www.garang.blogfa.com

په افغانستان کي د ددولت دمخالفی ټلوالي دفرهنګي

 چارودکمیسون پاڼه ده چي سیاسي او جګړیز ي

پېښي، لیکني او شنني

خپروی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 1:24 PM |

په پښتونخوا کي قامي المیه!

 نه پوهېږم چي د پښتونخوا د اوسني صورتحال په شکل  کي تاریخ خپل ځان تکراروي او که خپل منطقي انجام ته رسي؟ سړی به د پښتونخو ا"نن" د افغانستان د "پرون" ردِعمل ګڼي او که تسلسل!!؟؟                                                          زما مشاهده او مطالعه دا وایي چي د تاریخ په دې تکرار کي د اوسني صورتحال منطقي انجام پټ دی او د "پرون" په ردعمل کي د "نن" حل!!!                                                               خو د تاریخ د پرېکنده فېصلې نه وړاندې د پښتنو مجموعي حالت زښت زړه چاودونکی دی.                                  په پښتونخوا کي د معاهدو او اپرېشنونو پټ پټونی بالاخر د افغانستان د شخړې د " مهاجر" او "انصار" د خوږو رشتو د یاد تصویر شو.  عدل ریګولېشن په خپل پسِ منظر کي ارام دی. اپرېشن روان دی، مهاجرت دی، نقل مکاني ده، کېمپونه دي، راشن، امداد او د سوال ځولۍ ده. موږ هر وخت په خپله خاوره مهاجر شوي یو او په خپل وطن کي مو خانه بدوش ژوند تېر کړی دی. په جنتي خاوره د ژوند په دوزخ کي په نهره خېټه نورو له جنت ګټو. افغانستان په خپل اوږد مزاحمتي تسلسل کي هم دا اوس دېرش کاله په پرله پسې توګه وجنګېدو، خو مسلمان نه شو. د حمید ګل مېډیا پېغور ورکوي چي د میروایس خان او احمدشاه د وطن په غېرتي خاوره نن سره پېرنګیان ګرځي او افغانان مزاحمت ته نه چمتو کېږي. ګویا دا یې د خپلو اسلافو د تاریخ نه بربنډه روګرداني ده. دا پېغور د روسي فوځونو د موجودګۍ په مهال هم شوی وو خو د روس د وتلو په نتیجه کي افغانانو ته څه میلاو شو؟ د روس وتل د امریکې راتلل وو. اوس به بیا ددې خلاف مزاحمت کوم. ګویا سیاسي کردار او حثیت مي داسیا په وره کي د " کوچي د سپي" د کیسې کردار او حثیت دی.                                                                                                         موږ به ټول عمر دوی له جنګونه کوو، اسلام به ورله ګټو، بربنده زورواکي او بلواکي ده، د مریي د مریتوب کیسه ده. اجرتونه راباندې ټولوي او د اقتصادي حرص مندۍ په اور کي مو د ایندهن په توګه استعمالوي.                                    په داسې حال کي چي په پښتونخوا کي ژوند د یوې المیې سره مخامخ دی. مګر هر خوا خاموشي ده. د پښتونخوا حالات اوس هم زرغونپوښي د خپل ریاست نه په بیل تناظر کي مطالعه کوي.                                                                            موږ ته خپل جنګ په خپله غاړه پروت دی. ریاستي حل یې ځکه ممکن نه دی چي ریاستي ادارې حل ته تیاري نه دي. چرته هم چي حکومت بې وسه دی، دا د پټو ریاستي ادارو قوت څرګندوي. دا ځکه چي په پاکستان کي فوځي حکومتونه اوږده اوږده عمرونه لري او په باعزته توګه رخصتېږي خو جمهوریت د څو ورځو مېلمه وي.                    سړی چي د پښتونخوا اوسني حالات د بېلابېلو زاویو نه وګوري نو بېخي پښتانه د جنګ په مېدان ورته تنهاء ښکاره شي. د څو مهمو زاویو مهم اړخونه لاندې ګورو.      استخباراتي سیاسي ګوندونو به پېش بیني کوله چي دا حکومت د چلېدلو نه دی، ځکه چي عدلیه غلامه ده. خو نن هغه د انصاف علامت د خپل ټول شان وشوکت سره بحال دی خو د خلکو د یو لوی شمېر ژوند بحال نه دی. د سوات، بونیر اودیر د دوزخ په هکله د عدلیې کوم انصاف دی؟                                                                                                                    د پارلیمان تجربې ثابتوي چي د پښتنو د ستونزې حل ځکه په پارلیمان کي ممکن نه دی چي دا ستونزه د پارلیمان نه په بېل تناظر کي نړېوال عوامل لري. ځکه نو نړۍ ته سترګې اړول غواړي. د قام بېداري، قام پوهول او د قام مرسته اخیستل غواړي.                                                              د پاکستان استخباراتی او سېکورټي ادارې د طالبانو ملګري دي. دنیا له دې څو میاشتو د ایي ایس ایي او طالبانو د یارۍ ورد کوي. په دې هکله پر نړېواله مېډیا رپورټونه هم وړاندي شوي دي او د اوباما انتطامیې د پاک افغان پالیسۍ مرکزي خبره هم دا ده.                                    موږ دا ستونزه په مذهبي تناظر کي ځکه نه مطالعه کوو چي تر اوسه په دې هکله د مذهبي ډلو یو شریک موقف مخې ته نه دی راغلی. تراوسه پورې علماء کرام د اسلام په یو متفقه تعریف ورکولو کي نه دي بریالي شوي. البته د پښتون نیشنلزم په حواله د دوی موقف یو دی، ځکه چي ددوی د ولادت کلوننګ لیبارټري یوه ده.                                     د پښتونخوا داوسني صورتحال په حواله لیفټ ونګ چرته ولاړ دی؟ د سووېت یونین د انهدام نه پس د پاکستان لیفټ ونګ نه دا چي شنډ شو بلکې د نیشت برابر شو. څو خیالي کیږدۍ ولاړې دي، هډو معروضي ایشوز هم نه لري. د ریاستي مفاداتو لپاره په هر وخت کي هایي جېک کړل شوي دي. د این جیو ګانو په سېوري د روس د انقلاب کلیزه او د مزدورانو ورځ لمانځي. په ډګر کي هیڅ نشته، یوه لویه خلا ده. که دا خلا ډکه شي، د طالبانایزېشن پنځېدل به بېخي ناممکن وګرځي.                   د پاکستان تش په نوم سول سوسایټي د پښتونخو ا د حالاتو په هکله چُپه خُله پاتې ده. دا هغه سول سوسایټي ده چي د وکیلانو په تحریک کي سرخېل شمېرل کېده، خو د پښتونخوا په حواله دپای خښته هم نه ده. هغه دا چي د وکیلانو تحریک د لوړې طبقې یو څیز وو او د پاکستان سول سوسایټي هم ددې لوړې طبقې نه سرچینه اخلي. برعکس په پښتونخوا کي د مظلومې طبقې ژوند مفلوج دی.                                                                                                                         په پاکستان کي د قام پرستو موضوع تر ټولو په زړه پورې ده. بلوڅ قام پرستان د ازادۍ نه سېوا د بلې خبرې هورېدلو ته هم هډو تیار نه دي برعکس په دې صوبه کي مېشت پښتون اواز په مجرمانه توګه خاموش دی. دا هغه اواز دی چي په سړو حالاتو کي زښت ګرم وو خو اوس په ګرمو حالاتو کي زښت سوړ دی.                                                          په پښتونخوا کي قام پرستي د نجات دهنده رول لري. خو هلته د انتاهي خراب صورتحال له کبله اې این پي په غمیزو کي ښکېل ده. په دې غمیزو کي د جهادي مېډيا بلېک مېلنګ او ریاستي استخباراتي حربې لوی لاس لري. د ایې این پي د خلوص او نیت په هکله زه کوم شک نه لرم، هم دا اې این پي ده چي د خپلې قامی او منصبي فریضې له مخې په یواځې سر د خپل قام نمایندګي او ترجماني کوي.                                                                                              په پاکستان کي تر ټولو ښه حالت د رايټ ونګ دی. دا ځکه چي دا ونګ د پاکستان د رښتیني روح ترجمان او واکمن دی. حمیدګل رښتیا وایي " ایي ایس ایي هر وخت د رایټ ونګ هم خیال او مرستیال پاتي شوی دی". هم دا یوه ډله ده چي د طالبانو په شا ټینګه ولاړه ده او د طالب د منصبي واکمنۍ لپاره زیار باسي.                                                   د پاکستان مېډیا د پښتونخوا په حالاتو کي یو فریق ده او کټ مټ طالبانایزډ ده.                                                                         د خپل وطن د حالاتو په حواله د پښتنو دانشوره طبقه هم په مختلفو خیالاتو کي وېشلې ده. یو خو دا چي ددې دانشورانو ټوله مشاهده او مطالعه پر پاکستاني مېډیا ولاړه ده او بل دا چي د مختلفو سیاسي او ذاتي مصلحتونو له مخې دا طبقه قامي فریضه نه تر سره کوي بلکې صرف ځان ځای کوي.                                                                    چي دا ټول څه پردي شي. پښتون ته به څه پاتې شي، خودکشي او که د حالاتو سره د سیالۍ یو بل متبادل؟؟؟    

افغانستان ته به مو سترګې اوښتې، خو هغه هم په داسي حالت کي نه دی چي د سر بقاء مو پرې یقیني شي. خو دا یوه ښه اسره اوسهاره ضرور ده. ځکه چي د محکومو پښتنو د خلاصون لمر که هر کله وي هم د لوی افغانستان نه به راخېژي.

