه لټون لپاره پوښتنې کوي پر جنرال دوستم نه شي تیریدلې . څو اوونۍ مخکې دغه ۵۸ کلن ځوان ازبک د کرزي له خوا د شمالي ولایتونو د مسئول په ټوګه ونومول شو. خو ځواک په شبرغان او شاوخوا کې د کابل له دغې دوعا سربیره هم له دوستم سره و .
دلته په شمال کې ده هر وخت ځان ورګډ کړی دی . بیا یې له دوی سره خیانت کړی دی . لومړی له کمونستانو سره، بیا د مجاهدینو تر څنګ او د یو لنډ وخت لپاره له طالبانو سره هم و .
دغه سړی رحم نه پیژني ځکه په ژوندیو جنګي اسیرانو باندې یې څو ځلي ټانکونه یا شوبلې ورخیږولي دي، د خپلې واکمنۍ د خوندي کولو لپاره دغه خونخور یا وینې څښونکي د خپلو مخالفینو په له منځه وړلو کې له هر څه نه بې پامه کار اخیستی دی ، دغه قتلونه د هغه په دښته کې دي ، دوستم بې له کوم تور یا جرمه وایي چې دا هغه ازبکان دي چې طالبانو څو کاله وړاندي دلته وژلي دي . نو پوښتنه داده چې ولې د شمالي ټلوالې دغه شهیدان په عزتمن او سر لوړي توګه په هدیره کې نه ښخول کیږي ؟ ولې دومره ډیر مات هډوکي لا تر اوسه په چټلي کې په دغه سیمه کې خواره واره تل دي ؟ او څه کوي د طالبانو یو بیرغ یا جنډه د شمالي ټلوالې د مړو د سکلیټونو تر څنګ ؟
دغو پوښتنو ته یو څه مات ګود ځواب په شبرغان کې موندل کیږي، یوازې پوښتنه د جنګي کلا د لارې په وګړو کې ډار اچوي، یو اوزبک شپون ښه تکړه ژنی چې په خوله کې یې  ،، حو ار یو ،،  وه خپله رمه پیوله، په ویره او تلوار د سیند خواته وزغلیدو او نارې یې وکړې چې زه نه پوهیږمه ارامه مې پریږده .
محمد احمد بیا نه ډاریږي دغه بزګر تر خپل ترکټور لاندې پروت دی . له هغه لارې څخه لرې نه دی چې هغې دښتې ته ورځي، تاسو هغه مهال څه ولیدل ؟ احمد یوه دقیقه غلی شو ، یو سکرت یې ولګاوه، شین لوګی یې راوویسته او وچ یې وویل ،،  ما ټول شیان لیدلي دي، زه دلته ژوند کوم د دوستم سرتیرو یو شمیر کنټینره دغې دښتې ته یورل،،په دغه کنټینرونو کې په سلګونو طالب سرتیري وو، دوی خپل ځانونه  اټکل ۲۵۰ کیلومتره لرې په کندوزکې شمالې ټلوالې ته ورتسلیم کړي وو. د طالبانو د مشر ملا عمر څو زره سرتیرې د افغانستان په شمال کې له وسلو سره دوستم ته ورتسلیم شول ، چې یوه برخه جنګي  اسیران یې هماغه مهال ونیول او جنګي قلعه ته راوړل شول، پاتې طالبان چې یو ډیر شمیر یې په خپله خوښه راغلي پاکستاني وو. کنټینرو ته واچول شول، دوی بیا په کنټینرو کې شبرغان ته ولیږدول شول .
د نوامبر په اخره کې په دغه لښکر کوټ کې یو پاڅون وشو، چې د امریکایي پرله پسې هوایې بریدونو په ترڅ کې له منځه یوړل شو. د طالبانو په چوپړ کې هغه وسله تون ولویدو چې دوی له پخوا نه په دغه لښکر کوټ کې پټې وسلې ځای پر ځای کړې وې او د دوستم سړیو ته پټه نه وه . دغه ناببره پاڅون ډیر شمیر امریکایي ایجنټان چې دوی له شمالي ټلوالې سره یو ځای دغه لښکر کوټ کنټرولولو حیران کرل . سربیره پر دې له دغې وروستي  بلوا څخه طالبانو لږ ګټه پورته کړه زیادتره سرتیري په دې پاڅون کې له منځه ولاړل . د شبرغان مړي سره له دې چې په نښته کې نه دي وژل شوي خو دا خبره د دوستم سړي یو ځلي هم نه کوي . په دغه دښته کې د لارې تر څنګ په سلګونو د مردکیو پوښونه پراته وو.چې د درنو وسلو وې ، تر دې لږ وړاندې بیا دانسان  هډوکي .                            دلټه اعدامونه تر سره شوي دي،څنګه چې یو افغان لیدونکی په یو مستند فلم کې ادعا کوي ؟  احمد ډزې نه دي اوریدلي، د قواو راټولېدنه په دغه سیمه کې له رمزه ډکه پاتې کیږي . خو د دغو قبرونو تر څنګ په یوه وخت کې په دغه دښته کې تر ډیرو ورځو کنټینرونه ولاړ وو .
د دغو پیښو شاهد احمد وایي ،،لنډه دا چې سریو دغه مړي اټکل ۶۰۰ یا ۷۰۰  میړه له کنټینرونو څخه را وویستل او په دې دښته کې یې وغورځول . دافغانستان په شمال کې ډله ییزې وژنې په کنټینرونو کې یو میتود دی، چې د مقابل لوري دله منځه وړلو لپاره ترې کار اخیستل کیږي . دا میتود د طالبانو، هزارهګانو او اوزبکانو له خوا کاریده ، میتود تل یوشانې وي . لومړی ډیر شمیر اسیران په یو تنګ ځای کې راټول او پرس کیږي ، په ژمي کې تودوخه په شبرغان کې له ۲۵ نه تر ۳۰ ګرادو رسیږي ، حرارت په دغه پولادي کنټینري قبر کې دورزخ ته ورته وي ، د اکسیجن کمښت پسې دغه سړي ورور ورو د یو ډیر خوږمن او ځوروونکي زندۍ مرګ پر لوري خوځوي .
د لیلې په دښته کې ځینې طالبانو ژوندي پاتې و ، دوی په دغه خوا کې وو ، احمد ویل او ګوته یې د محبس پرلور وخوځوله ، دغه ۴۵ کلن بزګر پر خپل ټراکټور ډډه ولګوله، زه په کافي اندازه پیسې لرم ، زه له دوستمه نه ډاریږم او د خدای پامانۍ په وخت یې وویل .
ایا سړی کولې شي چې دشبرغان د ختینو لوړو دېوالونواو ازغنو سیمونو تر شا د حقیقت او رښتینو نښو او پل په موندلو کې بربالی شي ؟
۱۲۰۰ طالب سرتیري او قوماندانان د محبس په یوه وتلي ځای کز اسیران دي . کله چې د طالبانو په واک کې و د محبس  دغه اوسنی قوماندان اوزبک اختر محمد په خپله په همدې زندان کې بندي و ، هغه په خندني  توګه وویل ،، افغانستان همداسې دی، یووار د یو نوبت دی بل وار د بل ،، ډیر بړبړ غږیږي ، یو سړی چې ۴۳ کالو څخه یې یولس په محبس کې تېر کړي  لکه اختر محمد، هغه چای او شنو انګورو ته  وبللو،، وګوری په ارامه دلته هر څه منظم دي ،، محبس ته چې وګورې یو نمونه محبس برېښي، سور صلیب یو کتنځای لري چې محبوسینو ته په کافي اندازه ډوډۍ، ورېجې،سبابه او اوبه ورکول کیږي، اټکل ۵۰ تنه محبوسین په نري رنځ اخته دي، دوی په یو کرنتن کې ژوند کوي او درملنې یې هم کیږي .
طالبان په درېیو برخو ویشل شوي، دوی برخې د افغانانو او یوه د پاکستانیانو لپاره بیلې شوي چې تر ۴۰۰ تنو پورې په یوه  بلارک کې دي ، ۲۰ متر مربع خیمه کې تر ۱۵ تنو پورې ژوند کوي ، په اوونۍ کې دوه وارې انګړته  ایستل کیږي .
دلومړي بلاک د بندیانو استازي عبدالستار کندهاری دی کوم چې د طالبانو د پورته کیدو اصلي مرکز او دیو سترګي ملا عمر ولایت دی، ستار وایې یو معمولي سرتیری دی نه قوماندان ، دی تېزې تېزې خبرې کوي ، هماغسې چې په مدرسه کې یې زده کړه کړي دي .
غواړی تاسو تر خوشې کیدو وروسته بیا هم وجنګېږئ ؟ کله چې په کابل کې بې بوکرې ښځې وګورئ چې ښونځیوته د تللو اجازه لري هغه وخت  به تاسو څه وکړئ ؟ ستار له غوسې شوندې و چیچلې ، ده وویل ، زه یې باید لومړی وګورم ، دهغه په څنک یو ساتونکی په شین یونیفورم کې ولاړ دی طالب ته یې دهغه په خبرو ګوت څنډنه وکړه .
عمران یو ۲۲ کلن پاکستانی د محبس ساتونکي ته څه خاص اهمیت نه ورکوي ، دغه د لاهور ډودۍ پخوونکی په نوامبر کې د خپل ملا په غږ افغان ورونو ته د وسلود مرستې په نیت روان شوی و .پس له دوه ورځو دی په کندوز کې اسیر شوی، یو بدمرغه انسان دی په څه خبر و .
عمران په انګرېزي وایي ، زه په کنټینر کې وم، ساتونکی په دې خبرو نه پوهېږي  زړه تنګی شي او په  خپله مخه ځي ،، موږ یې تر ۳۰۰ تنو په یوه کنټینر کې یو ځای تېل وهلو، بیا یې موږ دښتې ته یوړو، په لومړیو درېیو ساعتونو کې هغه چې په جګړه کې تپي وو مړه شول ، بیا بوډاګان چې دوی ته هوا ونه رسیده،، عمران زیاتوي  په سلګونو مړي په یوه کنټینر کې وو ، د عمران وینا ډیرو نورو محبوسینو تصدیق کړه ، په دویم بلاک کې افغانان وو، چې ډیر شمیر سړي په کې ناست وو ،پوښتنه ترې وشوه چې څوک په داسې کنټینرونو کې بندیان شوي وو، چې مړي په کې وو ؟ دیرو لاسونه پورته او د قتلونو خبرونه یې تائید کړل .
تر ۲۰۰۰ زیات په هغه مهال مړه شول، ملا عبدالمنان یو شین سترګی پښتون له سویل نه وویل . دغه شمیره به له دې هم زیاته وي ، په شبرغان کې یو اوزبک ډاکټر چې ځان یې نه معرفي کاوه، ځکه چې د دوستم په سیمه کې یې کار کاوه، داخبرونه چې د هواد بندېدو له امله وژل ځښت ډیر  وو  تصدیق کړل .
دا چې د جنرال دستم ملیشې جنګې  ډله ییزې وژنې تر سره کړي نو بي له شکه امریکایي سرتیري هم په کې وو . دوی د طالبانود اسیرانو ورمېږونه په رښتیا سره مات کړل ، د پوښتنې ګرویږنې او پلټنې پر مهال به زیاته شکنجه ورکول کیدله .
دغه خبرې همدارنګه د کنټینر لاری چلوونکي او هم نورو عیني شاهدانو په مستند فلم کې په څرګنده توګه کړی دي . د عمران په یاد راځي چې په کندوز کې ډیر امریکایان وو ،کله چې په کندوز کې له کنټینره راوویستل شو، ډیر کمزوزی و هېڅ یې نه شولیدلې . محمد یو بل بزګر نه شي کولی چې امریکایان خپل خاطر ته رالولي هلته د دوستم سړي وو .
امریکایان په دې هیله وو چې چیرته به اسامه بن لادن او ملا عمر ونیسي، د جنګي کلا په پاڅون کې د سي ای اې  یو سړی هم ووژل شو ، یو شمیر په ډزو کې ټپیان شول، دوی امریکایي یونیفورم نه لرلو، بلکې ملي افغاني کالي یې اغوستي وو چې نور ونه پیژندل شي . دغو امریکایي مشتریانو خپلې وسلې په وطني عامو کلاشینکوفونو بدلې کړې وې .
له تصوره وتلې خبره ده چې دغه په شمالي ټلواله کې ځای پرځای شوي د سي ای اې اجنټان د شبرغان په ډګر کې پرایښودل شویو اوسپنیزو تابوتونو باندې خپل پام واړوي ، یا  پرې څه فکر وکړي او یا په دې اړه د بشر حقوقو په رڼا کې په دې اړه کومه خواخوږي ښکاره کړي، هغوی دیو انسان په ټوګه له طالبانو سره هېڅ علاقمندي نه لرله .
د محبس امر په ډېرو باټو او کبر وایې چې د دغه ځای بندیان اوس په ګونتانامو کې ناست دي .

ژباړن . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 3:25 PM |
په كندهار كي يو تن اهل هنود كس داسلام په مبارك دين مشرف شو او كلمه شريفه يي وويل
په كندهار كي  دعدلي محكمو عمومي ريس مولوي عبدالواحد افغاني خبريالانو ته وويل چي نوموړي د هندوستان هيواد اوسيدونكي دي چي څه موده مخكي كندهار ته په غيرقانوني ډول راغلي وو چي د پوليسو له خوا ونيول شو او وروسته يي دوسيه تر قانوني كړنو وروسته  دا ستناف محكمي ته ورسيده  پريكړه وشوه چي نوموړي به بيرته هندوستان هيواد ته ځي چي نوموړي خپل هيواد ته له تګ څخه انكار وكړ او په خپله خوښه يي ومنل چي داسلام په مبارك دين مشرف شي .
د ده په خبره چي نوموړي اوس مسلمان شوي دي چي مخكي يي نوم ګورجيت سينګ وو او اوس يي په خپله خوښه  ځان ته دابوبكر نوم غوره كړي دي  .
مولوي عبدالواحد افغاني وويل چي نوموړي ته اوس د ده له خوا داسلام د مبارك دين پنځه بناوي ورښودل شوي او اوس مهال هم د اسلام د مبارك دين زده كړه وركوي .
هندو ګورجيت سينګ چي اوس  مسلمان ابوبكر دي  وايي  په دي خاطر مسلمان شو  چي داسلام د دين په هكله يي ډير څه اوريدلي وه او په دي هم پوه شوي وو چي اسلام په نړۍ كي تر ټولو مبارك او پاك دين دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 3:21 PM |
عبدالسلام راكټي چې د محمد اياز زوى دى په كال 1337 لمريز كې د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ كې زېږېدلى دى او تر كال 1357 پورې يې ديني زده كړې كړي دي.

عبدالسلام راكټي

د غويي تر كودتا وروسته ښاغلى راكټي مهاجر شو، په كال 1358 كې له مجاهدينو سره يو ځاى شو او د شوروي يرغلګرو پرضد يې جهاد پيل كړ.

ويل کېدل چې د راکټي لقب هم د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال ورکول شوی.

نوموړي د مجاهدينو د واك پر مهال د زابل ولايت د ۲۷ فرقې د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.

كله چې طالبانو واك ترلاسه كړ نو له هغوى سره يو ځاى شو او د1376 لمريز كال نه د كرزي تر راتګه پورې يې د ننګرهار ولايت د لومړي قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.

او د 1384 لمريز كال را په دېخوا په ولسي جرګه كې د زابل ولايت د خلكو استازى دى.
اوس نوموړی د هغو يو څلوېښت کانديدانو په ډله کې دی چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې يې ځانونه کانديد کړي.

ملا سلام راکټي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار د قول اردو قومندان و.

د نوموړي لومړی مرستيال محمد اجمل حبيب صافي او دويم يې محمد صادق دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 12:12 PM |
فروزان فنا د جنرال محمد شفيع لور ده چې په 1348 کال په کابل ښار کې زيږېدلې ده .
 
فرزوان فنا

نوموړې په 1352 کال کې لومړنۍ زده کړې د سيدنورمحمدشاه مېنه کې سرته رسولې او په 1363 کال کې له ښوونځي فارغه شوې ده .

له هغه وروسته يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې د معالجوي طب په برخه کې بشپړې کړې دي .

فروزان فنا تر فراغت وروسته د وزيرمحمد اکبرخان په روغتون کې هم دنده پرمخ وړې ده .

آغلې فنا په 1373 کال کې د افغانستان د هوايي چلند له وزير ډاکټر عبدالرحمن سره واده کړی .

فروزان فنا د افغانستان ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړی دی .

دا وايي چې : ((زه له چا خيرات نه غواړم، پور اخلم، خو خپل هېواد له بحرانه راوباسم. که چېرې افغان مېرمن وزيره او والۍ کېدای شي، نو ولسمشره کېدای هم شي .))

نوموړې خپل مېړه اووه کاله وړاندې د لنډمهالې ادارې په وخت کې له لاسه ورکړ .

په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره ولاړه کانديده فروزان فنا وايي که ولسمشره شوه نو په پراخه کچه به حکومتي څوکۍ ښځو ته ورکړي .

د فروزان فنا لومړی مرستيال نسيم الله درمان او دويم يې غلام جيلاني درماني دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 12:9 PM |
عبدالجبار ثابت د ولسمشر حامد کرزي له خوا د 2006 کال په مۍ مياشت کې د افغانستان د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو .
عبدالجبار ثابت

نوموړی په قام پښتون دی او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پلوی و .
نوموړي له امريکا غږ راديو سره هم کار کړی له هغه وروسته افغانستان ته راستون شو او د کورنۍ چارو په وزارت کې يې دنده پيل کړه .

عبدالجبار ثابت د افغانستان د لوی څارنوال په توګه له اداري فساد سره (جهاد) اعلان کړی و.

نوموړی د 2008 کال د جولای پر 17مه د ولسمشر حامد کرزي له خوا له دندې ګوښه کړای شو .

که څه هم د نوموړي د ګوښه کېدو اصلي لامل معلوم نه شو، خو د ځينو رپوټونو له مخې، نوموړي د افغانستان ولسمشرۍ ته د کانديدېدو له د لوی څارنوال څوکۍ خوشې کړه .

د نوموړي لومړی مرستيال محمدعلي محمدي او دويم يې عبدالجبار رؤفي دی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 12:6 PM |
شهلا عطا په 1346 کال په پلازمېنه کابل کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي .
 

شهلا عطا

آغلې عطا خپله اصلاً پر کندهار ولايت پورې اړه لري .

دې خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې دي، 14 لسم  پاسه ده .

شهلا عطا د 1387 کال د کب پر 17 مه د افغانستان ولسمشرۍ ته خپل کانديداتوري اعلان کړه .

نوموړې وايي چې د هېواد د ننه او له هېواده بهر د افغانانو په مکرر ټينګار يې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړی، دا وايي که چېرې د افغانستان ولسمشره شي، نو د محمد داود خان تګلاره به عملي کړي، دې په 16 ماده ييزه پلان کې خپله تګلاره روښانه کړې ده، چې زياتره ټينګار يې پر ملي يووالي دی .

47 كلنه شهلا عطا که ولسمشره شوه، نو په هېواد کې به په اجباري توګه د زده کړې زمينه برابره کړي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه به هم اجباري کړي او په ټول هېواد کې به عدالت تامين کړي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا څومره پر خپل ځان متکي ده، په ټاکنو کې به بريالۍ شي؟ وويل چې: ((زه د افغانانو په مکرره غوښتنه اړايستل شوم، چې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړم او ډاډ لرم چې ماته به ډېر خلک رايه راکړي. ))

شهلا عطا وايي افغانانو اووه کاله وړاندې له نويو تمو سره د هېواد د سياسي او بيارغنيزې پروسې هرکلی وکړ، خو په سيمه ييزه او نړيواله کچه تر يو لړ تېروتنو وروسته د افغانانو تمې او هيلې پرخپل ځای پاتې شوې .

د شهلا عطا لومړی مرستيال عبدالحبيب سير او دويم يې گل محمد ارزگانی دی .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 12:2 PM |
په داسې حال کې چې په افغانستان کې څلور امريکايي سرتېري وژل شوي، د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شخفر ويلي چې له افغانستان څخه ناټو ځواکونه په هېڅ ډول نه شي وتلی .
افغانستان کې امريکايي سرتېري

ناټو ځواکونو په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي چې په افغانستان کې يې څلور پوځيان وژل شوي، خو د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي .

خو د امريکايي ځواکونو يوه تن وياند لفتنانت رابرټ کار بيا ځينو رسنيو ته ويلي چې وژل شوي سرتېري امريکايي دي .

وړاندې د برتانيا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې د تېرې يکشنبې په ورځ يې د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې يو سرتېری د ماين د چاودنې په پايله کې وژل شوی دی .

له دې سره د روان ٢٠٠٩ کال له پيله په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ١١٦ ته ورسېده، چې له ٢٠٠١ کال راهيسې د طالبانو د واکمنۍ ترختمېدا وروسته په افغانستان کې د ټولو وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٧٤٦ ته رسېږي .

په روانه جولای مياشت کې له طالبانو سره په نښتو او چاودنو کې ٥٥ ناټو سرتېري وژل شوي دي .

دغه مياشت په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت بلل شوې ده .

که څه هم په هلمند ولايت کې مېشت برتانوي پوځيان په وسلو سم سنبال دي، خو بيا هم په تېرو دوو اوونيو کې له طالبانو سره په جګړې کې ١٦ برتانوي سرتېري وژل شوي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 11:53 AM |

د لمر تندر نيول لومړی په هند، بيا په چين او د ارام سمندر شاوخوا پرتو سيمو کې د لمر ختلو شېبې وروسته وليدل شول .

په ځينو سيمو کې نژدې شپږ دقيقې او 39 ثانيې په بشپړه توګه تياره شوه .

ساينسپوهان وايي چې څو سوه کاله وخت به ونيسي چې لمر به بيا دا ډول اوږدمهاله تندر ونيسي .

لومړی د هند په لوېديځ ګوجرات ولايت کې په ځايي وخت 6:30 لمر په بشپړ ډول تياره شو، خو وروسته بيا ميليونونه هندوان او چينايان له دې امله، چې هغه مهال سخت باد، ورېځې او موسمي باران وشو، د لمر تندر نيول ونه ليدل .

د لمر تندر نيول , 2009, 07,22

تر هغه وروسته په شمال خوا ته چې بنګلادېش او جنوب جې نيپال پروت دی، د لمر تندر نيول هم وليدل شول، او په پای کې چينانانو هم د هغه ننداره وکړه .

رپوټونه وايي په هغو سيمو کې چې لمر تندر نيولی و، سلګونه زره اوسېدونکي بهر د لمر تندر نيولو نندارې ته راوتلي وو، او عکسونه يې اخيستل .

د ويلو ده چې تر دې مخکې د 1991 کال د جولای پر 11 مه په هاوای او جنوبي امريکا کې هم دې ته ورته اوږدمهال لمر تندر نيول ليدل شوي وو، چې پنځه دقيقې او 53 ثانيې يې دوام کړی و .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 11:50 AM |

درانه لوستونکي پوهيږي چي،په دوهمه نړيواله جګړه کي،جرمني نازيان دډيرو جرمونو مرتکب شول او دا کار په نورو جنګي هيوادونو کي هم وشو.خو دهمدي جنګ په پايله کي په يهودانو باندي دنازيانو ظلمونه ډير ستر وښودل شول .وويل شول چي،دنازيانو په کمپونو کي،دګاز خوني او دانسان سوزولو کُري موجودي وي اويهود به يي پکښي تعذيب کول .ددي پيښو دلويولو لپاره ديهودانو دکړاوونو، ديهودانو دامنيت په خوندي کولو،ديهودانو په دښمني او د يهودانو په عامه وژنه (هولو کاسټ)فلمونه جوړ شول،کتابونه وليکل شول خو هيچا ددي پيښو ددروغ او ريښتيا او په هغوي کي دزياتوالي پوښتنه کولاي نه شواي. دا يوه ممنوعه خبره وه،يو سِر او محرم راز ؤ.که به چا دهمداسي کړاوونو دريښتيا والي پوښتنه کوله،نوم يي تور ليست ته رسيده.

داځکه چي ددي خبري دپيدا کولو او سترولو لپاره صهيونستي تحريک کار کاوو او لوديز استعماري ځواکونه يي دځان ملګري کړي وو.

وروسته ځيني څيړونکي پيدا شول چي،دهر څه په قرباني کولو ددي پيښو دپلټلو په لټه کي شول.يو له هغوي څخه ،رابرت فورسيزن،غربي محقق دى،چي په دي مسئله کي دپوښتني په جرم،په فرانسه کي تر قضاء او محکمي ورسيد.

نوموړي وويل:(څوک بايد دا خبره مطرح نکړي چي ايا دګاز خوني موجودي وي کنه؟نوما خورا  ناوړه جرم کړي دى .ځکه عقيده او فکر مي بيان کړي دى .هغوي زه وپوهولم،کورنى ژوند،شغل او هر څه مي له لاسه ورکړل او زه يوازينى قرباني هم نه يم...)

په هر حال خبر داده چي،په يهودانو به دا تيري شوي وي.خو دومره نه وو لکه نن چي ورته کار کيږي.ديهودانو دوژل شويو کسانو په شمير کي له يو لک څخه تر شپږ ميلونو پوري توپير موجود دى.همدا تفاوت دموضوع څرنګوالى ښيي چي،کيدلاي شي ديهودانو تلفات تر يو لک کسانو پوري رسيدلي وي خو،صهيونستي او استعماري ځواکونو دهغوي شميره په همدي ممنوعه حريم کي چي،څوک يي پوښتنه کولاي نه شواي تر شپږو ميلونو پوري لوړه کړي وي...

سوال دا را پيدا کيږي چي،ديهودانو د مظلوميت خبره ولي داسي جدي او په مبالغي سره کيږي؟

که نړيوال مسائل دڅو کلونو لپاره مطالعه شي.ځواب موندل کيږي چي:په دي مسئله کي دوه ځواکونه ډير وړاندي وو.نړيوال صهيونستان او لويديز استعمار.

هدف پکښي داوو چي،له يوه لوري دجرمني مخالفين،دجرمنيانو  په مقابل کي يوه حربه ولري.او بل دا چي،استعمار ديهودانو لپاره په اسلامي نړۍ کي دهستوګني ځاي ومومي.

دا اهداف تر لاسه شول.جرمني تجزيه شو او يهودان ميشت شول.دډيرو محققانو دا نظر دى چي، که ديهودانو په مظلوميت کي داد دروغو پروپاګنده نه واي .نه به نن داسرايلو حکومت ؤ او نه هم دفلسطنيانو مظلوميت.

 استعمار په تيره انګليس او امريکا،د خپلو ګټو لپاره اسرائيل،ديوي استعماري هډي په بڼه ميشت کړل،تقويه يي کړل،رسمي هيواد يي ورته جوړ کړ او نن هغه ځاى د امريکايانو لپاره يوه سياسي پوځي پايګاه ده.

داد هغه وخت پروګرام ؤ.او دايي پايله شوه خو نن دهولوکاسټ (ديهودانو دعامه وژني) ددروغو دډرامي ځاى  القاعدي ونيو.

القاعده يو تنظيم دى،په راس کي يي يو مريض کس ،داسامه په نوم مشر دى .  همدا مريض انسان چي،نه هيواد لري نه دکوم هيواد مرسته . په افريقا کي لاس لري،په افغانستان کي يي دطالبانو حکومت اداره کاوواو....

په امريکا کي يي چاودني وکړي .نن يي په عراق کي زرقاوي استخدام کړى دى او امريکا يان يي له دومره پوځي ځواک، استخباراتي شبکو او دومره ملګرو سره نه وژلاي شواي.نه يي نيولاي شواي او...

اسامه،څرنګه دجنياتو (پيريانانو)پاچا دى چي،په ګرده نړۍ واکمني لري خو،نه يي وزير وليدل شو او نه يي رئيس؟

داهسي بهانه ده،دادهولوکاسټ مسئله ده چي اختراع شوه،ستره شوه او داستعماري اهدافو لپاره بهانه...

په القاعده کي خبره کول نن جرم دى .دالقاعدي په څير لباس چي،دعامو مسلمانانو لباس دى .نن دښمني ده.داستعمار په مقابل کي خبره کول دالقاعدي ملګرتيا ده...

په تيره په افغانستان او عراق کي چي،د استعمار کښت،ريبلو ته نژدي شوي دى خو،هيڅوک په دي حريم کي دورګډيدلو او غږيدلو حق نلري...

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 11:32 AM |

  د ١٣٨٤ هـ ش کال، د وري د مياشتي څوارلسمه نيټه وه. د بلنى يو ليک راته راغى. د ليک په پاي کي، د قرآن کريم د حافظ، عبدالمتين لاسليک ؤ. نوموړي افغان مهاجر دي چي، د قرآن کريم  له حفظ سره،سره له ديني او ساينسي علومو هم برخمن دى .

بلن ليک د يوه ښوونځي د پرانستلو په غونډه کي د ګډون لپاره ؤ. نوموړي تير کال هم يو ښوونځى جوړ کړ چي، اوس نژدي ٢٠٠ تنه ماشومان پکښي زده کړه کوي .

سږ کال يي په بله سيمه کي بله ښوونځۍ پرانستله . رښتيا هم د همت خبره ده چي، په لږو امکاناتو ستر خدمت کوي.

په مراسيمو کي د ګډون لپاره ور غلم. يوه ژڼکي ماشوم په خواږه قرائت پرانسته  وکړه. دوهم کس، نعتيه ترانه وويله او دريم کس چي په حبا او قبا کي خورا عادي شخص ښکاره کيده. تر حمد او درود وروسته، وويل: ما د خبرو خيال نه درلود خو،د محترم امر، مامور کړم تر څو، څو څه ووايم .

خبري په اردو ژبه وي او موضوع هم دداسي ښوونځيو پرانستل وو چي ، ديني او ساينسي زده کړي پکښي غبرګي وشي .وياند وويل تعليم،تعليم دى . دد يني او ساينسي زده کړو تر منځ واتڼ پيدا کيدل د نا خبرو کسانو کار دى. بيا يي د داسي کسانو نومونه ياد کړل چي، هم ديني پوهان وو او هم يي د  خپل وخت له ساينسي علومو برخه در لوده. نوموړي دديني او ساينسي علومو ګډه زده کړه يو جدي ضرورت وښود او....

نوموړي وويل : په هند کي انګريزانو په دريو خبرو ډير زور در لود.

لومړي دا چي، د هند په مسلمان قوم کي، خلک له قرآن کريم سره بيګانه کړي.

دوهم دا چي ددين پوهانو او عامو خلکو ترمنځ واتڼ زيات کړي او...

 دريم دا چي، د خلکو له زړونو او ذهنونو څخه د جهاد جذبه وباسي.

په دي صورت کي، نو خلک ايل دي .وياند د خپل هيواد، پاکستان په تعليمى ماحول خبري  وکړي او په ترڅ کي يي وويل: د عبدالله سندي له ويناوو څخه دي، چي د يوه هيواد د تسخير لپاره، څو لاري خورا موثري دي.

لومړي دا چي، د هغه هيواد په تعليمى نظام تسلط موندل. دوهم دا چي د يوه هيواد د خلکو عنعنات او کلچر پردي کړي . وياند په دي هکله يي هم مثالونه راوړل ،خبري يي اوږدي کړي. خو، زما خيال د خپل هيواد لور ته لاړ او هغه وخت وپوهيدم چي، نوموړي خبري بس کړي وي او د ماښام د آذان وخت را نژدي شوي شوي ؤ.

زموږ د هيواد په حالاتو کي خو مي د فکر نيلى خورا لري لاړ، له قرآن کريم سره د خلګو بيګانه کول خورا اوږد تاريخ لري .په ښوونځى کي به ديني مضمونونو ته څومره په خواره سرتګه کتل کيدل .د مکتبي او طالب تر منځ واټن ځومره ډير شوى ؤ.

په رسم اورواج  کي خو مو دعزت جامه دريشي او نيکټايي وه چي  نه يي ديني رنګ در لود او نه هم ملکى نښه.

تير په هير اوس خو، له قرآن کريم سره د خلکو د بيګانګي لپاره سينما،کيبلونه او سي ډي بس دي چي، ټول خلک ور باندي لګيا دي. د ملا اوطالب لپاره د القاعده ټاپه لګيدلي ده چي، له ملت څخه يي څومره لري کوي. په تعليمي نصاب کي لاس وهنه، د جهاد او شهادت توکي تري ايستل، په آس اوخر، د ماشومانو زده کړه پيل کول ،دريشي ته د ترقي جامه ويل، پګړۍ رشخند ول او... دا خوهرڅه کيږي. ما دا ليکنه ځکه اوږده نکړه چي دا خبره راته جوته نه ده چي، په دي ټولو منفي حرکاتو کي حکومتي اداره ورسره همکاره ده کنه؟ که همکاري نه لري نو بيا يي په مخنيوي کي وس نلري او که ړوند اوڅاويني خو، د ورلويدلو مخه يي نه نيسي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 11:30 AM |

بل توپير چي دنارينه او ښځي ترمنځ ليدل کيږي، دبيماريو ډيروالى،څرنګوالى او دهغوي په وړاندي ټينګار دى .

ځينى بيماري (ناروغي) شته چي دښځي جسمي او روحي قوت کموي .مثلاً دميرمنو مياشتنۍ بيماري (ناروغي) داولاد تر زيږولو وروسته بيماري ،په ګيډه کي داولاد روزل،ماشوم ته شيدي ورکول. ټول هغه څه دي چي دجسمي او روحي قواوو په کم وسي کولوکي اغيزه لري .

موږ به په دي ليکنه کي يوازي دښځي دمياشتنۍ بيماري هغه منفي اغيزي ووايوچي په ښځه يي لري .

دمياشتني بيماري په وخت کي، دښځي دزړه خوځښت کمزوري کيږي،په تنفس اوهضم کي يي توپيرليدل کيږي،ذهني تمرکز بايلي،په احساساتو اوخيالاتو کي يي فرق پيدا کيږي.په حقيقت کي ښځه په مياشتنۍ بيماري (ناروغي) کي دروغتيا اوناروغي ترمنځ حالاتوکي ژوند کوي .

داکتر اميل نوويک ليکي :په حايضه ښځه کي دسر درد، د اندامونو سستي،داعصابوکمزوري،دمثاني ناارامي،دهضم خرابي،زړه ايشيدل ،قي کول،په سينه کي درد،په اوازکي تغير او دتنفس خرابيدل ليدل کيږي.

داکتر ګپ هارد ليکي :دهمدي بيماري (ناروغي) په ورځوکي ښځه ستوماني محسوسوي،تر نامه لاندي يي درد وي،خوله يي وچه وچه کيږي .دعصبي کمزورتيا له کبله ژرپه غصه کيږي او ژړا ورځي.

متخصصين وائي :دهمدي بيماري  په وخت کي په ښځه دومره ذهني دباو(فشار) پروت وي چي که ټکټ خرڅوي غلطي به پکي کوي. که موټرچلوي وارخطايي به ورسره وي .په ليکنه کي به غلطي کوي .جملي به غلطي جوړوي .په هرکار کي به يا غلطي کوي اويا به پکي ډيره تلولۍ وي چي په حقيقت کي يي ډيرکارونه له ارادي وزي.ذهني کمزوري يي دومره زياتيږي چي کله ،کله ترځان وژني ورسيږي .جرمونه اوځان وژنه تر ٦٠% زيات په همدي ورځوکي تري پيښيږي .کله ،کله خو يوه شريفه ميرمن ديوي داسي ګناه مرتکبه شي چي وروسته ورباندي پيښمانه وي.

دحمل په ورځوکي هم دميرمنوپه جسمي او ذهني قواووکي کمزوري ښکاره وي، په ځانګړي ډول ،په وروستني مياشت کي خو يي ټولي قواوي بايللي وي.کومه غذاچي خوري له هغي څخه يوازي دژوندي پاته کيدلوپه کچ دښځي بدن ته رسيږي .نوره ټوله دشيدو له لاري دماشوم دبدن په وده کي مصرفيږي.

داولاد زيږولو په وخت اوبيا تر يوه کاله پوري خو دډيرونورو بيماريو احتمال هم زيات وي چي ښځه ورباندي اخته کيږي.

له دي سره ،سره ديوه ماشوم مورپه فطري ډول ،ټوله پاملرنه دماشوم لورته اړوي او نوروکارونو ته يي توجه کمه وي، ځکه په فطري توګه دنسل دبقا دمصلحت له پاره ښځه همداسي جوړه شوي ده ،څو ماشومان وروزي اوتر هرکار همدي کارته زيات ارزښت ورکوي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 11:21 AM |

Ring_road_in_the_map

یادونه: دا ليکنه لومړی د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز په فصلي مجله کې خپره شوې ده.

چین او افغانستان غواړي چې د دواړو هيوادونو د نښلولو او یوې سوداګريزې لارې د پرانيستو په موخه د واخان په غرونو کې سړک جوړونه وارزوي. تېر کال ولسمشر حامد کرزي خپل چينايي سيال ته د اولمپيک د لوبو په مهال په بيجنګ کې د داسې یو سړک د جوړونې وړادنيز کړی و. افغان چارواکي غواړي چې دې تفاهم ته اوس د عمل جامه ورواغوندي. تېره مياشت په همدې موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا په بیجنګ کې د خپل سیال سره په دې سلا شو چې د دې لويې لارې د جوړونې ارزونه وکړي.

 د واخان له لارې چين سره د سړک د لارې د افغانستان نښلول د هغې ستراتيجۍ برخه ده چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په جاپان کې نړيوالو مرستندویه هېوادونو غوره وبلله. د دې ستراتيجۍ له مخې هيله ده چې افغانستان په سيمه کې په یو ترانزيتي هېواد بدل شي. په همدې موخه په افغانستان کې د هغه حلقوي سړک د جوړونې پروژه بېرته ژوندۍ کړای شوه چې خداي بښلي سردار داود خان په ۱۹۶۰ ز کال کې پيل کړې وه.

سردار داوود خان غوښتل د حلقوي سړک له لارې د هیواد لويې سیمې ونښلوي، په هیواد کې ټرانسپورټي سیستم اسانه او د ګاونډیو هيوادونو سره سوادګرۍ ته وده ورکړي. د روسانو د یرغل سره د حلقوي سړک کارونه په ټپه ودریدل. کوم سړکونه چې د حلقوي سړک پلان له مخې سردار داوود خان جوړ کړي وو زیاتې برخې يې په جنګونو کې له منځه ولاړې.

همدا اوس د حلقوي سړک کار بشپړېدو ته نږدې دی. يواځې د افغانستان په شمال کې د بادغيس ولايت د بالا مرغاب او لیمان تر منځ ۱۴۳ کيلومتره پاتې دی چې په یو نيم کال کې به د آسیا پرمختیايي بانک د ۱۷۶ میلیونه امریکايي ډالرو په مرسته جوړ شي. د مرغاب – ليمان سړک به افغانستان او ترکمنستان د افغانستان د حلقوي سړک د نورو برخو سره ونښلوي.

حلقوي سړک کابل د لوګر، غزني او زابل له لارې د کندهار سره او له هغه ځايه د پاکستان د کويټې ښار سره نښلوي. همدار راز کندهار د هلمند، نيمروز او فراه له لارې د هرات سره نښلوي.  په نميروز  کې د زرنج – دلارام د نوې سړک له لارې  افغانستان د ايران سره نښلوي.

د زرنج - دلارام سړک ۲۱۸ کیلومتره اوږد دی اوافغانستان د ایران د چابهار د بندر سره او له هغه ځایه د سمندر له لارې د هندوستان او نورې نړۍ سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو افغانستان کولای شي له هند سره په نېغه توګه سوداګري وکړي. افغانستان به نور اړ نه وي چې له هند څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر ګران ترانزیتي محصولات ورکړي. افغان سوداګر به په اسانه توګه هندي توکي د چابهار بندر ته او له هغه ځایه د زرنج - دلارام له لارې هېواد ته وارد کړي. همداراز خپل توکي به هند ته د همدې لارې صادر کړای شي.

د هرات او ايران لویه لار لا له پخوا جوړه ده. حلقوي سړک به هرات د بادغيس له لارې د مزار شريف سره  هم ونښلوي. په بادغيس کې د دې سړک يواځينۍ پاتې برخه همدا د بالامرغاب او د ليمان سړک دی چې کار پرې پيل شو. د دې سړک په جوړيدو به نه يواځې حلقوي سړک بشپړ شي بلکه افغانستان او ترکمنستان به سره هم ونښلول شي. افغانستان تر دې دمخه هم د ترکمنستان سره د هرات له لارې نښلول شوی وو.

د بالامرغاب او ليمان سړک په داسې سيمه کې جوړېږي چېرته چې بې امني ډېره ده. داسې اټکل کېږي چې د دې جوړول به هم لکه د زرنج – دلارام د لويې لارې په څېر سخت وي. د زرنج – دلارام د لويې لارې د جوړونې په مهال طالبانو په دوامداره توګه د سړک جوړولو هندي کارکونکي تښتولي او وژلي دي. دوه شپېته افغان امنیتي کسانو چې د سړک کارکونکي یې ساتل او پنځه هندي انجینرانو او کارکونکو د طالبانو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د سړک په کارکونکو او امنیتي ساتونکو له  سپکو وسلو نېولې تر ځانمرګو بریدونو پورې بریدونه شوي دي.

حلقوي سړک د افغانستان ختيزي خوا ته کابل د ننګرهار له لارې د پاکستان سره نښلوي. همدا راز یې شمالي خوا ته د بغلان او سمنګان له لارې د بلخ ولايت د مزار شريف ښار سره او له هغه ځايه د اوزبکستان سره نښلوي.

د واخان له لارې د چين سره سړک به د کابل – مزار شريف د لويې لارې سره ونښلول شي او په دې ترتيب به افغانستان د چين د ګاونډي هيواد سره سوداګريز لاره پيدا کړي. او حلقوي سړک به یواځې د افغانستان بېلابېلې سيمې نه بلکه د سيمې هيوادونه هم د یو بل سره ونښلوي.

که د واخان لويه لاره جوړه شي نو ګټه به يې نه يواځې افغانان بلکې نورو ګاونډيو هيوادونو ته هم ورسېږي. د وريښمو پخوانۍ سوداګريزه لاره به بېرته راوژندۍ شي. افغانستان به وکړای شي د چین سره نېغ په نېغه سوداګري وکړي. افغانستان به نور اړ نه وي چې له چین څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر ګران ترانزیتي محصولات ورکړي. افغان سوداګر به په اسانه توګه چینائي توکي د واخان له لارې هیواد ته وارد کړي. همدا راز به خپل توکې چین ته د همدې لارې صادر کړي. افغانستان ته یې بله ګټه دا ده چې په زرګونه خلکو ته به د سړک د جوړونې په پروسه کې او د سوداګرۍ په مهال د کار زمينه برابره شي.

د واخان دسوداګرۍ د لارې په جوړیدو به د سیمې نور هیوادونه لکه ايران، ازبکستان او ترکمنستان هم ګټې لاسته راوړي. دې هيوادونو ته به اسانه شي چې د اوږدو ځمکنيو او سمندري لارو پر ځای نېغ په نېغه د افغانستان لنډه لار د چين سره د سوداګرۍ دپاره وکاروي.