 خان زمان کاکړ (قلعه سېف الله)   

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 12:29 PM |

له کابله د تورغر خبریال نجم الدین ناصری :  د جوزا شپږويشتمه د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره د كمپاين لومړۍ ورځ ده. د سهار په اته بجې چې د كابل په شهر نو كې ګرځېدم، په اكثرو لويو سړكونو كې مې د ځينو كانديدانو عكسونه وليدل. تر ګردو زيات د حامد كرزي عكسونه وو. د ياسيني او ډاكتر عبدالله عكسونه هم نسبتا زيات و. د ياسيني او ډاكتر عبدالله عكسونه نسبتا واړۀ او بې مرستيالانو وو خو د كرزي هم له خپلو مرستيالانو سره او هم يوازې عكسونه زيات او د لوى سايز  وو. د كرزي په سر باندې لونګۍ وه. لكه د پكتيا يا كندهار يو سپين زېږى چې وي. ياسيني او عبدالله په درېشيو كې وو.

(د کاندیدانولیست او د هغوی عکسونه) 

 د كرزي لومړي مرستيال  مارشال فيهم پكول په سر دى او دويم مرستيال يې په لونكۍ كې عكس اخيستى دى. مارشال فيهم په عادي حالت كې هم پكول ډېر په سروي او كريم خليلي همېشه پټكى تړلى وي خو كرزى معمولا قره قل په سروي مګر د انتخاباتو لپاره يې لونګۍ بهتره بللې ده. شايد غواړي پښتنوته دا احساس وركړي چې دى يو ځيږ پښتون دى. په دې وروستيو اونيو كې د كرزي په ويناوو كې هم پښتو برخه زياته شوې ده.

 

 په شهر نو كې يوه دوكاندار چې په هوايي بلاكونو كې يې كور دى، كيسه وكړه چې د هوايي ميدان په سړك باندې تېره شپه لا د عكسونو ځوړندول پيل شول. دۀ وويل هلته هم د حامد كرزي عكسونه ډېر او د ځينو نورو كانديدانو عكسونه نسبتا كم ځوړند شوي دي. دوكاندار وويل چې سهار لمانځه مهال يې  د حامد كرزي د كمپاين كسان  وليدل چې د اشرف غني احمدزي عكسونه يې څېري كول خو د عبدالله په شمول يې د نورو په عكسونو غرض نه كاوۀ.

 

  اوس د سهار لس بجې دي. شېبه نيمه دمخه د معارف وزارت مخې ته تېر شوم. هلته مې  د حامد كرزي ډېر عكسونه وليدل چې  څيرې شوي وو. د لارې د سر كيله فروش ته مې وويل ، دا عكسونه چا څېرې كړې دي ؟  هغه وويل، هر څو ك راځي، څېرې كوي يې.

   ايا كيله فروش به رشتيا ويل او كه به دا هم د كرزي د مخالف كمپاين  يوه برخه وه ؟ زه ورباندې پوه نه شوم. په افغانستان كې د عامه ذهنيت معلومول ډېر مشكل دي. ځكه دلته اكثره خلك يا خپل سياسي نظريات پټ ساتي او يا د مخالف لوري په اړه داسې خبرې كوي چې هغه ممكن دقيقې نه وي.

  البته د ولسمشرۍ د تېر ځل او دا ځل انتخاباتو تر منځ حد اقل په كابل ښار كې درې څرګند توپيره ليدل كېږي: په تېرو انتخاباتو كې  په كابل ښار كې د حامد كرزي اصلي پلويان د كابل پښتو ژبي اوسېدونكي او بل هغه كسان وو چې موږ يې اصلي كابليان بولو ، لكه د كابل د زاړۀ ښار يا چهاردهي اوسېدونكي خو دا ځل خبره سرچپه ده . د كابل په پښتو ژبيو كې او د زاړۀ ښار او چهاردهي په اوسېدونكو كې د حامد كرزي پلويان كم دي، مګر هغه شمالي وال، پنجشيريان او هزاره چې په كابل كې اوسي، يوه لويه برخه يې د حامد كرزي ملاتړ كوي.

   بل توپير دا دى چې هغه بل ځل په انتخاباتو كې قومي عامل ډېر غالب معلومېدۀ خو دا ځل طبقاتي عامل غالب غالب ښكاري.  هغوى چې د حامد كرزي په حكومت كې يې ګټې كړې دي هغوى معمولا د دۀ پلويتوب كوي خو هغوى چې ګټه يې نه ده كړې، له حامد كرزي سره مخالفت څرګندوي.

  دريم توپير دا دى چې هغه بل ځل د كرزي اصلي سيالان يعنې محقق، قانوني او دوستم د پيسو په خرڅولو كې تر حامد كرزي وړاندې وو خو دا ځل كرزى په ټولو سيالانو كې پولداره ښكاري.

تېره جمعه يوه ځوان راته وويل چې دۀ او څو نورو ځوانانو د كرزي له كسانو په زرګونو ډالره وړي دي خو كمپاين اشرف  غني ته كوو. ما ورته وويل: په دې شكل خپل وجدان ناكراره نه احساسوئ ؟ د هغه ځواب دا و چې اووه كاله دۀ وغولولو څو مياشتې به يې موږ وغولوو.

 

  زه نه پوهېږم چې ايا د ده اكثره كمپاينران به دغسې افكار لري او كه دا هسې يو تصادف و. خو د دۀ د كمپاين د مشر يعنې د حاجي دين محمد خپل ورور حاجي بريالى ارسلايي  هم د ولسمشرۍ لپاره كانديد دى. ارسلايي له دين محمد سره سياسي مخالفت يا كورنى مخالفت نه لري. د ځينو كسانو په نظر دوى غواړي له كرزي امتياز واخلي.

 

  په مجموع كې ويلى شو چې په تېر ځل انتخاباتو كې له كرزي سره ولاړو كسانو اكثرو معنوي انګېزې لرلې او د هيواد د ژغورنې فكرونه ورسره وو خو دا ځل له دۀ سره اكثره ولاړ كسان د پيسو د ګټلو يا د ګټل شويو پيسو د ساتلو په فكر كې دي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 12:20 PM |
نویو څیړنو څرګنده کړي ده چې شین چای د سرطان او د زړه د ناروغیو له مینځه وړلو تر څنګ انسان ژر زړیدو ته نه پریږدي.

د هسپانیې د طبي مرکز څیړونکو د وینا له مخکې شین چای د پولې فینول په نامه دد انتي اکسیدانت لرونکی دی، کوم چې د آزاد راډیکالونو پر ضد کار کوي.

دا به دې معنی چې د انتي اکسیدانت د زوړوالي پر ضد د کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند  د رامنځ ته کولو لامل ګرځي او همدا راز د مخ او پوټوکي ګونځې ورکوي.

شین چای د انسان د بدون وزن زیاتولو ته نه پریږدي. د بینوا ویب پاڼي محترمو لوستنکو دغه طبي ډله دا هم وایې چې شین چای کولای شي په کال کې اووه پاوه وازده یا د بدن اضافي او غیر ضروري غوړي وسوځوي.
د هسپانیې د طبي مرکز محقیقینو په خپل طبي ژونال کې دا هم لیکلي چې شین چای ۲۳ نور لاملونه هم لري چې د انسان صحت ته ډیره ګټه رسوي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 11:24 AM |
څنګه کولای شو خپل اعصاب کنترول کړو؟
که په ریښتیا هم  اعصاب خراب یاست او یا په یوه کوچنۍ  ترخه خبره په قهریږي نو لاندنیو ټکو  ته پام سره له دغې ستونزي ځان  خلاصولای شۍ:

لومړی: په کافي اندازه خوب وکړی.
که چیرته ستاسو اعصاب په کوچنی  موضوع ډیر  پاریږي نو د نورو عادي وګړو په پرتله تاسو ډیر  خوب ته اړتیا لرۍ او په خاصه توګه د شپې په خوب سربیره تاسو باید د ورځي پر  مهال هم  په خوب کولو ځان عادت کړﺉ او لږ  تر لږه  څلور ساعته د ورځي هم خوب وکړي.

دوهم: باید هغه خواړه ډیر وخورﺉ چې د بي دول ویټامین لرونکي دي.
په خوړوکې د ویټامین بي کمښت د دې  لامل  ګرځي چې سړی  ژر عصباني شي او د عصبي سیستم په سستۍ اخته شي نو تاسو باید تر ډیره بریده د بي ویټامین لرونکي خواړه استعمال کړﺉ.

دریم: د خپلي عصباني کیدو اصلي لامونه وڅیړۍ او په یوه کتابچه کې هره ورځ هغه عوامل ثبت کړﺉ چې ستاسو د عصبانیت لامل ګرځي او د ورځی په پای کې دغه عوامل او یا هم ستاسو د عصبانیت پیښې د تیرې ورځي له هغو سره پرتله کړﺉ.

څلورم: خپل کارونه په ډیره آرامۍ سره تر سره کړﺉ.
او خپل عصاب د کارونو په چټک تر سره کولو سره  ډیر مه خسته کوﺉ او باید ډیر سوکه سوکه کارونه په نورماله بڼه پر مخ بوزۍ.

پینځم: له ګڼه ګوڼي ډکو سیمو ته له ورتګ څخه ځان لري وساتۍ او هغه کارونه مه تر سره کوۍ چې پکې ډیر شر او شور وي دا ځکه چې دغه ناموزون غږونه او آوازونه ستاسو د اعصابو د ګډوډیدا لامل  ګرځي.