د واخان د سړک جوړونې په مهال به د چين او افغانستان ستره انديښنه امنيت وي. د زرنج – دلارام د سړک جوړونې په مهال مرګوني بريدونه د بې امنيتۍ یوه ښه نمونه ده.  د دواړو هيوادونو له خبرو داسې معلومیږي چې ځيني هېوادونه به د واخان د لارې په جوړيدو خوښ نه شي. ځکه که دا لاره جوړه شي نو نور هېوداونه لکه پاکستان چې اوس د چينايي توليداتو دپاره مهمه ترانزيتې لاره ده، کېدای شي خپل ارزښت یو څه له لاسه ورکړي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jul 2009 او وخت 10:28 AM |
پنځه شيان مخکي له زوال څخه يي غنيمت وګڼي:

١- روغتيا مخکي له نا روغتيا څخه.

 ٢- راحت مخکي له تکليف څخه.

٣- ژوند مخکي له مرګ څخه.

٤- ځواني مخکي له زړښت څخه.

٥- پراخي مخکي له غربت څخه.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 21 Jul 2009 او وخت 1:24 PM |

حامد کرزی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون رسنيو ته د ولسمشرۍ لپاره د ٨ هغوکانديدانو نومونه په ډاگه کړي چې د خپلو مالي لگښتونو په اړه يې کميسيون ته رپوټ نه دى ورکړى او دغه کانديدان يې د ټاکنو په اړه د شکايتونو د اورېدو کميسيون ته ورپېژندلي دي .

د دغه کميسيون چارواکي وايي د يوې مياشتې کمپاين په دويمه نيمايي کې ٣٣ نوماندانو د خپلو مالي لگښتونو رپوټونه دوى ته سپارلي، خو اتو کانديدانو د خپلو مالي لگښتونو رپوټونه دوى ته نه دي ورکړي .

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د تگلارې له مخې د ولسمشرۍ لپاره کانديدان مکلف دي چې په هرو ١٥ ورځو کې يو ځل دغه کميسيون ته خپل مالي رپوټ ورکړي .

په همدې حال کې د دغه کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي خبریالانوته وويل چې د ټاکنو په اړه د شکايتونو د اوريدلو کميسيون کولاى شي هغو کانديانو ته چې د ټاکنو له قانونه سرغړونه کوي گواښنه ورکړي او پرې نقدي جريمه هم ولگوي او وروسته يې نومونه د کاندياندانو له نوملړه وباسي .

د ښاغلي بارکزي په وينا هغه کانديدان چې کميسيون ته د خپلو مالي لگښتونو د رپوټ له ورکولو ډډه کوي دده په ونيا کېداى شي چى يوه څه پټ کړي چى دا په خپله له قانونه سرغړونه شمېرل کېږي

بشير بيژن ، عبدالحسيب آرين ، عبدالغفور زوری، گل احمد يما، محمد نصير انيس ، عبدالحميد صميم ، غلام محمد ريگي او نصرالله ارسلايي هغه کانديدان دي چى کميسيون ته يې د خپلو مالي لگښتونو په اړه رپوټ نه دى ورکړى .

خو په دغو نوماندانو کې عبدالحسيب آرين وايي د خپلو مالي لگښتونو په اړه يې رپوټ کميسيون ته ورکړى او په دغه نوملړ کې د هغه نوم په تېروتنې سره ثبت شوى دى .

بل نوماند عبدالحميد صميم وايي په ټاکنيزو منډو ترړو کې د بوختيا له امله په دې نه دى توانېدلى چې خپل مالي رپوټ کميسيون ته ورکړي .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون په وېبپاڼه کې د يوې مياشتې کمپاين په دويمه نيمايي کې د ٣٣ کانديدانو مالي لگښتونه خپاره شوي دي .

په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېر لگښت د حامد کرزي دى چې له ٨٥ ميليونو ډېرې افغانۍ يې لگولي دي، په دوهم کتار کې سيد جلال د ٣٧ ميليونو افغانيو، په درېيم کې محمد ياسين ساپی له ٢٦ ميليونو ډېرو افغانيو په لگولو او له هغه وروسته هدايت امين ارسلا ، فروزان فنا ، اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله په هغو ٤١ نوماندانو کې راځي چې په کمپاينونو کې يې ډېرې پيسې لگولې دي .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 21 Jul 2009 او وخت 9:55 AM |

تېره ورځ هم د کندهار په هوايي ډګر کې د ايساف يوه څرخۍ راپرېوته، چې په کې ١٦ تنه ووژل شول .

جيټ الوتکه


په کابل کې د ايساف مېشتو ځواکونو ويلي چې د سويلي کندهار د هوايي ډګر له څلورمې دروازې سره يوه جيټ الوتکه راپرېوتې ده .

تورغرته په کابل کې د مېشتو ايساف ځواکونو په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې دغه پوځي الوتکه نن سهار اووه نيمې بجې هوا ته د پورته کېدا پرمهال بېرته پرځمکه راپرېوته .

سرچينه زياتوي چې د دغې پوځي جيټ الوتکې دوه پيلوټان دوه پيلوټان پرځمکه رالوېدلي، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي .

ايساف وايي چې سيمې ته يې روغتيايي کارکوونکي هم استولي دي .

د پېښې سيمې ته د ايساف ځواکونو سربېره افغان ملي پوليس او د ملي اردو سرتېري هم رسېدلي او د کندهار – سپين بولدک څلورمه لويه لاره يې کلابنده کړې ده .

ناټو ځواکونه وايي چې د جيټ الوتکې د رالوېدو په اړه به ډېر ژر پلټنې پيل کړي، خو په وينا يې ښايي د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې وي .

ايساف د جيټ په رالوېدو کې د وسله والو لاس درلودل نه ردوي، او وايي چې د څرخکې د رالوېدو ځای ته يې د پلټنې او مرستنې ډلې ور استولې دي .

سرچينه وايي چې نور مالومات به وروسته خپاره کړي .

تېره ورځ هم د دغه ولايت په هوايي ډګر د ايساف يوه ملکي څرخۍ راولوېده، چې له امله يې ١٦ تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول .

همدارنګه تېره ورځ په ختيځ کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو يوه الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړه شوې وه، چې په کې سپاره کسان ټپيان شوي ول .

دوې ورځې وړاندې بيا په غزني ولايت کې د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه راپرېوتې وه، چې په کې دوه پيلوټان وژل شوي وو او تېره اوونۍ بيا د سويلي ولايت هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو يوه چورلکه طالبانو په ډزو راغورځولې وه، چې په کې ٣ سرتېري او د الوتکې ٦ تنه اوکرايني کارکوونکي وژل شوي وو .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 21 Jul 2009 او وخت 9:50 AM |

 

د تورغــــر ويبپاڼه غواړي چه په نوي ډول تاسي ته

په زړه پوري معلومات خپاره کړي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 19 Jul 2009 او وخت 5:11 PM |
آيا د دوو اخترونو په منځ کې نکاح  يا واده  کيږي او که نه  ، که کيږي دليل يې څه دی او که نه کيږي دليل يې څه دی ؟

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چه د دؤ اخترونو تر منځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۱ ) .

دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځنو خلکو کې لاهم شته .
د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده ذيات ترغيب راغلی دی حضرت محمدص ارشاد مبارک دی چه : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ وګرځوی هغه له ما څخه نه دی .

ولی داسې ندي  راغلی چه په فلانی وخت کې نکاح کول فضيلت لری او په فلانی وخت کې ښه نه ده  بلکی يو نيک کار دی هر وخت چې برابر شي کول يې پکار دي .
                                                                                                        کابل افغانستان                     

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 16 Jul 2009 او وخت 10:43 AM |

د استخاری لمونځ

که سړی د کوم کار اراده وکړی  او دهغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی  چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .

په  حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي  ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .

همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .

د استخاری د لمانځه  طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).

کله چه په مخکني  دعا کې هَذَا الأَمْرَ  ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری  هغه به په زړه کې  را وګرځوي . 

بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .

ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه  که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .

 دحاجت لمونځ

که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږي يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړی دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :

لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".

  د تسبيح لمونځ

 ددی لمونځ کول لوی فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي  دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې  ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او خامخا کوه .

ددی لمانځه څلور رکعتونه دی  د نور لمونځونو پشان  دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی وجه  د تسبيح لمونځ بلل کيږي  د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .

دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :

سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ

چه نيت وتړی تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ  ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی  بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي  ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .

دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

 د تهجد لمونځ

دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  ده .

په حديث شريف کې راغلی دی  دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی .

حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )

 دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی  سبا (صبح صادق ) پوری کيږي خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .

د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه  دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 16 Jul 2009 او وخت 10:41 AM |
په افغانستان کې يوه مخابراتي شرکت د خپلو تيلې فوني اړيکو بيې ترنيمايي پورې راټيټې کړې دي .

اتصالات

دغه گام د نورو شرکتونو سره د سيالۍ او د زياتو پيرودونکو د راماتولو په موخه پورته شوى دى .

په افغانستان کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو زياتوالي په خلکو کې دا هيلې زياتې کړې چې گواکې د دغو شرکتونو ترمنځ سيالۍ به د ټيلې فونو د بيود ټيټوالي او د هغوى د کيفيت د ښه والي لامل وگرځي .

اوس له دغو شرکتونو نه يو يې اعلان کړى چې د خپلې يوې مخابرې بيه يې په يوه دقيقه کې له پنځه نيمو افغانيو نه درو افغانيو ته راټيټه کړى ده .

د ثانيې په حساب خبرې

د ثانيې په حساب خبرې او اړيکې هغه گامونه ول چې خصوصي مخابراتي شرکتونو پر يو بل پسې پورته کړل .

اوس مهال په افغانستان کې پنځه خصوصي مخابراتي شرکتونه د گرځنده او انټرنيټي خدمتونو په رسولو بوخت دي چې نژدې نهه ميليونه افغانان له گرځنده ټيلېف ونو گټه اخلي او د دغه هېواد ډېره برخه د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې ده .

دغه شرکتونه د چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو له لارې د پېرودونکو د لا زياتو راجلبولو په موخه ځينې اعلانونه هم خپروي، خو يو شمېر مشتريان يې له خدمتونو خوښ نه برېښي او وايي چې د دوى اړيکې په لومړنيو ثانيو کې پرې کېږي او د غږ ونو کيفيت هم ښه نه دى .

په همدې حال کې يو شمېر خلک وايي په تېرو اتو کلونو کې په دغه هېواد کې مخابراتي خدمتونو ښه وده کړې چې دوى کولاى شي په آسانه توگه د هېواد د ننه او بهر ټيلې فوني اړيکې ټينگ کړي .

اته کاله وړاندې خلک خپلو دوستانو ته د ټيلې فوني اړيکو د ټينگولو په موخه گاونډي هېواد پاکستان ته تلل چې اوس دغه ستونزې تر ډېره اهوارې شوې دي .

په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه له يو شمېر ستونزو سره هم مخامخ دي .

د دولت د مخالفينو لخوا دوى ته گواښونه، د دوى د کارکوونکو تښتونه او په ځينو برخو کې د دغو شرکتونو د ستنو سوځول هغه لويې ننگونې دي چې دغه شرکتونه ورسره مخامخ د ي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 16 Jul 2009 او وخت 10:28 AM |

د کانديدانو پوسټرونه

د افغانستان د ولسمشرۍ شاوخوا ٢٣ کانديدانو ټاکنو ته د يوه واحد کانديد د غوره کولو هڅې پيل کړې دي .

هغوى د کانديدانو د هڅو د گډون په نامه يوه شورا جوړه کړې او وايي، ډېر ژر به په يوه تن سلا وکړي او پاتې کسان به له کانديداتورۍ تېر شي .

په شورا کې د اشرف غني احمدزي، عبدالجبار ثابت او هدايت امين ارسلا په څېر کانديدان برخه لري .

وړاندې تر دې داسې اوازې وې چې نوموړي کسان به د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ له خپلې کانديداتورۍ تېر شي .

د يوه کانديد په گټه د ٢٣ نورو د تېرېدو خبر پر داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د ټاکنو کميسيون د راى ورکولو په پاڼو کې د ٤١ کانديدانو نومونه او تصويرونه چاپ کړي دي .

د کانديدانو د هڅو د گډون شورا کې ٢٣ تنه برخه لري . د اشرف غني احمدزي په څېر مطرحو کانديدانو نه نيولې بيا تر يو شمېر نسبتا نا پېژندل شويو هغو .

دغو کانديدانو په کابل کې د يوې غونډې په کولو ټاکنو ته د يوه واحد کانديد په غوره کولو خبرې وکړې .

د ولسمشرۍ د نوماند هدايت امين ارسلا مرستيال محمد اسمعيل قاسميار وويل، د شورا غړي هڅه کوي په خپل استازيتوب يوتن ټاکنو ته وړاندې کړي :

لږ څه پېچلې موضوع

"د يوه واحد کانديد د معرفي کولو موضوع لږ څه پېچلې ده، په شورا کې لږ اختلاف شته چې لا يې هم موږ په له منځه وړو نه يو توانېدلي. زموږ په ډله کې يوازې يو کانديد چې ښاغلى تورسن دى د يوه ځانگړي کانديد له معرفي کولو سره نه دى موافق، موږ به په دې اړه يوې پايلې ته د رسېدو لپاره يوه ځانگړې غونډه وکړو."

ولسمشرۍ ته نوماند او د کانديدانو د شورا غړى عبدالحکيم تورسن وايي، د يوه واحد کانديد له وړاندې کولو سره ځکه نه دى موافق چې په وينا يې ډاډه نه دى، دغه کانديد به تر کومه ځايه ټاکنيزې سيالۍ پر مخ بوتللاى شي .

"زه په دې اړه اندېښمن يم چې که دغه ٢٣ تنه يو کانديد غوره کړي، څه تضمين وجود لري چې هغه به د کوم بل چا په گټه نه تېرېږي. خداى ناخواسته داسې کوم څه ونه شي ."

د کانديدانو د شورا غړو په دې اړه څه ونه ويل چې په کومو شرايطو به يوه کانديد ته تېرېږي، خو ويل کېږي چې دوى له نوموړي کانديد نه په راتلونکې کابينه کې د بېلابېلو څوکيو د ترلاسه کولو پر سر په خبرو بوخت دي .

وړاندې تر دې داسې اوازې هم خپرې شوي چې دغه کانديدان به د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ له خپلې کانديداتورۍ تېر شي .

د يوه واحد کانديد په گټه د ٢٣ نورو د تېرېدو د شونتيا خبر پر داسې مهال خپرېږي چې د ټاکنو کميسيون وايي، د رايو په پاڼو کې يې د ٤١ کانديدانو نومونه او تصويرونه چاپ کړي .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 16 Jul 2009 او وخت 10:10 AM |
په خوست ولايت کې دولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله په ملاتړ جوړه شوې غونډه د پيسو پر سر په شخړې پای ته ورسېده .

ښاغلی عبدالله

دغونډې يو شمېر برخوالو  وويل چې دښاغلي عبدالله دکمپاين دچارواکو له لوري په ځينو کسانو باندې پيسې ووېشل شوې چې پاتې کسانو يې په غبرګون کې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ او دغونډې له تالاره يې له وتلو څخه نټه وکړه .

دغونډې ډيرى برخوالو ميرمنو ويل چې له دوی سره دپيسو ژمنه شوې وه خو اوس ددوی برخه پيسې نورو کسانو اخيستې دي .

د فريد په نوم يوه ګډونوال خبریالانو ته وويل چې کمپاين کوونکي ورته په ټېلېفون د پيسو وركولو ژمنه وركړې وه، خو پوره يې نه كړه.

خو هغو کسانو چې پيسې يې اخيستې ويل چې دا يې دخلکو د راټولولو په بدل کې اخيستې دي .

که څه هم په خوست کې د ښاغلي عبدالله د ټاكنيز کمپاين مشرپه دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو دده دفتر يوه بل چارواکي وويل چې ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې پر خلکو يې وويشي .

دغې غونډې ته دمېرمنو په ګډون ددغه ولايت شاوخوا درې سوه کسان راغلي وو .

دا مهال په افغانستان کې دکانديدانو دملاتړ په غونډو کې دپيسو وېش په يوه دود بدل شوی د ی .

تر دې وړاندې په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ديو شمېر کانديدانو په ملاتړو جوړوشويو غونډو کې پيسې وېشل شوې دي .

کانديدان په دې موخه پيسې وېشي چې له يوې خوا يې غونډې لويې اوله بلې خوا په دې توګه دخلکو رايې خپلې کړې .

له بلې خوا ډېری هغه کسان هم چې دغسې غونډو ته ورځي وايي چې اصلي موخه يې د پيسو تر لاسه کول دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 13 Jul 2009 او وخت 3:23 PM |
افغان حکومت وايي که څه هم په دغه هېواد کې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو هڅې روانې دي، خو تراوسه پورې په اټکليزه توگه په بېلابېلو برخو کې ١٨٠٠ ناقانونه وسلې والې ډلې شتون لري .

د ډاياگ د گډې دارالانشاء چارواکي وايي د ډاياگ د پروگرام له مخې يې په دغه هېواد کې څه د پاسه ٦٠٠ ناقانونه وسلې والې ډلې ړنگې او له ٤٥ زرو ميلو زياتې بېلابېلې وسلې يې راغونډې کړې دي .

په همدې حال کې د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت په ځينو ولايتونو کې د ډاياگ د ١٣ پرمختيايي پروژو د پلي کولو تړون له ځينو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړ .

افغان حکومت وايي د دغو وسله د راټولو او د ناقانونه وسله والو ډلو ټپلو د ړنگولو په موخه يې ځينې هڅې کړې دي .

په لومړي پړاو کې د (ډي . ډي . آر) پروگرام وچى په کې د نارسمي وسله والو ډلو نه د وسلو راټولول شامل ول .

افغانستان کې ناقانونه وسله وال

په دوهم پړاو کې د ناقانونه وسله والو ډلو د ړنگولو يا ډاياگ پروگرام دی .

د ډاياگ د گډې دارالانشاء مشر عبدالعزيز احمد زى په وينا په ټول هېواد کې د ناقانونه وسلود شميرې معلومول گران کار دى، خو په بېلابېلو برخو کې په اټکليزه توگه ١٨٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې شتون لري :

(( موږ تراوسه پورې وکولاى شول چى د ډاياگ د پروگرام له لارې ٦٤١ ناقانونه وسله والې ډلې ړنگې او ٤٥١٤٨ ميله بېلابېلې وسلې راغوڼدى کړو ، موږ چى د ډلو ټپلو او وسله والو خبره کوو نو يوه وسله واله ډله امکان لري چى په خپلو تشکيلاتو کې يوه يا دوه نورې کوچنۍ ډلې ولري . دغه هيواد ته ډيرې وسلې راغلي او کره شميره يې معلومه نده ، موږ اټکل کوو چې په بېلابېلو برخو کې ١٨٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې شتون لري. ))

د ناقانونه وسله والو ډلو ړنگول يا د ډاياگ د پروگرام موخه داده چى د هغو کسانو لپاره د کار زمينه هم برابره کړي چى ناقانونه وسلې يې راټولوي .

په همدې موخه د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت د ډاياگ د پرمختيايي پروژو کارونه پر مخ بيايي .

دغه وزارت د يو ميليونو ډالرو په ارزښت په ځينو ولايتونو کې د ډاياگ د پرمختيايي پرو ژو تړون له ځينو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړ .

د کليو د پراختيا وزير احسان ضياء وايي د دغو پرو ژو له لارى به په سلگونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي :

((د بدخشان ، تخار ، ، هرات ، فارياب ، پنجشير ، سنمگان او ننگرهار ولايتونو دلسو والسواليو اوسيدونکي به له اړينو آساتياو برخه من شي ، او ددغو پروژو له لارى به په شپږو مياشتوکې ٢٠٠ کسانو لپاره د کار زمينه برابره شي ، په دغو پرو ژو کې د پلونو ، د اوبو رسولو د سيستم او د روغتيايي کلنيکونو جوړول او کرنيزې پروژى شاملې دي .))

د ډاياگ پروگرام د افغانستان د نوي پيل په نامه د يو پروگرام برخه ده چې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام او د ځينو مرستندويو هېوادونو لکه جاپان ، کاناډا ، امريکا ، انگلستان او هالند لخوا ورسره مالي مرسته کيږي .

افغانستان کې ناقانونه وسله وال

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 13 Jul 2009 او وخت 1:42 PM |

د امریکا ولسمشربارک اوباماد شنبې په ورځ وویل امریکايي ځواکونو او د هغو متحدانوپه افغانستان کې وسله وال طالبان شاته تمبولي خو لا هم په دې هیواد کې اوږده لار په مخکې ده .

اوباما وویل په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته به زیات پام د افغانستان د ملي اردو اوملي پولیسو د روزلو چارو ته واړوي .

ولسمشربارک اوباما د افریقايي هیوادګانا د سفر په لړ کې له سکای نیوز تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل دی پوهېده چې په دې دوبي کې به سخت جنګ په مخکې وي او فکرکوي سره له دې چې طالبان ځپل شوي دي ،لا هم اوږده لار په مخکې ده.باید انتخابات تېر شي .

د امریکا ولسمشروویل ترټولومهم کار چې دوی یې کولی شي ،هغه په اغېزمن ډول د پوځي،دیپلوماتیکو او پرمختیايي هلوځلو شریکېدا ده څو افغانان لوی رول احساس کړي اود خپل هیواد د امنیت په راوستلو کې لویه ونډه ولري .

بارک اوباماوویل فکرکوي چې د اسد د نهه ویشتمې نېټې له انتخاباتو وروسته به د افغانستان د ملي پولیسو اوملي اردو د جوړولواوله پاکستان سره د اغېزمنې همکارۍ څرنګوالي ته توجه زیاته کړي .

ولسمشراوباما دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکايي اوبریتانیايي ځواکونه په هلمند ولایت کې د وسله والوطالبانو پرضد په پراخو عملیاتو بوخت دي .

د کافي روزنې او وسایلو د نه لرلو له کبله افغان پولیس زیاتې مرګ ژوبلې ویني

ده په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانورول فوق العاده وباله او ویې ویل د هغو اتو بریتانیايي عسکرو د کورنیو په غم کې ځان شریک ګڼي چې تازه په افغانستان کې وژل شوي دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 12 Jul 2009 او وخت 5:37 PM |

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 11:25 AM |
افغان چارواکي وايي نړيوال مرستندويه هېوادونو او سازمانونو ورسره منلې چې په حکومتې ادارو کې دې د بهرنيو سلاکانو چارې وارزول شي او هغوى دې د افغان چارواکو په خوښې په کار وگمارل شي.

چارواکي وايي په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړېدو راهيسې تر اوسه نژدې دوه ميليارده ډالره د بهرنيو سلاکارانو په گمارلو او تنخواوو لگول شوي چې کاري اغېزمنتيا يې د دوى په وينا دومره ډېره نه وه .

چارواکي وايي په تېرو ٧ کلونو کې د نړيوالې ټولنې له لوري د بهرنيو سلاکارانو گمارنه د اړتيا له مخې نه ده تر سره شوې او نه هم د هغوى چارې د حکومت له لوري ارزول شوي دي .

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېل وال يوې خبري غونډې ته وويل دوى له نړيوالې ټولنې سره دې هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته په حکومتي ادارو کې بهرني سلاکاران د اړتياوو له مخې د دوى په خوښې په کار وگمارل شي:

((د سوداګرۍ وزارت، د کرنې وزارت او يا کوم بل وزارت، ټولو په خپلې خوښې، پرته له دې چې د دوی په منځ کې دې همغږي وي، هلته مشاورين لېږلي وو، ځينې وخت ډونر په خپله خوښه هلته مشاورين ورلېږلي دي، نو له دې امله موږ غواړو چې په خپل منځ کې همغږي رامنځ ته کړو چې ليډرشيپ د حکومت په لاس کې شي. ))

افغانستان ١٠٠٠ سلاکارانو ته اړتيا لري

عمر زاخېل وال

د ماليې وزير زياتوي چې دوى په افغانستان کې نژدې ١٠٠٠ سلاکارانو ته اړتيا لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې به يې په بيلابيلو برخو کې په کار وگماري.

خو اوس د يوشمير هيوادونو له لوري يوازې د ٥٥ بهرنيو سلاکارانو لپاره بوديجه ځانگړې شوې چې د افغان حکومت له لوري به په راتلونکو ٢ مياشتو کې په کار گمارل کيږي.

ښاغلى زاخيلوال وايي دوى به د نويو سلاکارانو په گمارلو کې لومړى افغانانو او وروسته به بيا د سيمې په کچه پياوړو کسانو ته لومړيتوب ورکړي. ښاغلى زاخيل وال وايي د لويديځو سلاکارانو په پرتله د سيمې د هيوادونو وگړي په ارزانه بيه کار کوي او کولاى شي چې د افغانستان ولايتونو ته هم سفر وکړي:

((زموږ لومړۍ ترجيح دا ده هغه افغانان چې په هېواد د ننه او يا بهر دي، بايد د بهرنيو مشاورينو پرځای معاش ورکړو، دويم دا موږ غوره ګڼو چې د سيمې د هېوادونو مشاورين وګمارو، لکه د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، ايران او مرکزي اسيا. ))

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د بهرنيو سلاکارانو کره شميره نه ده معلومه خو چارواکي اټکل کوي چې په دغه هيواد به ښايي تر ٢٠٠٠ په شاوخوا کې بهرني سلاکاران په بيلابيلو برخو کې په کار بوخت وي.

ډالر

افغان چارواکي وايي ډېر ژر به په افغانستان کې د دغو بهرنيو سلاکارانو کار قانوني کړي او حساب کتاب کې به روڼوالى راولي.

د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د سلاکارانو د گمارنې دغه پريکړه د انسجام او د څارنې جرگگۍ په ١٢ مه غونډې کې شوې ده .

دغه جرگگۍ د لندن غونډې د پريکړې پر بنسټ شاوخوا يو کال وړاندې جوړه شوى پکې د افغانستان په گډون د نړۍ د ٥٠ مرستندويو هيوادونو او سازمانونو استازي برخه لري. د بورډ غړي په هرو درو مياشتو کې يو ځل په کابل کې غونډه جوړوي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 11:21 AM |
امريکايان بايد افغانانو ته واضح کړي چې طالبان څوک دي ؟
آيا طالبان  مسلمانان دي؟
آيا طالبان   القاعده دي؟
آيا طالبان ټروريسټان دي؟
آيا طالبان افغانان دي او خپل وطن غواړي  ؟
او که طالبان د افغان سره يوځای  پښتانه دي او د پښتنو د حقوقو اعاده غواړي؟
او که طالبان د پاکستانيانو يوه  پروژه ده  ؟
او که طالبان د انګرېزانو يوه سيمه ائزه نخشه ده ؟
او که طالبان بيا د انګرېز د اجنټانو سره يو ځای، د آی ايس آی او سي آی اې  يوه پروژه هم ده ؟
اوکه طالبان، دروسانو د اهدافو د پاره يوه سوژه هم ده؟
او که طالبان د اسلام په نامه د ايراني آخوندانو د د ځپلو پاره يوه صحنه هم ده ؟
او که طالبان د چپيانو او روشنفکرانود پاره  د غرب د ځپلو د پاره، يو دام هم دی ؟
او که غرب بيا د امريکا تر مشرۍ لاندي  طالبان  د خپلو اهدافو د تحقق دپاره يو ډرامه  را مخته کړېده ؟
په رشتيا دا طالبان څوک دی او  څه کول  غواړي ؟
دا طالبان چي سرونه پرې کوي، داسلام په نامه مکتبونه سوځوي، معلم، ډاکټر، انجينر او شاګرد ان حلالوي، پلونه، ودانۍ او عامه تاسیسات ورانوي آيا دا په رشتيا دطالبانو د مکتب اسلامي کردار دی ؟
آيا زموږ ولس په طالب پسې روان سي او که په اشغالګره امريکايیانو اودهغه په لاسپوڅو کرزيانو پسې ؟
زموږ افغانوڅخه خو د  افغان پښتون په حيث لار ورکه ده،  چي  هغوی کومه خوا ونيسي؟؟
تاسو وواياست چي :
د طالبانو او امريکايي يرغلګرانو په مينځ کي توپير څه دی ؟؟
د کرزيانو او طالبانو په مينځ کي چې دواړه لاسپوڅي دي موږته  کوم يو بايد تقدم و لري ؟
افغانانو تاسو ددغي خبري سپيناوی وکړی ؟
تاسو وواياست،
موږ کومه خوا ونيسو ؟!
په درناوي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 11:10 AM |
اسلام داسې یو شامل دین دی چې د انسان د ژوند هره برخه یې د خپلو زرینو ارشاداتو په پلوشو کې رانیولې ده.
اخلاق د اسلام د هغه بنسټونو څخه دي چې انسانانو ته یې همیشه په هغه باندې ټینګار کړی  چې ګواکي د خپل مور، پلار، کورنۍ، میرمن، اولاد، کلي، ولس، ماحول، ټولنې، هیواد، سیمې او نړۍ د خلکو سره څرنګه اخلاق باید وشي او کومه تګلاره د دوی په وړاندې په داسې توګه خپله شي چې مسلمانو وګړو ته یو بختور، مبارک او روښانه ژوند و بخښي.
د انسانانو ژوند داسې سره اخښل شوی دی چې د یو بل له همکارۍ پرته د خپل ژوند د کاروان پرمختګ ورته ناشونی دی  او دغه راز همکاري بیا د اخلاقو په چوکاټ کې سر ته رسیږي.
د اخلاقو په هکله د اسلام ستر پیغمبر وايي: ژباړه ( په تحقیق سره زه د دې لپاره په پیغمبرۍ مبعوث  شوی یم چې د غوره اخلاقو د عملي کولو پروسه بشپړه کړم) د دې مانا دا شوه چې اسلام او غوره اخلاق له یو بل سره څومره نږدې تړاو لري چې د لوی خدای (ج) نازولی پیغمبر یې په خپله وايي چې زه په ټولنه کې د غوره اخلاقو د بهیر د بشپړولو په موخه لوی خدای د پیغمبرۍ په مبارک رسالت باندې مامور کړی یم.
اوس پوښتنه دا ده چې په اسلامي ټولنه کې د اخلاقو عملي مانا څه شی ده او مسلمان باید د خپلو مومنو وروڼو په مقابل کې له څه ډول چلند څخه کار واخلي؟
اخلاق هغه غوره اعمال دي چې انسان یې په خپلو کړو وړو کې ښکاره کوي چې له ایمان څخه رانیولې د دیني مناسکو تر اجرا او له نوور انسانانو سره کړو وړو په درشل کې تر سره کیږي.
مومن مسلمان ته ښايي چې د فرضي عباداتو په تر سره کولو سره سره دا خبره په ثبوت و رسوي چې هیڅ مسلمان ته به نه د خولې او نه هم د خپلو کړو وړو په وسیله ضرر رسوي. همدارنګه د خپلې کورنۍ د غړو، مور، پلار، وروڼو، خویندو، زامنو او د ټولنې د عامو وګړو سره به داسې چلند کوي چې چاته پکې د ضرر رسولو یوه ذره نیت او عمل موجود نه وي. ځکه چې د یوه حدیث شریف مضمون دی وايي څوک چې مسلمان ته د ضرر د نه رسولو ضمانت وکړي نو د اسلام د ستر پیغمبر د ارشاداتو سره سم هغه ته د جنت ضمانت شوی دی.
بل دا چې هر څه ته به د شک په سترګه نه ګوري، د یوې موضوع په باره کې به تر هغه فیصله نه کوي چې حقیقت په ښه توګه ورته څرګند شوی نه دی.
د هر ډول ګناهونو لکه غلا، لاره نیول، شوکې، د نورو مسلمانانو له آزار او هر ډول ناروا عمل څخه به ډه ډه کوي او په هغو اعمالو به د بطلان کرښه را کشوي چې اسلام حرام ګرزولي دي.
په همدې توګه اسلامي اخلاق ایجابوي چې د هر ډول نشه یې توکو له کرلو، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال څخه به د خپل ځان، کورنۍ، ماحول، ټولنې، هیواد او سیمې حفاظت کوي او د دې ناولې پدیدې د مخنیوي په لاره کې خپل کردار ادا کوي.
اسلامي اخلاق موږ ته لارښوونه کوي چې د خپلو خلکو تر منځ د بدبینۍ، نفاق، بیلتون او خرابوالي په ځای د ورورګلوۍ، سولې، یووالی او وحدت مزي را ټینګ او د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره لاس په کار شو.
له غیبت، بهتان، ښکنځلو، بدو ویلو او بې ځایه د یو بل مسلمان متهم کولو څخه ځان ساتنه د اسلامي اخلاقو یوه بله نمونه ده چې مسلمان یې په خپل ژوند کې په ثبوت رسوي او یاد شوي ټول څیزونه د کبیره ګناهونو په جمله کې راځي چې ریښتنی مومن هر وخت خپل ځان ترې ساتي.
د اسلامي اخلاقو یوه اساسي غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چې د پوهې ژوند غوره کړي او هغو بنسټونو ته په ریښتنې توګه کار وکړي چې د ټولنې په وړاندې د تورتم دروازې تړي او د پوهې په روښانه کاروان کې یې ورګډوي. نو له همدې کبله مسلمانانو ته ښايی چې له خپلو تعلیمي موسساتو، مدارسو او ښوونځیو سره د بې پروایۍ لاره غوره نه کړي بلکي په ښه توګه یې سمبالې او د خپلو حاضرو او راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې زانګو ترې جوړه کړي.
خدای دې موږ ټول په غوره او ریښتنیو اسلامي اخلاقو سمبال کړي.
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 10:56 AM |
درمضان دمياشتې روژه فرض ده اودفرضيت دليل يې دبقرې دسورې (١٨٥) آيت شريف دي چې ژباړه يې ده:(څوک چې حاضرشول له تاسې څخه مياشتې دروژې ته نوروژه دې ونيسي).اودهمدې سورت په (١٨٣) آيت شريف کې دروژې پرفرضيت باندې دلالت کوي چې ژباړه يې ده:(فرض کړاي شوې ده په تاسې روژه لکه چې فرض کړل شوې وه په هغوکسانوچې ستاسونه مخکې وه).روژه ډېرفضيلتونه لري چې په کتاب الله اونبوي احاديثوسره ثابت شوي دي لکه دهمدې سورت (١٨٥) آيت شريف چې ژباړه يې ده: (دروژې مياشت هغه مياشت ده چې قرآن پکې نازل شوي دى).

روژه داسلام درېيم رکن دى چې په لغت کې مطلق بندوالي ته وايي اوپه شريعت کې دنيت په بنادټاکل شويوشيانوڅخه په ټاکلي وخت ديومکلف شخص له خواپه خپل نفس باندې بنديزلګول دي،څرنګه چې روژه بې له نيت څخه نه صحيح کېږي نودرمضان مبارک دمياشتې دروژې اودټاکل شوې روژې نيت له شپې څخه ترزواله پورې صحت لري اوهمدارنګه دنيت تعين هم ضروري دى لکه دقضايي،نفلي اوکفارې روژې نيت نيسو،له نيت څخه مقصداراده کول دي اوپه خوله باندې دکوموخاصوالفاظوويل ضروري نه دي.

که خوراک،څښاک په داسې حالت کې وشي چې روژه يې هېره وي يامحتلم اوشيطان يې وغولوي،ياځان غوړکړي يارانجه پورې کړي ياڅه ګرداوغباريې تېرشي ياپه ليدواوفکرکولوسره يې انزال صورت ومومي روژه يې نه ماتېږي.

په دې باره کې حديث شريف هم راغلي دى چې دروژې دفضيلت باندې دلالت کوي،له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) فرمايلي دي (چاچې دروژې مياشت روژه ونيوله په کامله عقيده اودثواب په نيت به وبښل شي ورته ټول مخکښ ګناهونه) په بل حديث شريف کې ذکرشوي دي، (دهرنيک عمل اجريوپه لس اوتراوه سوه پورې ورکول کېږي لاتردې هم زياتېږي) خودروژې داجرپه باره کې په يوه قدسي حديث شريف کې الله (ج) فرمايلي دي:(روژه زمادپاره ده اجراوثواب يې زه ورکوم) داچې خداي(ج) يې دثواب ورکولونسبت ځانته کوي معلومه ده چې داډېرلوي اجرلري.

 يوبل حديث شريف په دې هکله دي چې خداي (ج) فرمايلي (دروژه داردخولې بوي ماته له مښکونه هم بهتردي). په بل حديث شريف کې ذکرشوي دې چې (په جنت کې يوه دروازه دريان په نوم ده چې غيرله روژه نيوونکې نه به په دې دروازه بل څوک نه ننوځي.

خداي (ج) زمونږروژوته کوم احتياج نه لري،دروژې فضيلت اوبهتري يوازې په لوږه اوتنده کې نه ده،بلکه بهتري اوفضيلت په پوره روژه کې ده اوپوره روژه هغه ده چې لرونکي له خوراک،څښاک اوجماع څخه ځان وساتي،له دروغو،فساد، دحرامود ليدلواوحراموخوړلو،غيبت ويلواونورومنکراتوڅخه هم دخداي (ج) درضالپاره ځان وساتي اولمونځ په جماعت سره په مسجدکې ادا کړي اوهغه څه چې دخداي (ج) رضاپرې حاصلېږي،په ډېراخلاص سره هغه وکړي،له جنګ اوجلال څخه پرهېزوکړي اوڅوک يې شخړې ته مجبورهم کړي بايدشخړه ونه کړي اوورته ووايي چې زماروژه په خوله ده.

که دروژې په مبارکه مياشت کې چاته هغسې شرعي عذرپېښ شي چې دروژې له نيولوسره هغه منافات اومشکلات ولري نوروژه لرونکي به روژه خوري خوبيابه يې قضايي راوړي.

دروژې دخوړلولپاره شرعي عذرونه دادي.چې دسفرپرمهال هغه چاته چې په سفرکې روژه وخوري رواده مګرنيول يې ډېرفضيلت لري.همداشان دمريضي په وخت کې چې په روژه نيولوسره دمرګ وېره اويادمرض زياتوالى متصوره شي همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روادي چې په روژه نيولوسره يې دځان اوياداولاددمرګ وېره وي.لکه تنده،لوږه،حمل،اوداسې نور.

په حيض اونفاس کې روژه روانه ده.همداشان هغه چاته چې ډېرزوړوي روژه خوړل روادي چې دډېرزوړوالي له امله دروژې نيولوقدرت ونه لري که دفديې قدرت يې وي نوهغه به فديه ورکوي.فديه عبارت له نيم پيمانه غنم يايوه پيمانه اوربشې چې دهرې ورځې په مقابل کې به يې مسکينيانوته ورکوي يابه ددې قېمت ورکوي اوداوسنۍ وزن په اساس نيمه پيمانه خوردباندې يوچارک اويوه پيمانه نيم پاوباندې نيم من کېږي.

په همدې ترتيب دروژې ماتوونکي ياهغه څيزونه چې روژه ماتوي په دوه ډوله دي.يوهغه شيان چې هم روژه ماتوي اوهم کفاره لازموي،هغه عبارت دي له خوراک،څښاک،غذاوي که دواوي،همداشان جماع (جنسي مقاربت).

دوهم هغه چې کفاره نه لازموي يوازې روژه ماتوي اوقضاپرې لازموي لکه په شرعي عذرچې روژه وخوري اويايوداسي شى وخوري چې نه غذاوي اونه دوا،لکه لوټه،تيګه،لرګي اوهمداسې نوراوياپه زوراوجبرسره په چاباندې خوراک،څښاک اوجماع وشي.

چيلم،سګرټ اونصوارپه روژه کې منع دى اوغوره خبره داده چې روژه پرې ماتېږي.له دې امله چې روژه يوداسې عبارت دى چې دروژه لرونکي دخولې بوي دخداي (ج) په نېزله مښکوځينې هم بهتردي،نوبايدچې غوره اوبهتره بوي په پليت اوچړمل بوي باندې بدل نشي.

که څوک دروژې د مبارکې مياشتې روژه وخوري اوکفاره پرې لازمه شي کفايه يې بولي اوله دغودريوشيانوڅخه اداکېږي،لومړي ازادول دغلام اوکه غلام نه وي بيادوه مياشتې مسلسل روژه نيول په دې شرط چې دروژې مياشت ياهغه ورځې پکې رانه شي چې روژه نيول پکې حرام دي چې هغه ورځې عبارت دي له ددواړواخترونولومړي درې ورځې اودتشريق درې ورځې چې دلوي اختردوهمه، درېيمه اوڅلورمه ورځ دي چې ټولې پنځه ورځې کېږي ترڅوپورې يې چې کفاره په غاړه لازمه وي اوادا يې کړې نه وي،بله کفاره پرې نه لازمېږي.اوکه کفارې له اداکولووروسته دکفارې بله موجبه پيداشوه نوپه دې صورت کې بله کفاره هم پرې لازمېږي.درېېم شپېتوتنومسلمانانومسکينانوته دوه وخته متوسطه ډوډۍ ورکول اوياشپېته فديې ورکول دې ياددې قېمت ورکول دي.

دروژې دمبارکې مياشتې ليدل: په شرعې دليل سره ثابته شوې ده چې قمري مياشتې يا ٢٩ ورځې اويادېرش ورځې وي کله چې دمياشتې ٢٩ ورځې پوره شي نوپه دېرشمه شپه بايددمياشتې دليدلولټون وشي که چېرې مياشت وليدلي شي که څه هم چې په مغرب کې وليدل شي. اوهغه خلکوته داسې خبرورکول شي چې خبرشرعاًدقبوليت اعتبارولري عمل کول په دې باندې ضروري دي برابره خبره ده که داخبردروژې وي اوکه داخترعمل دې ورباندې وشي.

که چېرې تېره شوې مياشت دېرش (٣٠) ورځې پوره شوې وي په هغې پسې راتلوونکې مياشت که داخترمياشت وي که دروژې يابه روژه دې ونيسي اويابه اخترکوي (که راتلوونکي مياشت دروژې وه روژه نيول اوکه داختروي اخترکول ضروري دي.دروژې دمياشتې په ليدلوکې ديوه نفرشاهدي چې عادل وي احتياطاً دقبول وړده اماداختردمياشتې په ليدوکې اقلاًددووعاقلواوعادلواشخاصوشاهدي اړينه ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 10:54 AM |
له وسه وتلې خبره ده چۍ انسان دې دنبي دژوندانه ټول اړخونه راوڅيړي كه يې څوك څيړي هم نو دنبي ص له شانه سره به ډيره لږه وي

زماداكوچنى مقاله خوددې وړتيابيخې نه لري چې دده دشان اوشوكت ديوې برخې لپاره دې كفايت وكړي خوبياهم خپله وسه كوم اوغواړم خپل دقاصرعقل اونٰظردګران نبي ص دځينو اخلاقي ،سياسي اونورواړخونوباندې خبرې وكړم خپله دانيمګړې مقاله ستاسومخ ته دلوستلو لپاره وړاندې كوم .

۱- دنبي ص ټولنيزژوند :

څرنګه چې دانسان دهرې اړتيا دبشپړولولپاره دټولنې اوافرادومرستې ته زياته اړتيالري اويوازې خداىج دى چې دهرچاله مرستې اوضرورت څخه منزه اوپاك دى نوپدې اساس ټولنيزژړندهغه اړتياده چې دانسان دژوند هره شيبه ديته اړده چې دټولنې سره په اشتراكي توګه خپله اړتياپه يوه صميمي فضاكې حل اولارې چا رې يې ولټوي تر كومه ځايه چې تاريخ شاهد دى دنبي ص له راتګ نه دمخه په انساني ټولنه كې وحشت اوبربريت ترويج موندلى ؤ له انسان نه خپله څيره اواخلاق ورك ؤ هرچاغوښتل په وحشي توګه خپلې اړتياوې لاس ته راوړې انسان وژنه ډيراسان كارؤ دخداى داستازيوخبره چانه منله انسانيت دحيوانيت په څيره راڅرګند ؤ دنبي ص له راتګ سره سم ټولنه دانسانيت ، اسلاميت اواخلاقيت لوري ته وبلل شوه ، انسان بل انسان ته دانسانيت اوحقيقت په سترګووكتل نه دحيوانيت ا ووحشت . ټول اسلامي احكام اورواجونه په ټولنه كې ترويج اوپلي شول ، دده دراتګ سره سم انساني ټولنې ته يودنيكى اوخيرزيرى دى  دانسان د ژوند ټولې برخې دتكميل درجې ته رسيږي ، دښځو،ماشومانو اوپه ځانګړې توګه مسلمانانوټول حقوق خوندي كيږي دظلم اواستبداد نړى اوماڼۍ لړزيږي اوپه نړۍباندې درحمت دوره پيليږي .

سياسي ژوند :

ځينې معاصرروڼ اندي دافكركوي چي سياست يوازې دټولنې له حقوقوڅخه ناوړه ګټه اخيستل ،له خلكو سره چل اوفريب له يوې غلطې لارې نه ديوهدف لاسته راوړل اودخلكو په بې عزتۍ كې خپل عزت لټول ګڼي مګر داسلام دمكمل دين له احكامو نه داڅرګنديږي چې داټولې خبرې له اسلامي احكامو سره په تفاوت اوټكركې دي څرنګه چې موږ ټول ځانونه دنبي ص امتيان ګڼو نواړينه ده چې له هغې لارې څخه استفاده اوګټه واخيستل شي كومه چې زموږ لارښود موږته په ګوته كړي وي نبي ص تنها دانه چې داسلام لپاره يې بې حده خدمتونه كړي اوله هيڅ رازسختۍ اوقربانې څخه يې داسلام په لاره صرفه نده كړې بلكې دټولنې په هراړخ كې دده هره كړنه له سياسته څخه ډكه ؤه چې په لاندې توګه دده ځينې مهمو سياسي ټكوته اشاره وكړو :

۱- دمشركانو له تجربې څخه ګټه اخيستل :

نبي ص اوابو بکر صدیق دیومخکني تړون په اساس  عبدالله ابن اریقط له ځانه سره اجیر کړلو ترڅو دوی له یوې پټې لارې څخه دمدینې لوری ته راهنمایې کړي سره له دې چې عبدالله ابن اریقط مشرک ؤ مګر دشخصیت له پلوه بیا ډیر امین اونجیب انسان ؤ اومشرکانو ته یې دمسلمانانو خبر اوجاوسوسي نه کوله له دینه معلومه شوه چې داړتیا په وخت اوضرورت کې دمشرکانو یاکافرانو له تجربو څخه ګټه اخیستل کومه بده خبره نده خوپدې شرط چې پوره امانت به لري .

کله چې دې مشرک نبي ص ته لاره وښودله نو نبي ص دغوته په لاره کې یو سړی په مخه ورغی په دغه وخت کې قریشو دنبي ص اودهغه دملګري دنیولو په سر سل اوښان چې دهغه وخت لویه پانګه وه ددوی په سر جایزه ټاکلی وه دې سړي له حضرت ابو بکر صدیق رض څخه وپوښتل هغه سړی څوک دی لرې په دښته کې یو بل سړی هم روان و نو حضرت ابوبکر رض ځواب ورکړ دا زما دلارې لارښود دی هغه سړي فکر کاوه چې هغه په ښته کې روان سړی مطلوب دی دلته په دې جمله کې حضرت ابوبکر صدیق رض توریه او تشبیه وکاراوه ، ځکه نبي  ص ددوی استاد او داسلامي لارې لارښود و په دې  ځای کې دحضرت ابوبکر رض سیاست پوهه او تکتیک له لرې ښکارېږي ځکه ده دروغ هم ونه ویل او پوښتونکي دا فکر وکړ چې هغه ددښتې سړي ښیی او با الاخره دنېولو څخه محفوظ پاتې شو . له دې معلومه شوه چې نبي ص څپل یاران او شاګردانو ته هم دبشپړې پوهې سیاست او وفادارۍ درس وکړی و چې ښکاره بېلګه یې همدغه مثال دی ، همدا ډول نبي ص چې کوم برخورد ددعوت او اسلام ته دبلنې په لاره کې کولې ټول له سیاست او پوهې نه خالي نه و ، که تاریخ ته وګورو دحمزه رض او حضرت عمر رض مسلمانېدل پرته له داسې شرافتمندانه خبرو او سیاسي لارو ممکن کار نه و او دا سیاست او شرافت په هغه وخت کې یوازې نبي ص و چې په ځای کړی و او داسلام دپرمختګ لامل ګرځېدلی و .

داسلامي حکومت کابینه او ټاکنې :
کله چې ددعوت مراسم پای ته ورسېده نبي ص خلکو ته لارښوونه وکړه تر څو دولس کسان ددوی دمشرانو په توګه نبی ص ته ورپېژني ، مسلمانانو په خپل منځ کې انتخابات وکړل چې نه کسان د اوس له قبیلې او درې کسان دخزرج له قوم څخه استازې وټاکل شو ل وروسته نبی ص دې استازې ته وفرمایل چې تاسې ددې قوم استازې او سرپرستان یاست ، تاسې به حتما ددې قوم ستونزو او مشکلاتو ته ځواب وایی او خپل مسولیت باید د قوم او خلکو پروړاندې احساس کړی .

لنډ مغز ه انسان به دا فکر کوي چې ټاکنه داوسني غربي نظام دفکرونو زېږنده وي خو دا دمسلمانانو ناخبرۍ وي چې دخپل پېشوا له سیاستونو او لارښنوونه نا خبره او ددوی دپېشوا له سیاستونو څخه پردي یا کفار ګټه پورته کوي . له دې نه جوته شوه چې ټاکنې په اسلام کې یو پخوانی اصل و چې ددې اصل موسس نبي ص دی چې په خپل وخت کې دا اصل تاسیس او پر ځای کړ. په دې انتخاباتو کې دا بریالیتوبونه او لاسته راوړنې له ورایه ښکاري چې په لنډه توګه یې ځینې دیادونې وړ بولم .

۱- له دې نه جوته شوه چې دمسوولیت منل یو لیافت او ښکلا ده ده دقوم مشران دخپلې قبیلې مسوولیت ته متوجه کړل تر څو دا قوم په راتلونکي کې تاسې له لورې دکومو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان نه شي او دا دټولنې په مرغۍ په راکمو لو کې لویه مرسته او دمخلوق لپاره د هوسا ژوند لاره برابروي .

۲- ددې نه دنبوت دمقام او ځای دلوړوالي او عالیتوب ثبوت ښه څرګنده دی معنی دا چې نبي ص له خپل مسوولیت نه هم ځان ګوښه نکړل بلکه خپل ځان یې هم دقوم پروړاندې مسوول وګاڼه او قوم ته یې وویل ( زه هم دخپل قوم مشر او مسوول یم ) او دا مسوولیت دمکې دخلکو په ځای حق هم و تر څو نبي ص ددوی پوښتنو او مسوولیتونو ته ځواب ووایی او دا کار نبي په خپل وخت کې په بشپړه توګه ادا کړی و چې دا ده په پوره ایماندارۍ ، وفا او ښه سیاست جوته کوي .

۳- په دې کې دا هم یو سیاست و تر څو داوس او خزرح قبیلې جنګ پای ومومي او دا کار نه وای شوای کېدای شوای چې ددوی تر منځ جګړې نور هم اور اخیستې و ی خو له انتخاباتو نه وروسته یو اسلامي ایتلافي حکومت منځ ته راغی داوس او خزرج د قبیلې جګړه پای ته ورسېده او ددوی تر منځ ددوستۍ اړېکې ټېنګې شوې ، ددې فتنې له منځه وړل پخپله درسول ص په پوهه او سیاست دلالت کوي .

۴ـ له دې انتخاباتو نه دمسلمانانو دداخلي صف داتفاق او یووالی او په واحد محور باندې دراټولېدو ښکارندویه کوي چې مختلف طبیعتونه رنګارنګ غوښتنې او کشمکشونه په یو واحد مقام کې سره یو کېږي او ددوی ترمنځ داتفاق او یو والی ټېنګول یوې ځانګړی پوهې او سیاست ته اړتیا لري او که ګران رسول ص دا پوهه او سیاست نه درلودای نو داوس او خزرج دقبېلې ددښمنۍ بدلول په وروۍ باندې څه آسانه کار نه و .

۳- که سیرت مطالعه کړو نو دنبي ص هره کړنه اوعمل دده دپوهې اوسیاست معلم دی اوکه مسلمانان دهغه په لارښونو عمل وکړي دوی به دژوند تر اخیرو پورې له روحي ، دماغي ، فکري ، اونورو بیلابیلو ستونزو څخه ژغورل شوي وي .

رسول ص په هره برخه کې ځانګړي وړتیا اوپوهه درلو ده که دده غزاګانو ته نظر وکړو هم نو راته دبریالي سیاست اوپوهې لارښونه کوي . کومې سوبې اوغزاګانې چې نیي ص  له کفارو سره سرته رسولې دده په دې غزاګانو کې نه ماتې خوړل داپه خپله دده دښه تکتیک اوکامیابه رهبرۍ څرګندویه دی .

رسول ص دخپلې بریالۍ لارښونې له امله وکولای شول تر څو دده مبارک له وفاته وروسته هم دده شاګردان اویاران داسلامي امت لپاره کامیابه اجرآت تر سره کړي چې په لنډه توګه دلمړي خلیفه حضرت ابوبکر رض پوهه اودحضرت عمر رض قضاوت اوعدالت ، دعثمان رض سخاوت اوتواضع ، دحضرت علي رض اوحضرت خالد رض هیمت اومیړانه دیادولو وړد ي ددوی میړانه به هیڅ وخت هم تاریخ له خپلې لمنې څخه لرې نه کړې اوهمدادمسلمانانو لپاره یو ویاړلی تاریخ اودبریالیتوب دوره وه . غواړم دنبي ص دغزاګانو په هکله هم لږخبرې وکړم : دنبي ص په پوره ایمان دارۍ اوپوهه باندې له ده سر دبدرپه غزاکې دپرښتو رانازیلیدل ددوی دمرستې اوکومک لپاره اوله ده سره په غزوه کې برخه اخیستل دده دویاړخبرې دي ، اوداټولې دده دښه تکتیک اوسیاست څرګندویي کو ي رسو ل ص چې په ژوندونې په هره غزاکې ګډون کړې دی ماته پکې نه ده خوړلې په هره غزاکې سالم اوغانم راستون شوی دی .  دلته دده دغزاګانو شمیرې ته لنډه کتنه کوو:

دنبي ص دغزاګانو شمیره :

عبدالله بن رجآ اسراییل له ابو اسحاق څخه روایت کوي چې مادحضرت زید بن ارقم نه وپوښتل چې رسول ص څومره غزاګانې کړې د ي اوتاله هغه سره په څومره غزاګانو کې شرکت کړی دی نو هغه وویل : رسو ل ص ټول نوولس غزاګانې کړ ېد ي اوزه ورسره په اوولسو جهادونو کې ملګری اوشریک وم .
۲- عبدالله بن رجآ اسرییل ، ابو اسحاق ، حضرت برآ بن عا زب نه روایت کو ي اووایی: ماله رسول ص سره په پنځلسو غزاګانو کې ګډون کړی دی .
۳- احمد بن حسن، احمد بن محمد بن حنبل ابن هلال معمر بن سلیمان کهمسي له حضرت ابن برید نه روایت کو ي اووایي : چې زماپلاربریده بن مسیب وای : چې مادنبي ص سره په شپاړسو غزاګانو کې  ګډون کړی د ی اودانیګ مرغي مې لاس ته راوړې ده . اقوال پورته یاښکته خوپدې ټولو غزاګانو کې نبي ص بریالی راغلی شهیدان یې کم ورکړی د ي اوکفاروته یې زیات تلفات ورکړ يدي ، اوداسلام دخوریدالپاره یې نه هیرودونک ي خدمتو نه کړ ي اوداخدمتونه دده دپوره همت ، پوهې ، سیاست اوایماندارۍ باند ې څرګنده علامه ده  .
نبي ص له بندیانو سره بد چلند نه دی کړی ، دناروغ پوښتنه به یې کوله ، دمسلمانانو هرحق اومسولیت یې په ځای کړی ؤ ، دجهاد په هکله یې بریالي تکتیکونه کارول ، دمسلمانانو تر منځ یې دنفاق څیزونه له منځه وړل اسلام په هغه وخت کې دټولو دینونو یو قدوه او لارښود دین ؤ دمسلمانانو تر منځ ، حسن نیت او خواخوږي موجوده و ه نبي ص هېڅ وخت په چا یرغل نه کاوه دا ټول دژوند هغه مهم او اړین توکې دي چې ددې کارونو په ځان كې پلي كول په خپله دهغه انسان تمام کمالیات په ډاګه کوي او موږ هم پدې یقین یو چې دقیامت تر ورځې به دده افکار دده لارښوونې او کړنې دمسلمنانو لپاره دکامیابۍ او بریالیتوب یوازنۍ لاره وي او انسان کولای شي تنها دنبي ص په لارښوونو  سره دژوند راتلونکی وټاکې او عمل کول پرې انسان ته پرته له کامیابۍ بل څه نه ور په برخه کوي نبي ص دژوند په هره لاره چاره کې دقدوه په شان لارښوونې او کړنې کړې دي لکه : دنبي ص هرې غزا ځانګړی حکمت درلود ، له دښمنانو سره یې معامله کوله ، دغم لپاره يې لارښوونې کولي ، دتشویش درفع کولو لپاره، بې خوبۍ ویرې لپاره یې هم دعلاج لارښوونې كړې دي دغنیمت دمال دوېش په هکله دصحت په هکله ، سولې په اړه دداسیرانو دښه سلوک په هکله همدارنګه نوردژوند په اړخونو کې يې دیو ښه ایمانداره ، پوه او سیاسي شخصیت په شان ځليدلى .داخوڅرګنده ده چې درسول ص هره کړنه له حکمت اوپوهې نه خالي نه وه څرنګه چې تاریخ ثبت ته رسولې ده چې رسول ص متعددې میرمنې درلودې راځوددې حکمتو نو لنډه یادونه کوو:

کفارومتعصیبینو غوښتل په هر ډول مخالفو لارو نه درسول ص شخصیت جرح اوپه ضد یې ناوړه تبلیغاتو ته دوام ورکړ ي خو الله تعالی ورته پدې هکله بشپړډاډ ورکو ي اووایی: وکذالک جعلنا لکل نبی عدومن المجرمین وکفی بالله هادیا ونصیرا ) ژباړه : اوهمداسې (لکه چې کفارمې  ستا دښمنان ګرځولي د ي)ګرځولي ؤ موږپخو اله تانه دپاره دهر نبي دښمنان له مجرمانو اوصبر وکړه په شان دنو رو انبییاؤ په شان اوکافي ده رب ستاسمه لارښوونکی اوښه مددکوونکی پراعداؤ مخکې تر دې چې دنبي ص دامهاتو په ژوند خبرې وکړو غواړو درسول ص په خلاف دمتعصبو غریبانو اوکینه ناکو صلیبیانو دتبلیغاتو دباطلولو لپاره دامهات المؤ منین دودونو حکمتونه څرګند ه کړو:

کفارودده دمیرمنو دتعددپه خلاف غواړي د خلکوپه زړو کې شکونه اوشبهې راپیداکړي اوپه دې تعددبه یې انتقاد کولو خوالله تعالی په خپل کرم سره دابې اساسه تبلیغات باطل اوبې اثره کړیدي اوداڅرګنده ده چې واده کول یوازې درسول ص سنت نه دی بلکې ټولو انبییاؤ ودونه کړي ؤ اولادونه یې درلودل اوداچې څومره ودونه یې کړي ؤ داهم کومه ستونزمنه خبره نده اوداعمل ده ته دخدای ج له لوري جایز اوستایل شوی دی اووایي : ولقد ارسلنارسلا من قبلک وجعلنا لهم ازواجا وذریه وماکان لرسو ل ان یآتی بآیه الابآذن الله لکل اجل کتاب ) الرعد : ۳۸

ژباړه : اوخامخا په تحقیق لیږلی ؤ موږډیر رسولان پخواله تانه لکه چې رالیږلي مویې ته اوورکړي مو ؤ دوی ته ښځې اولادونه اونه ښایي دپاره دهیڅ رسول داکارچې راوړي یوه داسې معجزه چې خلک یې غواړ ي مګر په اذن اوتقدیر دالله سره دپاره دهر وخت اوحادثې یو حکم دی چې په خپله نیټه همغسې کیږي .

داسلام دښمنانو درسول  ص دمیرمنو دتعدد ته دانتقاد ګوته نیسي اوغواړي له دې لارې نه درسول ص په خلا ف شکوک راپیداکړي خو ددې پوچوتبلیغاتو دابطال لپاره هر مسلمان ته لازمه ده چې لاندني ټکي په نظرکې ونیسي :

دسول ص له دخدیجې پرته له نورو میرمنو سره دځوانۍ په مرحله کې واده ندی کړې بلکې له پنځوسو نه ها خوایې وړوسته واده کړی د ی.
۲-  له عایشې بي بي پرته رسول ص نورې میرنې کونډې وې که له ودونو نه درسول ص هدق ددنیا خود اومادي لذت وی نو باید په ځوانۍ مرحله کې یې له پیغلوسره ودونه کړي وای خوګورو چې هغه مبارک له کونډو اودعمر په وروستي مرحله کې ودونه کړیدي اورسول ص پدې مسله کې هیڅ رازستونزه نه درلودله که ېې غوښتي وای نوهر وخت یې له ټولو نه غوره اوښایسته پیغله واده کولی شوای .
حقیقت دادی چې رسول  ص ودونه دهوس اوهوی لپاره نه ؤ بلکې دهریوه واده ترشالوی ، لوی حکمتونه اواهداف پراته ؤ اوکه له انصافه کارواخلی نوحتما به په حقایقو پوه شی اوس راځو په لنډه توګه داحکمتونه ذکرکوو:
درسول ص دودونو دتعدد حکمتونه :
دده دواده دتعدد حکمتونه بی شمیره دي خوکولای شو په لاندنیو څلورو برخوبسنه وکړو .
۱- ښوونیزحکمت
۲تشریعي حکمت
۳- ټولنیزحکمت
۴- سیاسي حکمت
۱--- ښوونیزیاتعلیمي حکمت : درسول ص دمیرمنو دتعدد حکمت داؤ چې داسلامي امت دښځو اومیرمنو دښوونې اوروزنې لپاره څوښوونکې میرمنې وروزي اوددې لپاره یې تیارې کړلې چې نوروته شرعي احکام وښیي ،ښځې دټولنې نیمایي برخه جوړو ياوهمدارنګه دنرپه شان دیني مکلفیتونه اودندې لري نو دضرورت احساسیده چې دارنګه معلمانې میرنې وروزل شي ځکه هغه وخت به زیاتره میرمنو دحیاله امله دنبي ص نه مستقیمآ دحیض، نفاس ، جنابت اونورو کورنیو چارو کې له رسول  ص څخه پوښتنه نه شوای کولای اوهمدارنګه رسول  ص هم دومره حیاناک ؤ چې نه یې شوای کولای دښځو له خو ادمطرح شویو ټولو پوښتنو ته په صراحت سره ځواب ووایي نو ضرورت ؤ چې په خپل لاس داسې بیبیانې وروزي تر څو تر هغوی پورې اړوند مسایل داسلامي امت نورو میرمنو ته ورسوي اودډګر په پړاوکې همداسې شوي هم دي بله داچې درسول ص سنت دفعل ، تقریر او عمل څخه عبارت دي نو نبي ص هم کورنی ژوند درلود نو دده دافعالو رسول نو رو ته لازم ؤ اودده دکورنۍ داسنت نورو ته رسول اوپه ځای کول یوازې له همدې لارې امکان درلود .

۲---- تشریعي حکمت : دمیرمنو دتعدد بل حکمت تشریع ي حکمت ؤ هغه داچې رسول ص ځینې ودونه اوله ځینو میرمنو سره نکاح دیو شمیر جاهلي عاداتو دله منځه وړلو په خاطر وه . دمثال په توګه له اسلامه مخکې دعربو عادت ؤ چې یو تن به یې په زوی ولۍ سره نیولو اودابه لکه اصلي زوی داسې ګرځاوه په ټولو شیانو لکه میراث ، نکاح ، طلاق ، واد ه اوخپلوۍ هر څه کې به لکه اصلي زوی داسې ؤ همدارنګه رسول ص له بعثت نه دمخه زید بن حارثه زوی نیولی ؤ

خلکو به زید بن محمد باله وروسته چې رسول ص په رسالت مشرف شواوداايت نازل شو (ادعوهم لابايهم هو اقسط عندالله ) نوزوي نيولو عادت باطل اعلان شو اوزيد بن حارثه بن شرحبيل ونومول شو وروسته رسول ص ددې عادت دله منځه وړلو لپاره زيدته خپله دعمه لورزينب بنت جحش په واده وركړله خوددوي نكاح ونه شوه اوبير ته يې طلاقه كړله چې وروسته زينب بنت جحش رسو ل ص په خپله ځانته نكاح كړله اودعربوؤ چې دزوي نيولي له ميرمنې سره به هم نكاح نه كوله لكه داصل زوى له ميرمنې سره چې نه كيږي دهمدې ناروا عادت دبطلان لپاره رسول ص ته الله تعالي امر وكړ ترڅوداعادت له منځه يوسي .

ټولنيزحكمت : دنبي ص دميرمنو دتعدد بل حكمت ټولنيز حكمت ؤ رسول ص دمختلفو كورنيو سره داړيكو ټينګولو داسلامي ټولنې دمختلفو كورنيو سره خپلوۍ كړۍ وۍ اونبي ص دهغه بيبيانو پلرونو ددرناوي اودنيكۍ په خاطر داكارترسره كړي ؤ ددې لپاره ښه بيلګه  حضرت عايشه رض  اوحفصه رض سره واده كول ګڼلاى شو ابوبكر رض درسول ص لومړي وزير په توګه ؤ اورنبي ص سره يې دومره نيكۍ كړې كړيدي چې رسول ص دده په اړه وايي : هر چاچې زموږ سره نيكي كړيده موږ يۍ بدله وركړې ده خو ابوبكر صديق رض له ماسره دومره نيكى كړيدي چې بدل به يۍ دقيامت په ورځ الله تعالي وركوي دابوبكر رض لپاره ددې نيكيو غوره بدله دده دلور عايشې رض سره دنبي ص دنكاح تړل ؤ ترڅو ابوبكر رض ته داشرف ورپه برخه كړي . همدارازدعمر رض كونډې لورسره واده كول دحضرت عمر رض دميړانې اواسلام ته دلويو خدمتونو داداكولو په خاطر ؤ اوهمدا دعمر رض دكورنۍ لپاره ښه پاداش اووياړ ؤ چې دده له كونډۍ لورسره رسول ص نكاح وتړي كه غوروشي نووقعا چې رسول  ص يو زيرك بريالۍ سياستمدار اوترټولو وفادار عظيم شخصيت ؤ هغه دخپلو اصحابو ترمنځ دديني اړيكو ترڅنګ ددوستۍ اړيكې هم ټينګې كړلې اوخپلو وفادارويارانو ته يي ددوي داخلاص اونيكۍ بدله وركړله لنډه داچې رسول ص دمختلفو كورنيوسره خپلې كورنۍ اړيكې ټينګې كړۍ وې اوداكاريې دمسلمانانو داتلولۍ اوددرناوي په خاطر كړى اودوي يۍ دخپل ځان خپلوان يې وګرځول

۴-   سياسي حكمت :

له ځينو ميرمنوسره درسول ص دواده تر شا داسلام اومسلمانانو لپاره ګټور، لوى ، لوى سياسي حكمتونه پراته ؤ رسول ص دهمدې لارې نه داسلام دقوت اولاخوريداهدف درلود اوغوښتل يې هغه كورنۍ اوقومونه چې داسلام په مخالفه ليكه كې ولاړؤ مسلمانانو ته رالنډ كړي . دمثال په توګه كله چې دبني مصطلق دكورنۍ مشر لور جوريه بنت الحارث رض په غزاكې دخپل قوم دنورو افرادوپه ډله كې په اسارت ونيول شوه نو نبي ص همدااسيره ميرمن ځانته نكاح كړله نونورو مسلمانانو دد ې دقوم بنديان ددۍ دشرف په خاطر له بنده خوشي كړل اوويل به يې موږ څنګه درسول ص خسرخيل اوخپلوان اسيران كړو اودهمدې واده له بركته يې دقوم ټول مشران ازاد شول اوله دينه علاوه هغوى ته دمسلمانو ځوانمردۍ اونيكې دومره ښه ولګيده چې ټولو اسلام ومانه . همداراز يو بل لوى حكمت دصفيه بنت حيي بن احطب سره واده كول و ؤ دادسردار لورؤه دخيبر په غزاكې دنو رو مسلمانانو له خوا په اسارت شوه نورسول ص ورته اختيار وركړ چې كه اسلام راوړې نو آزاده به يې كړي اونكاح به ورسره وكړي اوله غواړي آزاده شي خپل قوم ته لاړه شي هم ددې خوښه صفيې رض ايمان راوړ اونكاح يې ورسره وتړله نودهمدې سببه دقوم ځينې كسان په اسلام مشرف شول . دام حبيبه سره هم درسول ص دواده حكمتونه روښانه دي داهم دقريشو دسردار ابوسفيان لوروه اوحبشې ته مهاجره شوې وه اوكونډه وه اوپه اسلام مشرفه وه كه مكې ته تللې واى شايد دكورنۍ نوروغړو يې دامرتده كړې واي نو نبي ص ورسره نكاح وتړله اوداواده ډير دمسلمانانو په ګټه پاى ته ورسيد ابو سفيان لامسلمان نه ؤ چې دسول ص په مقام اومنزلت يې اعتراف وكړ اوداواده يې تاييدكړ اودښمني كمه شوه زړونه ېې نرم شول په مسلمانانو فشار كم شو اودابوسفيان رويه هم ورځ ، په ورځ ښه كيده اوتغييربه يې مونده په رښتياچې رسول ص تر ټولو لوي سياست مدار اووفادارشخص ؤ اودالله تعالي ترټولو غوره رسول ؤ دهر مسلمان لپاره دلارې مشال دى دښمنان به هر څه وايي هڅې به كوي خوبې ځايه دي اوباطلې دي دنبي ص شخصيت ته كومه صدمه نشي رسولى اولمرهم په دووګوتونه پټيږي .

خپلې خبرې رانغاړم اوپه لنډه توګه درسول ص دميرمنو نومونه اوپيژندګلوي ستاسو مخ ته ږدم :

۱-   ام المؤمنين سوده بنت زمعه رض چې دقريشو له قبيلې څخه وه

۲ -  ام المؤ منين عايشه رض دابوبكر رض لورچې دپلاراصلي نوم يې عبدالله دي

۳-  ام المؤمينين خديجه رض بنت خويلد داهم قريشه وه .

۴-  ام المؤ منين حفصه رض بنت عمر رض

۵-  ام سلمه رض چې اصلي نوم يې هنده اوپه ام سلمه باندې شهرت لري .

زينب بنت خزيمه رض داانصاريه وه
۷-  زينب بنت جحش رض اصلي نوم يې بره ؤ وروسته رسول ص په زينب باندې بدل كړ كنيه نو م يې ام الحكم ؤ .

۸-  جوريه بنت الحارث نوم يې اصلابره ؤ رسول ص په جوريه بدل كړ پلاريې دبني مصطلق كورنۍ سردارؤ اوپه اسلام مشرف شو .

حفصه بنت حيي بن احطب اصلي نوم يې زينب ؤ .  
۱۰ -  ام حبيبه چې اصلي نوم يې رمله ؤ اوكله چې په حبشه كې لورپيداشوه نو پ هغه يې حبيبه نو م كيښود اوددې كنيه نوم هم ام حبيبه ؤ .

ام ميمونه رض اصلي نوم يې بره اونبي ص ورسته په ميمونه بدل كړ دپلار نوم يۍ حزن ؤ اودخاليد بن وليد سكنۍ دترورۍ لوركيدله .
۱۲-  ماريه ام ابراهيم بن محمد پلارېې شمون اوموريې مسيحۍ وه اوپه مصر كې تولد شوې وه
۱۳ – ريحانه بنت يزيد رض داد رسول  ص وينځه وه اودادبني قريظه ديهودانوديو تن چې حكم نوميده ښځه وه اوپه غزاكې په اسارت ونيول شوه اودرسول ص لپاره غوره اونكاح يې ورسره وتړله
۱۴-  اسمآ بنت النعمان پلاريې نعمان نوميده دنجد له سيمې دكندي له مشرانو ياپاچايانو څخه ؤ اوبس .

نبي ص په هر لوري طبي ،سياسي ، ټولنيزو اونورو دژوند په مهمواړخونو كې ښايسته اوهدف مند حكمتونه درلودل چې اوس يادپوهانو اومختريعينوله لوري كشف كيږي اوحقيقت ته يې رسيږي اوډيرخولاتراوسه مبهم اولاكشفه پراته دي كوم چې پوهانو ذكر كړي دي دهغه راوړل دعمرونو خبره اودانسان له وسه وتلې ده دازما نيمګړې مقاله نشي كولاي چې دخواږه پيغمبر ديوحكمت اوسياست هم په بشپړه توګه ذكركړي بياهم ماخپله وسه كړې ده چې دانيمګړې مقاله مې په لوستلووارزوئ .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 10:53 AM |
عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي .
زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .
عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .
مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب  لري ؛ مګر په قران باندې عمل کول فرض دي .
اى د تقوا او رياضت  خاوندانو تاسې له خپلوکوټنيو سرونه راوباسئ ، له دې سپينو څادرونو مخونه ښکاره کړئ او په عالم کې سترګې وغړوئ ، چې د خداى (ج) د مخلوق څه حال دى ؟ او په څه راز مصيبتونو اخته دي ؟ په جهان کې څه مظالم او څومره بې رحمۍ موجودې دي ؟
تاسې انصاف وکړئ ! چې تسبې اړول ډېرثواب لري که په سرو غرموکې قولبه کول او يو مسکين مړول؟
په جاى نماز باندې قرارکښېناستل ښه دي ؟ که د خداى (ج) په لاره کې ستړي کېدل ؟
 رښتيا وواياست چې د بل په خېرات روژه ماتول ډېر ثواپ لري که خپل مال له مسکين او فقير سره خوړل ؟ خپلې سترګې پټول ښه دي که د بل سترګې خلاصول ؟
د يوه ضعيف پېټى په خپله اوږه اخستل ډېراجرلري ؟ که خپله مسله د بل په اوږه اچول ؟
ما پوه کړئ ! چې پاک خداى (ج) د خېرات اوشکرانو په اخستلو ډېر خوشحالېږي ؟ که په ورکولو يې ؟
راشئ ! د خداى (ج) رضا اود  اخېرت ثوابونه په ګرانو او سختو کارونو کې اود مخلوق په خدمت کې ولټوئ !
يو مظلوم د ظالم له منګولو خلاص کړئ ، د يوې کونډې په سر پوړنى واچوئ ، د يوه يتيم اوښکې پاکې کړئ !
يوه  پوروړي  ته پور وکړئ ، د يوه رنځور دارو او درمل وکړئ ،.... دغه خوران او غريبان ،  چې د پاک خداى(ج)   صادق او ساده بنده ګان دي خپل خدمت ته مه رابولئ او مه يې مريدان کوئ ، بلکې تاسې د دوى مريدان شئ او خدمت يې وکړئ،  دخداى (ج) رضا اود خداى (ج) جنت په دغه ډول حاصلولى شئ او د دنيا ګټه په هغه بل صورت  لاس ته درځي او درغلې ده.
  

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 10:50 AM |

پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟

ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.

 پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.

ځواب: تقوى او پرهېزګاري غوره كړه عالم به شې.

پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم

ځواب: خلكو ته لاس مه نيسه عزتمن به شې.

پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.

ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.

پوښتنه: غواړم چې عادل شم.

ځواب: چې ځان ته يې خوښوې نورو ته يې هم خوښوه.

پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.

ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.

پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم

ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.

پوښتنه: غواړم چې روزي مې پراخه شي.

ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.

پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شي.

ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې ايمان مې بشپړ شي.

ځواب: اخلاق ښه كړه.

پوښتنه: دقيامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې ليدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وي.

ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.

پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شي.

ځواب: زيات استغفار وايه.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړي.

ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.

پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړي.

ځواب: دخلكو پرده ساته.

پوښتنه: غواړم چې رسوا نه شم.

ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم ته ګران شم.

ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وي هغه ځان ته ګران كړه.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.

ځواب: فرائض مه پرېږده.

پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.

ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته يې چې وينې اوياتا وينې.

پوښتنه: يارسول الله ! ګناهونه په څه شي بښل كېږي؟

ځواب: اوښكې، عاجزي، ناروغي.

پوښتنه: كوم شيان ددوزخ اور سړوي؟

ځواب: په تكليفونو باندې صبر كول.

پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شي سړيږي؟

ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه ګناه كومه ده؟

ځواب: بداخلاق اوكنجوسي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه نيكي كومه ده؟

ځواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.

ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.

[ كنزالعمال\ مسند احمد ].

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 9:31 AM |

 

حضرت معاذ رضى الله عنه وايي چې كله يمن ته

روانېدم ماته د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وروستى

 وصيت دا و چې : اى معاذه! له خلكو سره په ورين

 تندي مخ كېږه.

[ مشكوة المصابيح \  ۴۳۲ مخ، موطاء امام مالك په حواله. ]

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 9:29 AM |

( وعن ابى ذر رضى الله عنه ان النبى صلى الله عليه وسلم ان النبى صلى الله عليه وسلم خَرجَ زمنَ الشِتاءِ وَالوَرَقُ يتهَافُتُ فاخذَ بغُصنينِ مِن شَجرةٍ قال: فجعل ذلك الورقُ يتهافتُ قال فقال: يااباذر! قلتُ لبيكَ يارسول اللهِ قال: انَ العبدَ المسلمَ ليصلِي الصلاةَ يُريدُ بِهاوجهَ اللهِ تتهافتُ عنهُ ذُنُوبُهُ كَما تَهافتُ هَذالورقُ عن هذِهِ الشجرةِ [ رواه احمد فى مسنده ]

ژباړه:

حضرت ابوذر رضى الله عنه وايي چې : يو وارې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د مني په موسم كې د باندې راووت ، پاڼې له ونو ريژېدلې وې، بيايې ديوې ونې دوه څانګې ونيولې او ويې څنډلې چې په څنډلو سره يې پاڼې ورېژېدې، ابوذر رضى الله عنه وايي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ماته وويل: ابوذره! ما ورته وويل: حاضر يم دخداى رسوله! بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: كله چې يومسلمان يواځې دخداى د رضا له پاره لمونځ كوي نوګناوې يې ددې پاڼو په څېر رژيږي .

شننه : لکه څرنګه چې دلمروړانګې دمني دموسم بادونه دونوپاڼې وچې کړي اودهواډېرې کمزورې څپې هم يې هم له ونې لاندې راغورځوي دغه څېرکله چې دمسلمان دالله پاک لورته فکرواوړي اوټول کړه وړه يې دهغه دخوښي لپاره وګرځي په بدل کې يې دالله پاک درحمت څپې يې ګناوې دمنې دبادونوپه څېرريژوي اوله ګناوويې پاک کړي . معارف الحديث دوهم ټوک ١١٠مخ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 9:27 AM |
هغه هنداره ده چې په هغه كې دګڼ شمېر ګروهو ، افكارو ، نظرياتو ، اخلاقو اواعمالو لرونكي خلك خپلې څېرې لېدلى شي ، په هغه كې په ښكاره يا اشاره سره كله دمخكينيو قومونو ذكر كېږي كله يې په څرګنده تفصيلي يادونه شوې وي ، قران كريم وايي :  لقد انزلنا اليكم كتاباً فيه ذكرُكم افلاتعقلون  ( مونږ تاسوته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو يادونه شوې ده اّيا تاسونه پوهيږىْ !)
دحديثو نامتو امام امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالى نوميالى شاګرد : شيخ الاسلام ابوعبدالله محمد بن نصر مروزي بغدادي (209-294ه)  په خپل كتاپ " قيام الليل "  كې يوه ښكلې او په زړه پورې كېسه رااخيستې ده، ددې ښايسته كېسې په بركت سره كولاى شو په پورتني اّيت شريف باندې هم رڼا واچوو ، د " مشال" درنولوستوالو ته يې په مينه سره وړاندې كوو: احنف بن قيس رحمه الله شايد ډېرخلك يې پېژني اودتاريخ زده كوونكي خويې ښه پېژني ، دى له هجرت نه درى كاله مخكې زوكړى اوپه 72 هگ كې وفات شوى ، دالوى تابعي دبنو تميم قبېلې سردار ، دايران له سترفاتحيننو نه شمېرل كېږي ، له حضرت علي رضى الله تعالى عنه سره يې ځانګړې اړيكې لرلې ، اوپه حلم اوبردباري كې متل ؤ ، داراز په عقل اوپوهه كې يې هم سارى نه لاره .
يوه ورځ دى ناست وو چې له چانه يې دالوړ اّيت واورېده ناڅاپه وديد اوويې ويل : لږ خوقرانكريم راوړىْ! څو خپل ځان په كې وګورم اودځان يادونه په كې بيامومم چې دڅه ډول خلكو له ډلې نه به يم اوله چاسره به ورته والى لرم ، چې قران كريم يې پرانيست په هغوخلكو تېرشو چې په دې توګه يادونه يې شوې وه : دوى به دشپې په كمه برخه كې خوب كاوه ، اودسهار له مخې به يې دبښنې غوښتنه كوله ، اوددوى په شتمنيوكې به دغوښتونكو او نه غوښتونكو (دواړو) حق ؤ ،[الذاريات 1-4] ، ځينې نور خلك يې ولېدل چې داسې حال يې وو " ددوى ډډې له ځايونو نه جلاوې ، اوخپل څښتن به يې په وېره او امېد سره باله ، اومونږ چې څه مال وركړى وو په هغه كې به يې خيراتونه كول . [السجده 4-2]
احنف په قران كريم ځيني نور خلك پيداكړل چې داډول صفتونه يې لرل : " اوهغه خلك چې دسجدې په حالت كې او (له عجز اوادب نه) په ولاړې شپې سباكوي ، ده په قران كريم ځينې نور خلك پيداكړل چې په دې ټكو كې يې يادونه شوې وه :" هغه خلك چې په خوشالۍ اوتنګۍ كې (خپل مالونه دخداى ج په لاره كې ) خيرات كوي ، اوغصه زغمي اوخلكوته بښنه كوي اوخداى ج له نيكې كوونكو سره مينه كوي .[اّل عمران 4-14] .
اوځينې نور داډول خلك يې بياموندل : دوى له خپلو ځانو څخه، نور خلك مخته كوي كه څه هم په خپله اړه وي ،اوڅوك چې دنفس له حرص نه ځان وژغوري نوداخلك بريالي دي .[الحشر 4-1] .اوله ځيني نوروخلكوسره يې وليدل چې داسې اخلاق يې وو : اوهغه خلك چې له لويوګناهونو اودبې حيايي له خبرو ځانونه ژغوري اوچې كله په غصه شي بښنه كوي .[الشورا 4-4]
اوهغه چې دخپل څښتن فرمان يې ومانه ، اولمونځونه كوي ،اوخپل كار په خپل منځي مشورو سره مخته ولي ، اومونږ چې كومه شتمني وركړې ده په هغه كې خيرات كوي [الشورا 4-4].احنف بن قيس چې دې ځاى ته راورسگېده ودرېده اوحيران پاتې شو ويي ويل : لويه خدايه ! ماته خو خپل حال معلوم دى، زه خو په دې خلكو كې ځان نه وينم ، بيا يې په قرانكريم كې بله لاره ونيوله په دې لاره كې يې ځيني داسې خلك ولېدل : دوى داسي وو چې كله به ورته وويل شول چې له خدايه پرته بل معبود نشته دوى به غرور اوتكبر كاوه ، اوويل به يې : اّيا ديوه ليوني شاعر لپاره مونږ خپل معبود پرېږدو ؛.[الصافات 4-2] .
بل ځاى بيا له داسې خلكو سره مخ شو : اوكله چې يواځې دالله يادونه كيږي نوكوم خلك چې په اّخرت ايمان نه لري زړونه يې تنګ شي اوله ده پرته دبل چايادونه چې وشي بيا ددوى څېرې ورينې شي . [الزمر 4-5] .يوبل ځاى بيا په داسې خلكو تېرشو چې كله به هغوى وپوښتل شول : تاسو ولې دوزخ ته لوېدلي ياست ؟ دوى به وايي چې مونږ لمنځونه نه كول ، اونه مو فقيرانوته خواړه وركول ، اومونږ له داسې خلكو سره په خبرو جوړولو بوخت وو چې له رښتيا اودروغونه خبرې جوړوي اومونږ د جزا ورځ دروغ بلله ، تردې پورې چې مونږ له دې يقيني څېز سره مخ شو ، احنف رحمه الله چې دې ځاى ته راورسېده هم هك پك پاتې و بيا يې غوږونه ونيول اوويې ويل : لويه څښتنه ! ستا پنا غواړم زه له دې خلكونه بېزاره يم .
ده بياهم دقرانكريم پاڼې اړولې اودخپلې يادونې په لټه كې وو تردې پورې چې په دې مبارك اّيت باندې ودرېد : " اوځينې نور خلك دي چې ( په صفاتوګه) دخپلو ګناهونو اقراركوي ، دوى ښه اوبدعملونه سره ګډكړي دي ، نږدې ده چې خداى ج به هغوى ته په مهربانۍ سره توجه كوي ،بېشكه چې خداى ج بښونكى اومهربان دى . په دې ځاى كې داحنف له خولې نه داخبره ووتله :
هوكې ! هوكې ! بېشكه زما هم همدا حال دى .
اوګواكې دقرانكريم په سپيڅلي هنداره كې يې خپله څېره ولېدله، مونږ په ورځ كې څو ځله په عادي هنداروكې خپل مخونه ګورو دادهندارې په مخكې درېدل دزياتو خلكو يوډول ضرورت ګرځېدلى دى اواّن چې دې هندارو زمونږ دډېرو ځوانانو او پېغلو ارزښتناك وختونه له كاره اېستلي دي اودخپلې ځلا اوښكلا برابرولو لپاره هنداره خورا زياته كارول كېږي . خود هندرومينان دې واوري چې داسره سپين مخونه او داتور اوسره وېښتان به يوه ورځ  خاورې كېږي ، داښكلا به دمرګ په څپېړو سره له منځه ځي ، داپه هنداروكې دورځې څوځله تورې شوې سترګې په يوه ورځ دچينجو خوراك ګرځي اوښايسته څېرې به حتماً دتورو خاورو مېلمنې شي .
راځىْ ! په دې خبره دلږ وخت لپاره سوچ وكړو چې كله مودخپل ژوندود اوكړنو څېرې په قراّني هنداره كې لېدلې دي ؟ ! په دې سپېڅلې هنداره كې دكتلو چل موزده دى كه نه ؟ ! كاشكې داچل موزده كړى واى !!
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jul 2009 او وخت 9:25 AM |
د واشنګټن ټایمز معتبرې  امریکايی ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې د ایران پر وړاندي د اسرایلو او سعودي عربستان د ملګرتیا په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.

ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان منلي چې اسرایلو ته به اجازه ورکړي چې د دغه هیواد له خاوري څخه په ایران کې  د هغه هیواد په اتومي تاسیساتو برید وکړي.

سعودي عربستان اوس په سیمه کې د ایران له مخ پر زیاتیدونکي نفوظ څخه ویره لري او اوس دې ته اړ دی  چې له اسرایلو سره چې عادي عربیان ترینه کرکه کوي، ملګرتیا وکړي او د خپل دغه ګډ دښمن پر وړاندي واحد نظر غوره کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې تیره اونۍ د امریکې مرستیال  ولسمشر جوبایډن په خپله یوه وینا کې د ایران د اتومي پروګرام څخه یو ځل بیا خپله شدیده اندیښنه څرګنده کړه او د هغي پوښتني په ځواب کې چې که چیرته اسرایل په ایران برید وکړي د امریکې موقف به څه  وي؟
وویل: (( امریکا به د اسرایلو د دغه برید ننګه وکړي دا ځکه چې ایران ته په وار وار ویل شوي چې خپل اتومي پروګرام بند کړي)).

واشنګټن ټایمز لیکي چې د جوبایډن دغه څرګندوني په داسي حال کې راځي چې ولسمشر اوبهاما غواړي له ایران سره د امریکې د اړیکو نوی فصل پرانیزي خو اوس داسي بریښي چې د ایران پر وړاندي د اوبهاما په ستراتیژۍ کې لږ لږ بدولن رامنځ ته شوی او اوبهاما یو ځل بیا د ایران پر وړاندي د پخواني ولسمشر جورج  ډبلیو بوش
په پلونو پل ږدي.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی چې ښایې ایران د روان کال تر پای پوري اتومي وسله تر لاسه کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې سعودي عربستان او اسرایل اوس ایران یوازي دوي ته د یوه ګواښ په تګه نه بلکه ټولي سیمې ته د یوه سرخوږي په توګه پیژني او دغه دوه هیواده یو د بل له مرستې پرته د ایران پر  وړاندي هیڅ نه شي کولای .


د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د دغې مقالې لیکوال د خپلې لیکنې په پای کې وایې  چې امریکا له اتومي وسلې څخه د ایران د لاس  په سرکیدو په برخه کې ډیري دیپلوماتيکي هڅي وکړې خو اوس داسي ښکاري چې دغو هڅو هیڅ فایده نه ده کړي.


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jul 2009 او وخت 4:44 PM |
دتیرې پنجشنبې دروانی میاشتی (جولای) په دوهمه ورځ دامریکې ۴۰۰۰ سمندري پوځیانو اودریوزروانګلیسي ځواکونود ۵۰ څرخي الوتکواونژدی ۶۵۰ دافغان فوڅیانو په ګډون او مرسته په هلمند ولایت کې دطالبانوپه خلاف پوځي عملیات دخنجر په نامه پیل شول . .

د نړیوالونظامي ماهرینوله نظره داعملیات په معاصروخت کې دنړۍ په کچه ترټولوسترعملیات دي چې په دومره زیات شمیر پوځیان اوپوځي وسائل دیوه کوچنی ولایت لپاره (هلمند) پکی برخه اخلی .کوم وخت چه په ۲۰۰۱ م کال کی مخکی له دینه چه دبن کنفرانس دافغانستان په باب فیصله صادره کړی څه کم یوه میاشت وړاندی امریکا یانو په افغانستان باندی یرغل وکړی اوپه طالبانو بانديی هوايی بریدونه شروع کول دعملیاتو په نتجه کی طالبان هم مجبورشول دزیاتو تلفاتو دجلوګیری په خاطر دجنګ څخه په شاه شی زیات شمیر يې چه امریکا یانو اوافغانی قواو ژوندی ونیول په ډیره بی رحمی پرته له کومی پښتنی اوقانون شهدان شول اویا ژوندی دمزارشریف په لیلی دښته کی تر خاورو لا نی شول.امریکایانو اوورسره دهغوی ټولو متحدینو داسی نظر درلود چه ګویا طالبان نور ختم شول اونور دطا لب په نامه په افغانستان کی څوک نشته چه دافغانستان ددولت لپاره خطر پیښ کړی اویا بیادی دجګړی توان پيدا کړی .
ددی هدف په منظور دامریکی ددفاع پخواني وزیر دونالد رمزفیلد په ۲۰۰۳ م کال کی دیوه مطبوعاتی کانفرانس په ترڅ کې چې له ښاغلی حامدکرزي سره یې یوځای په کابل کې دایرکړی وه په افغانستان کې د دوئ له خوا دپیل شویوپوځي عملیاتو پایته رسول اعلان کړل ..

نوموړی وویل چې د دطالبانورژم په مکمله توګه را نسکور شوی ده ، هغوئ له افغانستانه شړل شوي اونورددې توان اوطاقت نه لری چې دافغانانواوسیمې لپاره ګواښ وبلل شي، له همدې امله زه دلته راغلی یم ترڅوسرله نن څخه په افغانستان کې زمونږ دپوځي عملیاتوپای ته رسول اعلان کړم.ولی دنوموړی دیاده وتلی ول چه طالبان اه منڅه نه وه تللی یوازی له قدرت څخه په مو قته توګه ګوښه شول .

خو له بده مرغه چې درمزفیلدله هغه اعلانه راوروسته تراوسه پوري دکلونوپه حساب شاوخوا پنځه کلونه تیرشول چې هره ورځ دامریکایانوله خوا کله دغره دزمري ،کله دغره دطوفان کله دخنجر اوکله هم دپړانګ دپنجې په نوم دپوځي عملیاتوسلسلې روانې دي او دادې اوس دخنجر په نا مه ډیر ستر عملیات دشروع په حال کی دي اوامریکا یان وايي چه دا تر ویتنام وروسته دامر یکا ډیر ستر عملیات دی ،ان تردی یو ه تکړه افغان لیکونکی محترم مژده صاحب دغه عملیات ددوهمی نړی والی جګړی سره مقایسه کړی دی. .
د هلمند په ولایت کې دخنجر په نوم پیل شوي عملیات دامریکایانوددغوپوځي عملیاتودسلسلې وروستۍ کړۍ ده چې ددولت دحاکمیت ترغولوونکي نوم لاندې یې دبیوزله هلمندیانوپه ضدشروع کړي دي اوترنن پوری چه شپږ ورڅی کیږی د۵۰۰۰ کورونو په شاهوخواکی بی څایه شوی دی .

د دغو تباه کوونکوعملیاتو پلي کول هلمندیانواوټولوافغانانوته ددې خبرې قانوني حق ورکوي چې هم له ښاغلي کرزي اوهم دهغه له ملاتړوامریکایانوڅخه داپوښتنه وکړي چې تاسوخو ۵ کاله پخوالا دلته دپوځي عملیاتو پای ته رسول اعلان کړي ول اوپه بدل کې موافغانانوته دترقئ ،سوکالئ اوبیارغونې وعدې ورکړې وې ، دا اوس بیاد ۲۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکروراتګ اوپه هلمندکې دخنجرپه نوم دجارحانه عملیاتوترسره کول څه معنی لري؟
سره له دې چې امریکایي ځواکونوپه سیمه کې پیل کړي عملیات دځان لپاره یوستر بریالیتوب بللی خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله دغه عملیات دانګلیسي ځواکونولپاره ترټولو ملاماتوونکي عملیات بلل شوي ،ځکه انګلیسي ځواکونوپه دغوعملیاتو کې دخپل پوځ ترټولولوړرتبه افسر ډګروال او یوتن دهغه محافظ دطالبانو له خوادخښ کړل شوي ماین په انفجارکې له لاسه ورکړل
دورځپاڼې په حواله نوموړی وژل شوی پوځي افسرد انګلستان ددفاع وزارت هغه لوړرتبه افسر دی چې په ۱۹۸۲کال کې دارجنټاین خلاف جګړې راوروسته دده په سویه لوړرتبه افسرانګریزانوله لاسه ندی ورکړی .
پردې سربیره پرون ورځ ازادۍ راډیو دماسپښین په دریوبجو په هلمند کې دامریکایی سمندري ځواکونودمشر ډګروال لورنس نیکلسون له خولې خبرورکړ چې ددوئ دځواکونودوه طبي څرخکې دطالبانودهوايي ضد راکیټوهدف وګرځیدې اومخکې تردې چې په ځمکه نشت وکړي اوریې واخیست ،خودهمدې ورځې په مازدیګربیا بیرته ازادۍ راډیو د دوالوتکوپرځای دیوې دویشتل کیدو خبرورکړ.
له دینه معلومیږی چې امریکايي پوځې چارواکې دخپلوپوځیانو دمورال لوړساتلوپه غرض څومره دهغوئ دځاني اومادي تلفاتوپه کم ښودلو ټینګارکوي اوپه واقعیتونوسترګې پټوي.
دوهمه خبره ددغو عملیاتو دپیل هدف دهلمند په ولا یت کی ودولتی حاکمیت ته توسعه ورکول دی تر څو دهلمند ولایت دطالبانو له موجودیت څخه په بشپړه توګه خلاص کړی. .
، چې ددوی په وينا دغه جګړه د جمهوری رياست په انتخاباتوکې د خلکو د ګډون زمينه برابره کړی.
دهېواد جنوب او جنوب لويديځ ولايتونه چی د ډيورند کرښې او ورپسې له پاکستان سره په ګاونډکې پراته دي ترټولو ولايتونو نا آرامه سيمې دي چې اصلی لامل يې د پاکستان ډاګيزه مداخله په ګوتوکوي، خو ددغه واقعيت تر څنګ ددې خبرې يا دول هم اړين دي چی جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو ته د بهرنيو عسکرو تر ورتګ وړاندې ستونزی دومره نه وی او کله چی دغه عسکر تللي، جګړه پراخه شوی او په جګړه کی د ملکی خلکو شهادتونه ډېری شوی او همدا راز مهاجرتونه او دغو دوو منفی ټکيو د بهرنيانو او افغان دولت پرضد د خلکو کرکې پارولی او په نتيجه کې د دولت مخالف لوری تقويه شوی او ستونزې هم ډېری شويدی.
پرپورتنی لامل سربېره په جګړه ئيز سياست کې د امريکی او انګليس ترمنځ د نظر او عمل اختلاف هم نوری ستونزی را ټوکولی چی دلومړی ځل لپاره د قلعه موسی په ولسوالۍ کې د انګريزانو او طالبان تر منځ د پټ اوربند امضا کول يی ژوندۍ بېلګه وه، چې ټولو نړيوالو يی اغيزو ليدل چی وروسته بيا دهمدغو اختلافا تو په ترڅ کې د هلمند والی او د قلعه موسی ولسوالی د بهرنيانو لخوا تبديل او پرځای يې نورکسان وګورمارل شول.
په دغو ولايتونوکې ددغه اختلاف عوامل ورځ تر ورځې ډېرشول او اوس سره له دی چی ډېری ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلی، د نيشه يي توکيو کرکيلې هم زور اخيستی او په هماغوولايتونوکې چې ډېر بهرني پوځيان دي، ډېر ترياک کرل کېږی او څه موده مخکی چې د امريکی حکومت د نيشه يي توکيو پروړاندی نوی نظرڅرګند کړ، هم انګريزانو د پخوانۍ پاليسی ملاتړ اود امريکی له نظره سره يی مخالفت وکړ.
اوس چی په هلمندکې د امريکايي او افغانی عسکرو لخوا د خنجر په نامه نوی جګړه پيل شوی او پرمخ روانه ده، داهم څه فلمی صحنه نه ده چی په يوه پرده کې وينی و بهېږی او ورسره په څنګ کې بله پرده کې خنداګانی او نڅاوي پيل شي او په ډولونو او اتڼونو سره د انتخاباتو لورته لاړشي او خيرا و خيريت شي، بلکې ستونزې به وی. له جبهی پرشا شوی مخالفين په هرو مرو هم کرار نه کښېنی او لاس اوپښې په غورځوي.
په بشپړباور وايو چی په هلمند کې دنږدی ٥ زرو عسکرو جګړه څه ساده خبره نه ده اوشاوخوا نورې سوړې به هم کوي، چی دا به په خپله د انتخاباتو په مهال مخالفين مزاحمت ته هڅوي. ښه به وو چی دولت او بهرنيو ځواکونو له وړاندې دورته ستونزو وړاندوينه کړی وای او وقايوی دريځ يی نيولی وای. نه دا چې انتخاباتو ته خبره را اوږده شوه او ستونزې سره يوځای او ډېری شوی او په انتخاباتو کی د ګډون لپاره د جمهور رئيس لخوا طالبانو ته د ګډون بلنه يې هم ټکنۍ کړه او خدای خبر چی نوری به څه منفی ټکی ولري؟
په هر صورت په سيمه ئی کې د مخالفو نظرونو او کړنو شتون په خپله د ستونزو په ډېرولوکې رول لوبولی او که په راتلونکې کې هم وضعه همداسې وی د چارو د کنترول امکانات به بيا هم لږ او ياد اوس په شان وي، چی يوه سوړه بندېږی، هابل لوری به بله سوړه کوی او دکار امکانات به ټول په همدغو بوختياوو لکېږي.
دولت بايد امريکايان او انګريزان پر دغه واقعيت پوه کړی چی ډېری ستونزی د همدوی له اختلاف څخه راپورته شوی او په دغو ولايتونوکی پرکړنو واحد نظر حکومت وکړی او د واحد مکانيزم له مخی يوه نقشه پرمخ بوځي، ستونزی به ژر او دوامداری کنترول شي، هسی نه چی دولت او بهرنی عسکر نن يوه سيمه ونيسی او دوې ورځی وروسته يی بېرته له لاسه ووځي او لايتناهی دور او تسلسل جوړ کړی.
د بریټانیې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره لیکلی دی چې په افغانستان کې د امریکایی او بريټانوي سرتیرو بری ناشونی ښکاري
ورځپاڼه لیکي، تر هغه چې په افغانستان کې امریکايي سرتیري شتون ولري تر هغه په دغه ملک کې سوله نه شي راتلای.
د ټایمز په مقاله کې دا هم راغلي چې افغانستان ته د امریکايي سرتیرو د لوموړۍ ورځي راتګ یوه تیر وتنه وه چې پایلې به یې د هرې ورځي په تیریدو بدي وي
په داسي حال کې چې د امریکې او بریټانيی ځواکونو د افغانستان په هلمند ولایت کې د یو شمیر سیمو د بیرته تصرف عملیات پیل کړي خو ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې به تر هغه امن را نه شي، تر څو ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي.
ټایمز د امریکې د نوي ادارې هغه څرګندوني راخلي چې وایې په افغانستان کې به د بهرنیو سرتیرو شمیر شاوخوا اتیا زرو ته ورسیږي خو د ورځپآڼي په باور که چیرته امریکايي او نور بهرني سرتیري یو شمیر سیمي له طالبانو تشې هم کړي خو بیا داسي مقتدر حکومت نه شته چې دغه سیمې وساتي او پکې قانون نافظ کړي او همدا یې دلیل دی چې د امریکايي سرتیرو مبارزه بي ګټي او پوچه ده .
ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال کرستال ماموریت خطرناک او سرنوشت ساز ارزولی دی او لیکلي یې دي چې د افغانستان حالات له کنټرول څخه د وتو په حال کې دي دا ځکه چې بهرني سرتیري له یوه لوري په خپلو هیوادونو کې او له بل لوري د جګړې په ډګر کې تر فشار لاندي دي او دغه دوه اړخیز فشار د دې لامل ګرځي چې هغوي له جګړې زړه توري کړي.
داچی له څو ورځو راهيسې په هلمند كې د بهرنيو او افغان ځواكونو ګډ عمليات دوام لري چې ددی عملیاتو په نتجه کی اوس له طالبانو څخه د درو ولسواليو د ازادولو ادعاوې هم شوی دی.
څو ورڅی مخکی د انګلستان سفير په كابل كې له يو شمیر خبريالانو سره په يوه ځانګړې ناسته كې د هلمند د وروستيو عملياتو په اړه ډيره خوشبيني ښودله، ويل يې چې له دې څخه موخه د هلمند په ګڼ ميشت ولايت كې د انتخاباتو د پروسې د ډاډمن امنيت راوستل او بيارغاونې ته لاره هوارول دي.

امريكايي پوځي چارواكي هم د هلمند د وروستيو پوځي تحركاتو په اړه ډيره خوښيي ښيي، خو د رويټرز خبريال بيا د همدې ورڅی تحركاتو په منځ كې د هلمند د عامو خلكو او ولس د نظرياتو په اړه د يوه راپور په ترڅ كې وايي چې خلك له بهرنيو ځواكونو څخه نهيلي او ناراضه دي، متاسفانه يو تريخ واقعيت همدغه دى، طالبان د ترپ او خرپ جګړه كوي، كله چې نړيوال ځواكونه پرې يرغل ور وړي دوى پخپله سيمه پريږدي، څه وخت وروسته بيرته را ستنيږي او په اصطلاح هماغه درك هماغه خرك وي، په هلمند، فراه، كندهار، زابل او ارزګان كې په تيرو څو كلونو په لسګونو ځله همدغسې پوځي زور ور عمليات شوي دي، د طالبانو قوماندانان او جنګيالي وژل شوي هم دي، آن د دوى مشهور او نوميالي قوماندانان لكه داد الله او اختر محمد عثماني وژل شوي دي، خو نه له دې جګړو سره د هلمند برخليك بدل شوى دى او نه د كندهار او ارزګان ولس آرام شوى دى.
كه له اتو كلونو عملي تجربو وروسته موږ بيا هم يوازې پوځي بريدونو ته د ښو پايلو په تمه يو، نو دا تمه به مو هيڅكله هم تر سره نه شي، اوس افغان ولس د هغو ژمنو د عملي كيدو په انتظار دى چې د بيارغاونې او آبادۍ په اړه ورسره شوې دي.
زموږ ولس د هغه سر خوړلي باور او اعتماد بيا اعادې ته اړتيا لري چې بهرنيو ځواكونو په ړانده زور كې بايللى دى.

نړيوال دې يوازې همدومره په ريښتيا ثابته كړي چې دوى افغانستان ته په بد او شوم نيت له دي راغلي، له افغان ولس سره په ريښتيا دښمني نه لري، هغه كړه وړه پريږدي چې د دوى د دوستۍ او ملاتړ ادعاوې زيانمنوي، له دې هیواد څخه به د دوى پر لور څوك كاږه هم و نه ګوري اوس چې د هلمند د وروستيو پوځي تحركاتو سره د بيارغاونې او ابادۍ د چارو د پيل ژمنې لږ او ډيرې زمزمه كيږي ولس د همدې په انتظار دى چې عملاً په دې برخه كې څه كیږی زموږ باور دى چې كه په دې برخه كې نړيوال يو ګام واخلي ولس به دوه ګامه ور وړاندې شيپردې سر بيره دا په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال مك كرسټال د ادعاوو ازمويښت هم دى چې ويلي يې وو:
نور به د نړيوالو ځواكونو لومړى هدف وژل نه بلكې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وي. پای

رحمت اله روان   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jul 2009 او وخت 4:42 PM |

د افغانستان د كورنيوچارو وزارت وايي چې د كابل په هوايي ډګركې د سميلاټورد دستګاه له فعاليدو سره به د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې هوايي ځواك لاپياوړى او خپل عمليات به په منظم ډول پرمخ بوځي.

د سميلاټور په نوم دغه دستګاه د امريكا لخوا د څلوراعشارېه پنځه مليونه ډالرو په مالي لګښت فعاله شوې او نصبوونكي يې وايي چې له دې سره به دافغانستان دهوايي ځواك ډپيلوماتان په خاص ډول د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې هوايي ځواك وكولاى شي د شپې او ورځې اود هوا په هر ډول حالاتو كې پروازونه ترسره كړي.

د كورنېوچارو وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال دا ود داود د دوشنبې په ورځ ددې دستګاه د پرانستلو په مهال خبريالانو ته وويل چې له دې دستګاه سره به دوى د مخدروموادو په وړاندې مبارزه كې ښې لاس ته راوړنې ولري:

"دا دستګاه د افغانستان د پيلوټانو په مسلكي پوهه كې په خاص ډول په ام اولس ډوله الوتكو كې ډيره مهمه ده، په لومړي سركې به د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د هوايي ځواك پيلوټان پكې وروزل شي،په دې دستګاه كې به په خرابه اوطوفاني هوا كې د پرواز تكتيكونه پيلوټان زده كړې اودا زمونږ په عملياتوكې ډيرمهم رول لري."

ده څرګنده كړه چې د سميلاټور په نوم د افغان پيلوټانود روزنې دغه دستګاه د سيمې په يوشميرهيوادونوكې څارى نلري.

د افغان پوليسود روزنې امريكا يي مسوولې مك ډونالډ وويل چې دا دستګاه ډيره پرمختللې ده اوپيلوټان به وكولاى شي په دې دستګاه كې له روزنې وروسته خپل عمليات په منظم ډول ترسره كړي:

" دا سميلاټورپه افغانستان كې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د يووالي نښه ده،په عين حال كې دا سميلاټور د دفاع او كورنيوچارو د وزارتونو ترمنځ د همكاريو د زياتوالي ښكارندويي كوي،مونږ هم د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د همكار يو د زياتيدو شاهدان يو."

د كورنېوچارو وزارت وايي چې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې هوايي كنډك دا مهال اته ام اولس ډوله هيلې كاپټر لري خو په نژدې راتلونكې كې به ددې وزارت د هوايي كنډك په چوكاټ كې اوه ويشت نورهيلې كاپټر او درې ترانسپورټې الوتكې زياتي شي.

دا په داسې حال كې ده چې د كورنيو چارو وزارت وايي چې په افغانستان كې يې د مخدرو موادو د كر،توليد او قاچاق په وړاندې مبارزه چټكه كړې اوهڅه كيږي چې په دې برخه كې ددې وزارت هوايي ځواك هم تقويه او دا مبارزه لاجدي اوګړندۍ شي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 7 Jul 2009 او وخت 11:17 AM |
له هغی نیټی چی راروانو ټولټاکنوته رسمی منډی پیل شوی ، کرزی صاحب خو لا له هغی مخکی دپردی ترشا دوزارتونو، ولایتونو ، جنایی جرمونو دبښنی او ورکړی دسخاوت میدان ګرم کړی وه . کله چی بیا رسمی منډی ترړی پیل شوی بیا استخاری هم وشوی او ګواکی د الله تعالی په راز اونیاز هم له کرزی سره هوکړه وشوه .

که له سره ورته ځیر شو نو کرزی صاحب ښه په خلاص مټ له هرلوری او هری کاری څنډی داسی په روا او ناروا ډول ګټه او چته کړه چی اوس خو په ځینو مجلسونو کی ددی له امله هم ورته د رایو ورکولو ته زړه ښه کیږی چی ( بی له هغی هم کرزی بیا له همدی اوسه  دافغانستان جمهور رئيس دي ).

له هغی ورځی چی ښاغلی کرزی صاحب ځان جمهوری ریاست د نویو نومآندو په نوملړ کی ورټاله ، په هماغه آن یی ولس ته داپه ډاګه وویل چی دی همداوس اوس دامریکی متحده ایالاتو ته روان دی او هلته به  له خپل امریکایی سیال سره خورا ارزښتناکی خبری اتری ترسره کو ی او آن داچه یو پښتانه لیکوال خو بیا دکرزی صاحب په هماغه سفر د خپلی لیکنی په آن لیکلی وو چی داځل کرزی په امریکا کی له هر لوری سره د کتو په درشل کی زیات په خپل ځان ډاډه ښکاریده او ددی دلیل یی هم داښودلی وو چی ګواکی کرزی ددی ځل په سفر کی هیچاته هم خپله له قرقول پوستکی جوړه شوی خولۍ نه لری کوله ، دوینا په ترځ کی هم زیات خپلواک او ولسواک الفاظ کارول . خوحقیقت دا نه بلکی دا وو چی دسپینی ماڼی واکدارانو ورته دتوری پیشو سره سره کومه لږ شانته شنه رڼا هم ورښودلی وه، نوځکه خو بیا داسی زمری  ، زمری کیده ، او کله ناکله خو به یی په نشته بریتو هم لاس راښکه .

له هغی نيټی چی ښاغلی دسپینی ماڼی له زیارته را ستون شو نو په داسی بی کچه اوتودو منډو لاس پوری کړ چی يه هیڅ شی او ارزښت یی له معاملی ډډه ونکړه، له ښاغلی کریم خلیلی او محقق صاحب سره د هزاره ګانو وروڼو ملکان دی دوزارتو او ولایتونو ژمنه وکړه، ښاغلی فهیم صاحب خو یی لا له پخوا راهسی د ځان دلومړی مرستیال په خوږو موړ کړی وه ، له ښاغلی دوستم سره یی هم معامله دتړلو دروازو ترشا ښه پوره وجنګیدله ، اسماعیلیان یی هم دڅه نا څه په ورکړی په ښه شان ترمنتر لاندی کړل ، ښاغلی پیرصاحب هم ورته دخوښۍ په هیله دخپل قطب زمان او غوثیت برکات او فیوضات په ځولیو ،ځولیو داسی ډالۍ کړل چی بیا په دی هم بسنه ونشوه نو بیایی ورته خپل دوکتوراه لرونکی زوم ( ښاغلی احدی) دسیاست ذبیح وګرځاوه ، ښاغلی حضرت هم له پیرصاحب سره په منډه ورته داستخاری په مته داسی زیری ورکړ ، چی ګواکی کرزی صاحب دالله تعالی هم همدا ته خوښ یی او بل کاندی خو ددی ملک او ولس چیرته خواخوږی کیدلی شی.

دحیرانتیا خبره بیا داده چی له ځینو سره بیادتړلو دروازو تر شا داسی ژمنی وشوی چی له کرزی صاحب سره یی د ريښتینی وفا له امله بیرون خوله قدری هم چوله نکړه، خو ښایی چی دکرزی صاحب ورسپارلی وثیقه به کوم بل شاهد او ګواه ته  اړتیا نلری او ده به هیڅکله هم له دی ولس سره دوکه ، جفا او درواغ نه وی کړی .

دادی په دی درشل کی اوس په افغانستان کی دريښتینی فیوډالۍ اوسرمایه دارۍ دنظام دلومړنیو بیلګو په څیر خصوصی بانکونه ، مالی اداری، دکرزی صاحب په وینا ملی اوولسی سوداګر هم په دی کرغیړنه لوبه کی ورګډشول .

له دی وروسته بیا زمونږ په هیواد هم د فیودالی نظامونو لرونکو هیواد په څیر له ټولټاکنو وروسته دا ناندرۍ راپورته کیږی چی له دی یا هغی غاړی او سیاسی ډلی سره دی یاهغی مالی اداری او یا سوداګر لاس کړی وه او یا یی له نوموړو بډی او په ناروا ددی په موخه پیسی لاس ته کړی وی چی د خپل ځان په ګټه د ټولټاکنو لپاره دهلوځلو په درشل کی تری کار واخلی .

بیا به توری او سپینی پیل کیږی او خدای جل جلاله ګواه دی چی پدی سره به زمونږ هیواد نورهم د وروسته پاتی توب توری کندی ته ورلاهو کړی  .  په افغانستان چی ژوند، عزت ، زور او علم یوازی له مالدارانو سره و ی او بس ، افغانستان به دغریب  لپاره سور دوزخ شی ، مالدارانو ته به چاړی په لاس ورکړی او دمظلوم او غریب افغان به مرۍ ورته برابره کړی چی څه غواړی هغه پری وکړی.

زه په یوه شی زیات حیران یم ، چی کرزی صاحب ته په خپله تیره دوره کی کوم کار ، کومه کړنه ، او کومه وینا داسی په زړه خوږه لیږیدلی ده ، چی بیاهم دی غواړی چی دافغانستان دجمهوری رئيس  په توګه دی  دافغان ولس له خواوټاکل شی .

هو! دایوه خبره ده چی له کرزی صاحب سره له پیله دافغان ولس غم نه وو ، هغه له هماغه لومړی سره په خپل تیز منتر او جادوګره ژبه یوازی دافغانستان ولس نه بلکی ټوله نړیواله ټوله تیرایستله ، دبهرنیانو او مرسته کوونکو هیوادونو په وینا - که چیرته ریښتیا وی -  ټول نړیوال  پلانونه یی داسی له خاورسره سره خاوری کړل ، چی دنن په پرتله دافغانانو حالت په هراړخیزه توګه اووه کاله وړاندی تری دی  ښه وو.

دافغانستان حیثیت یی په ملک اوهیواد کی دننه او له هیواده بهر داسی تور او بی خونده کړ چی اوس په افغانستان کی خو لاپریږده آن په نړی کی هم دده په خوله څوک باور نکوی او آن په ځینو ناستو کی خو ورته په ډاګه هم وویل شول چی دهغی رسواییو ګواه خو په خپله کرزی صاحب هم دی . هغه دپښتو مشهور متل دلته خورا ښه ځای پيداکوی چی وایی : زه هغه ډم یم تور   چی نه می ننګ شته نه پیغور.

کله دسیاسی موخولپاره خپله امریکایی انډیوالی په روسی انډیوالی بدلوی ، کله طالبان وروڼه او خبروته یی رابولی، کله بیا دپاکستان سره د سولی د جرګی یون پرمخ بیایی ، کله له انګلستان سره سیاسی  تربګینت راپورته کړی ، کله بیا ولس ته په غوصه وی او کله ناکله بیا دی ورته د کمزوتیا اوښکی تویوی ، داسی کانی ترسره کوی چی په الله تعالی می قسم وی چی که انسان له مور زیږیدلی  دسینما ستوری او یا دډرامو لوبغاړی وی ، دومره به په خپل کردار کی غښتلی نه وی لکه زمونږ مشر چی څومره پکی پرمختللی دی .

بس یو شی زیات راته دده په ټولو کړنو کی په زړه پوری دی هغه داچی له هرلوری سره چی ده دوکه کړی او یا یی په تشو خبرو تیرایستلی وی ، له دی سره سره په  بل وار معامله کی بیا پر کرزی صاحب  باور کوی ، خو زه هم چی له ځان سره داسی فکروکړم نو راته جوته شی چی که داهر لوری له خدایه نه وای لری نوبیا ولی هرځل دوی له دغه شان ماهر مداری سره معاملی ته کښینی او یا له هغه سره معامله کوی ، خوداهم دویلو وړ دی چی مقابل لوری هم د نور و په لارښوونه دی ته اړ کیږی چی له ښاغلی ماهر چپن پوشه مداری سره معامله  وکړی . دمعاملی په درشل کی داهم نده کوټلی شوی چی خامخا دی په ګټه وی آن تردی چی که سپین اوړه په بیډیو هم ورکول کیږی خو باید معامله ترسره شی اوبس .

دافغانستان ګران او مسلمان ولس دی په دی پوره پوه شی چی دغه شان زمامدارن مو په ملک حاکم وو، هیڅکله به هم داسی ورځ را ته په سترګو نشی چی په هغی کی دی زمونږ سپیڅلی آرمانونه او هیلی پوره شی .

ای افغان مسلمان ولس !
داسی کسانو ته خپلی رایی مه روکوی چی د الله له دین او ستاسی دملک له ملی ګټو سره یی وفا او ژمنتیا دهر څه په سر کی نه ، چی له دغی خوار او په وینو لړلی افغانستان سره عملی مینه ونلری ، چی ددی ولس او هیوادوالو په غمونو او دردونو نه وی خبر ، چی ريښتینی افغان او یوازی دیوه افغانی تابعیت خاوند نه وی، که داسی چا ته رایه ورکړه چی له پورتنیو ټکو سره په ټکر کی وه نو بیا له ځانه پرته بل چا ته د ملامتۍ ګوته مه نیسی .

(فاعتبروا یا اولی الابصار) .  الایه
کابل –  افغانستان

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 7 Jul 2009 او وخت 10:55 AM |

د چين په شينکيانګ ايالت کې تاوتريخوالی

د چين دولتي خبري رسنيو ويلي چې د دغه هېواد په لوېديځ شينګيانګ ايالت کې د تاوتريجنو لاريونونو له امله ١٤٠ تنه وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر نور کنډ و کپر شوي دي .

د چين خبري رسنۍ شينخوا وايي په دغه ايالت کې هغه وخت پوليسو ته د لاريون کوونکو د مخنيوي امر وشو، چې پر لارويانو يې بريدونه پيل کړل او د هغوی ګاډي يې وسوځول .

چارواکو په ارومچي ښار کې کرۍ شپه ګرځبنديز لګولی و .

رپوټونه وايي چې لاريون کوونکي په شينکيانګ ښار کې ډېری ايغوري مسلمانان ول .

په سيمه کې د ايغوريانو وياند نوري تورکل خبریالانو ته وويل چې : (( هلته د چين د سيمه ييز حکومت د دفتر پروړاندې چې د اورمچي ښار په منځنۍ برخه کې دی، خلک سره راټول شوي وو، چينايي پوليس راغلل او غوښتل يې چې خلک سره تيت او پرک کړي . خو ايغوري لاريون کوونکو د پوليسو غوښتنه رد کړه، چينايي پوليسو خلک وهل ډبول، خو ايغوريانو د سړکونو پر سر د موټرو په سوځولو سره خپل غبرګون وښود .))

د بهرنيو په لمسونه پاڅون

عيني شاهدانو ويلي چې دغه تاوتريخوالی د تېرې يکشنبې په ورځ وشو، چې په کې تر زرو پورې ايغوريانو ګډون کړی و .

شينخوا زياتوي چې لاريون کوونکو له ځانونو سره چاړې، تېږې او لرګي هم راوړي وو، او د ګاډو او دوکانونو په سوځولو يې پيل وکړ، چې هماغه وو له چينايي امنيتي ځواکونو او پوليسو سره لاس او ګرېوان شول .

خو د ايغوريانو ډله ټينګار کوي چې لاريون سوله ييز و، خو د دولت د ناوړه چلند له امله پر تاوتريجنې پېښې واوښت .

د شينکيانګ ايالت حکومت د تاوتريخوالي اصلي لامل د ايغوريانو د يوې مشرې ربيعه قدير پر غاړه وراچوي، چې نوموړې اوسمهال د امريکا په متحده ايالتونو کې د تبعيد شپې او ورځې تېروي .

په چين کې خبری رسنی کنتيڼ سومرويل وايي چې د شينکيانګ ايالت زياتره اوسېدونکي مسلمانان دي، چې له څو کلونو راهيسې يې له حکومت سره اړيکي ناسم دي .

د دغه ايالت نژدې اته ميليونه ايغوري مسلمان اوسېدونکي غواړي چې خپل ايالت له چين څخه جلا کړي، چې ډېری په کې د (هان) قام اوسېږي .

خو چينايي چارواکي تل ګواښ کوي، که چېرې په دغه سيمه کې د واکمن نظام پروړاندې څه فعاليتونه وويني، تورن به يې ونيسي او سخته سزا به ورکړي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 7 Jul 2009 او وخت 10:42 AM |
داهغه سوال دی چی نن دهرسړی پر ژبه څرخی حقیقت دادی چی ددی سوال په ځوابولو کښی به هر ډول زاتی ګټی او زاتی خیالاتو او ترجیحاتو ته ځای نه ورکول کیږی .
د روسی فوځونو پر ضد دجهاد په دوران کښی زیاتره افغانان پدی فکر کښی وو چی داد کفر او اسلام جنګ دی ولی یوشمیر نور پدی فکر کښی وو چی نه داخو دروس او امریکی جنګ دی ولی حقیقت ددی دواړو خبرو نه لری وو او هغه داوه چی په اصل کښی دا دافغان او پنجابی جنګ وو .
ددی دعوی لپاره زما لوی دلیل دادی چی که دکفر او اسلام جنګ وای نو دکفر (یعنی روس) له شکست سره سم باید جنګ پای ته رسیدلای وای او هم دارنګ دا دروس او دامریکی جنګ هم نه وو ولی چی د روس له شکست سره بیا دجنګ دوام پر څه وو ؟ 
درسته ده چی د اسلام او د جهاد نعره په ډیر زور او شور سره وهل کیده او هم ښه په شور او ږوږ سره دروس او امریکی دجنګ اوازی وی او ددی دواړو خبرو ظاهری حقیقت هم څرګندوو ولی اصلا دا دهغی جګړی تسلسل وو چی دظاهر خان او وروسته بیا د داود خان ددورنه د پښتونستان پر سر راولاړ شوی چی وو بیا یی دخلقیانو په حکومت کښی ښه زور واخست او د تعجب دوی خبری دې لومړی داچې نه خو په هغه وخت کښی ېو روسی فوجی په افغانستان کښی موجود وو او بل داچی دخلق دحکومت پر مهال دلته په پاکستان کښی هم حکومت دهغوی په لاس کښي چی ځان ته یی خلقیان (پیپلیان) ویل او دکمیونیزم نړیوال دوستان وو .
ولی د روس راتګ دی جنګ ته ښه جواز نور هم پیداکړ او هم دا لړی د روسیانو له وتلو وروسته دغه شان جاری پاتی شوه تردی چی امریکایی قواوی افغانستان ته په القاعده او دهغوی په ملاتړو طالبانو پسی راغلی

نو لدی سره اوس بیا هغه ددایمی جګړی طرفدار د طالبانو او حزب اسلامی په شکل کښی نور هم په ښه شور د امریکی د راتګ په پروپاګند سره غواړی ددی لړی دوام پاتی شی او دا جنګ به دامریکی تر وتلو پوری نه وی محدوده بلکه ترهغه به روان وی چې یا افغان نوی له منځه تللی او یا دپنجاب ریاست (پاکستان) .

پر افغانستان د امریکی او د موجوده افغان دولت سره له اتحادیانو د کنترول جنګ اوس په ښکاره له طالبانو او القاعدی سره دې ولې په حقیقت کښی دا له پنجابی استعمار سره هغه زړه جګړه ده ېواځې جنګیالی یی بدل دی او پنجاب په پټه چین او د عربو هغه شاهان چی له ډیموکراسی کرکه لری هم دځان ملګری کړی دی .

نو اوس بیا هغه دری واړه سوالونه مطرح دی چی

ایا دا دچین او امریکی جنګ دی ؟
ایا دا داسلام او کفر جنګ دی ؟
ایا دا دافغان او پنجابی دیوبل دله منځه وړلو جنګ دی ؟

دلومړی سوال ځواب به زما په فکر داوی چې هو ممکن ده چی چاینا او ېو څو نور قوتونه ددی جنګ دوام غواړی او سرمایه پری لګوی ولی چی تنور ګرم وی بیا هر سړی ډوډی ورته وهی (دا زوړ متل دی کله چې به دېوه کلی ېواځې ېو تنور وو ) ولی دا وجه ددې جګړی بنیادی سبب هېڅ کله نشی کېدلای .

ددوهم سوال په ځواب کښی که جزباتی ځواب ووایو نه هغه به داوې چې که امریکا داسلام په ختمولو پسی راغلی وی او دامریکی په جادو اسلام ختمېږې نو داسې اسلام ته زموږ ضرورت څه دې بېا خو (نعوذباالله) امرېکه خدای او قانون ېې قرآن دې او دلیل به یی داوی چی اسلام کښی دم او استدلال نه وو او ددې په راتګ سره ختم شو ، ولې اصلی ځواب دادې چې دا داسلام او کفر جنګ ندې او نه هم د نېغ په نېغه د طالب او امریکې جنګ دې بلکه دا دعربو د تیلو د استحصال او استخراج په سر د القاعده او امریکې جنګ دې . د طالب هغه امارت چې پاکستان پری زیات خوښ وو هم ددې جنګ قربانی شو او تر اوسه زموږ ځوانان ، علما ، طالبان ، خانان او عام غریب مزدور ددې پردې جنګ قربانیان دې او دا خبره ددرېم سوال ځواب هم دې .
اوس وخت رارسیدلې ده چی ټول پښتانه افغانان هغه که په قندهار کښی دی او که په وزیرستان کښی هغه که دپیښور دی او یا دپښین او کوټی پکار ده چی په یوه خوله له امریکی سره خبره وکړی چی زموږ په وطن کښی ددوی اصل مقاصد څه دی ؟

که ددوی یواځې دا مقصد وی چی د عربو جنګیالی او تنظیم لدی خاوری او سیمی ورک شی نو بیا خو افغانان ددی توان نلری چې د پنجاب تر تسلط لاندې په پاکستانی ناروا رېاست کښی دی دومره توان پیدا کړی چې دا جنګیالی او دپنجاب له لورې هڅول شوی مقامی قوت ته شکست ورکړې پکار دې چې لومړې د افغان دوه سوه کلنه غلامی پای ته ورسیږی پر خپله خاوری د لوی افغان خپل بیرغ ودریږی بیا به موږ ددی جوګه یو چی څوک پکښی پریدو او یاتری څوک وشړو .

که دامریکی موخه ددی ځای پر معدنیاتو او وسایلو قبضه وی نو بیا خو هم خبره اسانه ده زما داوسایل پنجاب لاندې کړې دې او افغانستان چې اوس عارضی تور د پاکستان له تسلطه ووت دامریکی له  تګه وروسته بیا د پاکستان تر تسلط لاندې  راتلای شی ، نو پداسی حال کښی خو باېد زه لومړی د خپلو وسایلو پخپله مالک شم بیا به یی پر تا خرڅوم او یا به یی دربخښم (هسی بخښل اوس په نړی کښی نشته) .

هو : راشه چې زما احمدشاهی افغانستان له اټک او مېاوالې بیا تر امو دریابه له بدخشانه تر سیوی او دیره اسماعیل خانه په یوه هیواد کښی راغونډ شی زما خپله ولقه زما پر وسایلو ټینګه شی بیا به ستا سره معامله وکړم پر هغه بنیاد چی دنیا یی کوی .