شپږم: ستونزمن کارونه ځان ته اسانه وګڼی او به ځان سره دا ووایاست چې یو عاقل کس ډیر سخت کارونه هم په آسانۍ سره تر سره کولای شي او په مینې او شوق سره خپلې ورځنۍ چاري تر سره کړﺉ تر څو د ستومانتیا احاس و نه کړﺉ.

اوم: تازه هوا تنفس کړﺉ.
کله چې تاسو د کارکولو پر مهال د ستومانتیا احساس کوﺉ نو سمدستي د  هغه کار له تر سره کولو ډډه وکړﺉ چې تاسو پرې لګیا یاست او هڅه  وکړﺉ چې په دغه وخت کې په آزاده هوا کي وګرځۍ.

اتم: هڅکله هم د خپلو ملګرو او دوستانو تر منځ په را پورته شویو شخړو او لانجو کې برخه مه اخلۍ.
تاسو باید یوازي خپلو ستونزو او مشکلاتو ته ډیر اهمیت ورکړﺉ تر څو په حوصله مندۍ سره خپلې ستونزي هواري کړﺉ نه دا چې خپله انرژي د دوستانو تر مینځ د شخړو پر مهال مصرف کړﺉ

 نهم: د خپلو خطاګانو څخه وروسته د ډیر غم احسان په ځان کې مه را مینځ ته کوﺉ.
او ځان په دې عادت کړﺉ چې که چیرته تاسو د خپل ژوند پر مهال یا د خپلو کارونو پر مهال له خطاګانو سره لاس او ګریوان کیږي نو ډیري غوصې او پښیمانتیا ته په ځان کې ځآی ورنکړﺉ..

  

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 11:23 AM |
سرچینه: فرانس پرس خبري آژانس

  فرانس پریس خبري اجنسۍ  د حامد کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهیم په اړه یو تازه  راپور خپور کړی او هغه یې په افغانستان کې ترټولو لوی جګړه مار،جنایتکاراو  شتمن ټوپ لرونکی  قوماندان په ګوتو کړی دی .

آژانس لیکي چې  د اسد د نهه ویشتمې نېټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي لومړی مرستیال محمدقسیم فهیم د افغانستان ترټولو لوی جګړه ماردی اوباورکېږي چې په  جنګي جنایتونو او فساد کې لاس لري .

 د  کرزي له لوري د مرستیال په توګه د فهیم نومونې افغانان او د هغوی نړیوال ملاتړ کوونکي خوابدي کړي دي .

د بشر د حقونو مدافع یو شمیر بهر میشتو ډلو فهیم یو جنګي جنایت کار بللی  چې پر وینا یې په ډیرو قتلونو او د کابل  ښار په ورانۍ کې  لاس لري.

 د بشر د حقونو د څار  سازمان د اسیا د څانګي مشر براډ اډمس ویلي که فهیم بیا د افغانستان د حکومت په زړه کې ځای پیدا کړي، دا به د افغانستان لپاره ناوړه مخ پر شا ګام وي .

 فرانس پریس لیکي : خو په خپله ولسمشرکرزی فهیم یو طالب دښمن تاجک قومندان بولي  چې دی ورباندې په سختو حالاتو کې اتکا کولی شي .

  فرانس پریس زیاتوي : باور کېږي چې فهیم د افغانستان ترټولوشتمن شخص دی خو ویل کېږي چې روغتیايی وضعه یې ښه نه ده . فهیم په ۱۹۵۷ کال د یوه ملا په کور کې د پنجشېر درې په یوه واړه کلي کې زېږېدلی او په کابل کې یې ابتدايي دیني زده کړې کړې دي .

 هغه د نولس سوه اویایمې لسیزې په پای کې له شوروي ضد مقاومت(جهاد) سره ملګری شواو د احمدشاه مسعود ترمشرۍ لاندې یې شهرت ترلاسه کړ.

 هغه ته د نړیوالوپام  هغه مهال واوښت چې مسعود ووژل شو او دی د شمال ايتلاف قومندان او د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکاملګری شو.

 فرانس پریس لیکي چې یوشمېر نورو ته فهیم په خپل وخت کې د افغانستان په پوځ کې اغېزمن ښکارېده خو ویل کېږي چې نوموړی لا هم وسله وال سړي لري .

فرانس پریس وايي چې  نړیوالومقاماتود کرزي له لوري په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل لومړي مرستیال په توګه د فهیم په نومولو ټکان وخوړ ځکه چې هغه تراوسه پورې قتلونو، د وسلو او وسله والو‌ ساتلو اود مخدرو موادو قاچاق ته دوام ورکړی دی .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 18 Jun 2009 او وخت 11:21 AM |

 

 د شانګهای د ملګرتيا سازمان و پېژنئ

  د جون په 15-16 د روسيې د ايکاترينبورګ په ښار کې د شانګهای دغړو هېوادونو د سرمشرانو جرګه جوړيدونکې ده .

دې جرګې ته د افغانستان ولس مشر حامد کرزی هم رابلل شوی دی.

د غړو شمېر: شپږ اصلي

چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان او څلور ناظر : هند، پاکستان، منګوليا او ايران لري .

(افغانستان په دې سازمان کې مېلمه ګڼل کېږي)
رسمي ژبې : روسي او چينايي

مساحت: 32 و2 ميليون کيلو متر مربع

رسمي جوړښت: د 2001 کال د جون 15 نېټه
اداري مرکز: پيکن

دغه سازمان ځان ته نښان او بيرق هم لري.

د شانګهای د ملګرتيا سازمان


Shanghai Cooperation Organization هغه نړيوال سازمان دی چې د څوهېوادونو له خوا د امنيتي ملګرتيا په هيله جوړ شوی دی.

د شانګهای دغړو هېوادونو مساحت د آسيا او اروپا په سلو کې يو شپيته خاوره او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ څلورمه برخه وګړي په دې هېوادونو کې ژوند کوي.

د دغه سازمان په خپله تاريخ پاڼه کې راغلي دي چې دغه سازمان په طبيعي توګه دهغه خطر په وړاندې راپيدا شو چې په 1996 کال کې منځنۍ آسيا ورسره مخامخ وه.دغه پاڼه ليکي چې دا ګږاښ هغه وخت په منځنۍ اسيا کې لا زيات شو چې د افغانستان د سياليو ډلو طالبانو او شمالي ټلوالي د نښتو لمن د منځنۍ اسيا پلو ته راورسېده.

د روسيې او چين لپاره دا ښه ساعت و چې ددغه شان ګواښ په وړاندې سره يو او په هغه هم د منځنۍ اسيا د هېوادونو توان ځانسره يوځای کړي.

د شانګهای د سازمان دغړو هېوادونو لومړی تړون د دغه سازمان د جوړيدل په رسمي ډول ومانه.دوهم تړون د ترهګرۍ او تندلارې په وړاندې د ګډې مبارزې تړون و.

ددغې نړيوالې ټولنې،زياتره غړي دپخواني شوروی اتحاد نه نوي رامنځ ته شوي خپلواک جمهوريتونه وو.دوي دغه ټولنه يا سازمان په 1996 کال کې د (شانګهای پنځه) په نامه جوړ کړ.

وروسته په 2004 کال کې مغولستان او په 2005 کال کې ايران، پاکستان او دهند هېوادونه هم د ناظرو په توګه ددغه سازمان غړي شول.

دغه جوړښت اصلاپه منځنۍ اسيا کې د چين او روسيې دسيالۍ زېږنده دی.ددغه جوړښت لومړنې موخه دا وه چې د دغو دواړو هېوادونو شوروی او چين په ګډو پولو کې پوځي اله ګوله کمه کړي،خو د 1996 کال د اپريل په شپږويستمه د شوروی ، چين، قزاقستان،قرغزستان او تاجکستان هېوادونو په پولو کې د پوځي باور د زياتوالی په هيله يو تړون لاسليک کړ،چې د"شانګهای پنځه "په نامه ونومول شو،دهمدې ملګرتيا په دوام و چې د 1997 کال د اپريل په 24 نېټه دپولو په اوږدو کې د پوځي کمښت په هيله په مسکو کې لومړنۍ يادونې بيا تازه شوې.

د شانګهای پنځه، غونډې په 1998 کال کې د قزاقستان د وخت په پلازمينې الماتا او يو کال وروسته د قرغزستان په پلازمينې بيشکيک او په 2002 کال کې په تاجکستان کې خپلې غونډې جوړې کړې.

په 2001 کال کې دشانګهای پنځه، غونډه د چين دشانګهای په ښار کې جوړه شوه.په دې غونډه کې ازبکستان ددې سازمان غړی شو او هغه ((دشانګهای 6))دسازمان نوم وګاټه.دهمدې 2001کال په اوږدو کې د شانګهای دسر مشرانو جرګې دې سازمان ته د شانګهای د ملګرتيا سازمان، نوم ورکړ. د 2002 کال د جون په مياشت کې و چې ددې ټولنې سرمشران د روسيې په پترزبورګ کې دېره شول او هغې ته يې اساسنامه يا کړنلاره او مرامنامه ومنل .

ددې سازمان تشکيلاتي جوړښت په دې ډول دی:

-د سرمشرانو جرګه.

• 1-د لومړيو وزيرانو جرګه.

• 2-د بهرنيو چارو د وزيرانو جرګه.