زما ټول یاقوت زمرود او یورینېم ماته سپیری خاوری دی ولی چې زه د راایستلو او صافلو هنر او توان نلرم زه به حتما چا سره یوه عارضی معاهده کړم ترڅو چی خپل ځان کښی لومړی مالی او بیا علمی توان پیداکړم نو تر بل چا خو امریکه په ډیرو وجو ښه ده .

لومړی داچی زما اوبو ته خو به یی ضرورت نوی په کومو چی اوس پنجاب په اباد دی زما بجلی خو به زما وی پر خپله خاوره دحکمرانی حق خو به رانه نه اخلی .

اوتر ټولو غټه وجه یی دښه والی داده چی هیواد یی نه راسره پوله لری او نه دپولی لانجه .
خو تر ټولو لومړی چی په هره وسیله کیدی باید ټول افغان پښتون اولس یو ږغ او یو اتفاق شی ولی اوس ثابته شوه چی زموږ درد او تکلیف یو ده ، دښمن مو یو او خلاصون به مو هم په یوه لار کښی وی او هغه داحمدشاهی افغانستان بیرته رغیدل کیدای شی .

حليم شملزی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 7 Jul 2009 او وخت 10:32 AM |
په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د منډو ترړو په لړ کې هرې خواته د کانديدانو تصويرونه ځړول شوي چې د ښځينه نوماندو عکسونه هم په کې زيات تر سترګو کېږي، خو داسې ښکاري چې د ښځينه نوماندو د عکسونو پر خپرولو سره يو شمېر خلک خوښ نه دي .
 

ځينې کسان په لارو، کوڅو او بازارنو کې

کابل کې ولسمشرۍ ته د نوماندې شهلا عطا لګول شوی عکس

 د ښځو د عکسونو ځړول د افغاني کلتور او مذهب پر خلاف کار بولې . خو يو شمېر نور بيا د ټاکنو د کمپاين په موخه د قوانينو له مخې دا کار د نارينه او ښځو لپاره يو ډول قانونې حق ګڼي .

په افغانستان کې د ټاکنيزو منډو ترړو له هلو ځلو درې اونې تېرې شوې دي، ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته نوماندو افغان مېرمنو له خپلو سيالانو سره سم د خپل کمپاين په موخه خپل عکسونه او پوسترونه د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د ښار د سړکونو، دېوالونو، شنو ونواو د برېښنا پر دنګو ولاړو پايو ځړولي چې د هرلاروي پام ځانته را اړوي .

په کابل کې خلک د ښځينه نوماندو د دغه عکسونو په اړه بېلابېل غبرګون ښيي .

ځينې خلک د ټاکنيزو هلو ځلو به لړ کې د ښځو د نښلول شويو عکسونو هرکلی کوی او ستايي يې، په تېره بيا هغه کسان چې د دوی پلويان دي ، دخپلو هټيو پر ښيښيو او د خپل کور پر دېوالونو د ښځينه نوماندو تصويرونه ځړولي .

خو يو شمېر نور بيا اصلاً ورته نه ګوري او څيرې کوي يې . ځينې افغانان چې په دې نظر دي وايي په لارو، کوڅو او بازار کې د ښځو د عکسونو ځړول د افغاني کلتور او مذهب پرخلاف کار دی .

ښځه يا د کور ده يا د ګور

د کابل ښار يو اوسېدونکی اسدالله وايي: (( نوم مې اسدالله دی ، زما په نظر د نوماندو ښځو د عکسونو بندول په ښار او بازار کې هېڅ ښه کار نه دی . د دې لپاره چې دا افغانستان دی او اسلامي هېواد دی ، نو د ښځو عکسونه چې نامحرم يې ګوري موږ ورته نه ګورو او زموږ لپاره ښه نه برېښي، ځکه دا د ننګ مساله ده زه وايم چې ښځه يا د کور ده يا د ګور.))

بل نظر هم همداسې وايي چې : (( په اسلام کې ښځه امارت نه شي کولای، خو په شورا کې کولای شی ګډون وکړي، نو د عکسونو په اړه بايد هم ووايم د افغانې کلتور او مذهب له مخی د ښځو د عکسونو ليدل زموږ په ټولنه کې دا ډېر د شرم ځای دی که چېرې يو څه اسلامي حجاب پکې مراعات شوی وای نو شه به وو خو موږ يي چې وينو په عکسونو کې دا شی نه دی مراعات شوی . زه په خپله د ښځو عکسونو د بندولو په لارو او کوڅو کې مخالف يم، ځکه زه شکر مسلمان او يو افغان يم نو زما افغاني کلتور او پښتني ننګ دغه اجازه ماته نه راکوي چې زه د ښځې عکس په بازار کې ووينم. ))

خو يو شمېر نور بيا په دې نظر نه دي، ځينې خلک وايي چې د ټاکنو د اصلو له مخې هر کانديد که نارينه وي يا ښځينه، حق لري د خپل کمپاين په موخه خپل عکسونه خپاره او خلکوته خپله تګ لاره او پيغامونه په ډاګه کړي .

(( زما نوم محمدجان دی زه د ښځو عکسونه ته به ښه نظر ګورم داسې چې لکه خپلې مور يا خپلې خور ته ګورو ځکه هغوی د وطن لپاره کار کوي، نو څوک چی زموږ او موږ خلکوته خدمت کوي داسې ورته ګورم لکه زموږ مور چې وي او د عکسونو په بندولو يې هم ښه نظر لرم چې بايد ولګول شي.))

 

فروزان فنا

د دې تر څنګ ځينې نارينه وايي ښځې د ا حق لري چې خپل عکسونه خپاره کړي خو د شرعي او اسلامي قوانينو له اصولو سره سم بايد دغه کار وکړي .

خو پېغله ستورې وايي چې په ښار او بازا کې د ښځينه نوماندو عکسونه له شرعي او اسلامي قوانينو سره سم چاپ او خپاره شوی دي :

(( تر کومه ځايه چې موږ يې وينو، خو د دغو نوماندو ښځو عکسونه پوره په ستر او حجاب کې دي . موږ وينو چې ټکری په سر دی . که چېرې لږ څه سينګار کړي پکې برېښي نو دا خو د ښځو يوه سليقه او خپل شخصي کار دی .))

په خپله نوماندې مېرمنې هم دا ادعا کوي چې د دوی عکسونه د اسلامي حجاب سره سم په ښار او بازار او لارو کوڅو کې خپاره شوي دي . دوی وايي چې ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او له همدې کبله د دوی شتون په سياست او د ټولنې په ټولو اړخونو کې ضروري بلل کېږي .

خو لا هم د ښځينه تصويرونو د خپرېدو د مخالفت د انګېرنې له مخې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې تر اوسه ځينو ښځينه کانديدانو خپل تصويرونه دعامه ليد لپاره نه دي خپاره کړي .

همدا اامل دی چې د ملي شورا لپاره په تېرو ټاکنو کې ان ځينو ښځينه استازو نوماندو د خپلو تصويرونوپر ځای خپل انتخاباتي نښانونه چاپ کړی وو .

دا رنګه د رايه ورکولو لپاره د نوم ليکنې په کارټونو کې د ښځو د تصويرونو چاپېدل د شته حساسيتونو ته په کتو سره جبري بڼه نه لري .

 

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 6 Jul 2009 او وخت 10:1 AM |
بوسټون ګلوب امریکایۍ ورځپاڼي په یوه تازه مطلب کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د مخدره توکو د یو شمیر قاچاقوړونکو د خلاصون خبر خپور کړی دی.

د دغه فرمان له مخې هغه قاچاقبر خوشي شوي چې   د شپاړسواو اتلسو کلوترمینځ د بند سزاوې ورکړل شوې وه.

بوسټون ګلوب وايي ښاغلی کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتود ترسره کیدو د مخه د مخدره موادو پنځه پیژندل شوي قاچاقبران له زندانه ازاد کړي او د اړوندې محکمې فیصله یې باطله کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د مخدره موادو دا پنځه قاچاقبران په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هغه مهال دافغانستان د جنایي محقیقونود یوې ډلې او د هغو د یوه امریکایي مشاور له خوا نیول شوی وو چې د پولیسو یونو فورمونه یې اغوستي وو او د پولیسوپه یوه موټر کې یې ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویین انتقالول.

خو حامد کرزی دا قاچاقبران د تیرې اپریل په میاشت کې د یوه فرمان له مخې وبښل.

بوسټون ګلوب وړاندي  لیکي، ددغو پنځو قاچاقبرانو له ډلې یو یې د یوه بانفوذه سیاستوال چی اوس د ښاغلی کرزي د انتخاباتي مبارزې تنظمونکی دی، وراره دی.

یوه لوړرتبه افغان مقام دې ورځپاڼې ته ویلي چې د کرزي د دې فرمان په متن کې ویل شوي چې دغه کسان په یوې درنې کورنۍ پورې مربوط دي.

ورځپاڼه لیکي د د غو پنځوقاچبرانو سربیره په وروستیواونیو کې کرزی لږترلږه پنځه نورقاچاقبران هم بښلي دي.

دکرزي دې اقدام نه یوازې امریکایي مقامات چې په افغانستان کې د مخدره مواد د قاچاق د له مینځه وړلو لپاره په ملیونونو ډالر لګولي، سخت په غوصه کړي دي، بلکې دا اندیښنی یې هم زیاتې کړي چې کرزی ښایي په راتلونکو انتخاباتو کې د ملاتړد ترلاسه کولو لپاره د بانفوذه کورنیو پورې مربوط د مخدره موادو نور قاچاقبران هم له زندانه خوشې کړي.

باسټون ګلوب لیکي:

د اپریل له میاشتې راهیسې کرزي لږترلږه لس قاچاقبران خوشې کړي دي خو د افغانستان د لويې څارنوالۍ د ليست له مخې د خوشې شویو قاچابرانو شمیر له دې ډیر زیات دی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري هم تیره اونۍ چې کله یې دامریکا د یولسو ملیونوډالرو په مرسته د جنایي محاکمو لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانیستله، د کرزي له خوا د مخدره موادو د قاچاقبرانو د بښنې موضوع ته اشاره وکړه.

یوه امریکاییي مقام باسټون ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې دامریکا سفیر داموضوع په خپله له ښاغلي کرزي، له لوی څارنوال او د عدليې له وزیر سره مطرح کړ ې ده.
عزیز احمد سرباز د څارنوالۍ مدیرچې د توقیفونود چارو د هماهنګ کولو مسول دی، دې ورځپاڼې ته ویلي ، د ثور په اتمه د مجاهدینو د بري د کلیزي د لمانځلو په مناسبت کرزي د یوه فرمان له مخې ۲۱۰ بندیان وبښل.

په دې ډله کې ۴۲ یې د ولایاتو بندیان وو چې پنځه یې د مخدره موادو قاچاقبران وو.

ورځپاڼه د جنایي محکمې د ویاند سریر احمد له قوله لیکي، یو له دغو پنځو قاچاقبرانوڅخه چې د پولیسو په یونېفورم او موټر کې د دری ملیونو ډالرو په ارزښت د ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویینود انتقال په مهال نیول شوی و، بلال ولی محمد د حاجی دین محمد وراره دی.

حاجی دین محمد چې د کابل والي وو، د ولایت له مقام څخه یې استعفا ورکړه څو د کرزي د انتخاباتي کمپاین چارې تنظیم کړي.

بلال د ننګرهار د ولایت د سرحدي پولیسو د پخواني قوماندان حاجي ظاهر سکرتر وو.

د حاجي ظاهر پلار حاجی قدیر چې د کرزي مرستیال وو په ۲۰۰۲ کال کې ووژل شو.

باسټون ګلوب د مقالې په دوام لیکي، حاجی ظاهر په ۲۰۰۶ کال کې داداري فساد له امله له خپل مقامه لرې شو او د کورنیو چارو وزارت د هغه ترادارې لاندې د ټولو کسانو معاش بند کړ خوده چې له دغه امر څخه یې سرغړولی و، د ورځپاڼې په وینا ترلاس لاندې ټولو دغوکسانوته چې شمیر یی زروتنو ته رسیده، له خپل جیبه تنخوا ورکوله.

باستون ګلوب د دې مقالی په پای کې د جنایي څارنوال عبدالجمیل له قوله لیکي، کله چې د محکمې له خوا یو یو شخص مجرم پیژندل کیږي او د سزا له اعلانیدو وروسته له محکمې وځي هیڅ اطمینان نه شته چې په دې شخص دې د محکمې حکم تطبیق شي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 6 Jul 2009 او وخت 9:51 AM |

په هلمند ولایت کې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا وروستي پوځي عملیات په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ د تطبیق پیل ګڼل کېږي.

امریکایي چارواکي وایي له دغو عملیاتو څخه هدف دادی چې سیمه د وسلوالو طالبانو له حضور څخه پاکه شي او په دې توګه د بیارغونې د چارو لپاره ډاډ منه فضا رامینځ ته شي.

د افغانستان په جنوب کې د امریکا یي پوځیانو روان عملیات چې درې ورځې وړاندې پیل شوي، د افغانستان د جګړې په وړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د نوې ستراتیژۍ د تطبق لومړنۍ ازموینه ده. اوباما داجګړه د خپلې اداری لپاره کلیدي لومړیتوب بللی دی.

په د غوعملیاتو کې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پیل شول، د امریکا شاوخوا څلورزره پلي سمندري سرتیري هم برخه لري.

د خنجر په نامه دغه عملیات د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ یوه برخه ده او مقصد یې دادی چې د وسلوالو طالبانو د فعالیتونو چې په وروستیو څو کلونو کې قوي شوي دي مخه ونیسي.

پوځی قوماندانانو ویلي چې له دغو عملیاتو څخه سمدستي هدف دادی چې د افغانستان په دغه ترټولو ناکراره ولایت کې د اسد د نهه ویشتمې نیټې د جمهوريٍ ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره ډاډمن امنیت ټینګ شي.

اود دې عملیاتو اوږد مهاله هدف دادی چې په سیمه کې کافي ثبات ټینګ شي څو د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو لپاره ضمینه برابره او په دې توګه د خلکو اعتماد ترلاسه ترلاسه شي اوبالاخره دامنیتي چارو مسولیت په خپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

دامریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن عراق ته په ناڅاپي سفر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې بالاخره هلته د ستونزو د هواري لپاره داقتصادي چارواود سمې ادارې رامینځ ته کیدوته اړتیا ده.
او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره پوځي ځواکونو ته اړتیا شته مګریوازې پوځ کافي نه دي.

د فرانس پريس اژانس په وینا د دغولومړنیو تصفیوي عملیاتو نتیجه به د اوباما لپاره چې ادارې یې افغانستان ته د تروریزم پر ضد د امریکا د جګړې په مرکز کې ځای ورکړی، کلیدي اهمیت ولري .

د افغانستان په وړاندې د اوباما دریځ د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش سره په تضاد کې دی. هغه له نظامي پلوه عراق ته لومړیتوب ورکړی وو.

خواوباما د جمهورریس په توګه له ټاکل کیدو وروسته، په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او القاعده د ځپلواو د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره، دې هیواد ته د یویشت زرو عسکرو اود پرمختیایي چارود سلګونو کارپوهانو د استولو امرکړی دی.

ددغو ځواکونو په رسیدو سره به په افغانستان کې د ۲۰۰۸ کال او د روان ۲۰۰۹ کال ترپایه پورې د امریکایي عسکرو شمیر نژدې دوه برابره شي او ۶۸ زرو سرتیرو ته به ورسیږي.

په دې توګه به افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمیر یولک سرتیرو ته ورسیږي.

په افغانستان کې د امریکایي او د ناټو دځواکونو نوي امریکايي قوماندان جنرال سټنلی مک کرسټل ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ د عملي کیدو دنده سپارل شوې ده.

نوموړي ویلې چې تر ډیره حده به هڅه وکړي چې په پوځي عملیاتو کی ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د ملکي تلفاتو د پیښو زیاتوالي د افغانستان پر حکومت او نړیوالو ځواکونو، دافغانانو قهر او غوصه راپارولې ده.

د اوباما ادارې په دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې بریالیتوب یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د امریکایانو لپاره چې له جګړې بیزاره دي، هم د اهمیت وړ دی.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیتس د تیرې جون په میاشت کې د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي ووچې دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده چې د امریکا خلکو ته باید داښکاره کړو چې دغه ستراتیژي موثره ده اوموږ د دې کال ترپایه پرمختګ کوو.

ګیتس وویل دده په باور که امریکایان په دې پوه شي چی په ټپه دریدلی حالت نه دی رامینځ ته شوی، دوی به د اوږدې مودی لپاره له روانو هڅو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو یو شمیر نورو بیا د دې سترا تیژۍ پر بریالیتوب شک څرګند کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو یوه اروپایي لوړرتبه افسر ویلي دغه نوې ستراتیژي باید لومړی ماته قناعت راکړي چې ایا واقعا دا یوه نوې ستراتیژي ده که نه؟
دی چارواکي ویلی په اوس وخت کی موږ دلته ستر بدلون نه دی لیدلی، یوازې ډیر ځواکونه، ډیر وسایل اوتجهیزات اود ډیرو پیسو ژمنې وینو چې داټول به بیاهم د ملکي او پوځی تلفاتو د زیاتیدو سبب شي چې د دې جګړې د اعتبارله ښه کیدو سره به مرسته ونه کړي.

له ازادی رادیونه 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 5 Jul 2009 او وخت 12:29 PM |
د پاکستان په قبايلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې د يوې پاکستانۍ چورلکې د رالوېدو له امله ٢٦ تنه امنيتي کسان وژل شوي دي .

د دغې الوتکې تر رالوېدو وروسته د مخالفو وسله والو او پوځيانو تر منځ نښتې شوې دي .

پوځيان وايي داسې ښکاري چې هغه الوتکې د تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده .

په اسلام آباد کې خبری سرچینی وايي دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې پوځ د پاکستان په شمال لوېديځ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو پر ضد جګړې ته تياري نيسي .

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهرعباس وويل ايم اي 17 ډوله څرخي الوتکه له افغان پولې سره نژدې له قبايلي سيمې څخه د پېښور يوه سيمه ييز ښارګوټي ته پر لار وه، چې پيلوټ يې د خطر يو زنګ ورکړ .

پاکستاني پوځيان

جنرال عباس وايي چې دغه څرخي الوتکه د دوښمن په سيمه کې راغورځېدلې ده، چې هلته د مخالفو وسله والو له خوا ډزې او نښته هم شوې، او دوی يې د خپلو پوځيانو لپاره ملاتړي ورولېږل .

ښاغلی اطهرعباس وايي چې هلته کوم ژوندی کس نه دی ليدل شوی .

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان پوځ له شاوخوا دوو مياشتو راپدېخوا د وسله والو پرضد عمليات پيل کړي دي .

دغه سيمه له جغرافيوي پلوه يوه سخته سيمه ده، چې د قبايلي سيمې کمربند او د طالبانو سنګر ګڼل کېږي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 5 Jul 2009 او وخت 11:7 AM |
  

ته ښکلا وي افسانه وي سردروکي

زه يونوم وم پاتي شوي په ايروکي

ته هواوي الوتلي هري خواته

زه مرغي وم بندي شوي په پنجروکي

ته درحم او کرم سره اشناوي

زه مظلومه پاتي شوي په ميرو کي

ته وي مينه طراوت دزنده ګي وي

زه وم مړاوي پاتي شوي ويرانو کي

ته وي شمع بليدلي په تيارو کي

زه مړه شوي ډيوه ايښي مزارو کي

ته سحروي رڼايي وي دسپوږمي په تورو شپوکي

زه تور تم وم دغمونوتلوسو کي

هاشمي چه کله وخاندي ژړاه ورسره مل شي

ته مدام کوي موسکا زما غــمــوکـي

عــــــادلــــه هــــاشـــمــي                  

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 5 Jul 2009 او وخت 9:50 AM |
وسله والو طالبانو وايي چې د افغانستان په سوېل ختيز پكتيكا ولايت په وسف خېلو ولسوالۍ كې يې يو امريکايي او درې افغان سرتېري ژوندي نيولي دي .
 

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه

د مولوي سنګين په نوم يو تن چې ځان په پكتيكا ولايت

 كې د وسله والو طالبانو ولايتي مسوول بولي ويلي دي چې دغه سرتېري يې ونيول چې په دغې ولسوالۍ كې د ملخ په نوم امنيتي پوستې څخه د نشې په حالت كې راوتلي وو.

مولوي سنګين وايي چې نيول شوي سرتېري يې يوې نامعلومې او خوندي سيمې ته لېږدولي دي .

د پكتيكا يوه چارواكي د نوم نه اخېستو په شرط پېښه ومنله او زياته يې کړه چې دا امريكايي سرتېرى د سه شنبې په ورځ په يوسف خېلو كې د ملخ په نوم امنيتي پوستې څخه په خپل سرښكته شوى او لا دركه شوى دى .

سرچينې ويلي چې اوس دوى ته اطلاع رسېدلې، چې امريكايي سرتېرى د وسله والو طالبانو په لاس كې دى او دهغه دپرېښودو په بدل کې يې د خپلو بنديانو او پېسو غوښتنه كړې ده .

خو وسله وال طالبان وايي چې د نيول شويو د برخليك په اړه به د دوى مشران پريكړه كوي .

په سوېل ختيزو ولايتونو كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر هم د خپل يوه عسكر لادركه كېدل منلي خو نور جزيات يې نه دي وركړي.

وسله وال طالبان وايي چې په نژدې راتلونكي كې به د نيول شويو كسانو انځورونه او ويډيوګانې رسنيو ته واستوي

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 2 Jul 2009 او وخت 5:12 PM |
د برتانيا يوه جګپوړي ديپلومات پډي اشډاون ويلي چې د امريکا متحده ايالتونه او ناټو ځواکونه په افغانستان کې روانه جګړه بايلي .

پډي اشډاون

نوموړی وايي چې په دغه هېواد کې د امريکا، ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ د عملياتو پرمهال همغږي نه شته .

68 کلن پډي اشډاون اشډاون له ٢٠٠٢ نه تر ٢٠٠٥ پورې په بوسنيا کې د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې لخوا مشر استازى وو. چې بيا وروسته د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د ځانګړي استازي په توګه ونومول شو، خو افغان ولسمشر يې کابل ته د تلو مخنيوی وکړی، په لندن کې د دفاعي چارو کارپوهانو ته غږېده .

نوموړي وويل : (( که چېرې په افغانستان د کې د عملياتو پرمهال همغږۍ موجوده نه وي او په عملياتو کې اساسي بدلونونه رانشي، امريکا او ناټو په افغانستان کې روانه جګړه هرو مرو بايلي . ))

دی په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر وژل کېدو هم خواشيني ښيي او وايي چې افغانستان کې يوه مجهوله جګړه روانه ده :

(( موږ له ماتې سره مخامخېدونکي يو ، هلته زموږ سړي وژل کېږي ، ځکه چې د ناټو چارواکي او امريکايي سياستوال په خپلو کې همغږي نه دي او ناټو غړي هېوادونه هم له دې جګړې زړه توري شوي دي .))

پډي اشډاون په افغانستان کې د لومړيتوبونو اختلاف يوه لوی خطر بولي، او روښانه بېلګه کې يوازې په سوېلي ولايت هلمند کې د برتانوي ځواکونو مېشتېدل بولي او وايي چې دا يوه لويه ستونزه ده .

نوموړی وايي چې د هالنډ، جرمني، امريکا او کاناډا په څېر پوځيان په ارزګان، کندهار، او شمالي ولايتونو کې مېشت دي، خو برتانويان يوازې تر هلمنده محدود دي.

دی د امريکايي ځواکونو پر لومړيتوبونو هم شکمن دی .

نوموړي دغه خبرې تېره ورځ د لندن د عامه سياستونو د څېړنې په انستېتيوت کې د دفاعي چارو کارپوهانو غوڼدې ته کړې دي .

پډي اشډاون د ناټو د پخواني سرمنشي جورج رابرټسن او په واشنګټن کې د برتانيا د پخواني سفير ګريمي ګرينسټاک په ملګرتيا يو 143 مخه رپوټ هم چمتو کړی، چې په کې د افغانستان د روان وضعيت د حل لارې په کې لټول شوې دي .

په رپوټ کې راغلي که څه هم امريکا په افغانستان کې خپل پوځيان زياتوي ‎، خو په تېرو څو مياشتو کې طالبانو خپل بريدونه ډېر کړي او ښايي وضعيت تر دې هم کړکېچن شي .

رپوټ کاږي : ((که چېرې د نړيوالو په مرسته افغانستان کې د همغږۍ پوره هڅه ونشي، زموږ د پوځيانو او د عامو افغانانو د ژوند په بدل کې به پرمختګ همداسې پڅ روان وي . ))

په رپوټ کې له پاکستان سره په پوځي برخه کې د مرستې غوښتنه هم شوې ده چې له ياغيانو سره په مبارزه کې ترېنه کار واخيستل شي .

دغه رپوټ داسې مهال خپور شوی، چې د ناټو اعلی قوماندان جنرال جان کراداک، چې د کار موده يې تېره ورځ پای ته ورسېده، پر اروپايي هېوادونو نيوکه کړې، چې په افغانستان لازم رول نه لوبوي .

په ځانګړې توګه جنرال کراداک پر جرمني هم نيوکه کړې، چې له هېواده بهر يې د ځواکونو استول محدود کړي دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 1 Jul 2009 او وخت 6:16 PM |
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې د يوه ځانمرگي بريد له امله يو سرحدي پوليس وژل شوى او ١٠ نور ټپيان شوي دي .

تورخم

 د جلال آباد تورخم پر لويه لار شوى دى .

سيمه ييز چارواکي وايي چې بريدکوونکي ښځينه جامې اغوستې وې او د پوليسو د تلاشي په پوسته کې يې ځان پورې تړلي توکي چوولي دي .

په ټپيانو کې شپږ تنه ملکي خلک او د يوې ښځينه پوليسې په گډون څلور پوليس شامل دي .

په تورخم کې د تورغرخبريال وايي چې ملکي ټپيان د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شوي دي .

له بريد وروسته د تورخم سرحدي پوله تړل شوې ده

د بريد پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

د تېرې يکشنبې په ورځ ( د جون پر 28 مه) هم د جلال اباد ښار د ختيځ په يونيم کيلومترۍ کې يوه ځانمرګي بريد يو ماشوم وواژه او نهه تنه نور يې ټپيان کړل .

د بريد موخه بهرني ځواکونه او ورسره مل افغان پوليس ول، خو هغوی ته کوم زيان په کې ونه رسېده .

که څه هم افغان حکومت او بهرني ځواکونه وايي چې د راتلونکو ټاکنو تر نېټې پورې به په هېواد کې امنيت ټيڼګ کړي، خو داسې ښکاري چې طالبانو هم خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 5:6 PM |

په مطلب کې راغلي دي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید نه یوازې د یوه قومي اکثریت استازی او یا د نړيوالې ټولنې د خوښې رهبر وي، بلکې باید داسې یو سیاستمدار وي چې د مخ په خرابېدو وضعیت مخه ونیولای شي.

پاتريسیا للوند لیکي: د افغانستان راتلونکي ولسمشر باید داسې څوک وي چې له فساد سره مبارزه وکړای شي، ولایتي ادارو او پارلمان ته پراخ صلاحیتونه ورکړي او افغانانو ته امید بخښونکی وي.

لیکواله زیاتوي: دا مهمه نه ده چې داسې يو ولسمشر پښتون دی، که تاجیک، هزاره او یا ازبک. دا وايي چې د افغانستان د یموکراتانو ته به تر ټولو مهمه دا وي چې راتلونکی ولسمشر يو افغان وي.

پاتريسیا للوند چې د افغانستان په انتخاباتو کې د انتخاب شویو مېرمنو د ټولنې په نوم د فرانسوۍ موسسې مشره ده لیکي: موږ په واروار دا خبرې اورو چې هېڅوک د ولسمشر حامدکرزي ځای نشي نیولای، خو د دې په وینا دا افغانانو ته سپکاوی دی. ځکه افغانان له کمزورې دولتي ادارې او فساد څخه پوزې ته راغلي او هغوی چې په واک کې دي، پخپله په دې کې دخيل دي.

مېرمن للوند زیاتوي: چې کله به د کوم تنظيمي قوماندان جدي یادونه کېده، نړيوالې ټولنې به نارې سورې پیل کړې خو دا ځل چې کرزي مارشال فهیم په انتخاباتو کې د خپل کانديد ملګري په توګه غوره کړی نو نړيواله ټولنه ملګرتیا ورسره کوي، په داسې حال کې چې باید هېر نکړو چې مارشال فهیم له اداری فساد سره د اړیکو په تور له حکومته وتلو ته اړوت.

مطلب زیاتوي کرزي مارشال فهیم ځکه غوره کړی چې له دې سره په متحده جبهه کې نفاق واچوي. د لیکوالې په وینا متحده جبهه د هغو وړو ډلو ائتلاف دی چې د شمالي ټلوالې تر نامه لاندې يې طالبان راوپرزول او مشران يې تنظيمي قوماندانان او هغه ژمن ډیموکراتان دي چې په اسلام کې اعتدال غواړي، هسې چې د مېرمن للوند په وینا، قوماندان احمدشاه مسعود و.

مېرمن للوند وړاندې ليکي خو افغانان نورنو د نفاق لپاره د سیاستوالو تکتیکونه نه غواړي.

پاتريشیا للوند د مطلب په يوه بله برخه کې لیکي چې د ډیموکراسۍ هغې بڼې ته باید درناوی وشي چې خپله افغانان يې غواړي او دا هغه ډیموکراسي ده چې د افغانانو د کلتور پربنسټ او په عین حال کې د پخوانيو پلیدیو تصفیه ورسره وي. خو دا زیاتوي په دې ډيموکراسۍ کې باید بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی شامل وي.

دا فرانسوۍ مېرمن په خپل مطلب کې لیکي: موږ باید له طالبانو سره پر خبرواترو ډېر ټينګار ونکړو. خو باید پر هغو کسانو هم د طالب ټاپه ونه وهو چې په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ له وجې، او د پيسو په بدل کې، له طالبانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

لیکواله زیاتوي: که افغانان پر خپل حکومت اعتماد ترلاسه کړي، نو طالبان به په يوه بې ارتباطه نندارچي بدل شي او د دوی وسله وال پلویان به خپلې وسلې ليرې وغورځوي.

پاتریشیا للوند په پای کې لیکي: د انتخاباتو ګټونکی چې هرڅوک وي يوازې شفاف اوعادلانه انتخابات يې مشرتابه ته مشروعیت ورکولای شي، خو که داسې ونشي، نو لیکواله پوښتنه کوي بیا نو په افغانستان کې زموږ د اوږدې جګړې هدف څه دی؟

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 2:28 PM |

د حامدكرزي په راتلونكو پروګرامونو كې د حزب اسلامي افغانستان ډيروغوښتنو ته ځواب موندل كيداې شي .

د افغانستان د اسلامي حزب مشرعبدالهادى ارغنديوال وويل،د حامدكرزي په راتلونكو پروګرامونو كې د دوي ډيروغوښتنو ته ځواب موندل كيداې شي .

خو خلك وايي هرڅوك چې د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخابيږي باېد په خپلو ژمنو ولاړ پاتي شي.

د همدى له امله د افغانستان د حزب اسلامي مشورتي شورا او رهبرى هيت د پراخو بحثونو وروسته پريكړه وكړه چې د افغانستان د جموري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د حامدكزري ملاتړ وكړي .

افغانستان د اسلامي حزب مشرعبدالهادي ارغنديوال وويل :

"د حزب اسلامي افغانستان رهبري هيت او مشورتي شورا د خپلو پراخو بحثونو وروسته پريكړه وكړه چې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو انتخابات كې د حامدكزري ملاتړ وكړي، موږ دلته د حزب اسلامي افغانستان څه باندي شپږزره  تنه راغونډ شوي يو،موږ ته د نورو كانديدانو په نسبت د حامدكرزي راتلونكي پروګرامونه غوره ښكاره ځكه ېي ملاتړكوو."

ده زياته كړه،حزب اسلامي افغانستان هغه حزب دى چې په دوه زره پنځم ميلادي كال كې د افغانستان دعدليې په وزارت كي راجستر وه او په رسمي توګه يې د فعاليت اجازه ترلاسه كړه،پخوا ددي حزب مشرګلبدين حكمتيارو، او اوس يې نمايندګي نه كوي .

د افغانستان د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغنديوال په خپلو خبرو كي د راتلونكي منتخب دولت ته پنځه لس وړانديزونه وركړل چې په هغى كي د بهرنيو ځواكونو قانوني كيدل ، له اداري فساد سره مبارزه ، د مجرمينو محاكمه كيدل ، د سولي او ثبات ټينګيدل ، له مخالفينو سره خبرى اتري پيل كول،او د كورنېو امنيتي ځواكونو غښتلي كيدل شامل و.

خو افغانان وايي ، هرڅوك چې په راتلونكو انتخاباتو كې د هيواد د ولسمشر په توګه انتخابيږي، ترى هېله ده چې په خپلوژمنو ولاړپاتې شي.

پدې هكله د سيف اله سينزى په نوم يو تن  تورغرته وويل :

"راتلونكى ولسمشر بايد ملي يووالى ټينګ كړي،د خلكو د بيكارۍ مخه ونيسي، له خلكوسره تشي وعدى ونكړى،بايد په عمل كې ثابته كړي چې خلكو او هيواد ته خدمت كوي."

د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو ته ، يو څلويښت او د ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندي درې زره تنه په مبارزه بوخت دي ، ددوي انتخاباتى كمپاين د جوزا په دوه ويشتمه پيل او دوه مياشتي به دوام وكړي.

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 1:24 PM |
د افغانستان یوه مشهوره سندرغاړې مېرمن ژیلا چې له ډېرو کلونو راهیسې په متحدو ایالتونو کې اوسېده د جون په ۲۸ په دې هیواد کې د تل لپاره سترګې پټې کړې .

مېرمن ژیلا له خپلې کورنۍ سره د امریکا په ویرجنیا ایالت کې اوسېده او په دې وروستیو کې ناروغه وه .

مېرمن ژیلا د افغانستان په لومړنیو ښځینه سندرغاړو کې شمېرل کېږي .هغه د خپل هنري ژوند په سفرکې د افغانستان مختلفو ولایتونو ته لاړه ، کنسرتونه یې ورکړل او سندرې یې وویلې چې لا هم د خلکو له زړونو او ذهنونو وتلي نه دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 1:20 PM |
  شکر په دې دی چې دومره خو وشوه چې هغو ړندو مشرانو،لیکوالانواو دانشورانو خو دومره ومنله چې د ددوي د سترګو تور،،مجاهدین،،ترهګر دي او یا ددوي په وینا ځینې ترهګر دي ـ که څه هم ددوي په سترګو او غوږونو او زړونو د لږیدلو مهرونو په سبب دوي تراوسه په دغه بې نتجې جنګ جهاد او ددې لوبغاړي مجاهدین ګڼل نو ځکه خو دغو ړندو د خلې نه دومره وتل هم کمه خبره نه ده ـ

دغه ړانده او کاڼه او خرڅ شوي لیکوالان چې اوس هم د پاکستان په پرنټ او الیکټرانک میډیا کې د ټولې شمېرې د نیمې نه زیات دي اوس خپلو پخوانو اتلانو ته زړه بې زړه جنګیالي لقب کاروي او دومره هم مني چې ددوي په دغو اتلانو کې اوس ښه،او ناښه جنګیالي شته ـ د پښتو یو متل دی چې اوبو اخیستې زګ ته هم لاس اچوي او ددوي له لوري خپل اتلان په دوو ویشل هم ددغې متل د ریښتني توب بېلګه ده ـ

دغه ړانده دانشوران که د ښو او نا ښو طالبانو تعریف داسې کوي چې ښه او مجاهد طالبان هغه دي چې هغوي د کراچۍ له بندره د ناټو ځواکونو دپاره بار وړونکي ټرالر د ډیورنډ د کرښې هاغې غاړې ته په نښه کړي او یا یې د اټک د پله نه اخوا په نښه کړي ـ دغه شان که د کرښې یا پله نه پورې ښوونځي وران کړي ،د ملي اردو عسکر په نښه کړي ،خلق د څټ له طرفه حلال کړي نو ددوی په نزد ددوي اتلان په دې کارونو کولو سره جنتیان دي او ددوي د خودساخته جهاد غازیان دي ـ خو ددوي غټ دښمنان او بیخي ناښه طالبان چې دوي ورته په خپله ژبه کې ځناور یا وحشیان وایي او هم ورته د افغانستان،هند،امریکې او اسرایلو ګوډاګیان وایي ،هغه طالبان دي چې هغوي په لاهور،اسلام اباد یا د پنجاب ایالت په بله کومه برخه کې ځانمرګې حملې کوي او پنجابۍ مېندې په وېر اخته کوي ـ

د پنجاب په حملو کې ددوي په فکر بېت الله محسود دی او په تېرو ورځو کې خو رسنیو کې د بېت الله محسود د یوه مبینه ټیپ شوي ټیلیفوني خبرې هم ددې سرلیک سره خپرې کړې چې بېت الله خپل مخاطب ته امر کوي چې ،، په پنجاب کې ځواب ووایې،،دمحسود له لوري یو څو ګوزارونه نه وو چې تورې مچۍ ېې راوپارولې او داسې وبرښیدوه لکه دا مقدس جهاد چې اوس اوس په کرغیړن جنګ بدل شوی وي ـنو ځکه خو فورا پنجاب اسمبلۍ کې د ملاکنډ د عملیاتو په حق کې قرارداد منظور کړی شواو هم د وسله وال فوځ مشر پخپله په جهاز کې سپور د محسود د برجلونو په ننداره ووت ـ

دلته ددې خبرې تکرار کول ضروري ګڼم چې ددوی د ،،ارزښتناکې سرمایعې،،پریښودلو یا دهغوي د مرستې نه کولو هوډ لا پوره په پوره ددوي په زړه کې نشته ـاوس یې یوازې په دوو برخو ویشلي دي ـ زما په فکر دا ډېره ښه فارموله او د ذهینو دماغو جوړه شوې نقشه ده ـ یوه ډله،،ناښه ،، به دنیا وګټي ډالر به پرې هضم کړي او ارزښتناکې اثاثې،، به بل کوم وړ وخت کې پکار راولي ـ هسې خو ددوي ساتنه د دیرشو کلنو راهسې ددوي په غاړه ده او په دې موده کې دې د ،،شهدو دې مچو ښه ډېر بچي هم کړي دي او شهد یې هم ـ خو دا ښه شوه چې دومره وشوه چې دې مچیو کې غومبسان هم راښکاره شوـ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 1:4 PM |
                                                                  ظفرکریمي

نن دېرش جون هم د تېرو ورځو په شان یوه عامه ورځ ده ـ خو ننۍ ورځ د عراقي ولس دپاره ځولۍ ځولۍ خوشالۍ راوړي دي ،دبغداد په کوڅو کې خلق ډولونه وهي او نڅاګانې کوي ـ دوي یو ډول جشن نمانځي ــــ هو جشن ـــــ د خپلواکۍ جشن ـــ د ازادۍ جشن

زه دلته دا خبره نه څېړم چې آیا د عراق ولس تراوسه غلام وو،که غلام وو نو د چا غلام؟د امریکایانو او که د صدام حسین د رژیم د باقیاتو ؟

خو دومره خامخا ده چې د هر هیواد په خاوره د هغې هیواد د خلقو واک د انساني ضمیر اواز دی ـ او که پردې هر څومره هم خوږ شي نو بیا هم اغیار وي ـ

د امریکایي فوځونو مشر جنرال ای او ډیرنو په وینا د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته به هیواد کې د امن د ټینکښت ذمه واري د عراقي امنتي ځواکونو په غاړه وي ،اوس دپاره امریکا یو لاک او یو دیرش زره سرتیري هم په عراق کې دننه فوځي بېرکونو ته ځي او تر ۲۰۱۱ میلادي پورې به د ټول عراق نه د امریکايي سرتیرو د ستنېدنې بهیر بشپړ شي ـ

دا خو د عراق کیسه وه چې یو نه یو حل یې ومونده ،هو صېبه د هغه عراق خبره ده کوم چې امریکا د افغانستان نه دوه کاله روسته اشغال کړی وو خو پوښتنه داده چې ولې افغانستان کې حالات هغسې نه دي لکه څنګه چې عراق کې دي ـ آیا دا کار د ناټو د ځواکونو د مخکني مشر ښاغلي ډیوډ بارنو دهغې بیان ریښتنې کوي په کوم کې چې نوموړې ادعا کوي چې امریکا افغانستان کې جګړه بایللی ده ـ

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دادې څه دپاسه اته کاله وشو ،او د امریکایې ځواکونو د وتلو دټایم فریم هم نه دې جوت ـ په دې اړه د سېمې او پوهان په ډول ډول مفکرو سره هم اخته دي ـ څوک د چین او ایران په خاطر امریکا په دې هیواد کې د پاتې کیدو لامل ګڼي ،څوک د پاکستان د اتومي پروګرام دپاره ـ ډېر خلې ډېرې خبرې

خو پخپله امریکا یو دلیل لري او هغه دا چې د څه دپاره چې ددوي فوځونه عراق ته تللي وو هغه یې مرام یې ترسره کړو ،هلته ثبات هم دی ځکه هلته د امریکا حضور اړین نه دی ـ خو افغانستان کې ددوي د نړیوال سوداګریز مرکز د نړیولو مجرمین لا نه دي نیول شوي نو ځکه دوي د هغو د نیولو هڅې کوي او چې کله په دې کار کې بریالي شول نو دلته به هم ځي ،

د امریکا دا دلیل ښه دی که نه ښه ـ خو زمکنی حقیقت دادی او هر چا ته مالومه ده چې دلته جنګ دچا دی ؟ولی دی؟اوولې اوږدشو؟ امریکا د ایساریدو بهانې څوک برابروي ؟د سیف الرحمان سلیم خبره

چې تبلیغ یې د کفارو په خله کیږي

نه پوهیږم چې دا لا کوم اسلام دی

یو طرف ته دا سیاسي او د تیلو په سر نښتې جګره لکه د سوړ جنګ په څېر د سپڅلي جهاد نوم خپل کړو او

ما لکه شمعه په ځان اور بل کړی

ځان مې هم وسو پتنګان مې وسول

ځانونه مو لکه د بني اسرایلو د توبې قبلولو دپاره په خپله ووژل ،د جاسوس په نامه،د طالب په نامه،د فوځي په نامه،د زندیق په نامه او ورسره ورسره مو امریکا ته هم په خپله ځولۍ د پاتې کیدو زمینه برابره کړه ـ

عراق نه د امریکاد وتلو په لړ کې که دا خبره د عراق نېمکرغي وبلو نه بده به نه وي چې د عراق ګاونډیانو او په تېره بیا ایران په دغه هیواد کې د نه مداخلت ستر رول ولوبه واه ـ که ایران په خپل دغې عمل یو لور ته عراق ولس ته زر تر زره سوله وربخښله نو بل لور ته یې خپل هیواد د ممکنه کردستان د تحریک څخه وژغورو ـ که چېرته ایران په عراق کې د امریکامخالف قوتونو سره مرسته کړې وایې نو نه یوازې دا چې امریکا به یې په سېمه کې تر یو وخته د اوسپنو نېنۍ چیچلې وایې او کیدی شي چې دې کار عراق تجزیه کیدو ته هم لار هواره کړی وایې ـ که عراق تجزیه شوی وای نو بیا د کردستان جوړښت ناممکن نه وو او ایران کې هم لوي شمېر کردان ژوند کوي نو ځکه خو ددغې تحریک لمبې ایران ته هم راننوتې شوې ـ ایران مخکې د مخه د سویس د سفارتخانې پرمټ د امریکا سره اړیکې ونیولې او د عراق په ستونزه کې ورسره مرسته وکړه او نن موږ شاهدان یو چې امریکا د عراق څخه وتونکی ده ـ

افغانستان سره بیا د ګاونډیانو مسله بدله ده ـ د افغانستا ن په ستونزه کې ګاونډي پاکستان داسې رول ترسره کوي لکه په عراق کې چې ایران ترسره کولو خو دلته د ایران برعکس خبره بدله ده دلته پاکستان د تېرو درې لسیزو راهسې افغانستان کې خپل پلوي او غلام رژیم غواړي اود ملا عمر د حکومت په څېر د تابع حکومت نه کم په هیڅ سودا راضي کیدو ته چمتو نه دی ـ ځکه خو په سېمه کې ګډوډي دوام لري او دا جنګ د ځینو په اند مقدس جنګ یا جهاد جوړ شوی دی ـ

په دې ډرامه کې د امریکا رول هم سړی شکمن کوي او هغه دا چې امریکا ښه پوهیږي او بیا هم یې ځان ناګاره کړی دی ـ پخوانې ولسمشر بش خو بیخي یو ډول بې وقوف وو ،ډالر یې بادول او ورسره ورسره یې د پښتونخوا په خاوره د اور بڅرو ته پوکي ورکول ـ کرزی بیچاره د ا ولې ورځې راهسې د ولسمشر بش به غوږونو کې چغې وهلې چې دا څه کوې،دا څه کوې ؟خو چا ته وې هغه ځان ګم صم کړی ووـ دا خبرې د تاریخ برخه جوړه شوی ده چې کله هم کابل واشګنټن ته د ترهګرو د ځالو په اړه ویلي دي ،واشنګټن ځان ناګاره کړی دی او په بدله کې اسلام اباد کابل ته رډې بډې خبرې کړي دي او کرزي بې چاره ته مشرف د ولسمشر بش به وړاندې په یو مطبوعاتي کانفرنس کې په داسې خبرو کولو د شترمرغ لقب ورکړو ـ

خبره داده چې هیڅ یو باضمیره په خپل هیواد کې پردي ځواکونو شتون نشي زغملې نو ځکه خو افغانان هم زر تر زره د خپلې خاورې نه د ددغو پردیو د وتلو هیله مند دي ،پردې پردې وي ،که په وردۍ کې وي او که په پټکي کې ـ

د پردیو د وتلو دپاره هم اصول وي ،لکه څنګه چې شورویان د ژنیوا د پریکړې پر اساس له هیواده ووتل ،دغسې دې د امریکایانو دپاره هم یوه اصولي لار پکار ده ـ او هغه دا چې نور د اسلام یا په بله نامه هغه تحریکونو ته د پایې ټکې کیږدي کوم چې په سېمه کې د امریکایانو د ایساریدو دپاره بهانه جوړ شوي دي ـ په دې لړ د عراق د پروسیس تقلید پکار دی ـ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 1:0 PM |
افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې له مېشتو ايتلافي ځواکونو غوښتي چې د کندهار ښار د دوو امنيتي چارواکو قاتلين دې د افغانستان امنيتي چارواکو ته وسپاري .
 

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع

شرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په کندهار ښار کې د يوه خصوصي امنيتي شرکت وسله والو کسانو د کندهار امنيه قوماندان او جنايي مدير له خپلو درو ساتونکو سره وژلي دي .

خبرپاڼه زياتوي چې دغو وسله والو، چې پر ايتلافي ځواکونو پورې اړوند ول، د کندهار ولايت څارنوالۍ ته د دوو زنداني بريد کوونکو د خوشي کولو لپاره په زور ورننوتي دي .

ولسمشر د کندهار ښار د دوو امنيتي چارواکو او سرتېرو پر مړينې خواشيني ښوولې ده او د پېښې په اړه يې د ملي دفاع، کورنيو چار وزارتونو او لويې څارنوالۍ ته د بېړنيو څېړنو امر کړی .

ولسمشر په افغانستان کې له مېشتو ايتلافي ځواکونو غوښتي چې په هېواد کې د نظام د کمزوري کولو لپاره له دا ډول پېښو رامنځ ته کولو ډډه وکړي .

د نن غرمه مهال په کندهار ښار کې ناڅاپه ډزې پيل شوې، خلکو بازار پرېښود او له وېرې په ودانيو کې پاتې شول .

د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي ويلي نښته وروسته له هغه پيل شوه، چې د امريکايي ځواکونو له خوا روزل شوي ځانګړي پوځيان څارنوالۍ ته په زور د يوه نامالوم بندي د خوشي کولو په موخه ورننوتل .

نوموړی وايي : (( د کندهار ښار د پوليسو مشر جنايي مدير عبدالخالق همدرد او اووه تنه نور افغان سرتېري په نښته کې وژل شوي دي .))

د رپوټونو له مخې، که څه هم نښته کې بهرني پوځيان ښکېل نه وو، خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يوه تن وياند ويلي چې دوی به د پېښې په اړه پلټڼه وکړي .

په نښته کې د شپږو نورو افغان پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی .

له کندهاره رپوټونه وايي چې حالات ډېر ترينګلي دي، بهر څوک وتلی نه شي او هرخوا ډزې اورېدل کېږي او بازار اوس هم بند دی .

رپوټونه وايي امريکايي ځواکونه چې د ملا محمد عمر په کور کې مېشت دي، د کمپاين ځواکونو (کمپاين هغه افغان ځانګړي ځواکونه چې د امنيت په برخه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا روزنه ورکول کېږي) په ملتيا د کندهار څارنوالۍ ته د يوه بندي د راخوشي کولو لپاره ورغلي ول، چې ناڅاپه ډزې او نښته پيل شوه .

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي ډېر ژر به د پېښې عاملين ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي .

د ويلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ دا ډول ستره نښته کېږي او امنيتي چارواکو او سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي .

د تېرې اپرېل مياشتې پر لومړۍ (د وري پر 12 مه) په دغه ولايت کې د ولايتي شورا دفتر مخې ته له چاودنې وروسته له چاودونکو توکو يو ډ ک ګاډی وچوول شو، چې بيا وروسته په وسلو سنبال کسان ودانۍ ته ننوتل چې په پايله کې لس تنه ووژل شول او اووه نور ټپيان شول .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 12:12 PM |
د خوست امنيې قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوى د يوې خبرې ناستې پرمهال وويل چې سرتيرو يې د خوست د تڼيو ولسوالۍ په نريزي كلي كې دوه تنه سړي تښتوونكي نيولي او تښتول شوى زده كوونكى يې د دوى له منګلو راخلاص كړى دى .

په خوست کې نيول شوي انسان تښتوونکي

ده وويل چې دغو كسانو د زاهد جميل په نوم د سيدجال الدين ليسې د لسم ټولګي زده كوونكى چې اصلا د ګربزو ولسوالۍ اوسيدونكى دى د شپې پرمهال د واده له مراسمو څخه د حيدرخېلو له كلي د وسلې په زور تښتولى و.

زاهد جميل وويل چې دى د حيدر خيلو په دوه سركه سيمه كې د خپلوانو په واده كې و او د شپې په يوه بجه پټ مخو وسله والودوى ته ځانونه طالبان معرفي كړل، او دى يې پدې بهانه چې پلار يې په حكومت كې كار كوي بوتلو.

نوموړي وويل چې ما ته يې ويل چې موږ طالبان يو او ته مو د صبريو ولسوالۍ ته راوړى يې .

د زاهد جميل پلار عالم جميل وايي چې تښتوونكو ورنه د ټېليفون په ليكه د سلو زرو امريكايي ډالرو غوښتنه كوله او ګواښ يې ورته كړى و چې كه پيسې ورنه كړي نو زوى به يې ووژني .

د ياده ولوده چې د خوست په بېلابېلو سيمو كې وسله واله غله كله د پوليسواو كله د وسله والو طالبانوپه جامه كې له خلكو پيسې قيمتي موبايلونه او موټرونه اخلي خو وروسته معلومه شي چې غله وو، خو ښاغلى باقيزوى وايي چې كه سيمه وال ورسره ريښتينې مرسته وكړي نو د دا ډول پېښو مخه به ونيسي .

څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د خوست په صبريو ولسوالۍ كې درې كسان په دې تور ووژل چې د دوى په جامه كې يې وسله والې غلې كولې .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 12:4 PM |
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې که څه هم په دې هېواد کې د نري رنځ له امله د مړينې شمېرې ډېرې راټېټې شوې دي، خو له دې سره سره لاهم هر کال نژدي نهه زره تنه افغانان د دغې ناروغۍ له امله مري .

د عامې روغتيا وزير سيد محمدامين فاطمي چې په هرات کې يې د نري رنځ د مخنيوي د پروګرام په پيل کې خبرې کولې وويل چې د نري رنځ د مخنيوي په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري .

د عامې روغتيا وزير محمدامين فاطمي په هرات کې د دغه بورډ د جوړېدلو موخه له ساري ناروغيو په ځانګړي ډول نری رنځ سره د مبارزې ګړنډي کول وبلل .

نوموړي وويل چې لا هم په هرات ، فراه، غور او بادغيس ولايتونو کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېره زياته ده .

ډاکټر او ناروغان په افغانستان کې

ښاغلي فاطمي زياته کړه چې دا مهال افغانستان د نري رنځ د تشخيص ښه وړتيا لري او په وينا يې په دې ورستيو کې د دغې ناروغۍ له امله د خلکو مړينه راکمه شوې ده :

((درې کاله مخکې د نري رنځ له امله په هر کال کې 23 زره افغانان مړه کېدل، په داسې حال کې دا مهال دغه شمېره په کال کې 7847 کسانو ته راټيټه شوې ده ، دا ډېر زيات ټيټوالی ښيي. ))

د عامې روغتيا وزير وويل چې دا مهال په ټول افغانستان کې د نري رنځ د درملنې 1100 مرکزونه کار کوي .

د ښاغلي فاطمي په وينا، په نژدې راتلونکې کې به په نورو ولايتونو کې هم د نري رنځ د مخنيوي بورډونه جوړ کړي .

د نړۍ روغتيايي سازمان هم ژمنه کړې ده چې درنځ د مخنيوي په برخه کې به د عامې روغتيا له وزارت سره نورې زياتې مرستې کوي .

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مشر پيټرجي ګراف د دغې ژمنې ترڅنګ وويل چې افغانستان لا هم د نړۍ د هغو22 هېوادونو په ليکه کې دی د نري رنځ زياتې پېښې پکې ليدل کېږي .

د روغتيايي چارو کارپوهان، بېوزلي، د درملنې او تشخيصوونکو د مرکزونو لږوالی ، کډوالۍ، سوء تغذي او د نري رنځ د ناروغۍ له ګواښونو څخه ناخبري د افغانانو په منځ کې د نري رنځ د شتون اصلي لاملونه بولي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 11:50 AM |

Pakistani army soldiers patrol in Miranshah, the main town in North Waziristan, near the border with Afghanistan (File photo)

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې وسله والو طالبانو دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد کې ١٢ پوځيان وژل شوي او ١٠ نور ژوبل شوي دي.
په بريد کې ژوبل شوي پوځيان روغتون ته رسول شوي دي
چارواکي وايي دوسله والو طالبانو لخوا دغه بريد په شمالي وزيرستان کې نن دیکشنبی په ورځ دميرانشاه لويديز وچه بي بي کلي کې ترسره شوى دى.
په سيمه کې امنيتي چارواکي مطبوعاتوته وويل دامنيتي ځواکونو قافله له مداخيل سيمې څخه راروانه وه چې تندلارو پرې له نزدې غرونو څخه په راکټونو اؤ خودکاره وسلو بريد وکړو.
 يو بل چارواکي وويل په دغه بريد کې له ١٠٠ؤ څخه ١٥٠ؤ پورې طالبانو برخه درلوده.
هغه زياته کړه پوځي هيلي کاپټرې سيمې ته ليږلى شي ترڅو تندلاري په شا وتمبوي او مړۀ اؤ ژوبل پوځيان راوړي
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس خبريالانو ته ويلي دي له دغه بريد څخه وروسته دتندلارو په ضد ځوابي عملياتو کې هم ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.
 دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت او پوځ دروانې مياشتې په نيمايي کې دبيت الله محسود دله مينځه وړلو لپاره دپوځي عمليات اعلان کړى دى.
که هر څو پوځ ادعا کوي چې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې يې تر دې مهاله شاوخوا ١٦٠٠ جنگيالي وژلي او يواځې ١٣٩ عسکر وژل شوي دي خو په ازاده توگه دپوځ دغه ادعا تصديقول ممکن نۀ دي. 

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 11:37 AM |
د افغانستان چارواکی وايي چې د کندهار ولاېت دامنېه قوماندان په هغه نښته کې وژل شوی دی چې د افغانستان له خاصو قواو سره پېښه شوه.

kandahar

دغه خاصه قوه امرېکا روزلې ده. دکندهار د ولاېتی شوری یو معتبر غړی وايي چې د دوشنبی د ورځی په نښته کې لږ تر لږه نهه پولیس ووژل شول.

دغه نښته د څارنوالی د دفتر نه بهر د کندهار په ښار کی وشوه. دا خبره معلومه نده چې دا نښته په څه باندی پېل شوې وه.

افغان چارواکېو د ېکشنبی په ورځ وویل یاغیانو لږ تر لږه اوه پولېسان په یوه جلا حمله کې د فراه په ولاېت کې شنبی په ورځ ووژل.

چارواکی واېې چې لږ ترلږه پنځه پولېسان او اوه تنه طآلبان هغه وخت ووژل شول چې طآلبانو په فراه کې دپولېسو پرېوه مامورېت باندی په پشت رود کې حمله وکړله.

په فراه کې په نورو سېموکې د شنبی په ورځ په بالا بلوک کې طالبانو د پولېسو پرېوه کاروان باندی ناڅاپې حمله وکړله؛ په دغه نښته کې پنځه تنه طالبان او دوه پولېسان ووژل شول.

Afghan police officers

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 30 Jun 2009 او وخت 11:16 AM |

 پوهه نه وم هسي ټوقه مي ګڼله

خـــبرنه ومـــــه دميني داجــله

که دخپل سکون قاتل په خپله نه وي

ما به وخته ځان وژلي واي پخپله

سترګوسترګو کي پوهيږو چه خواږه يو

مونږاظهاردميني وکړوپه خوله څله

دادنيا حو جيلخانه شوه د غمونو

خوشحالي پکي هيچا ونه ليدله

لږپه پام اشنا زما په لوري ګوره

اود بڼوغشي مي وځي له ګوګله

په ما ګران دي ياره ستا درانه غمونه

په غزلو کي دي ستايم يو تر بله

زه خيبر مينه کي دومره بي پښتوشوم

چه زه نه ځم که شړي مي دمخفله

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 29 Jun 2009 او وخت 10:31 AM |
د افغان حکومت مخالفو وسله والو طالبانو په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستنې وړانديز رد کړ .

.

دوى ته د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي بلنه ورکړه، چې په ټاکنو کې د گډون له لارې د سولې په بهير کې ورگډ شي او د هېواد بيا جوړونې ته مټې راونغاړي .

د طالبانو د رد ځواب ډېر وخت ونه نيوه او سملاسي خپور شو .

د هغوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ټاکنې د غولونې لپاره کېږي، او دوى نه غواړي چې د هغې برخه شي. ښاغلي مجاهد دغه راز ويلي چې د ټاکنو پايلې افغانان نه، بلکه دده په خبره په واشنگټن کې ناست کسان ټاکي .

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ پر خپلو ټولو مخالفانو غږ وکړ چې په راروانو ټولټاکنو کې د گډون له لارې تاوتريخوالى پايته ورسوي .

وسله وال طالبان په افغانستان کې

 

سياسي بهير ته د نه گډېدو دا اعلان له هغو گونگسيو سره هم مهاله شوى چې ويل يې حکومت او مخالفين تر پخوا ډېر د خبرو پر ارزښت ټينگار کوي .

ان له ځنيو منځلارو مخالفينو سره د نظر د نژدېوالي خبرونه هم خپاره شوي وو. خو ځينې سياسي شنونکي طالبانو ته په ټاکنو کې د گډېدو وړانديز جدي نه بولي او وايي چې يوازې د ښاغلي کرزي له خوا د يوه تبليغلتي شعار په توگه رامخته شوى دى .

ټولټاکنو ته لا شاوخوا دوه مياشتې پاتې دي او لايې هم د امنيت په اړه ژورې اندېښنې شته. د حکومت له مخالفانو سره د سولې خبرې او د امنيت ټينگول ولسمشرۍ ته د ولاړو 41 کانديدانو د تگلارې عمده برخې جوړوي.

خو طالب وسله وال ټينگار کوي چې له حکومت سره تر هغو خبرو ته نه کيني چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شوى نه وي .

بل خوا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پاکستان کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف له الجزيرې تلوېزيون سره په مرکه کې شک ښوولی چې ټاکنې به د افغانستان د اوسنيو ستونزو د حل لپاره ګټورې نه وي .

ملا عبدالسلام ضعيف

ښاغلي ضعيف زياته کړې چې طالبان ټاکنو ته هېڅ اهميت نه ورکوي، بلکې له خپل وس سره سم هڅه کوي چې د هېواد په ډېرو سيمو کې ټاکنې ونه شي .

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې طالبانو د کانديدانو په نښه کولو ګواښ هم کړی دی .

مخکې هم د طالبانو د سياسي شوری نوي ريس عبداللطيف منصور د کانديدانو په نښه کولو سربېره، د ټاکنو پرخلاف مبارزې غوښتنه کړې وه .

نوموړي ويلي وو چې : (( هغه نوماندان به په نښه کړي چې حقايق پټوي او د امريکايي ښکېلاک مرستندويان دي .))

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته 41 کسانو ځانونه نومولي دي .

که څه هم افغان امنيتي چارواکي او بهرني ځواکونه وايي چې د ټاکنو تر نېټې پورې په ټول هېواد کې به امنيت خوندي کړي، خو زياتره کانديدان د امنيت د نشتوالي او ناامنيو ډېروالي په اړه اندېښمن دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 Jun 2009 او وخت 5:6 PM |
افغان ولسمشر حامد کرزی چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ له نوماند اشرف غني احمدزي سره مناظرې ته چمتو شوی و، تېره ورځ بېرته پښيمان شو .

مخکې ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ولسمشر کرزي ته د مناظرو بلنې ورکړې وې .

تېره ورځ ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ له کانديدانو سره د بهرنيو سفيرانو پر ليده کاته او د دوی په خبري ناستو کې د هغوی پر ګډون کولو نيوکه وکړه .

خو امريکايي چارواکو ويلي وه، چې دوی د هېڅ کوم نوماند ملاتړ او مخالفت نه کوي، بلکې له دوی سره يې د سفير ليده کاته يوازې د دوی د راتلونکو تګلاره د مالومولو په موخه ول .

تېره ورځ کرزي د دې پوښتنې له ځوابه په څنګ تېر شو، چې ايا نوموړی به له کانديدانو سره مناظرې ته حاضر شي او که نه؟ خو نوموړي ‎د ټاکنو پر رڼوالي ټينګار کاوه، او له امنيتي کارکوونکو يې وغوښتل چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې نه د چا ملاتړ او نه هم مخالفت وکړي .

کرزی (له ښۍ خوا)، اشرف غني احمدزی

حامد کرزي د تېرې ورځې په کنفرانس کې پروسله والو طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د ټاکنو لپاره د ثبت کارتونه واخلي .

خو د طالبانو له خوا د تل په څېر د کرزي دا غوښتنه رد شوې، چې ګني په ټاکنو کې دې برخه واخلي .

د ولسمشرۍ يوڅلوېښت کانديدانو ډېره برخه د دې پلوي دي چې له مخالفو وسله والو سره دې جوړجاړی وشي .

خو داسې ښکاري چې د ټاکنو له رانژدې کېدا سره سم طالبانو هم خپلو بريدونو ته زور ورکړی او ان خپل بريدونه يې شمالي ولايتونو ته غځولي دي .

تېره اوونۍ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرسټل اندېښنه ښوولې وه، چې ګني طالبانو د افغانستان له سوېل او ختيځو ولايتونو څخه خپل بريدونه شمالي سيمو ته هم غځولي دي .

 

اشرف غني احمدزی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 Jun 2009 او وخت 4:58 PM |

ښاغلی جکسن

 
دپاپ موسيقۍ نامتو ستوری مايکل جکسن دپنجشنبې په ورځ (دجون په 25 مه،) دپنځوسو کلونو په عمر دامريکا دمتحده ايالتونو په لاس انجلس کې ومړ .

دښاغلي جکسن ورور جرامين وايي داسې ښکاري چې مايکل جکسن به دزړه دناروغۍ له امله مړ شوی وي .

دهغه جسد له روغتون څخه په چورلکه کې عدلي طب ته دڅېړنو لپاره وړل شوی دی .

دښاغلي جکسن دمړينې خبر له هغه وروسته خپور شو چې په هاليووډ کې له خپل کور څخه دمرستندويو ځواکونو له لوري دزړه ددرېدو له امله يوه روغتون ته ورسول شو.

دلاس انجلس ټايم ورځپانې په خپله وېبپاڼه کې راپور ورکړی چې دښاغلي جکسن کور ته د مرستې دمامورينو د ورتګ پر مهال دجکسن ساه (تنفس) درېدلی و.

دامهال دپاپ موسيقۍ ددغه نامتو ستوري مينه وال دروغتون او دښاغلي جکسن دکور شاوخوا ته راغونډ شوي دي .

مايکل جکسن يو شمېر روغتيايي ستونزې درلودې او تر درملنه لاندې و.

نوموړي له کوچينوالي څخه دموسيقي په برخه کې له خپلو وروڼو سره يوځای د جکسن فايو په هنري ډله کې کار پيل کړی و.

ده په اتيايمه زېږدي لسيزه کې د((ټريلر)) او ((بد)) په نوم سندرو له ويلو وروسته نړيوال شهرت وموند.

دګينز په نوم دنړيوالو ريکارډونو دکتاب دراپور له مخې د مايکل جکسن دټريلر البوم چې په 1982 کې بازار ته راووت 65 ميليونه کاپي وپلورل شو چې په نړۍ کې دموسيقي تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم بلل کېږي .

مايکل جکسن په تېرو کلونو کې داخلاقي جنجالونواو مالي ستونزو له امله ګوښه شوی و.

نوموړی شپږ کاله مخکې د يوه 14کلن ماشوم دجنسي ځورونې په تور بندي شو خو تر يوې پنځه مياشتنۍ جنجالي محاکمې وروسته محکمې هغه بې ګناه وباله .

مايکل جکسن دمايکل جوزف، پاريس مايکل کاترين او پرينس مايکل دويم په نوم درې اولادونه درلودل

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 Jun 2009 او وخت 4:51 PM |

د ملي امنیت په برخه کې د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر سلاکار جیمز جانز د ولسمشر حامد کرزي د ویاند اندیښنه رد کړه .

همایون حمیدزاده د سه شنبه په ورځ وویل، که د امریکا سفیر له کوم کاندید څخه د ملاتړ په هدف له هغه سره خبرې کوي ، دا د افغان دولت د پالسیو مخالف کار دی او دا لیدل کتل باید د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې وشي.

همایون حمید زاده وروسته تر هغه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې د شنبه په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بري له اشرف غني احمد زي سره ولیدل، بیا یې د یکشنبه په ورځ له عبداله عبداله سره خبرې وکړې او یوه ورځ وروسته یې د ولسشمرۍ له بل کاندید میرویس یاسني سره وکتل.

د دې لیدنو کتنو په اړه ښاغلي ایکن بري په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې دا د امریکا د جمهور رییس تګلاره ده چې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو له کومو دریو کاندیدانو سره چې په کابل کې دامریکا سفیر لیدلي دي، له همدغو دریو سره د امریکا د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکار هم ولیدل. جیمز جانز د سه شنبه په ورځ له هغه وروسته چې په ارګ کې یې له حامد کرزي سره خبرې وکړې، په یوې ګډې غونډې کې یې له ډاکټر اشرف غني احمدي زي، ډاکټر عبداله عبداله او میرویس یاسیني سره خبرې وکړې.

د بارک اوباما د ملي امنیت سلاکار بیا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له غړیو سره ولیدل او په دې لیدنې کتنې پسې یې په کابل کې په خبرې غونډې کې د ولسمشر کرزي د ویاند اندیښنې رد کړې او څرګنده یې کړه چې دا د امریکا د دولت تګلاره ده چې د نړۍ په هغو هیوادو کې چې دیموکراتیک انتخابات ترسره کیږي، له کاندیدانو سره خبرې وکړي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جانز، همداراز په کابل کې ددغه هیواد سفیر ایکن بري څرګنده کړې ده، چې واشنګتن د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د افغانانو د حقوقو غوښتنه کوي ، نه د کوم کاندید ملاتړ کوي او نه هم له کوم یوه سره مخالفت کوي.



+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Jun 2009 او وخت 5:12 PM |

 

 

عبدالسلام راكټي چې د محمد اياز زوى دى په كال ۱۳۳۷ لمريز كې د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ كې زېږېدلى دى او تر كال ۱۳۵۷ پورې يې ديني زده كړې كړي دي.

د غويي تر كودتا وروسته ښاغلى راكټي مهاجر شو، په كال ۱۳۵۸ كې له مجاهدينو سره يو ځاى شو او د شوروي يرغلګرو پرضد يې جهاد پيل كړ.
ویل کېدل چې د راکټي لقب هم د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال ورکول شوی.
نوموړي د مجاهدينو د واك پر مهال د زابل ولايت د ۲۷ فرقې د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.
كله چې طالبانو واك ترلاسه كړ نو له هغوى سره يو ځاى شو او د۱۳۷۶ لمريز كال نه د كرزي تر راتګه پورې يې د ننګرهار ولايت د لومړي قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.

او د ۱۳۸۴ لمريز كال را په دېخوا په ولسي جرګه كې
 
ملا سلام راکټي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار د قول اردو قومندان و.
د زابل ولايت د خلكو استازى دى.
اوس نوموړی د هغو یو څلوېښت کاندیدانو په ډله کې دی چې د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې يې ځانونه کاندید کړي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 Jun 2009 او وخت 4:57 PM |
۱-د ښاغلي مولانا خانمیر خان زوی

۲- د وزیر بابا وراره ښاغلی محمد پتنګ مومند
۳- ښاغلی نور احمد خان ستانکزی
۴- ښاغلی ډاکټر عبدالحق خان
۵- ښاغلی مولانا عبدالقادر خان
۶- ښاغلی، پیاړوې وزیر محمد ګل خان مومند بابا
۷- ښاغلی ملک سیدا خان شینواری
۸- ښاغلی مولوي خانمیر خان هلالي
۹- ښاغلی عبدالخالق خان خالق
۱۰- ښاغلی مولوي محمد امین خان خوګیاڼې
۱۱- د وزیر بابا نږدی ملګری او د بلخ حکمران حاجي داد محمد خان عمرخېل
۱۲- ؟
۱۳- ښاغلی عبدالرووف خان علیزی (بینوا)
۱۴- ښاغلی سید قاسم خان رشتیا
۱۵- ښاغلی حاجي ګل محمد خان بړېڅ
۱۴- ښاغلی اې.اېم قادر
۱۶- ښاغلی محمد نواز خټک
۱۷- ښاغلی حاجي عبدالشکور خان
۱۸- ښاغلی حاجي نیازمحمد خان ځاځی
۱۹- ښاغلی سید شمس الدین خان مجروح
۲۰- د پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی استاد ګل پاچا الفت
۲۱- ښاغلی سید رسول خان رسا
۲۲- ښاغلی قیام الدین خان زاخیل (خادم)
۲۳- ښاغلی نیک محمد خان احمدزی
۲۴- ښاغلی صدیق الله خان رښتین
۲۵- ښاغلی مولوي عبیدالله خان ساپی
۲۶- د پښتو غزل بابا ښاغلی میر حمزه شینواری
۲۷- ښاغلی محمد نور خان
۲۸- ؟
۲۹- ښاغلی محمد رفیق خان کړوخېل
۳۰- ښاغلی نور احمد خان بړېڅ
۳۱- ښاغلی عبدالحق خان کابلی سوداګر

wazeer baba

له ښاغلي عمرخېل څخه په مننه

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 24 Jun 2009 او وخت 1:30 PM |
خپلواکي د ډ الرو په شرنگ، د بوتل په کړنگ او د « اهسته برو» په تال کې؟! په یو نوي کتاب کره کتنه

کره کتونکی :ډاکټر رحمت ربي زیرکیار
یوه میاشت وړاندې د ٢٠٠٩کال په مۍ کې د یوه امريکایي ژورناليست او ليکوال له قلمه په افغانستان کې د امريکې د یرغل په اکله یوکتاب راووت : دُ گ  ستانتن , سواره عسکر:دامريکایي عسکرود یوه غونډ فوقالعاده کيسه چې په افغانستان کې بري ته رسېدلي وو،نیویارک،لندن، تورانتو:سکرایبنر، ٢٠٠٩مۍ  . لیکو١ل له سلو نه ډېر کتابونه، مضمونونه او برېښنا ځایونه او په مساوې شمېر مرکې کارولې دي . د لته په افغانستان باندې د امریکې د یرغل د لومړیو شېبو کیسه راسپړل شوې ده  
            
Stanton, Horse Soldiers:The Extraordinary Story of a Band of U.S. Soldiers Who Rode to Victory in Afghanistan. New York,London,Toronto:Scribner, May 2009,pp.xvi + 393
 مخکې له دې چې په پورتنی کتاب خپله کره   کتنه وکاږم د  باب وُ ډ وارډ  « بوش په جنگ کې»،٢٠٠٢، له کتاب نه به یو څو مطالب  را و اخلم چې  د اوسنئ کره کتنې سره اړخ لگوې. په کال ٢٠٠١ کې د   ٩١١  له بخولې نه دوه ورځې وروسته د امریکې د مرکزي استخباراتو مشر جورج ټېنېټ د ملي امنیت  د جرگې غونډې ته خپله مفکوره وړاندې کړه چې شماي ټلواله دې تقویه او تمويل شي . د سي آې أئ ټيمونه او په « ټنونو پیسې » کولی شي   چې شمالي ټلواله په یو اغيزمن جنگي قدرت واړوي.ولسمشر بوش ددغې ډ الروالې د انفرادي مشرانو په اکله معلومات  وغوښتل . کوفر بلک  چې په سي آې أئ  کې  د تروريزم   پر  ضد د مر کز مشر و، ورته د شمالي ټلوالې یو  « مهم جنرال»   عبد الرشيد د وستم ورمعرفي کړ چې «له هر چانه یې معاش اخيستلئ و: روسیه، ايران او پاکستان.»   گري شرون  په کابل کې د سي  آې  أئ د څانگې مشر -١٩٨٨-١٩٩٠ـو او له ١٩٩٦ تر ١٩٩٩ په اسلام اباد کې د سي آې  أئ د څانگې مشر و. نوموړي له د وه د ېرش(٣٢) کلونو راهيسې په سي آې أئ کې د عملیاتو د ریاست یو مامور و. هغه په  تهران، اسلام اباد، د وبۍ،کابل او سعودي عربستان کې د سي آې أئ  لپاره مخبران استخدامول، روزل او اداره کول. د باب وډ وارډ په اند، شمالي ټلواله یو «اجیر قدرت» و چې د سي آې أئ په لگښت چلېده. گري شرون له (٩١١) بريد ونو نه نهه ورځې وروسته( سپتمبر ٢٠، ٢٠٠١) د تاشکند له لارې د شما لي ټلوا لې د سیمو په لوری وخوځېد . د هغه لومړئ کتنه د محمد عارف سروري سره وه چې د مسعود د استخباراتو او امنیت د چارو مشر و. عارف چې نږدې نهه میاشتې وړاندې، په د سمبر ٢٠٠٠کې، یې  گری  شرون په پاریس کې لیدلی و، ویې پېژانده، او په خوښۍ سره یې گري ته وویل: «تاسې هلته وئ»( یُو وار د ېېر) . گري سر وخوځاوه او نیم ملیون ډالرې یې د عارف پر مېز کېښودلې . معمولاًبه  گري دوه سوه زره ډالرې  ورکولې،خودا ځل یې دغه مبلغ دوه نیم چنده کړ چې په عارف باندې زیات اغیز وکړي. ددفاع وزیر رمسفیلډ او جنرال تامي فرنکس دواړه « په شمالي ټلواله او جنرال فهیم شکمن وو» ځکه دوی په دې کې « سست» وو چې « پخپله وخوځېږي» . ډي آې أئ    یانې د دفاعي استخباراتو ایجنسي په خپل «خورا پټ» یاد  ښت کې «په غټه اندازه په جنرال فهیم پړه اچوي، اساساً یې چټي سړی (ویمپ) گڼي چې غږېږي او غږېږي، خو جگړې ته نه راوځي. فهیم هېڅکله هم جگړې ته چمتو نه و.تل به یې د ډ ېرو پیسو او ډ ېرو کالتوسو اړتیا څرگندوله.»  گري شرون په پنجشېرکې(٢٧ـ٩ـ٢٠٠١)د کوماندان محمد فهیم او ډاکټر عبدالله سره ويني او« یو میلیون  ډالرې  ورته په مېز»  ږدي.  فهیم  ورته  وایي  چې     « موږتاسې خلکو ته ښه راغلاست وایو» او «هرڅه مو چې له لاسه کېږي وبه یې کړو.»  د باب وډ وارډ په کتاب  باندې د کره کتنې لپاره ولولئ: ډاکټر رحمت ربي  زیرکیار،د نوي سیا ست الجبره: د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه، عملیات، ډ نډ ورې اوغولونې ١٩٨٩ تر ٢٠٠٥. خپرندوې:د پښتني کولتور د ودې او پراختیاټولنه ـجرمني،چاپخونه:دانش خپرند وی ټولنه، پېښور، نومبر ٢٠٠٦، مخونه :٣٠٣تر٣١٨ .  راو به گرځم  په  تازه چاپ شوي « سواره عسکر»  نومې کتاب  باندې  خپلې کره کتنې ته .
 ډُگ  ستانتن  په خپل کتاب کې چې په  مۍ ٢٠٠٩  کې خپور شوی دی، لاند ینیو موضوعگانو ته پام کړی دی:(١)د خا  صوقواو عسکر-سپېشل فورسېس-  او د مرکزي استخباراتو  (سي آې أئ)  عملیات چیان  یانې       اُپېرَ تیوز     ؛ (٢) د امریکایي عسکرو د مېرمنو احساسات؛ (٣)د امریکې هڅه چې د  افغانستان   «مظلوم خلک » د «خپلواکۍ» په نعمت ښاد کړي؛ (۴) د جنگ پخوانئ ستراتېجي (سواره نظامیان  =کاوالري) چې د یوویشتمې پېړۍ د جگوارتباطي تخنيکي وسایلو اوهوایي بمباریو سره   غبرگه شوې ده؛    او (٥)د شمالي ټلوالې  جنگسالاران  چې  دامریکې  یرغل  یې  په  کا بل  کې د « اهسته برو»  په  گلالئ کلتوري سند ره(زیرکیار) ونازاوه  «د پنجشېر زمری» احمد شاه مسعود چې د طالبانوسره له اووه (٧) کلونو راهیسې په جنگ اخته و،اقرار کوي چې طالبان « بري ته نږدې وو.»  (مخ  ٢٠) . احمد ملک په ١٩٩٧ زېییز کال کې د دوستم سره په غلیمۍ کې اخته شواو د طالبانو ډلې ته واوښت. طالبانومزارشریف ونیوه،او دوستم ،چې یو افغان ډاکټر ستانکزي ورته په سهیلي    کليفورنیا کې په  ېوه ستره افغاني غونډه کې« د و» ستم  ویلی و، حیرتان ته وتښتېده چې له مزارشریف نه شمال خوا ته په ۴٥ میله واټن کې پروت دی. د ملک پلویانو د حیرتان پُل په خوله کې پخپله د وستم اودهغه سره بد رگه ډ لگۍ له موټره راکوز کړل. د وستم او بدرگه چیانو یې خپل جېبونه تش کړل، وسلې یې تسلیم کړې، او بیا په پُل تېرشول. ملک بیا د هزاره گانو د مشر اسماعیل سره غبرگ شو،او د دوی دواړو خواو خلکو د «شپږ زرو تر آته زرو طالبان  د اونیو  په  اوږدو کې  ووژل»- اسماعېل  د  محقق پخوانی (سلف)و. (مخ ١١٠) .  په شمالې  ټلواله  کې د رې لوبغاړي مهم وو:عطامحمد نور ، د وستم ا و محقق(« ملا » فهیم خان له شمال نه لرې، کابل ته نږدې په عسکري مرکز کې بوخت و). د   ٩١١   له بخولې سره جوخت،د وستم د چپچال   په شمال کې له  کوبکي    کلي نه خپل « پخواني دوست» زلمي خلیلزاد ته چې هغه مهال په واشنگټن کې د ولسمشر جورج  ډ بلیو بوش د ادارې  یو مهم رسمي مامور و، ټلفون وکړ:« زلمیه،  امریکایي  دوستانوته ووایه چې د وی هم د وستان لري. د غه دوستان موږ یُو» -  مخ ١١٨  
  په تېره لسیزه « یا زیاته کې» د وستم، محقق او عطا محمد د یوبل سره په جگړو کې لگیا وو چې که افغانستان په خپله ولکه کې راوستلی شي. د امریکې د مرکزي استخباراتو د نظامي وزمه عملیات چیانو مشر گري شرون افغانستان ته لاړ چې د وستم، عطا او محقق «همغاړي کړي». د  ٩١١ له برید ونو نه یوه اونۍ وروسته ،١٩-٩-٢٠٠١ ، گري شرون « د رې پنډ بکسونه بار کړل چې هر یو یې په د رې میلیون سل ډالره لوټونو ډک کړی و.» ددغه مبلغ موخه داوه چې د شمالي ټلوالې په « جنگسالارانو» یې د « بډ و» یانې رشوتونوـ برایبز -    په څېر ووېشي او وفامني یې کرایي کړي .هغه مهال چې امریکایي زمکنی کوماند ان میچل  مارک  د خپلو سپرو عسکرو سره مزارشریف ته راورسېده، هلته یې د طالبانو واکمي رانسکوره کړه. « د مزارشریف خلکو هغوی ته گلونه اوکوگۍ وراچولې وو (هَډ  ترون  فلاورز اَ نډ   کیسېز)، د هغوی اسونو ته یې ځانونه ورغځولي وو، او د هغوی د ارتو کارگري-عسکري پتلونونو ناپاکې پیڅې یې راښکلې وې....میچل ته داسې احساس پیدا شوی وچې په د وهمه نړۍ واله جگړه کې به وي-د خپل نیکه په جگړه کې چې د نازیانو  له تېښتې نه وروسته پاریس ته ورننوتلی و.» ( مخ ٣٧ )  
په کتاب کې دامریکې لپاره د شمالي  ټلوالې  د  غټانو  چوپړ ستایل  شوی دی . خو  سره ل  دې هم  لیکوا ل   له د ېنه ډ ډه  نه د ه  کړې چې د خپلو خد متگارانو ماهیت راجوت کړي. لیکوال څو ځلې داسې لاسوند ونو  (شواهد و) ته گوته نیولې   ده چې د هغه مهال د شمالي ټلوالې مهم مشر د وستم یو  شرابي ، عیا ش اوپیسه گل  سړی معرفي کوي .د بېلگې په ډ ول : د وستم د ملا عمر پلویان په د وه کارونو  « راټیټول» : (١) د خپلو ډ ېروسپرو نظامیانو- اِنفانتري- په واسطه،او (٢) « د راپور له مخې» د هغو گاړیو(واگون  ترېن)  په واسطه چې « فاحشې به پکې له یو ښار نه بل ښار ته د ملیشود خد مت لپاره په سفر کې وې» (مخ ٩٧) . ليکوال زیاتوي چې: « پخواني جنگسالار د وستم په مزارشریف کې یوماڼۍ وزمه کور( پلېشَل ) لاره   چې په باغ کې به یې له فرانسې نه راوړل شوي طاوسونه جوپې جوپې گرځېد ل اوامریکایي الکهولي  مشروبات (لیکر)    به پکې په کریستلي بوتلونو کې په ماهون مشروبتونونو ( مهاگني  بارز ) کې  ذ خیره شوي وو.»( مخ ١٠٩)- مهاگني یانې ماهون یو ډ ېر معتبر لرگی دی چې قیمتي څیزونه ورنه جوړېږي .په پښتو کې ورته   بلمز ئ  ویلی شو چې د رنجو (سرمه) د استعمالولو لپاره ورنه سلا یي جوړېږي .« د د وستم د څارنې لاندې مزارشریف یو جهاني وزمه ښار و» .خو کله چې طا لبانو په زییزکال١٩٩٦کې د افغانستان ختیزې او سهېلي سیمې په خپله ولکه کې راوستلې « د وستم وپرشېده :> زه په یو داسې هېواد کې ژوند کول رد وم  چې سړی پکې وُد کا   څښلی نشي او ښځې پکې کمیسونه (سکرتس)     اغوستلی نشي او ښونځي ته تللی نشي <.» (مخ ٥۴).هغه مهال چې افغانستان د شوروي نیواک لاندې و د وستم« واقعاَد روسانو لپاره  جنگېده :هغه به د خپلې زوکړې په ښار شبرغان کې د تېلو او گاس سیمې [د مجا هدینو] له برید ونو نه ساتلې .دوستم په شرابو، ښځو ، او غږ[ټنگټکور،موسیقي] مین و ... د کمو نستانو الحاد هغه نه کړاوه . هغه په قدرت پسې روان و .   له قدرت نه په یو نامطمًنه او خطر ناک هېواد کې محفوظیت او سوکا لي راوتل»( مخونه ٥٨ تر ٥٩) . هغه مهال چې د پرچمي ډ اکټر نجیب د رژیم ټغر « په راټولېد لو شو، د وستم د مسعود په ملاتړ کې ود رېده» . د د وستم « ستر سیال» ( آرک راېوَل)  عطا وه. د امریکایي مرستو په  سر  د عطا او د وستم  تر منځ تاوتریخوالی روان و. خو د وستم ورته ډاډ ورکړ چې هره امریکایي مرسته به ورسره مساوي(فيفټي-فيفټي)   وېشي .د د وستم سره په یوه لید نه کې، امریکایي جنرال سپېنسر غږ وکړ چې : « موږستا سې لپاره یوه بله تحفه راوړې ده»، یانې یو بوتل روسئ  وُ د کا. د کتاب لیکوال کاږي چې:« د د وستم سترگې ارتې شوې» ، او ورپسې د وستم جنرال سپېنسر ته داسې ورغبرگه کړه : « ډ ېر ښه، فوق العاده» -ویري گُوډ ، اِیکسېلېنت- (مخ ١١٦).   کله چې امریکایي چورلکه کېنا ستله، کپټن  میچل  نېلسن  واورېد ل  چې د   «  وُ د کا بوتلونه کړنگېږي. د هغه هیله د ا وه چې که د  وُد کا هېڅ بوتل مات نشي وړاندې له دې چې دوستم ته یې وړاندې کړي» (مخ ١٠٥) . همد غه کپټن نېلسن د کتاب لیکوال ته خپل راز ورسپړلی و  چې د وستم به ورته « زما ورور»  وایه، او پخپله نېلسن به په دغه لقب « ویاړ احساساوه« مخ ٣٥٢
د د وستم کمپ د صوف سیند په خوا کې  د  چپچال  په سهېل کې په  د یهي  کې پلن شوی و . په د غه   کمپ کې دامریکې د مرکزي استخباراتو-سي آې أئ-  نظامي وزمه افسرانو« ځانونه د > بابا داود <...،> بابا جئ جئ <  او >  بابا مَیک <په څېر معرفي کړل .» له « بابا دا ود« یا « ورور داود» نه مطلب  ډ ېوېډ اُولسن   و. دغه شان له « بابا جئ جئ » او« بابا مَیک» نه مطلب په ترتیب سره  جئ جئ   سویَر  او  مَیک سپَن   و. محقق      « پوه شو چې دغه سړي د  سي آې أئ    په خدمت کې وو. محقق ما یوس شو چې د هغوی په منځ کې یې عسکر  ونه لید ل . هغوی هم د خښتو په کچه په پېړو ډ ېرو نیلوني کڅوړو کې منډ ل شوي امریکا یي نوټونه راوړي وو . د محقق په اټکل، دا پیسې د هغې جایزې برخه  وه چې د فهیم خان لاندې کوماندان  عطا محمد نور ته به ورسپارل کېږي....پخپله[فهیم] خان دوه سوه میله لرې په سهېل کې د کابل په خوا کې په مرکزي کمپ کې اړولي و و....د وه  ورځې وړاندې گري شرون [د سي آې أئ  د  ټیم مشر] د  [فهیم] خان کلي ته ورسېد او سرسخت جنگسالار ته یې   یوعشاریه  د رې   میلیون  ډالرې  ورکړې»  مخ ٥٧
د کتاب لیکوال ستانتن په افغانستان کې د امریکایي آس سوارانود کوچني غونډ « حماسي بری»  د اوسني جنگ او راتلونکو جنگونولپاره  یوه « نمونه» -تېمپلېت -   گڼي(مخ ٣۴٥) .خو د کتاب په وروستنیو مخونو کې لیکوال مني چې امریکه د خپل یرغل د سریز بري په ساتنه کې ناکامه شوې ده .« د مرستو لپاره په میلیونونو ډ الرې  هېواد  ته   ورتویې شوې. خو دغه مبلغ په کابل متمرکز شو-یو ښار چې اوس په غیرحکومتي کارکوونکو او د پلوماتانو ډک شوی دی، او هغوی په  اطرافو  کې د طالبانو له  برید ونو نه    ډ ارېږي. ددغو پرمختگونو په رڼا کې، امریکایي ماموران د ومره و ړاندې تللي دي چې د طالبانو د سازمان د ملایمو توکمونو سره د معاملې لپاره خپل نوی رضایت ښئ« (مخ ٣٥٩) . لیکوال د امریکایي آس سوا رانو د کوچني غونډ زړه ورتیا  د گڼ شمېره طالبانو د ناکامۍسره پر تله کړې ده. خو له یاده یې وتلې ده چې امریکې د افغانستان په یرغل کې د  یوویشتمې پېړۍ میندې بوروونکې هوایي بمبارۍ  اوپه جگه سویه تخنیکي  ارتباطي وسیلې کارولې دي -هغه څه چې طالبان  ورنه  په نږدې مطلق  ډ ول  محروم وو. وگورئ،د طالبانو وسلې دومره ابتدایي وې چې ایله د څو اونیو په  اوږد و  کې  یې  د بامیانو مړ بوت   رانسکور کړی شو .که لیکوال د طالبانو د بې جسمه وسلې -سرتېرتیا - په اکله یو څه کړکیچو یانې مات گوډ  معلومات وړاندې کړي وای، ښایی خپل کتاب به یې له د ېنه ساتلی وای چې د ډ نډ ورې  ټاپه وخوري . زه چې ورته کسم،      ناشونې  به  نه  وي  چې دغه کتاب  ته  به  د   امریکې د   د فاع   د پخواني   وزیر د انالد  رمسفیلډ-٢٠٠١ تر ٢٠٠٦-خوله ډ ېره گوړې گوړې  شي . دغه شان، په کتاب کې یو مهم کتاب نه دی کارول شوی  چې د  شمالي  ټلوالې د اتل احمد شاه مسعود  سره  د شوروي  پوځونو  پټه  یارانه  پکې  راجوته  شوې ده : بروس  جي  ریچارد سن، افغانستان : د شوروي  ټرور واکمني پای ته رسول - بېند، اورېگون : ١٩٩٦ ماوریک   پبلیکېشنز، ١٩٩٦  .  ددې کتاب اصل  په انگرېزي ژبه خپور شوی  و.افغا نستان : اِند ېنگ  دي  رَېن  آف  زوېت  تېرور . اورېدلي مې دي  چې دا کتاب  په پښتو کې هم خپور شو ی دی.
Bruce G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror. Bend,Oregon: Maverick Publications, 1996. 
پای : جون ٢١،  ٢٠٠٩

ډاکټر رحمت ربي زیرکیار   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Jun 2009 او وخت 11:27 AM |

مجدیدي، استخاره او د خداي پاک اشاره

حضرت صبغت الله مجدیدي تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې ده ډیر فکر وکړ، ډیر تحلیل یې وکړ او ډیرې استخارې یې وکړې چې د ولسمشرۍ کوم کاندید به غوره وي او بالاخره ده ته له استخارې وروسته خدای پاک اشاره ورسوله چې کرزی تر ټولو مناسب کاندید دی.