• 3-د بېلابېلو وزارتونو د مشرانو جرګه

• 4-د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې جرګه

• 5-سکرتريت او مشري

ددې هېوادونو سرمشران هر کال يو وار غونډه کوي:

1- د 2001 کال د جون 14-15 نېټه :شانګهای

2-د 2002 کال د جون 7 نېټه :پترزبورګ

3- د 2003 کال د می28-29 نېټه :مسکو

4- د 2004 کال د جون 17 نېټه :تاشکند

5- د 2005 کال د جولای 5 نېټه :آستانه

6- د 2006 کال د جون 14 15- نېټه :شانګهای

7- د 2001 کال د اګست 16 نېټه :بيشکيک

8- د 2001 کال د اګست 28 نېټه :دوشنبې

9-د 2001 کال د جون 15-16 نېټه ايکاترينبورګ(روسيه).

په دې څو وروستيو کلونو کې چې دغه سازمان نړيواله حقوقي بڼه پيدا کړې، عملي ګډې چارې يې هم پيل کړې دي:

په پوځي برخه کې:

په دې وخت کې نړيوال حالت او پام چور د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته ور اوښتې و،نو هغه و چې په پوځي برخې کې دغې ټولنې خپل پام زيات کړ.

همدې ټکي ته په پاملرنې سره وه چې ددغه سازمان غړو هېوادونو د خپلو پوځونو د ګډو تطبيقاتو اړتيا احساس کړه او په 2003 کال کې چين او قزاقستان او بيا 2005 کال کې چين او روسيې د همدې سازمان په اډانه کې ګډ پوځي تطبيقات سرته ورسول .

دا وخت هند هم دې تطبياتو سره لېوالتيا وښودله،.په دې توګه دغه سازمان په نړيواله کچه دپوځي کړو وړو لاره آواره کړه.

دهمدې پوځي ملګرتيا په دوام و چې په 2006 کال کې په چين کې دغړو هېوادونو د ددفاع وزيران ديره او دګډو پوځي تطبيقاتو پريکړه يې وکړه.دهمدې پريکړې له مخې و چې په 2007 کال کې د غړو هېوادونو تر څلورو زرو پورې پوځيانو ګډپوځي تطبيقات ترسره کړل.

په اقتصادي برخه کې:

ددغه سازمان تر جوړيدو څو مياشتې وروسته ،د غړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو جرګې په دغو هېوادونو کې يو بل ته د اقتصادي آسانتياو او پانګې اچولو په لارو چارو خبرې او پريکړې وکړې.

دوي دغه راز د شلو کالو لپاره د اقتصادي ملګرتيا يو تړون هم لاسليک کړ.

کار پوهان په دې باور دي چې تر هرڅه زيات ددغه سازمان غړي هېوادونه کولای شی په اقتصادي برخه کې يو بل سره ستره ملګرتيا وکړي.

دا چې دافغانستان په پرتله ددغه هېوادونو اقتصاد او اقتصادي اړيکي ښه دي، له همدې امله دا به د افغانستان لپاره خورا ګټوره وي چې په دغه برخه کې ددغو هېوادونو په تير بيا د ګاونډيو هغوي ملګرتيا له ځانسره ولري.

په اقتصادي برخه کې ددغه سازمان د ملګرتيا لومړنی سند په 2003 کال کې لاسلِک شوی دی. د دغه سند له مخي چي د چِين وړانديز و، بايد د هېوادونو د سوداګرۍ لپاره آزادې سوداګريزې سيمې جوړې شي.همدې سند دا وړانديز هم کاوه چې دهېوادونو ترمنځ سوداګري زياته شي.

په همدې لړ کې دغړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ دزياتوالي لپاره تر سلو نه زيات اسناد او تړونونه لاسليک شوي دي.

د شانګهای د غړو هېوادونو په هغې نوبتي غونډه کې چې په 2005 کال کې په مسکو کې جوړه ې شوه، خپله اجندا د انرژۍ او نفت و ګاز موضوع ته ځانګړې کړې وه.

د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ملګرتيا د زياتېدو په لړ کې ديوه ګډ بانک د جوړيدو تړون هم لاسليک شوی دی .

دغه تړون د شانګهای دغړو هېوادونو جرګې په خپله هغې غونډه کې چې په 2006 کال کې په پيکن کې جوړه شوې وه،لاسليک کړی دی .

دغه بانک دنده لري،د هېوادونو تر منځ د ګډو اقتصادي پروژو لپاره پانګه برابره کړي.
ددې ترڅنګ روسيې په 2006 او 2007 کال کې وړانديز کړی دی چې د شانګهای غړي هېوادونو بايد دانرژۍ يوه زيرمه يا کلوب هم جوړ کړي .

فرهنگی ملګرتيا:

ددې سازمان له سترو چارو نه يوه هم د غړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي ملګرتيا ده.
دغړو هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو لومړنۍلويه جرګه په 2002 کال کې په پيکن کې جوړه شوه.

دخپلو دغو هلوځلو د ښودنې لپاره غړو هېوادونو په 2005 کال کې خپل لومړنی فرهنګي فستيوال او نندارتون د قزاقستان په پلازمينې، د آستانې، په ښار کې جوړ کړ .

د قزاستان په نوښت په 2008 کال کې په الماتا کې ددغو هېوادونو د ملي نڅاوو يو څو ورځني ستر فيستوال هم جوړ شوی و.

د نړيوال واک څو اړخيزيتوب

ددې سازمان غړي او په هغه کې ناظر هېوادونه نه يوازې د نړۍ ستر پوځي، اقتصادي، اتومي انرژۍ او کيهاني توان درلودنکي دي،بلکې د انرژۍ ستر مصرف کوونکي هم دي .

د اقتصا دي شمېرونو له مخې دغه هېوادونه د نړۍ څلورمه برخه انرژي لګوي .

که څه هم ددغه سازمان کړنلاره په خپل غير پوځي توب ټينګار کوي،خو په هر حال ډېر کارپوهان او لوديز پلوه کسان هغه د ناټو په وړاندې يوه جوړښت ګڼي.دغې خبرې هغه وخت لاپسې زور واخيست چې په 2006 کال کې امريکا په دغه سازمان کې د غړيتوب وړانديز وکړ،خو هغه په غوڅه توګه دغړو هېوادونو له خوا و نه منل شو.

نه يوازې د امريکې دغه وړانديز و نه منل شو بلکې غړو هېوادونو په خپله غونډه کې له امريکا نه غوښتنه وکړه چې خپل پوځيان د غړو هېوادونو له خاورې وباسي.

دغه راز په همدې اعلاميه کې امريکا نه دا غوښتنه وشوه چې له افغانستان نه د خپلو پوځونو دويشتلو نېټه وتاکي .

تر دې اعلاميې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه غبرګون کې وويل چې:د شانګهای دغړو دهېوادونو په دغې اعلاميې دوي ځکه انديښنه څرګندوي او وايی چې دوي دا په ښکاره دروسيې او چين دهغو هڅو دوام ګڼي چې غواړي په منځنۍ اسيا کې د امريکا دريځ کمزوری کړي.

دشانګهای د سازمان تر همدې اعلاميې سمدلاسه وروسته ازبکستان اعلان وکړ چې امريکايان بايد ژر تر ژر ددوي د خان آباد نومې پوځي اډې نه ووزي.

د 2009 کال په مارچ کې د قرغزستان دولت له امريکا نه غوښتنه وکړه چې د دوي په بلازمينې کې د ماناس پوځي اډې پرېږدي.

امريکايان او دهغه نور يوولس ملګري هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي عمليات سرته رسوي، د 2001 کال راهيسې له دغې پوځي اډې نه ګټه اخلي.

په تګلاره کې اختلاف

-چين غواړي چې په اوسنۍ زمانه کې دې ، دغه سازمان په خپلو هلوځلو کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې او اقتصادي ملګرتياته يو برابر پاملرنه وکړي،خو په راتلونکې کې ددوي اقتصادي هلې ځلې بايد ددوي په کړو وړو کې لومړی ځای ولري،حال دا چې روسيه د ترهګرۍ او تندلارې په وړاندې مبارزې ته لومړی ځای ورکوي .

دا له دې کبله ده چې چين ځان د کوم ترهګرې ډلې له ګواښ او يا کورنۍ ستونزې سره مخامخ نه ګڼي او دخپلو مسلمانانو دبغاوت ستونزې يې لا دمخه آوارې کړې دي .

-م سکو اقتصادي ملګرتيا د راتلونکو لسيزو خبره ګڼي،حال دا چې پيکن سمدلاسه د ګډو اقتصادي سيمو او دغړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو اقتصادي بازارونو ټينګار کوي .

- چينايی استازي په غير رسمي توګه دا تکراره وي چې روسيه په پټه د شانګهای د ملګرتيا په سازمان کې د هند د غړيتوب لپاره هلې ځلې کوي .

-دغه راز په منځنۍ آسيا کې د سازمان دځينو غړو هېوادونو()تر منځ د پولو ،اوبو ،قامي اخ او ډب او نور کړکيچونه هم شته .

-د دغه سازمان غړي هيله لري چې په دې سازمان کې دې دهند دګډون غوښتنه ژر تر ژره ومنل شي حال دا چې روسيه ټينګار کوي چې هند او پاکستان بايد هممهاله ددې سازمان غړي شي.

بلاروسيې هم په دې سازمان کې د ناظر غړيتوب وړانديز کړی دی.

- د شانګهای د ملګرتيا سازمان د 2006 کال د اپريل په مياشت کې په يوه رسمي اعلاميه کې د نشي ټوکو نړيوال ګواښ د اقتصادي ترهګري په نامه ونوماوه او د روسيې استازي له غړو هېوادونو نه يې د نشي ټوکو، په تېره بيا له افغانستان نه ددغه ګواښ په وړاندې د مبارزې دپياوړتيا غوښتنه وکړه .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 16 Jun 2009 او وخت 12:30 PM |
دحضرت علي رضى الله عنه يوڅو ويناوې

 ۱ ــ يتيم هغه دى چې علم نه لري اوغريب هغه دى چې عقل نه لري.

۲ ـــ دچا په بربادۍ مه خوشالېږئ هسې نه چې سبا له تاسې سره هم داسې وشي.

۳ ــ پښيمانې ګناه له منځه وړي او غرور د ښېګړو جرړې باسي.

۴ ـــ څوك چې په پاك لمنو تورسرو تور پورې كوي په هغو سلام  مه اچوئ.

۵ ـــ زوكړه د مړينې زېرى دى اومرګ يو بې خبره ملګرى دى.

۶ ـــ ددښمن په ښه سلوك باور مه كوئ، اوبه كه تر اوره هرڅومره تودې شي بياهم د اور مړكولو له پاره بس دي.

۷ ــ د واكمني بقا په كفر كې شونې ده خو په زور زياتي كې نه.

۸ ـــ غوره ويناوې اومثالونه دپوهانو اوپند اخيستونكو له پاره دي، ناپوهانو ته يې هېڅ ګټه نشته.

۹ ـــ ترټولو لويه بلا دمصيبت پر وخت وېره ده.

۱۰ ــ دناپوهه مازغه دهغه دژبې تر شا وي اود هوښيار ژبه د عقل تر شا وي.

۱۱ ـــ ډېر لږ به داسې شوي وي چې بيړني خلك تاوان ونه ويني اوډېر كم به داسې وي چې صبر كوونكي بريالي شوي نه وي.

۱۲ ـــ په هره ښېګړه غره كېدل دهغې اجر له منځه وړي.

۱۳ ـــ هرڅه زكات لري، دمازغو زكات دادى چې دناپوهانو په وينا غوږ ونه ګرول شي.

۱۴ ـــ د چاچې څومره پر الله تعالى باندې باور كم وي هومره يې حرص زيات وي اوڅوك چې په لوى لاس ځان اړ كوي تل به اړ پاتې وي.

۱۵ ـــ مرګ تل په ياد ساتئ، خو هيله يې هېڅكله مه كوئ.

۱۶ ـــ د بدخويه ملګرو له ناستې نه ډډه كوئ، ځكه چې سړى تل په خپلو ملګروپېژندل كېږي.

۱۷ ـــ سخته ګناه هغه ده چې كونكى يې وړه وګڼي.

۱۸ ـــ دستونزو اوكړاوونو مقابله په صبرسره كوئ اود نعمتونو ساتنه په شكر .

۱۹ ـــ كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ.

۲۰ ـــ كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ.

۲۱ ـــ دهيله پرېښودل غټه شتمني اوبښنه ښه غچ اخيستنه ده.

۲۲ ـــ قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي.

۲۳ـــ ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده.

۲۴ ـــ د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي.

۲۵ ــــ ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى.

۲۶ـــ كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده.

۲۷ ـــ په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي.

۲۸ ـــ دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي

۲۹ ـــ طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي.

۳۰ ـــ خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:23 PM |
دحضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې

۱ ـــ  الله پاك تاسو ته دنيا يواځې ددې له پاره دركړېده چې آخرت پرې وغواړئ.

۲ ـــ زه خو دځان له پاره داډېره بده اوسپكه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي اودقرآن كريم تلاوت پكې ونه كړم.

۳ ـــ ټيټه وينا،ښكته كتل اومنځنۍ راشه درشه دايمان نښې دي.

۴ ـــ خپل پيټى پر بل مه اچوئ، كه لږ وي يا ډېر.

۵ ــ ـ توره بدن ټپي كوي اوبده وينا روح .

۶ ـــ له الله جل جلاله نه پرته له هيچا طمعه اووېره مه كوئ. يواځې له خپلو ګناوو وډار شئ .

۷ ـــ كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نوداسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .

۸ ـــ بده وينا دريو تنو ته زيان رسوي، ويناكوونكي ته، دچابد چې وايې اوڅوك چې ورته غوږ نيسي.

۹ ــ دقهر اوغضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.

۱۰ ـــ څوك چې دانسان حق نه پېژني هغه ګويا د الله پاك حق هم نه دى پېژندلى.

۱۱ ـــ دژوند له پاره يوه موخه ( هدف ) وټاكئ اوبيايې په ټول توان سره دلاسته  كولو هڅې پيل كړئ، ښائي دبرياليتوب پړاو ته به ورسېږئ.

۱۲ ـــ كه مو سترګې بنا اوغړېدلي وي نوهره ورځ دمحشر ورځ ده.

۱۳ ـــ دهغه چا په حال ډېرافسوس دى چې دنيا فاني ګڼي اوبياهم مينه ورسره كوي. دوزخ حق ګڼي خو په ګناه اخته وي. مرګ رښتيا بولي اوبياهم خاندي، په تقدير باور لري خوبياهم دتلونكو څېزونو اندېښنه كوي.

۱۴ ـــ ټولې نيكۍ له حيا اوټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.

۱۵ ـــ  ځينې وخت جرم بښل مجرم ته نورهم زړور  وركوي.

۱۶ ـــ دهغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږي.

۱۷ ـــ دژبې ښوئېدل د قدم تر ښوئېدلو ډېر زيانمن تمامېدلاى شي.

۱۸ ـــ  ګناه زړه نارامه كوي اوډاډ له منځه وړي.

۱۹  ـــ پوهه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.

۲۰ ـــ الله پاك انسانان دځان له پاره پيداكړي دي، ځكه نو نه ښايي چې هغوى دبل چا شي.

۲۱ ـــ زه په تياره كوركې دغسل ( ځان پريمينځلو ) له الله پاك نه د شرم اوحيا له وېرې اريان دريان پاتې كېږم.

۲۲ ـــ په تنګسه كې دزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.

۲۳ ــ  سخاوت دمال، عمل دعلم اود الله پاك رضا د اخلاص مېوه ده.

۲۴ ـــ دقبر خوښي دهغو خلكو په برخه ده چې دنيا ورته زندان ښكاري.

۲۵ ـــ ځناور هم خپل څښتن پېژني خو انسان خپل خاوند نه پېژني.

۲۶ ـــ دمسلمانانو ذلت دمال له نشتوالي له امله نه بلكې دديني ښوونو څخه له سرغړونې پيداكېږي.

۲۷ ـــ حيرانتيا دهغه چا په حال ده چې مرګ ويني اوخاندي، دوزخ حق ګڼي اوګناه كوي، شيطان دښمن ګڼي اوبيايې هم خبره مني.

۲۸ ـــ هغه علم بې ګټې دى چې عمل پرې ونه شي اوهغه مال بې ارزښته دى چې پر ښوچارو ونه لګول شي.

۲۹ ـــ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي، د مرګ دملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي، دمېرمنې اوكوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، دملائكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، دشيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.

۳۰ ـــ هركار چې كوئ اوله بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .

۳۱ ـــ په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ اوپه كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:21 PM |
حضرت عمر رضى الله عنه د مرګ پر بستر وصيت كوي

 حضرت يحيى بن ابى راشد نصرى رحمه الله وايي چې كله د حضرت عمر رضى الله عنه د وفات وخت نژدې شو نو خپل زوى ته يې وويل:

 زويه!

۱ـــ كله چې ماته مرګ راشي نوزما دبدن ښۍ خوته كښينه اوما تكيه كړه، ښى لاس دې زما په تندي اوچپ لاس په زنې راكېږده .

۲ــ څه وخت مې چا ساه خيږي نوزما سترګې راپټې كړه.

۳ـــ  ماته درميانه كفن راواغونده ، ځكه چې كه  الله تعالى وبښلم نوبيابه تردې ښه كفن راكړي اوكه يې ونه بښلم نو به داكفن به هم رانه واخلي.

۴ـــ  زما قبر درميانه جوړ كړه، ځكه چې كه الله تعالى بښنه راته  وكړي نوقبر به راته دسترګو د ليد تركچې ارت كړي اوكه معامله ددې پرخلاف وي نوبيا به قبر دومره راته تنګ كړى شي چې پښتۍ به مې يوبل كې ننوځي.

۵ــــ زما جنازه دې مېرمنې نه بدرګه كوي .

۶ــــ كومې ښېګړې چې په ما كې نشته هغه مه بيانوئ، ځكه چې الله تعالى جل جلا مې له تاسو نه ښه پيژني.

۷ـــ  اوكله چې زما جنازه واخلئ نو تېز تېز ځئ، ځكه كه ماته الله تعالى بښنه كړي وي نو تاسو ما دخير طرف ته په بېړه بيايـئ اوكه معامله  خداى مه كړه بل څېر وه نوتاسو يو شر په اوږو اخيستى دى ، دا له خپل څټ نه زر كوز كړئ .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:19 PM |
دمسلمانانو د لومړي خليفه ويناوې

 د مسلمانانو لومړى خليفه حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وايي:

۱ ـــ انسان كه دكوم دنياوي منصب او شتمنۍ له امله د لويي او غرور لاره غوره كړي، نو ترهغې پورې دخداى جل جلاله غضب پرې ووري څو چې دا غرور پرېږدي.

۲ ـــ سړى بايد له خدايه وويريږي او وژاړي، يوه ورځ راتلونكې ده چې وبه ژړول شي.