وای پخوانی پاچا امان الله خان چې د سقاو له زوی څخه د واک بیرته ترلاسه کولو لپاره غزني ته راورسید نو له هزاره جات څخه ډیر خلک د امان الله خان په ملاتړ د غزني په لور وخوځیدل ولې وړاندې له دې چې هغوی راورسېږي له اوسنۍ پکتیکا څخه سلیمان خیلو د یو حضرت په خوله پر امان الله خان برید وکړ او هغه یې شاتګ ته اړ کړ. په هغه وخت کې حضرت د انګریزانو په لمسون سلیمان خیلو ته دا په غوږ کې ورکړې وه چې ګواکې امان الله خان کافر دی او له هغه سره باید جهاد وشي.
څه کم یوه پیړۍ تیره شوه، انقلابونه تیر شول، نظامونو تغیر وخوړ، څو پاچاهۍ بدلې شوې ولې د حضرت غولوونکې خبرې په خپل ځای پاتې دي. ایا په یوپیشتمه پیړۍ کې رایه ورکوونکي باید د کاندیدانو تګلارې او مرامنامې وګورې د هغوی پروګرامونو وڅیړي او که د حضرت په خوله د یو کاندید ملاتړ وکړي.

مجدیدي هغه وخت ولې استخاره نه کوله چې د لومړي مجاهد ولسمشر په توګه یې واک نه پریښود، ولې یې هغه وخت نه کوله چې د مشرانو جرګې د ریاست لپاره یې ځان کاندیداوو، ولې یې هغه وخت نه کوي چې امریکا او اروپا ته د چکر لپاره ځي.
که عینې څرګندونه کوم بل کس وکړي د بیلګې په توګه ووایي چې ما ته نعذبالله خداي پاک اشاره راورسوله چې اشرف غني تر ټولو ښه کاندید دی او همدی باید غوره کړئ نو خدای شته همدا حضرتان به پرې په سلو نومونو د کفر فتواوې ولګوي او د محکمه کولو غوښتنه به یې وکړي. ولې دوی چې هر څه وایي هغه ته یوه اسلام رنګ ورکوي او په هغه کې بیا د نیوکې ګونجایش نه پریږدي.

د حضرت پر څرګندونو به کرزي ته، چې د حضرت په ګوند کې یو ټیټ رتبه مدیر پاتې شوی او د حضرت صاحب مادام العمر مرید دی، څومره کاذب غرور پیدا شوی وي. ده به هرو مرو داسې انګیرلې وي چې که ولی نه دی نو خالی هم نه دی. کرزي چې ۵ وزارتونه محقق او خلیلي، ۴- ۵ وزارتونه فهیم و اخوانهم، ۳ وزارتونه دوستم، دوه وزارتونه اسماعیل خان، ۱- ۲ احدي او ۱- ۲ پیر ګیلاني او داسې نورو سره سودا کړي او په عیني تناسب یې پر دوی ولایتونه پلورلي نو دې که د استخارې کولو څه اړتیا ده. هر څه لکه لمر روښانه دي او لمر چا په دوو ګوتو نه دی پټ کړی.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Jun 2009 او وخت 11:22 AM |
د افغانستان لپاره د القاعده قوماندان ، مصطفی ابو الیزید چی لس میاشتی مخکی یې د پاکستان لخوا د وژل کېدو ادعا سوې وه ، په  ناڅاپی توګه پرون د الجزیره ټلویزیونی شبکې سره ژوندۍ مرکه وکړه چی ټول یې حیران کړل . د ده د مصاحبې عمده ټکي چی رویټر نشر کړي ، په دې ډول دي :

که القاعده وکولای سی چی د پاکستان  اټومی وسلو ته لاس رسي ومومی ، نو هغه به یې د امریکا سره په خپل جنګ کی د هغوی پر ضد استعمال کړی .

پاکستان وروسته له هغه چی د القاعده ملګرو یعنی طالبانو د اسلام آباد د شمال لویدیځ یوې ولسوالۍ ته چی له مرکزه ۱۰۰ کیلو متره لیری ده ، ورننوتل او دا بېره راپیدا سوه چی ښایی دغه اټومی هېواد سَوکه سَوکه د جنګیالیو لاسونو ته ولویږی ، نو د اپریل راهیسی  د سوات په دره کی د هغوی پر ضد جنګ ته لاس اچولی دی .

په افغانستان کی د القاعده مشر مصطفی ابو الیزید د الجزیره ټلویزیون سره په دې مرکه کی وویل چی : « دغه اټومی وسلې به ، که خدای کول ، د امریکایانو لاسونو ته و نه لویږی او مجاهدین به یې واخلی او د امریکایانو پر ضد به یې استعمال کړی . »
د ابو الیزید لخوا دا د هغی پوښتنی په ځواب کی و چی که اسلامی جنګیالي دغو وسلو ته ځانونه ورسوی نو امریکا به د پاکستان اټومی وسلې په خپل کنټرول کی واخلی . ده زیاته کړه چی « موږ په دې تمه یو چی پاکستانی پوځ به ( په سوات کی ) د ماتې سره مخامخ سی او دا به انشاالله هره خوا د هغه پای وی . »

کله چی د دې ډلی د پلان په هکله پوښتنه ځنی وسوه ، نو دغه مصري جنګیالي مشر وویل چی « په راتلونکی وخت کی د ( القاعده ) جوړښتون ستراتیژی کټ مټ هغسی ده لکه پخوا چی وه : یعنی دا چی د مار سر باید ووهو ، د ظالم سر باید وکوټل سی چی هماغه امریکا ده . « دا کار په آزاده جبهه کی د پرله پسې کوښښ په ذریعه تر لاسه کېدای سی او هم په هغسی طریقو سره د نوو محاذونو د خلاصولو څخه چی د اسلام او مسلمانانو ګټی ترې حاصلي سی تأمین کېدای سی او هم د هغسی پوځی عملیاتو د پلی کولو څخه تر لاسه کېدای سی چی په هغو سره د دښمن مالی منبع وچه کړو . »

دغه جنګیالي مشر وړاندیز وکړ چی په عربی ټاپو وزمه کی به د دې ډلی د یونټ مشر ، ابو نصیر الوحیشی په سعودی عربستان ، یعنی د نړۍ تر ټولو ډیر تېل لرونکې هېواد کی خپل کمپاین له سره تر غور لاندی ونیسی .

ده وویل چی « زموږ هدفونه امریکایان . . . او نفتی اهداف دی چی هغوی دا غلا کوی او په هغه سره خپل قدرت حاصلوی تر څو مجاهدین او مسلمانان پسی وځپی . »
ده زیاته کړه چی « زموږ په کارونو کی ځکه یو څه شاته تګ راغلی چی موږ د استوګنی لپاره ځای نه لرو ، خو په وروسته کی زموږ هڅی یو لاس سوي او پر یو مشر باندی راټول سوی یو . »

ابو الیزید چی په ابو سید المصری سره هم مشهور دی ، وویل چی القاعده به « د دښمن پر ضد یو لړ پراخو عملیاتو ته » ادامه ورکړی چی مطلب یې د امریکا څخه و .

ده په عراق او افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف پر ضد حملو ته په اشاره سره وویل چی « موږ دا غوښتی وو او غواړو چی د القاعده ټولی څانګی همدغسی عملیات مخته بوزی » .

دغه جنګیالي مشر وویل چی القاعده به د امریکا سره هله یو ۱۰ کلن اوربند ومنی چی که واشنګټن په دې راضی سی چی خپل ټول پوځونه د اسلامی هېوادونو څخه وباسی او اسراییلو او هم د لویدیځ پلوه اسلامی هېوادونو د حکومتونو د ملاتړ څخه لاس واخلی .
ده د دې پوښتنی په ځواب کی چی د القاعده لوی مشر چیری دی ، وویل چی « الحمدلله شیخ اسامه ( بن لادن ) او شیخ ایمان الظواهری د دښمن د لاس رسي څخه ژغورلي دي ، خو موږ به دا و نه وایو چی هغوی چیری اوسیږی ؛ علاوتأ ، موږ خبر هم نه یو چی هغوی چیری دي خو مسلسل تماس ورسره لرو . » پای

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Jun 2009 او وخت 11:17 AM |

 وړي سترګي وړه ونه څـــومـــره ښـکلي يي

ښکلي خـال دي دي پر زنه څومره ښکلي يي

هـــره ورځ نوي رنګ نوي سيــنــګارکـــړي

زما ورانه نکړي خونه څــومـــره ښــــکلي يي

دا هــــر وخــت چــه ځــــوروم دي داده ميــنه

دا ته چه په غــصـه شي څومره ښــکلـي يي

ســـتا شــونډوســترګو کي نشـي دي د شــرابـــو

کړه په سترګو مي نشــه څـــومــره ښکلي يي

غــلي غــلـي سـترګو لاندي دي ديدن کــــــــړم

 کــړه خـــيــبر دځان اشنا څــومــره ښــکلي يي

 عــبدالبصير خــيبر                                        

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 23 Jun 2009 او وخت 9:52 AM |
يادونه : دغه ليكنه له يوې ايرانۍ وېبپاڼې څخه را اخيستل شوې او وروسته بياله پاړسي څخه پرپښتواړول شوې ده . موخه مې داده ، چې ددې ليكنې معلومات مانه دي راټول كړي يوازې ژباړه مې كړې اوهغه مهال ، چې ماداليكنه ژباړله زه يې پردې حيرانولم اوله واقعيت څخه مې لرې ګڼله خوښايي حقيقت ولري.

×     ويل كېږي  په سامره نومي ځاى كې داسې څاه ، چې ښې خوږې اومزه لرونكې اوبه لري . كه په نوموړې څاه كې خامه خښته وغورځول شي لوړغږ كوي اوتردرې ګړيو وروسته دنوموړې څاه اوبه په خپلسري ډول ګرمېږي.

×     دغه راز په سرنديب نوموي ځاى كې بله څاه ده ، چې كه څوك وركې وګوري دڅاه له تل څخه پركاڼو ويشتل كېږي اوټپي كوي يې . پردغې ګڼ شمېركارپوهانو خپلې تجربې ازمويلي دي خونه دي بريالي شوي ،چې آياددې لامل څه دى ؟ خوځينې كارپوهان بياپردې باوردي ، چې  دادم عليه السلام دلورقبردى.

×           دپوشنګ په غره كې دوه څاه وې دي يوه يې داسې ځانګړتيالري ، چې كوم توكى وركې وغورځول شي بېرته يې را آچوي اوهلته نه پكې پاتې كېږي . همدارنګه بله څاه كې كابوسل زرو كوترو ځالې جوړې كړي دي .دغه كوترې په عادي ډول آلوزي اوبېرته خپلوځالوته ستنېږي .ددغې څاه بله ځانګړنه داده ، چې كه كوم تناب يې پرسروتړل شي سم نيمېږي لكه انسان ، چې سم په منځ كې نيم كړى وي .

×           داصفهان په غره كې څاه ده ، چې ژور والى يې ندى څرګند. ويل كېږي ، چې په نوموړې څاه كې دتيموريانو په وخت كې يوكوچينى ماشوم وغورځول شواوموريې ډېره پسې ځورېده .دغه رازويل شوي دي ، چې هغه مهال يوپروژنه محكوم شوى كس دغې څاه ته راوستل شواوهغه يې په يوځنبېل كې كښېناوه اوپرډېرو اوږدو پړويې ځنبېل وتاړه اوڅاه ته يې وركوز كړ.بايد وويل شي ، چې نوموړى ځنبېل داوه ورځوپه موده كې دڅاه يوې برخې ته ورسېده يانې دومره اوږده پړي وه  ،چې په اوه ورځوكې ايله تمام شول . نوموړي ته يې څودانې تيږې هم وركړې او ورته وويل شول ، چې كله پړي خلاص شول اوځنبېل په څاه كې ځوړندپاتې شودغه تيږې ښكته وغورځوه او غږته يې غوږ ونيسه ، چې څومره وخت كې دڅاه تل ته رسېږي .ده همداسې وكړل تيږې يې وغورځولې خوبيايې هم غږوانه ورېده .

×           په دامغان كې داسې يوه څاه ده ، چې كه څوك دهغې اوبه وڅكي دنسناستې پرناروغۍ اخته كېږي .اوكه يې اوبه بې ځايه يانې كوم بل ځاى ته يوسي په وينو اوړي . اوكه چېرې ډېرې لرې يو ړل شي هغه وينې پرتيږوبدلېږي.

×           په هندوستان كې هم داسې يوه څاه ليدل شوې ده ، چې اوبه يې روانېږي اودلارې په اوږدوكې دوه ځايه كېږي . ديوې خوا اوبه يې شين رنګ خپلوي انساني ژوندته ګټه اودبلې خوا اوبه يې ژېړې غوندې شي او انسان وژني.

×           اودتبت په سيموكې داسې څاه ده ، چېت تركي ، هندي ،عربي او ... غږونه اونغمې اورېدل كېږي . خوكه باران وه اورېږي هغه مهال يې نغمې او غږونه په ټپه درېږي اوكله ، چې باران ودرېږي بياپيلېږي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 12:51 PM |
رابرټ پرشینګ واډلو په ټوله نړې کې جګ ترین سړی دی، دی دفبروری پر22 په 1918 کی دامریکاپه الټن کی زېږېدلی دی، دده جګوالی دجون دمیاشتی پر27 په 1940 کی 72۔2 متره و، رابرټ په همدغه کال کی په یوه هوټل کی ومړ، له مرګ څخه وروسته دی په اوکوووډ کی وخاوروته په یوه تابوت کی وسپارل شو، چی تابوت 28۔3 متره اوږد، 81 سانتی متره پراخه او76 سانتی متره ژوروه،
دده ټول وزن 71۔222 کیلوګرامه وه، اودمرګ پرمهال ئې وزن 199 کیلوګرامه ته رسیدی، دده بوټ 47 سانتی متره اوږدو، دده دلاس اندازه د بندڅخه(دمړونددبند) دمابین دګوتې ترنوک پوری 4۔32 سانتی متره ته رسېده، اوتقریباده 25 ګوتمې په ګوته کولای سوای، دی چی کله 9 کلن شو ده کولای سوای چی خپل پلاربیله کوم مشکله دیوه ځای څخه وبل ځای ته یوسی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 12:46 PM |
قرآن پاك د پاك خداى كلام دى. ددى كلام فضيلت لكه د خداى پاك فضيلت د هغه پر بندګانو دى. د قرآن پاك قرائت د هغه بهترين كلام قرائت دى چې د هغى دپاره د هر مسلمان ژبه په حركت راځي.
وخت يو قيمتي سرمايه ده. په مسلمانانو كښى ډير داسى كسان شته چې خپل قيمتي وخت بيهوده او بى كټې ضايع كوي او له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي . زمونږ په هيواد او نورو ډيرو اسلامي هيوادو كښې د سريالونو او فلمونو كتل رواج موندلى دى . دوي دا سريالونه ، فلمونه او د موسيقۍ پرګرامونه په ډير شوق او ذوق كوري او خپل قيمتي وخت له لاسه وركوي.
زمونږ په هيواد كښې د تلفزيون ډير چينلونه خپورنې كوي ، په دى چينلونو كښې ښه مفيد پرګرامونه هم شته خو زياتره يى داسى پروګرامونه دي چې په علمي ، فرهنګي ، اجتماهي او ديني برخو كښې ډير كمزوري او څوك ترينه ګټه اخيستلاى نه شي.
هغه كسان چى خپل قيمتي وخت په بيهوده شيانو له لاسه وركوي ، كه دوي ځان ته متوجه شي او په څلورويشتو ساعتو كښې صرف يو ساعت د قرآن پك قرائت وكړي او ديني زدكړې وكړي نو دا به د دوي لپاره په ژوند كښې يو ستره لاس ته راوړنه وي او له دې سره به دوي د ذهني او فكري سكون احساس وكړي .
وخت په ډيره تيزۍ او تندۍ تيريږي او نه ودريږي .
يو شاعر څه ښه ويلي دي :
شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
د اوبو په څير تيريږي دريغه دريغه
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
هغه كسان چې د قرآن پاك قرائت نه كوي او يا د قرآن پاك قرائت ته غوږ نه ايږدي ، هغوي ته ښايي چې دى كار ته ملا وتړي او په څلورويشتو ساعتو كښې لږ تر لږه يوه سپاره قرآن ولولى ، كه دوي دا كار وكړي نو كولاى شي په مياشت كښى يو ځل د قرآن پاك ختم وكړي .
د قرآن پاك قرائت ډير فضيلتونه لري چى يو څو يى دا دي :
1- د قران پاك د قرائت اجر : حضر ت محمد (ص) فرمايي :
"من قرأ حرفاٌ من كتاب الله فله به حسنة و الحسنة بعشر امثالها "
څوك چې د خداى پاك له كتاب څخه يوحرف لولي ، د هغه لپاره يو حسنه ده او د هرى حسنې په مقابل كښې لس برابره وركول كيږي.
2- د قرآن پاك د حافظ فضيلت چى د قرآن پاك په لوستلو او قرائت كښې ماهر وي : د اسلام پيغمبر محمد (ص) فرمايي :
" مثل الذي يقرأ القرآن و هو حافظ له مع السفره الكرم البرة ، و مثل الذي يقرأ القرآن و هو يتعاهد ه و هو عليه شديد فله أجران "
څوك چې قرآن لولي او د قرآن حافظ دى د هغه ځاى په جنت كښې له ملائكو سره لوړ او نيك دى ، او هغه څوك چې قرآن لولي او قرآن ته ډيره توجه كوي او په قرآن ټينګ دى د دوو اجرونو خاوند دى"
همدا شان فرمايي : د قرآن يار او همنشين ته د قيامت په ورځ ويل كيږي :
" اقرآ و ارتق و رتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرآ بها "
لوله او پورته ځه ، قرآن په قرائت سره هغسى ولوله څرنګه چې دى په دنيا كښې لوستلو ، ځكه چې ستا ځاى په جنت كښې د ورستي آيت له لوستلو سره دى .
3- د هغه چا اجر چې قرآن حفظ كوي :
" من قرآ القرآن و تعلمه و عمل به البس والداه يوم القيامة تاجاً من نور ضووه مثل ضوء الشمس ، و يكسى والداه حلتين لا يقوم لهما الدنيا ، فيقولان : بم كسينا هذه ؟ فيقال : بأخذ ولدكما القرآن "
هر څوك چې قرآن ولي او چا ته يى ور زده كوي او عمل ورباندى كوي د هغه د والدينو يعنى مور او پلار په سرونو باندى د قيامت په ورځ د نور تاج ايښودل كيږي چې نور يى لكه د لمر د نور په شان دى او هغه جامې ورته په تن كيږي چى په دنيا كښى ( د ګرانښت په خاطر ) قيمت ګذاري كيداى نه شي.او هغوي وايي : د څه لپاره مو دا جامې راته په تن كړي دي ؟ ويل كيږي : ددى لپاره چې تاسو خپل اولاد ته قرآن ښودلى او حفظ كړى ؤ.
همداشان حضرت محمد (ص) فرمايي : " الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة "
روژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت كوي .
د قرآن پاك د قرائت آداب :
د قرآن پاك د لوستلو او قرائت ځيني آداب په لادندې ډول دي :
* څوك چى طاهر او په اوداسه نه وي نو ښايي چى قرآن پاك لمس او قرائت نه كړي.
* د قرآن پاك له قرائت نه د مخه بايد پاكى جامى واغوستل شي يعنى جامى بايد پاكى او ستره وي.
* څوك چى د قرآن قرائت په حال كښې وي نو د كوم عاجل ضرورت يا ضرورى خبرى پرته دى قرائت نه قطع كوي.
* د قرآن قرائت كوونكى بايد د قرائت لپاره ذهني او فكري آمادكي ولري .
* قرائت كوونكى بايد د وعد او نعمت د آيتونو د لوستلو په وخت كښې توقف وكړي او خداى پاك ته دى لاسونه په دعا پورته كړي او له هغه نه دى د نعمت او وعد غوښتنه وكړي.
* قرائت كوونكى بايد د خطر د آيتونو د لوستلو په وخت كښى خداى پاك ته پناه يوسي او له هغه نه دى له هر خطر څخه د خلاصيدو دعا وكړي.
* د قرآن قرائت كوونكى دى د قرائت نه پس قرآن پاك په يو پاك لوړ ځاى كښى كيږدي او هيڅ وخت دى پر ځمكه نه پريږدي.
په يوه شپه او يوه ورځ كښې د قران پاك د قرائت اندازه : د حضرت محمد (ص) اصحابو هره ورځ د قرآن پاك قرائت كولو او اندازه يى تعينه كړى وه او قرآن پاك ختم يى هيڅكله له اوو ورځو نه په كم وخت كښې نه كولو.
د قرآن پاك فضيلتونه ډير دي ، خداى پاك دى مونږ ټولو مسلمانو بندګانو ته د قرا، پاك د قرائت توان ، توفيق او قوت وركړي ،خداى پاك دى ورته هدايت وكړي ، خداى پاك دى ورته په زړونو كښى د قران پاك د قرائت او لوستلو شوق او مينه واچوي ، ځكه چې د قرآن د لوستلو او په قرآن د عمل كولو نه بغير هيڅ مسلمان خپل منزل مقصود ته رسيدلى نه شي . د قرآن لوستل او په قرآن عمل كول د هر مسلمان لپاره په دنيا او آخرت كښې د سرفرازۍ ، نيكبختۍ او كاميابۍ هغه خوږه ميوه ده چې په بل هيڅ شى لاس ته راتلاى نه شي.
هرڅوك چې د قرآن پاك تعليمات د ژوند لارښود كڼي هغه هيڅ وخت نه بى لارى كيږي ، كوم مسلمانان چى بى لارى شوي او په غلطو لارو روان شوي دي دليل يى دا دى چې هغوي د قرآن په لار روان شوي نه دي او دا لار يى چى ښه لار ده هيره كړى او كمراه شوي دي . څوك چى د خداى او قرآن له سمى لارى نه كمراه شوي دي او په ناسمواو نا روا لارو روان شوي دي دا دهغوي غلطي ده اوايي چى خپلو غلطيو ته متوجه شيچ ، خداى پاى پاك عفور او رحيم دى ، خو كه متوجه نه شي نو دوي به همداسى د كمراهۍ په كنده كې پاتې وي او د خداى پاك د عفو او رحم له فيض څخه به محروم پاتى وي.
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 12:0 PM |
لیکونکی هارون یحیی

  دکلمو تکرار
 دریاضی له نظره ډېرې معجزې  په پاک قرآن کې شته ، چې ډیرې بېلګې یی لیدل کېږی اوپه یو شمېر ویی پوهان پوه شوی. یوه له دغو بېلګوځنې دځینو مشخصوکلمو حیرانوونکی تکراردی چې په لاندې توګه یی یادونه کېږی:

·       اووه آسمانونه په قرآن کې اووه ځلې یادشوی اودآسمانونو پیدایښت هم اووه ځلې یادشوی.
·       دورځې کلمه  (يوم) ۳۶۵ ځلې په مفرده توګه اود ورځوکلمه په جمعې ډول  (ايام)  ۳۰ ځلې یاده شوې . دمیاشتې کلمه دوولس ځلې یاده شوی .
·       دکرلوکلمه او دونې کلمه هریوه ۲۶ ځلې یاده شوې.
·       دمکافات کلمه ۱۱۷ ځلې اودبخښلوکلمه ۲۳۴ ځلې چې دمکافاتو دوه برابره کېږی یاده شوې.
·       دووایه کلمه اوووایی هریو ۳۳۲ ځلې یاده شوې.
·        ددنیا کلمه او آخرت کلمه هریوه  په مساوی ډول ۱۱۵ ځلې یاده شوې.
·       دشیطان کلمه اوملاییکې کلمه هریوه ۸۸ ځلې یاده شوې.
·        دایمان اوکفر کلمه هریوه ۲۵ ځلې یاده شوې.
·       د دوزخ او جنت کلمې هریوه ۷۷ ځلې یاده شوې.
·       دذکات اوبرکات کلمه هریوه ۳۲ ځلې یاده شوې.
·       دنیکو خلکو (ابرار) اوبدو(فجار) کلمې هریو درې درې ځلې یادې شوی.
·       د تاوده اوړی اوساړه ژمی کلمې هره یوه په مساوی توګه ۵ ځلې یادې شوی.
·       دخمراونشې کلمې هریوه ۶ ځلې یادې شوی.
·       دپوهېدواوروښنایی کلمې هریو په مساوی توګه ۴۹ وارې یادې شوی.
·       دوعظ اوژبې کلمې هریوه ۲۵ ځلې یادې شوی.
·       دسود اوفساد کلمې هریوه ۵۰ ځلې یادې شوی.
·       داجر اوفعل کلمې هریوه۱۰۷ ځلې یادې شوی.
·       دمحبت اواطاعت کلمې هریوه ۸۳ ځلې یادې شوی،
·       دتګلوری یا مسیر اوابداً کلمې هریوه ۲۸ ځلې یادې شوی.
·       دمصیبت اوشکر کلیمی هریوه ۷۵ ځلې یادې شوی.
·       دشمس اونور کلمې هریوه ۳۳ ځلې یادې شوی.
·       دلارښوونې کلمې اودرحمت کلمې په مساوی توګه هریوه ۷۹ ځلې یادې شوی.
·       دستونزو کلمه اودآرامښت کلمه هریوه ۱۳ ځلې یاده شوې.
·       دښځې اونر کلمه هریوه ۲۳ ځلې یادې شوې چې دواړه ۴۶ کېږی.
·       دنارینه (هګې) اودښځې (چر) هریو یواځې ۲۳ کروموزومه لری کله چې سره یوځای شی ۴۶ کروموزمه لری .
·       دخیانت اوخبیث کلمه هریوه ۱۶ ځلې یاده شوې.
·       دبشر اوانسان کلمه ۶۵ ځلې اودانسان دپراختیا پړاوونه هم ۶۵ کېږی . تراب یا خاوری ۱۷ ځلې، نطفه ۱۲ ځلې ،علق ۶ ځلې ، اولحم یا غوښه ۱۲ ځلې چې ټول ۶۵ ځلې کېږی یادشوی.

·       دصلوات یا لمانځه کلمه ۵ ځلې یاده شوې چې په شپه اوورځ کې پنځه ځلې لمونځ هم فرض دی.

د ځمکې د وچې او اوبو انډول
د( بر) یا وچې کلمه  ۱۳ ځلې او(بحر)۳۲ ځلې یاده شوې چې ټول ۴۵ کېږی او که دهغو فیصدی وشمېرو  دځمکې ۲۸ اعشاریه ۸ په سلوکې  وچه ده او ۷۱اعشاریه ۱ په سلوکې اوبه دی، دحیرانتیا خبر داده چې په همدې انډول وچه اوسمندر دځمکې پرمخ شته. 

 

په قرآن کې د نولس عدد معجزه
بله معجزه په قرآن کې د۱۹ عدد معجزه ده په لاندې آیت کې پردې عدد ټینګارشوی.
 اوپرهغه نولس تنه ګمارل شوی دی (المدثر ۳۰).
·       بسم الله الرحمن الرحيم له نولسو تورو جوړشوی.

·       قرآن  ۱۱۴ سورې يعنى (19×6) لری.
·       لومړنۍ سوره چې نازله شوې ۹۶ سوره ده چې دقرآن له پایه دپیل لورته تردې سورې پورې ۱۹ سورې کېږی.
·       لومړی ځل دشپږنوی یمې سورې لومړنۍ پنځه آیتونه نازل شوی چې دعلق سوره ده . دغه آیتونه ۱۹ کلمې لری.

اقرا باسم ربک الذى خلق * خلق الانسان من علق * اقرا و ربک الاکرم *
۱    ۲   ۳     ۴     ۵      ۶     ۷     ۸   ۹     ۱۰    ۱۱    ۱۲
الذى علم   بالقلم * علم الانسان  ما    لم يعلم *
۱۳    ۱۴   ۱۵      ۱۶   ۱۷  ۱۸   ۱۹
څه ډول مو چې ولیدل دغه پنځه آیتونه ۱۹ کلمې لری .د (و، د، ب) توری کلمه نه شمېرل کېږی نوځکه نه دی شمېرل شوی.
دقران لومړنۍ سوره یعنې دعلق سوره ۱۹ آیتونه لری اوټول ۲۸۵ توری لری چې  (19×15) کېږی.

·       دقرآن وروستی سوره یعنې نصر ټول نولس کلمې لری.
·       دنصرلومړنۍ آیت  "اذاجاء نصر الله و الفتح"  له نولسو تورو جوړشوی.
·        بسم الله الرحمن الرحيم ۱۱۴ ځلې  يعنى (19×6) په قرآن کې یاد شوی .دقرآن   ۱۱۳ سورې په بسم الله الرحمن الرحيم پیل شوی اویواځې یوه سوره دتوبې په خپل پیل کې  بسم الله الرحمن الرحيم نه لری. پرځای یی دنمل سوره کې دوه ځلې بسم الله الرحمن الرحيم شته.  یو ځل دسورې په پیل کې بیا په ۳۵ آیت کې په زړه پورې داده که چېری دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې وشمېرو دنمل سوره نولسمه کېږی.
·       که دنمل دسورې شمېره چې  ۲۷ ده دهغه آیت له شمېرې سره چې په هغه کې  بسم الله الرحمن الرحيم راغلی یعنې ۳۰ آیت سره جمع کړو  ۵۷ (19×3) به لاس راځی.

·       دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې دشمېرو مجموعه  ۳۴۲  (19×18) .
(۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۲۱+۲۲+۲۳+۲۴+۲۵+۲۶+۲۷+۳۴۲)
·         د الله (ج) دنامه مجموعه په ټولو آیتونو کې چې شمېره یی پر۱۹ پوره ویشل کېږی لکه  ۱۹، ۳۸، ۵۷، ۷۶ و غيره) ۱۳۳ کېږی يعنى (19×7).

·       دیونس ،هود، يوسف، ابراهيم، الحجر دسورې لومړی کلمه  "الر" ده. 
ددغو تورو دشمېرمجموعه (الف، لام و را) په دې سورو کې داسې ده:

۲۴۸۹ (19×131)، ۲۴۸۹(131×19)، ۲۳۷۵(19×125)،
۱۱۹۷(19×63) او ۹۱۲(۴۸×۱۹).
·       دپیل دتوروشمېر یعنی  الف، لام، ميم او را مجموعه  ۱۴۸۲(19×78) ځلې ده. الف ۶۰۵ ځلې، لام ۴۸۰ ځلې، ميم ۲۶۰ ځلې او را ۱۳۷ ځې راغلی.

·       د قاف، حا، يا، عين او صاد توری یواځې دقرآن په یوه سوره کې راغلی . په دې سوره کې ق ۱۳۷ ځلې، ح ۱۷۵ ځلې، ى ۳۴۳ ځلې، ع ۱۱۷ ځلې ا و ص ۲۶ ځلې راغلی.  چې مجموعه یی ۷۹۸ (19×42) کېږی.

·       د "واحد" ارزښت په مانا دیوه ۱۹ عدد دی. دغه کلمې له نوروبېلابېلو کلموسره په قرآن کې کاردیدلې خو دالله له کلمې سره ۱۹ ځلې یادشوی.

و             ا         ح       د

۶            ۱       ۸       ۴
·       دهغو سورو اوآیتونو دشمېرې مجموعه چې د "واحد" کلمه نولس ځلې په کې واقع شوې ۳۶۱ (19×19)  دی.

·       د "وحده، " عربی کلمه یعنې یواځې د الله  بنده ګې وکړه په   ۷۰آیت ، د ۷ سورې  ۴۵ آیت د  ۳۹ سورې، ۱۲ آیت  ۴۰ سورې،  ۸۴ آیت د ۴۰ سورې او ۴ آیت د۶۰ سورې یاده شوې ده.  ددغو عددونو مجموعه ۳۶۱ (19×19) کیږی.

·       دآیتونو شمېر له لومړنیو مقطعاتو تورو (الم دبقرې دسورې په پیل کې)  تر وروستیو  (ن د القلم په سوره کې) ۵۲۶۳ (19×277) دی. ددې دواړوسورو په مینځ کې   ۳۸ (19×2) سورې چې د مقطعاتو توری نه لری شته. درحمن کلمه ۵۷ ځلې (۱۹×۳) په قرآن کې شته.

·       دیرش بېلابېل عددونه په قرآن کې یادشوی چې ټولګه یی  (19×8534) کېږی.

۱+۲+۳+۴+۵+۶+۷+۸+۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+

۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۳۰+۴۰+۵۰+۶۰+۷۰+۸۰+۹۹+۱۰۰+۲۰۰+۳۰۰+۱۰۰۰+۲۰۰۰+۳۰۰۰+۵۰۰۰+۵۰۰۰۰+۱۰۰۰۰۰=۱۶۲۱۴۶  (۸۵۳۴× ۱۹)

·       برسېره پردې دیرش عددونو په قرآن کې اته کسری عددونه هم یادشوی (۲/۱، ۱۰/۱، ۸/۱، ۶/۱، ۵/۱، ۴/۱، ۳/۱، ۳/۲) يعنی ټول عددونه ۳۸ (۱۹x۲) کېږی.

·       لومړنۍ سوره چې  ۱۹ آیتونه لری دانفطار سوره ده چې دالله په کلمې پای ته رسېږی . اودا دپای له لوری نولسمه دالله کلمه ده. د "ق" سوره  ۵۷ دق توری  لری یعنی(۱۹×۳) دی.  دغه راز دشوری سوره هم چې دق په مقطعه پیلېږی ۵۷ دق توری لری چې بیاهم (۱۹× ۳)  کېږی. 

·       د ق سوره چې پنځوسمه سوره ده او ۴۵ آیتونه لری ، نو مجموعه یی ۹۵ (۱۹×۵) کېږی. 
·       د شوری سوره چې دوڅلویښتمه سوره ده ا و ۵۳ آيتونه لری چې تولګه یی بیاهم ۹۵ یعنی (۵×۱۹  ) کېږی.
·       د مجيد کلمه چې د "ق" سورې په لومړنی آیت کې راغلی دابجد له نظره ۵۷ کېږی اوپه دې سوره کې دق توری ۷۵ ځلې راغلی چې ۵۷ هم معادل دی له  (۱۹×۳) کېږی.

·       په قرآن شریف کې دق توری  مجموعه ۷۹۸ کېږی چې مساوی دی له  (۱۹× ۴۲) کېږی او دق سوره ۴۲ سوره ده چې دمقطعاتو توری په کې راغلی.

·       "ن" دقلم سورې په سره کې راغلی چې ټول  ۱۳۳ (۱۹× ۷) عدده  "ن"  په دې سوره کې شته .
·       د (ی) او (س) توری دیس سورې په سرکې راغلی . "س" په دې سوره کې ۴۸ ځلې او د ی توری ۲۳۷ ځلې راغلی چې ددواړو مجموعه مساوی ده له  ۲۸۵سره یعنی(۱۹× ۱۵) .

·       د "الم" دمقطعاتو توری دشپږو سورو په سرکې راغلی . په البقره، ال عمران، العنکبوت، الروم، لقمان او السجده کې.  د الف دتوری شمیر دلام اومیم هریو په دې سوره کې د۱۹ ضریب دی . ددغو تورو ټولګه په دغو سورو کې ،  ۱۹۸۷۴ (۱۹×۱۰۴۶) کېږی.

۹۸۹۹ (۱۹×521)، ۵۶۶۲ (۱۹× 298)، ۱۶۷۲ (۱۹×88)، ۱۲۵۴ (۱۹× 66) و ۸۱۷ (۱۹×43)

·       کله چې دهغو سورو دآیتونو شمېر چې ضریب یی۱۹ کېږی له بسم الله سره جمع کړو لاندې عدد ترلاسه کېږی. ۱۹× ۱ نولسمه سوره یا دمریم سوره  ۹۹ آيتونه

      ۱۹× ۲سوره ۳۸ يا ص  ۸۹ آيتونه 
     ۱۹× ۳،  ۵۷ سوره  يا حديد  ۳۰ آيتونه
     ۱۹× ۴سوره ۱۱۴ يا ناس  ۷ آيتونه 
چې ددې سورتونو دآیتونو شمېر  ۲۶۶ (۱۹× 14) کېږی.
·       دفرمان  یوسه کلمه نولس ځلې .
·       د عبد، عابد او اعبدو کلمې مجموعا ۱۹۲ = 19. 8) ځلې یادې شوی.
·       د الله نوم الواحد  دابجد له نظره ۱۹ دی.
·        الجامع نوم دابجد له نظره ۱۱۴ (۱۹×۶) دی.

۱۹یوخارق العاده عدد:
نولس د۹ او۱۰ په توان دیو مجموعه ده . د۹ او۱۰ په توان د ۲ مېنځ کې توپیر هم ۱۹ کېږی .

۱۹     ۹+۱۰                    ۱۰۱
۱۹     ۸۱-۱۰۰                ۱۰۲

· لمر، سپوږمۍ اوځمکه وروسته له هرو ۱۹ کلونو دیوې مستقیمې کرښې په سر واقع کېږی.
· دهالی لکۍ لرونکی ستوری وروسته له ۷۶ کلونو یعنې (۱۹×۴ ) له شمسی یالمریز نظام څخه تېریږی.
· دانسان بدن ۲۰۹ ( ۱۱×۱۹ ) هډوکی لری.
·  دانسان لاس ۱۹ هډوکی لری ( پرته دلاس له بنده)

  ژباړونکی ((حقپال))   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:58 AM |
رشوت دادی چه يو سړی ديوه کار لپاره مقرر شوي وي او هغه پدی کار باندې دحکومت نه يا دکومی بلې اداری نه يا دکوم چا دطرف نه تنخواه اخلی بیاهم هغه ددی کار په بدل کې نوره څه معاوضه هم اخلی نودا رشوت شو.
رشوت داهم دی چه دکومې عهدی په وجه سره ده ته څه تحفه يا هديه ورکړشی ،يوځل نبی کريم صلی الله علیه وسلم يو سړی د زکات د ټولولو لپاره مقرر کړ هر کله چه هغه واپس راغی نو ويې ويل دا دومره مال د زکات دی او دا نور ماته هديه راکړ شوی ده ،رسول الله ص وفرمائل هغه دې په کور کې کينی اوبيا د وګوری چه ده ته څوک هديه ورکوی يعنی دا تحفه د عهدی په وجه ورکړ شوي وه ..

رشوت په يوه ټولنه کې سخت تباه کونې آفت دې  رشوت چه کله منځ ته راشی نو بيا د عدل اوقانون ځای پيسی ونيسی دمظلوم حق نورهم پايمال اومجرم په پيسو ځان ته لاره باسې .

رشوتخور  هغه پست او ذليل سوالګر دي چه سره لدی چه الله ج  ده ته لوی مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې به بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې دفساد مخ نشی نيولای ځکه چه بيا دده خپل دمردارو  ډک کچکول افشاه کيږي .

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوی چه حکومت خو دافغانستان په ټول تاريخ  کې په فساد او رشوت خوری کې  لومړی مقام لري  بيان  ته يې هيڅ حاجت ځکه نشته چه پدی باندی د نموړی اداری چارواکې هم قانع دي .
خو اوس دغه ذليل عمل د داکتر تر نوبت پوری هم رارسيدلی دي ، دکوم مريض چه نوبت څه ورسته وي هغه څه روپۍ چوکيدار ته په رشوت کې وړاندی کوي تر څو دده نمره مخکی کړی  او داسې نورو معمولې چارو کې .

درشوت حرمت او دهغه خطرناکې پايلې :
الهی ارشاد:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( البقره ۱۸۸).
په ناحقه يو دبل مال مه خورئ اوهغه حاکمانو نه مه ورکوئ (درشوت په ډول  چه  فيصله ستاسو په ګټه وکړی ) ترڅوڅه مال دخلکو ځنی په ناحقه وخوری اوتاسی پوهيږی (چه دا ظلم دی ).
نبی ص ارشاد:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي فِي النَّارِ
رشوت اخستونکی اورشوت ورکوونکی دواړه په دوزخ کې دي. (الطبرانی)

لَعَنَ اللَّهُ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ   
دالله ج  لعنت دی  په قضاوت  باندي  درشوت اخستونکی اوورکونکی  (الطبرانی ،ترمذی ،حاکم او احمد)
    
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلی َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم درشوت په اخستونکی او ورکونکی لعنت ويلای دی .

عن عبد اللّه بن بريدة، عن أبيه ، عن النبيِّ صلى اللّه عليه وسلم قال: "من استعملناه على عملٍ فرزقناه رزقاً فما أخذ بعد ذلك فهو غلولٌ".

چا ته چه کوم کار وروسپارم ،په مقابل دهغه کې يې مزد هم ورکوم ،دخپل مزد نه علاوه چه نور څه اخلی هغه خيانت او رشوت  دی . (رواه ابؤداو.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:51 AM |
کوم خلق چي الله تعالى ته پخپلومشکلاتواوحاجتونو کي سوال اوزاري کوي دهغوي داعقيده وي چي الله تعالى عالم الغيب والشهادة يعني په پټواوښکاره ټولو شيانو عالم اودټولو حالاتوڅخــــــــه
پوره خبردي اودهغوي دعااوفرياداوري ، ددي سره دهغوي داعقيده هم وي چي الله تعالى مالک ، متصرف ، قادر مطلق اودپوره اختيار خاوند دي اودخلکو ستونزي اومشکل حل کولي شي ، همدانګه کوم خلق چي دالله تعالى نه ماسوى دانبياووعليهم السلام ، ملائکو اويا اولياوو نه مدد غواړي اوفرياد ورته کوي دهغوي هم داعقيده وي چي دوي عالم الغيب ، متصرف اوداختيارخاوندان دي اودفريادکوونکو فرياداوري اودهغوي دحاجتونودپوره کولو طاقت اووس لري ، که ددي خلکو داعقيده نه وي نوهيڅکله به يي هم هغوي ته په مشکلاتو کي چيغي اوفريادنه کولي ، نومعلومه داشوه چي دشرک ا صل بنياداومبدا همدغه دوه شيان دي ، ترڅو چي يومشرک په غيرالله کي دادوه صفتونه ونه مني نه دهغه بنده ګي کوي اونه په سختۍ کي ورته اوازکوي اونه دهغه دخوشحالولولپاره دهغه په نوم نذر اومنښتي کوي . قرانکريم کي ځاي پرځاي دشرک دغه دواړه جرړي پري کړي دي اوپه عقلي اونقلي دليلونو يي ثابته کړيده چي دالله تعالى نه ماسوي هيڅوک عالم الغيب ، متصرف اومختارکل نشته ، په دي هکله لاندي مطلب په غورسره مطالعه کړئ :
الف : مالک دنفع اودضرر متصرف واکداراومختارکل يواځي الله تعالى دي :
١ : الله تعالى دسورت يونس په ( ٢٩ ) ايت کي داسي فرمايلي : اي محمده ! دي خلکوته ووايه چي
زه دخپل ځان لپاره دنفع اودضرر واکدارنه يم مګر هغه څه چي الله تعالى وغواړي همغه به کيږي ...
٢: الله تعالى دالمائده دسورت په ( ٧٦) ايت کي داسي فرمايلي دي : اي محمده !ووايه دي خلکوته اياتاسي دالله تعالى نه ماسوي دهغه چا بنده ګي کوي چي ستاسي لپاره دنفع اودضررواکدارنه دي.
٣: الله تعالى دال عمران دسورت په ( ١٨٩) ايت کي داسي فرمايلي دي :
خاص الله تعالى لره دي اختيارات ، بادشاهي اوواکداري دټولو هغه شيانو چي په اسمانونو اوځمکي کي دي اوالله تعالى په هرشي قادر دي .
٤: الله تعالى دالفاطر دسورت په ( ١٣ – ١٤ ) ايتونو کي داسي فرمايلي دي : هغه چي تاسي ورته دالله تعالى نه ماسوى چيغي اوفريادکوئ ستاسي لپاره ديوقطمير ( دخرمادزړي له پاسه دنرۍ رشمي ) په اندازه هم واک نلري ، که تاسي ورته چيغي اوفرياد وکړئ ستاسي چيغي اوفرياد نه اوري اوکه بالفرض وايي هم وري قبلولي يي نشي ( مقصد داچي ستاسي مشکل نه شي حل کولاي ) اودقيامت په ورځ به ستاسي له شرکه انکارکوي ...
٥: الله تعالى دالاحقاف دسورت په ( ٥) ايت کي داسي فرمايلي دي : څوک دي غټ ګمراه دهغه چا څخه چي دالله تعالى نه ماسوي نوروته ( دتکاليفو اومشکلاتو په وخت کي ) چيغي اوفريادکوي ، هغه چاته چي ترقيامته ددوي لپاره قبولوالي نشي کولي اوهم ددوي دحاله ناخبره دي .

داچي متصرف ، واکدار اومختارکل يعني دهرشي اختيارلرونکي يواځي الله تعالى دي اونور ټول مخلوق همغه ته محتاج دي نو بايد يواځي دهمغه بنده ګي وشي اوله هغه څخه مرسته اومدد وغوښتل شي اوپه ذات اوصفاتوکي ورسره بل څوک شريک ونه ګڼل شي .
ب : عالم الغيب هم يواځي الله (ج) دي اودالله تعالى سر ه په دي صفت کي هيڅوک شريک نشته :
دموضوع دښه روښانتيا پخاطر دقرانکريم څوايتونه ، څونبوي احاديث اودمفسرينو ، محدثينو ، فقهاوواو اولياء کرامو څو اقوال په لاندي توګه ذکرکوم :
الف : علم غيب دقرانکريم په رڼاکي : دقرانکريم په ډيرواياتونوکي راغلي دي چي علم غيب دالله تعالى خاص صفت دي اوپه دغه صفت کي له هغه سره هيڅوک شريک نشته :
١: دهوددسورت په اخري ايت کي الله تعالى فرمايلي دي :په اسمانونواوزمکه کي چي څومره دغيب خبري دي دهغي علم خاص الله تعالى ته دي .
دپورتني ايت په تفسيرکي دمعتمدو اومحققينو مفسرينو لاندي اقوال په غورسره مطالعه کړئ :
• علامه سيد محمود الوسي حنفي رحمه الله دتفسير روح المعاني په ١٢ جلد ١٦٧ مخ کي دپورتني ايت په تفسيرکي ليکلي دي : اي انه سبحانه وتعالى يعلم کل ماغاب في السموات والارض ولايعلم ذلک احد سواه . يعني الله تعالى ته داسمانونواوځمکي دهرپټ شي علم دي اوماسوى دالله تعالى څخه هيچاته دهغي علم نشته .

• علامه ابوحيان اندلسي مالکي رحمه الله دتفسير بحرالمحيط په (٥ ) جلد ( ٢٧٥ ) مخ کي دپورتني ايت په تفسير کي داسي ليکلي دي : لايخفي عليه شيئ من اعمالکم ولاحظ لمخلوق في علم الغيب . الله تعالى ته ستاسي دعملونونه هيڅ شي پټ ندي اودمخلوق په علم غيب کي هيڅ برخه نشته .

• علامه ابوسعودحنفي ( رح ) دتفسير ابوسعود په ( ٥ ) جلد ( ٤٩٧ ) مخ کي داسي ليکلي :
ولله تعالى خاصة لالاحد غيره استقلالا ولا اشتراکا غيب السموات والا رض . داسمانونو اوزمکي دپټوشيانو علم خاص الله تعالى ته دي اودالله تعالي نه ماسوي هيچاته دهغي علم ندي حاصل نه په مستقل طور اونه دشرکت په طور .

٢: الله تعالى د النمل د سورت په ( ٦٥ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ورته ووايه اي محمده ! چي نه پوهيږي ټول هغه چي په اسمانونواوځمکه کي دي په غيبوباندي ماسوى دالله تعالى څخه ، اوهغوي ته خو ددي علم هم نشته چي کله به بيا راژوندي کولي شي .

٣: الله تعالى دسورت الاعراف په ( ١٨٨ ) ايت کي داسي فرمايلي دي : ووايه اي محمده! دي خلکوته چي زه واکدارنه يم دخپل ځان لپاره دڅه نفعي اويا دنقصان مګر هغه څه چي الله وغواړي
( همغه به کيږي ) اوکه زه چيرته په غيبوخبروپوهيدي نومابه ډير خير ( فايدي ) ځانته حاصلي کړي وي اوماته به هيڅ تکليف نه وي رسيدلي . ددي ايت کريمه نه په ښکاره معلومه شوه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دغيبو علم نه وو ځکه چي هغه په دنيا کي ډيرزيات تکليفونه برداشت کړي وو که چيري هغه په غيبو پوهيدي نودهغه تکليفونو دراتلونه مخکي به يي دهغونه دبچ کيدو لپاره لازم تدبيرونه کړي وي اودهغو نه به بچ شوي وو .
ب : علم غيب دنبوي احاديثو په رڼاکي :دډيروزياتواحاديثو نه هم معلوميږي چي ماسوي دالله تعالى څخه هيڅوک په غيبونه پوهيږي زه دلته فقط يو څو احاديث ذکرکوم :
• دصحيح مسلم په ( ٢ ) جلد ( ٢٤٩ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت عائشه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم له صحابه کراموسره ناست وو اوويي فرمايل : زه به په حوض کوثر ستاسو دراتلو منتظريم ،قسم په الله چي ( په دغه وخت کي به ) څه خلق هلته زما نه لري کړي شي ، زه به عرض وکړم چي اي الله ! داخوزما خپل کسان دي اوزما امتيان دي ، نووبه ويل شي : چي دي خلکو چي ستانه وروسته په دنيا کي څه کړي تاته دهغي علم نشته .
• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٦٥ ) مخ کي دام المؤمنين حضرت ام سلمه رضي الله عنها په روايت نقل دي چي دڅه کسانو په خپل منځ کي جنجال وو اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته راغلل ، نوحضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغوي ته وويل : زه هم يوبشريم اوماته دڅه جګړه مارانوډلي راځي نو امکان لري چي يوه ډله دبلي په نسبت دخبرو ښکلي طريقه ولري ( يعني ښه استدلا ل کولي شي حال داچي په ناحقه وي ) او زه هغه ريښتوني وګڼم اودهغوي په حق کي فيصله وکړم ، پس که ما چاته دبل مسلمان حق ورکړو ( حال داچي دهغه حق نه وو اوهغه واخستو ) نوهغه به دهغه لپاره ددوزخ يوه ټکړه وي ، نوکه زړه يي غواړي قبوله دي کړي اويا دي پريږدي ( اوپردي حق دي نه اخلي ) .
دپورتني حديث لاندي دمشهورو محدثينو لاندي اقوال په پوره دقت سره وګورئ :
١ : حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ١٢ ) جلد ( ٢٨٥) مخ کي دپورتني حديث ددي جملي په تشريح کي چي زه هم يو بشريم داسي ليکلي دي : اي کواحد من البشر في عدم علم الغيب . ددي معني داده چي د غيبودعلم په نه لرلو کي زه هم دنورو انسانانو په شان يم ، څنګه چي نوروانسانانوته دغيبوعلم نشته دغه شان ماته هم نشته

٢: علامه بدرالدين عيني رحمه الله دپورتني حديث په تشريح کي په عمد ة القاري کي چي دصحيح البخاري شرح ده په ( ٢٤ ) جلد ( ١١٦ ) مخ کي داسي ليکلي دي : انما انا بشر يعني کواحد منکم ولا اعلم الغيب وبواطن الامور کما هو مقتضى الحالة البشرية وانا احکم بالظاهر . ددي جملي چي زه هم ستاسي په شانته يو بشريم مطلب دادي چي ( دنيوي معاملوکي ) زه هم ستاسو غوندي يم اوپه غيبواوستاسي په باطني اوپټوکارونو نه پوهيږم لکه څنگه چي دبشريت تقاضا ده اوزه دظاهري حال مطابق فيصله کوم . ددينه معلومه شوه چي دغيبوعلم دبشريت منافي دي اودبشر عالم الغيب کيدل محال اوناممکن دي .

• دصحيح البخاري په ( ١ ) جلد ( ٣٢٨ ) مخ کي دحضرت انس رضي الله تعالى په روايت نقل دي چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم په لاره کي پرته خرما وليده نوووي ويل که چيرته ماته ددي ويره نه وي چي داخرما به دصدقي اوزکات وي نومابه رااوچته کړي وي اوخوړلي به مي وي .
• دصحيح مسلم په ( ١ ) جلد ( ٣٠٩ ) مخ کي دحضرت ابوهريرة رضى الله عنه په روايت نقل دي چي يو تورپوستي سړي په جمات کي اوسيدو اودمسجد صفايي به يي کوله هغه وفات شو ، اورسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه د مرګ څخه خبرنه وو ، اتفاقا يوه ورځ يي هغه سړي يادکړو ( چي دډيرو ورځونه کيږي چي هغه نه ښکاري ) نوصحابه کرامو ورته وويل : هغه خو وفات شوي دي نو رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : راځئ ماته دهغه قبروښايئ – کله چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دهغه قبرته راغلو نو په هغه يي دجنازي لمونځ وکړو .
ج : علم غيب دصحابه کرامو اولياء کرامو اوفقهاوو داقوالو په رڼاکي :
• دصحيح البخاري په ( ٢) جلد ( ١٠٩٨) مخ کي له حضرت عائشي ( رض ) څخه نقل دي :( من حدثک انه يعلم الغيب فقد کذب وهويقول لايعلم الغيب الاالله ).
چاچي ستا په وړاندي داخبره وکړه چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي نو هغه يقيننا دروغژن دي ځکه چي دالله تعالى ارشاددي : چي بي له الله تعالى څخه په غيبو هيڅوک نه پوهيږي
• سيد عبدالقادر جيلاني رحمه الله دخپل کتاب مراة الحقيقة په ( ١٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : من يعتقد ان محمدا صلى الله عليه وسلم يعلم الغيب فهو کافر لان علم الغيب صفة مختصة با لله تعالى . څوک چي داعقيده لري چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبوپوهيږي نوهغه کافردي ځکه چي دغيبوعلم دالله تعالى مخصوص صفت دي .
• امام حسن بن منصور قاضي خان رحمه الله دخپل کتاب فتاوى قاضي خان په
( ٤ ) جلد ( ٨٨٣) مخ کي داسي ليکلي دي : که يوسړي ديوي ښځي سره دگواهانو
نه بغير نکاح وکړه اوووي ويل : ما الله اورسول ګواه کړو، فقهاوو ويلي دي : چي
داکفردي ځکه چي ده حضرت محمد صلى الله عليه وسلم عالم الغيب وګڼلو ، حال داچي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کي په غيبونه پوهيده نو بعد له مرګه به څه پوه شي .
• امام ابن نجيم حنفي رحمه الله دبحرالرائق په ( ٣) جلد ( ٨٨ ) مخ کي داسي ليکلي دي : لوتزوج بشهادة الله ورسوله لاينعقد ويکفر لاعتقاده ان النبي صلى الله عليه وسلم يعلم الغيب . که چادالله اودهغه په ګواهى نکاح وکړه( اونور شاهدان يي ونه نيول ) نوهغه نکاح نه کيږي اوداسړي کافردي ځکه چي دهغه داعقيده ده چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غيبو پوهيږي اوزمونږ له حاله خبردي . اوس تاسي پخپله قضاوت وکړاي او دقران ، سنت ، دصحابه کرامو ، اولياء کرامو او فقهاوو دپورتنيو ذکر شوي اقوال په غورسره مطالعه کړاي اودقران اوسنت ددښمنانو اودخلکو دجيب وهونکو اولوټ مارانو په خولو مه غوليږئ .

  ترتيبوونکي : مولوي عبدالبصير بصيرت   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:48 AM |
ګرانو لوستونکو داسلامی ښوونی مينه والو !    اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
داسلام مقدس دين چه په څومره لوی انداز کی د ښځی له مظلوميت څخه دفاع کړی  نو نور ګنجايش نه لری
ښځه لومړی خور اولور وی چه اسلام خپلو پيروانو ته  دهغوی سره د ډير ذيات  شفقت ،مهربانی او ښه سلوک حکم کړی دی ،بيا دخاوند دکور  بی بی شی چه بيا هم اسلام په ډير ښه څلن حکم کړی دی اوورسته بی بی مورشی  چه اسلام بيا اولاد ته دمور سره په ښه سلوک دومره ټينګار کړی چه  جنت يی د مور تر قدمونو لاندی بللی دی .
ولی نن سبا چه ځنی کسان له هغوی سره بد چلن کوی ،دهغوی په حق سترګی پټوی  دا دوی د ظلم ،دخدای ج له دين سره جفا اوشيطان دوستی څرګندی نيښانی دی ، دداسی مسلمان دا ډول اعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجمانی نشی کولای .
لاندی د ښځی مهر اودخور اولور ټاکلی برخو ته اشاره شوی چه ډير خلک ورباندی سترګی پټوی
۱- دښځی مهر پرخپل جيب کی اچول اودهغه ګړوتول :
مهر ياولور مطلق دښځی خپل حق دی ، قوله تعالی  : وَآتُواْ النَّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً   (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی )) ( النساء  ۴ ). خونن سبا وينوچه دافغانستان په ډيرومناطقوکی دغه حق خپل حقدارته نه سپارل کيږی ښځه  لا دخپل مهرپه اندازه هم خبره نه وی خوپلار يی مخکی له مخکی هغه پخپلواقتصادی چارو مصرف او ياکوم تجارتی دوران ته اچولی وی ،که ظاهراً له خپلی خوريا لورنه بښنه وغواړی نولور غريبه به څه ووايی لوريا خور خو په حقيقت ښه پوهيږی ولی څه خوځکه نشی ويلای چه نه غواړی دډير تاوان سره سره پرخپل ځان دپلار يا ورور دروازه بنده کړی ،ځکه ددی غريبی په مخکی له خپلی کورنی څخه فراق دی نوورسته به همدا يوه دروازه ددی لپاره دتسل ،سکون  اوڅو ورځو تيرولوځای وی اوبس  .
۲- دقرانکريم ټاکلي  برخی  خوراولور ته  نه سپارل کيږی :
قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی يعنی ددؤخوندو حق له يوه ورور سره مساوی دی ،دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم له خاوندڅخه ميراث وړی
خونن سبا يی عملاً وينو دهيواد په ځنوسيموکی دښځوحق نه ورکول کيږی ميراث شوی مال ياځمکه يواځی دوروڼوترمنځ تقسيميږی اوخوندو ته پکی حق نه ورکول کيږی او د هغوی پر حق ښکاره سترګی پټوی .
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن .....
((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) داولاد ستاسی کښی (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی  نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی .
دميراث دبرخو له بيان څخه ورسته فرمايی:
 تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ۱۳ وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ۱۴ (النساء ) .
(( دادالله حدود دی څوک چه دالله او رسول پيروی وکړی هغه به الله داسی جنتونوته ننباسی چه لاندی دهغوی به ويالی بهيږی  اوهغوی به پکی دتل لپاره استوګن وی  اوهمدا ستر برياليتوب دی ، اوڅوک چه دالله او رسول څخه سرکشی وکړی اودهغه دټاکل شويو حدودو څخه تيری وکړی الله به هغه اور ته داخل کړی چه په هغی کی به دتل لپاره استوګن وی  اودهغه لپاره رسوا کوونکی سزا ده )).

خدای ج دی مونږ د خدای ج له قهر اوغضب نه وساتی او خدای ج دی خپل رحم پرمونږ وکړی
خدای ج دی مونږ د خدای ج په دين کی پوره  ننباسی اوخدای ج  دی مونږ ته په نيکه لاره هدايت  وکړی


کابل افغانستان  

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:46 AM |
که د پاکستان د پیداېښت تاریخ ته په غور سره وکتل شي، نو په څرګنده توګه پرې پوهېږو چې دغه هېواد د خپلې زوکړې په کمه موده کې دومره په مکاریو کې پرمختګ کړی، چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې نشي کولای، هغه ځکه چې دغه هېواد د چلونو، فریبکاریو او غولولو پلانونو ستره ځاله ده.
که د سره ښکېلاکګرو تېری پر افغانستان ته نظر واچوو، نو افغانستان لومړنۍ هېواد و چې دغه ښکېلاک یې پر ګونډو کړ او هغوی یې پرېنښودل چې ځان د پاکستان له لارې د هند تودو  اوبو ته ورسوي، بل کله چې هغه یرغل وشو، نو د پاکستان د استخباراتو شبکې فوري نوي پلانونه او لومې  جوړې کړې، لومړی یې له همدغه افغانانو نه د سپر په توګه کار واخیست، او د امریکې هېواد ته یې داسې لومې او له چلونو نه ډک پلانونه غوره کړل چې هغه وخت د امریکا متحده ایالات او نوره نړۍ وارخطا شوه، چې د امریکې د متحده ایالات چارواکي فوراْ لاس په کار شول او پاکستان ته یې سینه وډبوله چې هر څه غواړې پر مونږ، خو چې روسان د پاکستان  له لارې ځان د هند اوبو ته ونه رسوي، له بلې خوا یو شمېر زیات افغانان خپلو کورونو او هېواد پرېښودلو ته اړ شول، چې پاکستان بیا هم له امریکې، ملګروملتونو ، سعودي عربستان او د نړۍ له نورو ملکونو نه د مرستې د لاسته راوړنې لپاره بل پلان جوړ کړ او غږ یې وکړ چې افغانانو سره مرستې وکړی کنه .....
پاکستان په هغه وخت کې داسې پلانونه طرح او جوړ کړل چې ټوله نړۍ یی وارخطا کړه او دا یې وښووله چې که تاسې له مونږ سره مرستې ونه کړی، نو تاسې به زیان ووینۍ، تباه به شی او برباد به شی، همدا و چې ټوله نړۍ خصوصا د امریکې هېواد خپلې مرستې د پاکستان پر لورې سیخې کړې، چې پاکستان د خپل پرمختګ لپاره نړۍ ته نوی او له لومو ډک پلانونه جوړل کړل او لاندې څو ګټې یې ترې واخستې.
۱. د خپلو پوځیانو شمېر یې زیات کړ.
۲. پوځیان یې په امریکایي وسله او نورو مهماتو سمبال کړل.
۳. دپوځې استختباراتي (ای ایس ای) د شبکې تمویلول، پراخول او په نوې تنکنالوژۍ سمبالول .
۴. د کشمیري ډلو او حزبونو تمویلول او د نورو امکاناتو برابرول ترڅو هندوستان ته سرخوږي جوړ او د هغوی بوختول په سیمه کې.
5. د پاکستان هوایي ځواک تقویه او تجهیزول.
او نور داسې ډېر اړین ضرورتونه یې و چې پاکستان د افغانانو په نوم د نورې نړۍ مرستې د خپل هېواد په ګټه تر سره کړې.

زه راځم خپلې اصلي موضوع ته او هغه دا چې له دېرشو کلنو را په دېخوا پاکستان د نړۍ هېوادونو خصوصا امریکې ته داسې پلانونه جوړوي چې له یوې خوا هغه هېواد د اقتصادي اړخه کمزوری کړي او له بلې خوا ورته په هېواد دننه زیان واړوي.
کله چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې جوړ او روان و، نو د نړۍ هېوادونه خصوصا امریکا پاکستان ورو، ورو هېرولو، چې د ځینو څېړونکو په اند پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د پېښې طراح او جوړونکی بلل کېږی چې له دې کار سره له یوې خوا هغه هېواد ته یې ځاني او مالي توان ورسولو او له بلې خوا نړۍ او امریکې ته یې  وښووله چې تاسې بیا پاکستان ته اړتیا لری، که پاکستان نه وي نو تاسې هم نه یاست او همدغه پاکستان دی چې امریکا او نوره نړۍ ساتي او... هم هغه و چې امریکا پاکستان ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او وویلې چې هر څه غواړې پر ما خو ګوره چې دا خلک باید له منځه لاړ شي، پاکستان اولنۍ هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او اولنۍ هېواد و چې د طالبانو د حکومت په ړنګولو کې هېڅ نوعه صرفه ونه کړه چې په دې وخت کې په میلیونه ډالر او نورې مرستې یو ځل بیا پر پاکستان سیخ شول چې یو ځل بیا پاکستان ترینه ښه ګټه واخیسته.
کله چې د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په کلکې مرستې ړنګ او له منځه لاړ، نو د امریکې او نورې نړۍ هېوادونو خپل پوځیان او هر اړخیزې مرستې افغانستان ته سمې کړې او جالبه خو یې دا ده چې همدغه مرستې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راوړل کېدې، چې ددغو مرستو زغمل د پاکستاني چارواکو خصوصا د هغوی د استخباراتي شبکې په وس کې نه وو، نو یو بل پلان یې جوړ کړ.
او هغه پلان د پاکستاني طالبانو نوی غورځنګ و، او څېړونکي وایي چې په لږه موده کې یې دغه غورځنګ د ای ایس ای له خوا جوړ او لاس په کار شو.
زه به خپلې خبرې لنډې کړم، څو اونۍ دمخه د پاکستان دولت د طالبانو همدغه غورځنګ په رسمیت وپېژندلو او هغوی ته یې د پاکستان په خاوره کې په رسمي توګه د فعالیت اجازه ورکړه، هغوی ته یې امکانات  برابر کړل، پاکستان یو ځل بیا امریکې ته لومه واچوله او خپل پاکستاني طالبانو ته یې دنده ورکړه تر څو ځان بونیر نومې سیمې ته ورسوي، ځکه بونیر د اسلام اباد نه په لږه فاصله کې پرته سمیه ده، نو په دغه وخت کې د نړۍ هېوادونه اندېښمن شول، خصوصاْ امریکا ته یې داسې اندېښنه او پروپاګند ورکړ چې ګوندې طالبان ځان اسلام اباد ته رسوی او ددغه هېواد حکومت ړنګوي، ددغه هېواد اتومي بټۍ خپله قبضه کې راولي او ...چې په دې وخت کې د امریکې یو لوړ پوړی چارواکی اعلان وکړ چې له یو یا تر شپږو راتلوونکو میاشتو پورې به د پاکستان حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړي، خو دا د پاکستان یو بل پلان او چال و د امریکې د مرستو د جلبولو او تر لاسه کولو لپاره.
کله چې د امریکې متحده ایالات او د نړۍ نورو هېوادونو د پاکستان پر دغه دوه مخیزه سیاست کلکې نیوکې وکړې او د هغوی دغه کار یې په سختو الفاظو وغنده، نو د ای ایس ای شبکه خپل پلان ته ګوتې تېرې کړې او پر سوات پر پاکستاني طالبانو یا په بل عبارت د طالبانو پر وړې پاچاهۍ د حملې پلان یې په داسې مهال کې طرح او پیل کړ چې د افغانستان، پاکستان او امریکې ولسمشران په امریکا کې د غونډې لپاره یو ځای کېدل او د غونډې د پیل د مخه یې پر سوات او اړوند سمیو حمله پیل کړه او  د بلې خوا درې واړه مشران سره یو ځای شول او د افغانستان او پاکستان پر مسلې خبرې پیل شوې چې پاکستان خپل پوځي عملیات لا پسې ګړندی کړل او د امریکې نوی ولسمشر ښاغلي اوباما ته یې داسې وښووله چې مونږ خو غلي نه یو ناست او دغه دی طالبان ستاسې د خلکو او هېواد د بقا لپاره له منځه وړو خو دا کار بغیر ستاسې له مرستې نه ناشونی دی، هم هغه و چې امریکایي چارواکو  یو ځل بیا پاکستان ته د هر اړخیزې مرستې اعلان وکړ  او په دې وروستیو  ورځوو کې  د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې امریکا به له پاکستان سره څو سوه میلیونه ډالر مرسته وکړي او افغانستان ته به تر لسو زرو زیات پوځیان ولېزي.
خو کله چې دغه د سوات لوبه ختمه شی نو د وزیرستان شمالي او جنوبی اونورې  لوبې به یو په بل پسې په راتلونکې کې  پیل شي او د پاکستان دا لوبې به د امریکې سره روانې وي.

محمد رفیع واکمن   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:43 AM |
د امریکې والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د چینايي او امریکايی وګړو ګډو پروژو ته په کتو سره یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې په یوه لري پرته او غرنۍ سیمه کې د امریکې سرتیري او د چین انجینیران لیدل کیږي چې یو له بل سره نژدې او  اوږه په اوږه کار کوي .
والستریت ژورنال وړاندي کاږي د دغه ولایت په یوه سیمه کې چې یو وخت د طالبانو عمده مرکز وو اوس چینايي کارګران د یوه سرک د جوړولو چاري پر مخ بیایي او امریکايی سرتیري هم د  هغو چینايي انجینیرانو امنیت ساتي چې د دوي لپاره کار کوي.
په اصل کې امریکايي سرتیري د چینایانو د امنیت لپاره او چینایان په افغانستان کې د امریکې د ګټو لپاره کار کوي.
والستریت ژورنال لیکي چې  که څه هم چین او امریکا په نړیواله کچه له یو بل سره ښې اړیکي نه لري خو امریکايي سرتیرو دغلته د چینايي انجینیرانو د امنیت لپاره خپل ژوند په خطر  کې اچولی دی.
د امریکې د پیاده کنډک یوه ډګروال ورځپاڼي ته هغه متل  تیر  کړی چې وایې، سرک په ژوند کې د انسان په بدن کې د رګ رول لري او باید دغه پروژه د چینیانو په مټ که زمونږ دولت له هغوي سره ښې اړیکي هم نه لري باید بشپړه کړو..
د والستریت ژورنال ورځپاڼه د خپل خبریال میخایل فلیپس په قلم کاږي چې چینایان افغانستان ته د معاملې او سوداګرۍ لپاره راغلي دي او د سرک دغه پروژه د ایټالیا د دولت له خوا تمویل کیږي.
دغه سرک د مامکۍ له کلي تیریږي او د امریکایانو لپاره ډیر مهم دی.
والستریت ژورنال کاږي، په افغانستان کې د چین او  امریکې ګډو کارونو ته په کتو سره داسي ثابتیږي چې دغه دوه د ستر ځواک درلودونکي هیوادونه باید په نړیواله کچه یو له بل سر ګډ  کار وکړي.
او ښایې په افغانستان کې د چین او امریکې دغه همکاري د  هغوي د نړیوالو همکاریو لپاره د یوې  نیک فال په توګه وشمیرل شي.
والستریت ژورنال کاږي چې امریکا چین ته په دې برخه کې محتاجه ده چې په هغو هیوادونو  کې پانګونه وکړي چې اقتصادي نظام یې  څپ څپاندی دی او چین بیا امریکې ته محتاج دی چې د هغو لارو امنیت ورته خوندي کړي چې پرې خپل سوداګري توکي منځنۍ اسیا، اروپا، مرکزي  او جنوبي اسیا ته ولیږدوي.
والستریت ژورنال لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر  تیره میاشت چین ته سفر درلود او دغه هیواد یې وهڅول چې د معادونو په برخه کې په افغانستان کې ډیره پانګونه وکړي.
والستریت ژورنال  په پای  کې  لیکي چې چین دمګړۍ د افغانستان د معادونو په برخه کې یوه لویه پروژه لاس ته کړي چې د عینک د مسو د کان د استخراج پروژه ده چې  په ترځ کې به یې دری ملیارده امریکايي ډالره په افغانستان کې پانګه شي..
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:15 AM |
په بلخ ولایت کي د جمهور ریس حامد کرزي ټول هغه انځورونه چه دټوټاکنو د کمپاین نه مخکي او د ټولتاکنو لپار پر لویو څلورلارو زړول شوي وه نن ددولتي چارواکو لخوا لیري شول .

دا په داسي حال کي ده چي دکرزي  ډیر انځورونه د څو کلنو راهسي دمزار ښار په واټونو کي راځوړند وه چي دغه انځورونه خپله دهمدې چاواکو لخوا دهغوی سره دښاغلي کرزي دمصلحتي ویشونو په پایله کي راځوړندشوي وه

دبېلګي  په ډول دکرزي انځورونه دبهقي ادارې ، مخابراتو ریاست ، فردوسي څلورلاره ،دولایت مقام په ودانۍ ، دهوائې ډګر په څلورلاره ، دښاروالې په څلورلاره  او داسي نورو ډیرو بیلابیلو واټونو له څو کلنو راهیسي ځوړند وه ټول ددولتي چارواکو لخوا ایسته شوي او په ځای ئې د جنګسالار مسعود ، عبدالله عبدالله او عطامحمد نور انځورونه لګیدلي دي .

که څه هم په دې کار سره په بلخ کي میشت زیات شمیر پښتانه  دې کار ته ځکه خوشحاله دي چي ښه دی چي ولسمشر کرزي ته دهغه دناروا مصلحتونو او دجنګي جنایت کوونکو سره دجوړجاړي احساس وشي  خو بل پلو بیا دسیاسي چارو شنونکي  دا کار دقانون څخه سرغړاوی بولي او  وائې چي دجمهور ریس انځورونه راکښته کول یو عادي کار ندي بلکې داوسني رژیم په وړاندي یو ډول کودتاه ده

ددې ولایت ډیر عام کسان په دې اند دي که دولت د داسي خپلسریو په وړاندي خپل غبرګونه ښکاره نه کړي نو په دې ولایت کي به ټولټاکني هم همداسي یو طرفه ترسره شي.

دبلخ زیات شمیر پښتانه د ولسمشر کرزي  او دټولټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه غواړي چي په را  روانو ټوټاکنو کي دي ددوی د رایو دخوندیتوب تضمین وشي او په مزارشریف کي دي جمعه خان همدرد په څیر یو قاطع شخص دوالي په توګه ډیر ژر مقرر کړای شي . تر څو دداسي خپل سریو مخ ډب شي

خو داسي ښکاري چي د بلخ په وړاندي دکابل واک او ځواک  له خپل پخواني حالت څخه ډیر رالویدلی وي  . ځکه چي عطامحمد نور د کرزي دهر ډول خبري دمنلو څخه انکار کوي . او په ښکاره ئې دخپلي ټولوالي دیوغړي ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاټر اعلان کړ. او  دټولو دولتي  امکاناتو څخه په استفاده دهغه لپاره کمپاین کوي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 11:13 AM |
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وايي په وروستيو کې يې د ناستې په حالت کې د بودا يوه مجسمه کشف کړې ده.

دغه مجسمه چې يو متر لوړوالى لري د کابل په سويلي څنډو شهدا صالحين د نارنج په تپه کې موندل شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو چارواکى ظفر پيمان وايي دغه مجسمه ١٥ پېړۍ قدامت لري :

'' کومه مجسمه چې موږ کشف کړې خټينه ده او پخپله د نارنج له تپې لاسته راغلې ده. په دغه مجسمه کې ځينې مواد کارول شوي چې سور رنگ لري چې دا په اصل کې سره خټه ده. که په همدې سره خټه تکيه وکړو د مجسمې قدامت شپږمې او اوومې پېړۍ ته رسېږي. ''

نژدې پنځه کاله وړاندې هم په دغه تپه کې د بودايانو يو معبد له 28 لرغونو اثارو سره کشف شوی و.

د کابل نارنج تپه کې لرغونی ځای

چارواکي وايي چې دغې مجسمې ته سور رنګ کالي وراغوښتل شوي، چې له سرو خټو جوړې دي، موږ دا ډول سره خټه يوازې په وردګو او لوګر ولايتونو کې لرو .

د افغانستان اطلاعات او کولتور وزارت چارواکي وايي کېدای شي په چې په دغه تپه کې به نور لرغوني اثار هم پراته وي.

د نارنج په تپه کې لاهم د کيندلو چارې دوام لري، خو د دې ترڅنګ پر دغې تپې د کور جوړونې خپلسرې چارې هم دوام لري.

په افغانستان کې د لرغونو اثارو ساتل يوه ستونزمنه چاره ده، د اطلاعات او کولتور وزارت ويلي چې په هېواد کې يې د لرغونو اثارو د ساتلو په موخه تر خپله وسه هڅه کړې ده.

خو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان يو شمېر تاريخي اثار بهرنيو هېوادونو ته د قاچاق په توګه وړل شوي دي.

د کابل بالاحصار

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 10:40 AM |
په افغانستان کې سوله ساتي (ايساف) ځواکونه وايي چې د پلازمېنې کابل په شمال-ختيځ کې يې دوه سرتېري وژل شوي د دوو ملکيانو په ګډ،ن شپږ نور ټپيان دي.

تورغرته په کابل کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بګرام پر هوايي اډې ناپېژاندو بريد وکړ، چې په پايله کې يې د دوی سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو له بګرامه په يوه بل خپره شوې خبرپاڼه کې وژل شوي سرتېري امريکايان ښودل شوي دي.

د ايساف ځواکونو وياند جنرال ريچرډ بلاشيټ د خپلو سرتېرو په وژل کېدو خواشيني ښوولې ده.

ايساف زياتوي دا لا روښانه نه ده، چې ايا هوايي اډې ته څېرمه مېشتو ولسي خلکو ته به په بريد کې څه زيان اوښتی وي او که څنګه.

ايساف

وړمه ورځ په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ پوځونو ويلي وو چې کندهار کې يې دوه پوځيان د سړک غاړې بم چاودېدو له امله وژل شوي دي .

د امريکايي ځواکونو يوه تن قوماندان براين نارانګو رسنيو ته ويلي چې پوځيان يې هله ووژل شول، چې کاروان يې په سويلي ولايت کندهار کې پر يوه ښخ کړای شوي ماين وربرابر شو .

د ٢٠٠٧ کال په فبرورۍ مياشت کې د بګرام هوايي اډې څخه بهر هغه مهال ځانمرګی بريد وشو، چې دغې اډې ته د امريکا د هغه وخت مرستيال ولسمشر ډيک چيني راغلی و، چې په بريد کې تر ٢٠ ډېر تنه ووژل شول.

د امريکا دفاع وزير غواړي چې نوی قوماندان په افغانستان کې د پوځي ستراتيژۍ په امکاني بدلونونو ته وګوري او همداراز هلته د امريکايي ځواکونو کچه وارزوي چې د دې کال ترپايه به يې شمېر نژدې ٧٠ زرو ته ورسېږي .

په روان کال کې افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ٨٠ ته رسېږي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرنيو پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .

ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل خوا د افغانستان له ختيځ کونړ نه راپورونه وايي وسله والو طالبانو پر افغان او نړيوالو ځواکونو بريدکړی، چې د دواړو غاړو په ځوابي ډزو کې درې مېرمنې وژل شوې او د شپږو ماشومانو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.

بريد د مڼوګي په کنډګل سيمه کې تېر ماښام شوی دی.

ټپيان د اسعد اباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کنړ والي فضل الله واحدي د پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي چې دغه پېښه د پيچ درې په ولسوالۍ کې شوې ده.

خو ځايي خلک وايي چې دغه مرګ ژوبله د نړيوالو ځواکونو د توپونو د مرميو له امله رامنځه ته شوې، چې پر کورونو لګېدلې دي.

وړمه ورځ هم د کنړ په ناړۍ کې ورته پېښه شوې وه، چې په کې درې ملکي کسان ټپيان ول.

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ايساف وايي په بريد کې افغان او بهرنيو سرتېرو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

خو وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ کې يې په يوه نښته کې دوه سرتېري وژل شوي شپږ نور ژوبل دي.

 

کنړ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 22 Jun 2009 او وخت 10:35 AM |


Powered By
BLOGFA.COM


ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو . قاسم درسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو . حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو . دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله . ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه . حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه , حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون . حضرت رقيه رضى الله عنها حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا . حضرت ام كلثوم رضى الله عنها حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون . ابراهيم درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا AFGHAN ENGINEERING AND DESINING CENTER JALALABAD AFGHANISTAN تــورغـــرهـــرډول تجارتي خبرتياوي خپروي تاسي کولاي شي خپلي خبرتياوي په وړبيه دتورغــر ويبپاڼي له لياري خپري کړي . Tbc.email@yahoo.com