۳ ــ پام كوه! لوى څښتن دى تل ويني اوپه هرحال دى خبر دى.

۴ ــ څلور خويونه داسې دي چې كه څوك يې ولري هغه دپاك خداى غوره بنده دى. اوهغه داچې: د توبه كوونكي په توبه خوښوي كوي، ګناه ګار ته بښنه كوي، له ښې لارې مخ اړونكي نېكې لارې ته بولي او له نيكي كوونكي سره مرسته كوي.

۵ ـــ خپل ځان سم كړئ چې خلك ښه درسره وكړي.

۶ ــ الله پاك ستاسو په پټو او ښكاره كارونو يو ډول علم لري.

۷ ــ زياتې خبرې د هيرې سبب ګرځي، داسې چې يوه د بلې د هېرېدلو سبب ګرځي.

۸ ــ خدايه! ژوند مې ښه تېر كړې، پر ښو عملونو مې ژوند پاى ته ورسوې، د ښو كارونو توفيق راپه برخه اوخپله خوښې راوبښې.

۹ ــ له دريو شيانو چا خير نه دى ليدلى، ګناه، ژمنې ماتول او تېر اېستل ( دوكه ).

۱۰ ــ كله چې به د چا فاتحې ته ورغى نو به يې ورته ويل: ( په صبر كې څه مصيبت نشته او له ژړا څخه څه لاس ته نه راځي، دخداى پاك د استازي صلى الله عليه وسلم وفات درپه زړه كړئ، نو به مو  خپل وير ليږ شي او خداى جل جلاله به د خير بدله دركړي.

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:17 PM |
د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه ته د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

پيغمبر عليه السلام وويل: اى ابوبكره! درې شيان حق دي:

۱ ـــ پر چا باندې چې ظلم اوتېرى وشي اوهغه صبر وكړي خداى جل جلاله به عزت وركړي او مرسته به يې وكړي.

۲ ـــ څوك چې د وركړې او لورينې دروازه خلاصه لري اود خپلوي پاللو په نيت خلكو ته وركړه كوي نوخداى جل جلاله به يې په مال او دولت كې بركت كړي.

۳ ـــ څوك چې دمال زياتولو له پاره دسوال دروازه پرانيزي مال او دولت به يې بې بركته شي. [ ابوداؤد او تفسير ابن كثير دپنځم ټوك ۲۳۱ مخ ].

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:16 PM |
دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه غوره ويناوې

 ۱ ـــ دهرښه كار په پيل كې ناشونى وي.

۲ ـــ دانسان ستر دښمن دهغه ګناه ده.

۳ ــ دچا علم چې له ماڅخه كم وي زړه مې پرې درد كوي اوچې دډېر علم خاوند وي كينه مې ورته په زړه كې نه راځي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:13 PM |
د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله ويناوې

 ۱ـــ ستاسو لوى دښمن ستاسو بد ملګرى دى.

۲ ـــ ښېګڼه هغه ده چې له خلكو نه يې دستاينې هيله ونه شي.

۳ ــ دنيك كار پيل ستاسوكار دى اوپاى يې الله پاك  ته پرېږدئ.

۴ ـــ كه دخداى پاك نژدې والى مو خوښ وي نوپرمخلوق يې لورينه وكړئ.

۵ ـــ د نفس په ناروا غوښتنو سر مه ګروئ كه نه له تباهۍ اوهلاكت سره به مخ شئ.

۶ ـــ له ويجاړو قبرونو نه عبرت واخلئ، ځكه چې دډېرو ځوانانو هډوكي پكې خاورې شوي دي.

۷ ـــ دمرګ يادول دنفس دټولو رنځونو ښه درملنه ده.

۸ ـــ ښه عمل نورو ته وركړه ده ، نه ، له نورو نه غوښتنه .

۹ ـــ مؤمن خپل كورنۍ الله پاك ته سپاري او منافق يې جائيداد اوشتمنۍ ته.

۱۰ ــ ستاسوغيبت كونكي په حقيقت كې تاسوته ګټه رسونكي دي، ځكه خپلې ښېګڼې ستاسو دعمل پر پاڼه ليكي.

۱۱ ـــ درزق هغه پراخوالى چې شكر پرې ونه اېستل شي اودژوند هغه تنګسيا چې صبر پرې ونه شي دفتنې اوفساد سبب ګرځي.

۱۲ ـــ دنفس دغوښتنو په نيلي مه سپرېږئ ځكه چې دابه مو دهلاكت كندې ته وغورځوي.

۱۳ ـــ نيكي داسې ډيوه ده چې د دوست او دښمن دواړو وداني يوډول رڼا كولاى شي.

۱۴ ـــ كينه د ايمان جرړې باسي اوانسان دالله پاك له رحمت نه بې برخې كوي.

۱۵ ـــ هوښيار لومړى زړه پوښتي اوبياپه ژبه خبرې كوي.

۱۶ ـــ كله چې يوڅوك تاسې ته دچا خبره راورسوي نو ويې رټئ او ورته وواياست چې ته خو ترهغه ډېر بد يې ، ځكه هغه خو خبره په غياب كې كړې وه اوتا نيغ په نيغه مونږ ته راورسوله.

۱۷ ــ د الله پاك عبادت وكړئ اودهغه له ذات نه وويرېږئ ، له بل چا مه وېرېږئ .

۱۸ ـــ خپلې ټولې هيلې او اړتياوې د الله پاك په وړاندې كېږدئ او هرڅه له هغه نه وغواړئ، له هغه پرته پر بل هيچاباور اوتكيه مه كوئ.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:12 PM |

له ماسكو خپرېدونكې مياشتنۍ انګريزي ( اپنيټك ) مجلې د ۱۹۶۸ ميلادي كال د اګست دمياشتې په ګڼه كې د ډاكټر الېګز ينډر يو څېړنېزه ليكنه خپره كړې ،نوموړي په خپله ليكنه كې دا اندېښنه څرګنده كړې  وه چې دلويديځې نړۍ اوپه ځانګړي ډول امريكايي مېرمنې د سينې په سرطان اخته دي اودا وبا په ډېره بيړه خپريږي، چې له امله يې ډېرې ميندې ژوند له لاسه وركوي .

نوموړي ډاكټر ددې وبا ترټولو ستر لامل داښودلى چې د لويديځ ميندې خپلو كمكيانوته له شودو وركولو نټه ( انكار  ) كوي اودشيدو وركولو دود دلويديځې نړۍ مېرمنې ورځ تر بلې له لاسه وركوي او نژدې ده چې د نه وركړې دود نړۍ وال وګرځي، په داسې حال كې چې د مسلمانانو قرآن كريم ميندو ته لارښوونه كوي چې كوچنيانوته تر دوو كلونو پورې شيدې وركړي ، چې له امله يې په مسلمانو ميندو كې اولادونو ته دشيدو وركړه تراوسه هم دود لري.

د مور شيدې كه څه هم ډېرې لږې وي خو هر وخت د كمكي له پاره ډېرې ګټورې وي، كه د نه وركړې دود عام شي نوپه مېرمنو كې به د سينې د سرطان وبا ډېره په بيړه خپره شي. په ۱۹۵۶ كال كې چې د سرطان دڅېړنې له پاره دريم نړۍ وال كنفرانس رابلل شوى و او امريكا يې كوربه و، په هغه كنفرانس كې هم ګډون كوونكو په مېرمنوكې د سينې د سرطان د پيدا كېدو لامل همدا ښوولى و، تردې وروسته هم بې شمېره څېړنو ددې خبرې پخلى كړى دى،

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:7 PM |
اسلام دعقل اوپوهې مذهب دى څوك چې له عقل څخه كارواخلي هغه دمذهب رښتياوى اوصداقتونه پيژندلى شي خوددې صداقت اورښتيانه دپايلو ترلاسه كولو له پاره خپله پوهه اوعقل په كاراچول غواړي ،كه يوكس دمخلوقاتوديوه شي په ځانګړتياوو اوخصوصياتوباندې غوراوفكر وكړي كه څه هم هغه مهارت اووړتيا ونه لري يواځې دعقل اوشعوردوړتياپه ذريعه په دې خبره پوهيدلى شي چې داشى داسې چاتخليق اوپنځولى دى  چې هغه زبردست عقل اوپوهه لري اودډيرزيات ځواك خاونددى .

    په زمكه باندې دژوندكولودشونتياله پاره په زرهاوو لاملونه پيداكړل شوي دي، له دې زياتولاملونو څخه كه ديوڅوپه اړه علم ترلاسه شي هغه په دې خبره باندې دپوهيدلو له پاره كافي اوبس دي چې ددنيا دجوړولو موخه دلته ژوندكول اودهه په خپل حال ساتل دي، له دې كبله څوك چې له خپل عقل نه كارواخلي اود خپل ضمېراوشعوراوازته لبيك ووايې هغه ته به داخبره دلمرپه څېرروښانه شي چې ددې نړۍ اتفاقاً

اويو په يورامنځته كيدلودعوه بيخي پوچه اوسراسرغلطه ده ، لنډه داچې څوك خپل ذهن په كارواچوي اودسوچ كولو له وړتياڅخا كارواخلي هغه دخداى جل جلاله  په نښوباندې په ډيره ښكاره توګه سره پوهيدلىشي ،په دې لاندې ايت كې دداډول خلكو يادونه په داسې توګه شوې ده :الذين يذكرون قياماً وقعودا وعلى جنوبهم ويتفكرون فى خلق السموات والارض ربنا ماخلقت هذا باطلا سبحانك فقنا عذاب االنار،سورت ال عمران ايت 191

ژباړه : هغه خلك  چې په ولاړه ،ناسته اوپروتې باندې خداى جل جلاله  ياد وي اوداسمانونواوځمكو په خلقت اوجوړښت كې غوراوفكركوي ( هغه ناڅاپه ووايې ) لويه څښتنه ! داهرڅه تابيكاره ساوبې ګټې نه دي پيداكړي، ته له دي نه پاك يې چې بې ګټې كاروكړي نواى ربه ! مونږ د دوزخ له عذاب نه وژغورې، قران كريم انسانانوته لارښودنه كړې چې په خپل چاپېريال كې دتخليق اوكائناتونښې وګورى اوپه هغوباندې غوراوفكروكړى،دخداى جل جلاله رسول حضرت محمدص هم خلكوته امركړى دى چې علم اوپوهه حاصله كړى په ډيرټنګارسره ويلي دي چې دعلم ترلاسه كول زمونږ فريضه ده مونږ دالاندې دوه صحيح حديث سره لولو: 1 دعلم زده كړه په هر مسلمان باندې فرض ده گ ( ابن ماجه.ج1_ص 224،اوترمذى ج1_ ص218،له انس بن مالك نه روايت كړى )

      2_ علم ترلاسه كړئ اونوروته يې ورزده كړئ. ( ترمذى ص 279_ دارمى اودارقطنى رواه عبدالله بن مسعود)

  څوك چې دمخلوقاتوپه داخلي جوړښت اوپه ساه لرونكو اوبې سامادو باندې غوركوي اودخپل چاپيريال دشيانوپه اړه له تحقيق اوپلټنې سره دلچسپي لري هغه به خامخا دلوى څښتن په كامله حكمت دهغه په بې پايه علم اودهغه په تلپاته ځواك ؛ايمان رواړي .

ځينې هغه ټكى چې خداى Y په ځانګړى توګه انسانان هڅوي څو په هغوباندې غوروكړي په دې لاندې ايت شريف كې سره لولو: افلم ينظروا الى السماء فوقهم كيف بنينها وزينّها ومالها من فروج ° والارض مددناها والقينا فيها رواسي وانبتنا فيها من كل زوج بهيج ° تبصرة وذكرى لكل عبد منيب° ونزلنا من السماء ماءً مباركاً فا نبتنا به جنت وحب الحصيد° والنخل بسقت لها طلع نضيد° سورۍ ق ايت 6-10

ژباړه: ايادوى په دوى باندې له پاسه اسمان ته نه ګوري ؟ مونږ هغه څه ډول جوړكړي دي اوښايسته كړى مودى اوپه هغه كې څه چولې نه شته ، اوځمكه مونږغوړولې ده ادغرونوميخونه موپرې ټك وهلي دي، اوپه هغه كې موهرډول ښكلې ګياه راشنه كړې ده، داهرڅه دسړي سترګې خلاصوي اوپندوركونكي دي دهغه بنده له پاره چې دحق لوري ته مخه كړي ، اومونږ له اسمان نه مباركې اوبه رانازلې كړې دي، په هغوسره موباغونه اودفصلونو دانې شنې كړې دي اولوړې اودنګې كجورې موپيداكړي دي چې هغه د ميوو يوپربل دپاسه وښكالي لري.

) الذى خلق سبع سموات طباقاً ماترى فى خلق الرحمن من تفوا ت فارجع البصر هل ترى من فطور(، سورۍ ملك ايت 3،  

ژباړه : هغه ذات چې يوپربل دپاسه يې اووه اسمانونه پيداكړي دي، ته به درحمن خداىY په تخليق كې هيڅ توپير پيدانكړې بياسترګې وغړوه! اياته څه خلل وينې؟ . )فلينظرالانسان مم خلق( لږدې انسان دېته  وګوري چې له څه نه پيداكړل شوى دى، ) افلاينظرون الى الابل كيف خلقت ° والى السماءكيف رفعت ° والى الجبال كيف نصبت° والى الارض كيف سطحت(ا لغاشيه،17_20 ، ژباړه: اياداخلك اوښانوته نه ګوري چې څه ډول پيداكړل شوي دي، اسمان ته نه ګوري چې څه ډول پورته كړى شوي دي، غرونوته نه ګوري چې څه ډول درول شوي دي، اوځمكې ته نه ګوري چې څه ډول اواره كړل شوي ده.

دپورتنيو ايتونو مطلب بيخي روښانه دى، چې الله پاك انساني نوعې ته ددې نړۍ په ګڼ شمېر اړخونو كې دنظراوغوركولو بلنه وركوي، دبيلګې په توګه بايدپه اسمانونو، بارانونو،بوټيو،څارويو ددوى دخلقت په لارو اودځمكوپه جغرافيايې جوړښت باندې غوركول انسان دې ته رسوي چې ددې څيزونودخالق حكمتونه وپيزني اوپه دې مخلوقاتوكې كتنه يامشاهده ،دسوچ اوفكرلارواودهغوپه حكمت باندې دپوهيدلوهڅې ته لكه مخكې هم چې مونږ وويل ؛ سائنس  وايې .

دسائنسي كتنواومشاهداتو په بركت سره انسان دخلقت له اسرارو اوپټورازونو سره اشناكېږى ،اوپه ده سره دخداى جل جلاله دبى پايه علم دهغوپوهه اوحكمت اودهغه ځواك اوطاقت پيژندل كيدلى شي.

سائنس يوه داسې لاره اوكړندود دى چې په هغه سره دخداى جل جلاله دصفتونو ښايسته توازن اوپخې اندازې پيزندل كيدلى شي، له دې كبله چې مونږ په ټول تايخ كې څومگره ښه اوغوره سائنسپوهان وينو هغه چې بشريت په يې رښتياګټې رسولي دي ، هغوى په خداى جل جلاله باندې كلك ايمان لاره.

په سيائنسي څېړنو دايمان اغيز:

 لكه مخكې موچې وويل مذهب دسائنس هڅوونكىدى اوڅوك چې دسائنسي څېړنوله پاره عقل اوپوهه په كارواچوي دهغوايمان به لامزبوت اوپوخ شي، ځكه هغه دالله پاك نښې ډيرې له نږدې ويني ځكه هغه دخپلو پلټنو اوڅيړنو په هرګام كې يوه كره اوكامل نظام ته ډبر ورنږدې كيږي، هره ګړۍ هغه دباريكه اونازك انكشافات مخته ورځي لكه رسول الله ص  چې وايي: دعلم ترلاسه كولو له پاره وتلى سړى چې ترڅوپورې بېرته نه وي راستون شوى دهغه داټول ژوندپه عبادت كې شمېرل كېږ ( ترمذى ص 220 ) په دې توګه ايمانداره سائنسپوه ته به خداى جل جلاله دهغه په څيړنيزوكارونو باندې خورا زيات ثوابونه وركوي، دبيلګې په توګه په سترګه باندې څيړنې كوونكي سائنسپوه ته داحقيقت روښانه كېږي چې داپيچلى نظام هيځكله داتفاق اوناڅاپي له مخې په تدريجي توګه نه دى رامنځته شوى ، په دې اړه نورې څيړنې اوزياتې پلټنې انسان ته دا حقيقت مخته ږدي چې دسترګې دجوړښت هره برخه يوه معجزه لرونكى تخليق دى ،اوپه دې كې دننه ګڼ شمېربرخې دي چې په منځ كې خورا ښه اوپه زره پورى يووالى لري ، په دې توګه سره دسترګې دخالق اوپيداكونكي په كامل حكمت باندې په ايمان كې لازيات پوخوالى راځي .

 دا راز دفلكياتو په څانګه كې دڅيړنې په مهال يوو سائنسپوه ته عجيب ځواكونه رامخته كېږى اودهغو په منځ كې حيرانوونكې توازن ته سړى هك پك پاتي شي ، هغه چې يوه په سلهاوو لكه كهكشانونه ويني اوپه هغه كې دننه په بيلنونوستوري ويني اوپه هغوبې شمېره پراخيوكې دخوځنده اجسامو زبردست يوالى ومومي نوپه هغه كې دزياتې پوهې تنده نوره هم زياته شي  دا راز په يوايماندار انسان كې دمخلوقاتو دسرپټو رازونو دلوڅولو نوره ولوله اوجزبه هم راوپاريږي..........

"البرټ اّئن سټائن" دمخكني پيرنابغه بلل كيږي دى په خپله يوه ليكنه كې په سائنسپوهانو كې دمذهبى ولولونه دراپيداكيدونكى تجسس اودهغه ذوق په اړه كاږى: زه په دعوه سره وايم چې مذهبي ولولې اوجذبات دسائنسي څېړنو له پاره ځواكمن او سپيڅلى محرك جوړدې شي داسې هڅې يواځې داډول خلق رامنځته كولى شي په دې برسيره هغه جذبه چې له  هغې پرته په عقيدوي سائنس كې دقيادت او مشر تابه كارنه شي كيدلى هغه له دې ځايه ځواك ترلاسه كولى شوى هغه كه څه هم دژوند له نږدې حقيقتونو څخه هر څومره لري ليدل كيږي خودكار په تكميل كې خورا زياته مرسته كولى شي.

دكپلر  Kepler  اونيوټن  Ne wton   دكائناتو په ظاهرى معقوليت باندې څومره ژور اوپوخ يقين وو اوپه هغوباندې دپوهيدلو سره يې څومره زياته مينه لرله ،دوى له نړۍ نه په ګوښه كې په سلهاوو كلونه هڅې اوخوارۍ وكړې اودفلكياتي جوړښتونو له معلوماتونه يې دپېچگلتيا پردې پورته كړې اودهغه له پاره يې اصول وټاكل څوك چې دسائنسي څيړنو په پرتله خپل زياته پوهه په عملي پايلو باندې راڅرخوي هغوى په ډيره اساني سره دهغو خلقوپه څېرپه غلطو تصوراتوكې اخته كيږي چې هغه دشك اودوه زړى توب په نړۍ كې ژوندكوي ، داتصورات له څوپېړيو مخكې مافوق الفطرت خيالاتو په څيردي ، حتمى برياليتوب دهغه چاپه برخه دي چير خپل ديوې روښانه موخې له پاره ټاكلي وي ، اوله خپل پگټ ځواك سره دګڼ شمېر ناكاميو په شتون كې مخ په وړاندې روان وي ، هغه ته داځواك دمذهب دپيژندګلوي له كبله ترلاسه كيږي لكه زمونږ يوه معاصر چې ويلي دي اودهغوداوينا بيځايه نه وه دى وايې: زمونږ په ماده پرسته پېر كې پوه كارګرهغه دى چې مذهبي ولولې ولري .( البرټ ائن سټائن _افكاراونظريات.خپرونكي كراون نيويارك 1954ء )

دجرمنى فلكيات اورياضي پوه "جوهنزكيپلر" وايې: زه په سائنسي هڅوځكه بوخت شوم څودحقيقي خالق په صفتونو په اسرارو اورازونو خبر شم ، دبرتانيې سترفلسفې اورياضي پوه "انرك نيو ټن" وايې چې په سائنس كې زما ددلچسپي اوليوالتيا ترشا اصلي محرك دخداى جل جلاله دقدرت په اړه پوهه اوزيات معلومات ترلاسه كول وو.

 دنړۍ په تاريخ كې دوتلواونامتو سائنسپوهانو له جملې نه يواځې ددې دوواعترافات مونږ  راواخستل په راتلونكوپاڼوكې به مونږ دسلهاوو سائنسپوهانو دنظرياتواوخيالاتو جائزه واخلو،هغه چې دكائناتو په پراخيو كې يې دخپلوافكارو نيلى ځغلولى دى اودلوى څښتن په ذات يې ايمان واړى دى اودهغه دتخليق له مظاهرواودهغوله اړوندقوانينو څخه خورا زيات اغيزمن شوي دي اودنورې پوهې ترلاسه كولو له پاره يې لاملاوې تړلې .

داراز به مونږ ووينو چې دخداى جل جلالهدتخليق كړيو كائناتو په اړه دنوروزياتو معلوماتو ليوالتيا په تاريخ كې دډيرو سائنسپوهانو له پاره سترمحرك وو، داځكه چې څوك په دې خبره پوهه شي چې داټول كائنات اوپه هغو كې نورموجودات مخلوق دي نوهغه په دې حقيقت پوهيږي چې داتخليق به خامخا څه موخه لري ، پيادا موخه دې دهغه معناووته كشوي اوددې معناپلټنه دهغوله نښو څيرى پردې پورته كوي اودهغوپه اړه نورو نفصيلاتوته يې هڅوي اوپه دې توګه دسائنسي مطالعې ذوق اومينه  زياتيږي .

   څوك ددې كائناتو اوپه هغوكې دننه موجودوشيانوله مخلوق كيدلونه انكاروشي نوبيادهغومعنا ته رسيدل هم نشي كيدلى ، په ماده پرسته فلسفه اوډارونيزم باندې ايمان لرونكي سائنسپوهان خامخا دا معروضه وړاندې كوي چې داكائنات بې موخى اوىبى مقصده دي، اوپه دې كائناتوكې ټول موجودشيان مازې دړانده اتفاق  Brind    Chenceله مخې رامنځته شوي دي بناءً په كائناتواونوروموجوداتو باندې تحقيق كول دكومې معنى دپلټنې له پاره نه شو"ائن سټائن" دې حقيقت ته په نغوتې كولو سره ليكي:

تركومه ځايه چې انساني عقل رسيږي ماته دفطرت په حائقاقو ديقين كولو له پاره له مذهبي توجيه پرته بل حقيقت نه په سترګوكېږي هركله چې دا احساس ختم شي سائنس له خپل مقام نه رالويږي اويوبې خونده اوبې رنګه تجرباتي شي، Uhins pired    Empiricism ورنه جوړيږي

( دلومړى مارنيس سولووين په نامه يوليك 1_1 1951ء ائن سټائن اركائبوز.178،80،174 21.صفحه 119) ،كله چې داحالت وي بياديوه سائنسپوه د انكشافاتواوپلټنوموخه ياخوشهرت ترلاسه كول اوپه تاريخ كې دځان يادپيدكول وي ،اويايې موخه شتمن كيدل وي، چې داموخه به دخلوص اوسائنسي سپيڅلتيا له لارې نه كوږ كړي ،دبيلګې په توګه كه دى دخپل څېړنيزوهڅو په بركت يوې داسې پايلې ته ورسيږي چې دسائنسپوهانو په ټولنه كې دوخت له رواجي نظرياتوسره ټكرولري ؛نودى دې ته اړكيږي چې هغه پټې كړي چې هسې نه شهرت يې زيانمن شي اوياله نيوكو ترټنواودچاله خندا نه ځان وژغوري .

 دسائنس په نړۍ كې چې د"ارتقاء نظريه "داوږدې مودي له پاره دمنلووړ پاتې دي سائنسي كيدل دهمدا ډول نه اخلاص يوه بيلګه ده ، اصلا ډير سائنس پوهان په دې سائنسي حقيقت پوهيږي چې دانظريه دژونددپيل كيدو دروښانولو په لاره كې له سختې ناكامي سره مخ شوې ده . خوپه ښكاره توګه ددې خبرې څرګندونه نه شي كولى، ځكه دوي ويريږي چې هسې نه له منفي غبرګون سره مخ شي له دې سوچ سره سم يوبرتانوى طبيعيات پوه .ايچ ،اس، لسپسن  H_S_ Lispson دا ا عتراف كوي: مونږ دژوندۍ مادې په اړه د"ډارون" ددپوهې په پرتله زيات معلومات نلرومونږ پوهيږو چې اعصاب څه ډول كاركوي، زه هره عصبه داليكترويكل انجئيرنګ يوشهكاربولم اومونږ په بدن كې هغه دبلينونو په شمار وجودلري ، زما په ذهن كې چې په ناڅاپى توګه دهغه له پاره كوم تورى  راڅرخيږى هغه د"ډيزاين"تورى دى خوزما بيالوژى پوه ملګرى يې نه خوښوى .

( ايچ.ايس. لپسن.دډارون دارتقاء دنظريې په اړه ديوه طبعيات پوه نظردبوټو پرمخيتايې نمايلات دويم ټوك نمبر1، 1988_مخ 6،

      دسائنسي ادب څخه د"ډيزاين" تورى يواځې ددې له پاره ايستل شويدي چې داڅوك نه خوښوي ، ځكه ډيروسائنسپوهانو دتجربې ضدعقيدې په وړاندې وسلې غورځولې دي، لكه لپسن چې په دې اړه كاږي : په حقيقت كې دارتقاء نظريې ديوه سائنسې مذهب شكل غوره كړى دى ، اوډيرسائنسپوهان خپلې پلټنې اوشاهدات په ګوډه ماته توګه په هغه كې دځاى كولو هڅو ته تياردى،(فزكس بلټين لومړى ټوك،نمبر13. 1980،لپسن )دابداحلت دبى خدايه (  Unqodly ) سائنس د دروهوپه نتيجه كې رامنځته شوىده چې دنولسمې پيړۍ په منځ كې پيل شوى دې، اوتراوسه پورې يې په سائنسي تړۍ باندې سورى پروت دى، خولكه اّئن سټائن چې ويلى: سائنس له مذهبه پرته ګوډ مات دى، په دې حالت باندې بايدغوروشي، دى دروهى اوفريب نه يواځې سائنسپوهان په غلطولارو روان كړي دي بلكې داسې سائنسپوهان يې هم زيږولى دي چې سره له دي چې په دې غلطي پوهيږي هم خو بيايې  هم خولې پگټى نيولې دي، اويايې له هغه سره داړيكې نه لرلو لاره غوره كړې ده، مونږ به په دامخكې بيان شوې مسئله باندې په دا روستيوپاڼوكې په تفصيل سره رڼاواچوو.

دايمان لرونكو سائنسپوهانوله عبادت سره مينه

په تيرو پاڼوكې ديوډول سائنسپوهانو يادونه شوې ده خوالحمدالله داسې سائنسپوهان هم شته چې دخداى Y په وحدانيت اودهغه په بيپايه ځواك باندې پوخ ايمان لري، دوي ددنياله مال اومتاع نه يې پروا، اوچوكيو،رتبواوشهرت په څيرپاتې كيدونكو دبدبوكې رى نه وهي ، اوهروخت په څيړنو اوپلټنو بوخت وي ، دوي پوهيږي چې څومره دقدرت له رازونوڅخه پردې پورته كيږي هغومره دخداى Y په بيپايه ځواك اوبى انتها علم اوپوهه باندې دانسانانو يقين اوباور زياتيږى ، اوهمدومگره دهغه په واجب الوجود كيدلوباندې ددوي ايمان پخيږي ، اوهمدومره دتخليق حقايق رابرسيره كيږي چې داكار ديوه بنيادم له پاره په رښتيا سره هم عبادت دى،  ايمان لرونكي سائنسپوهان چې په داسې  مخلصانه ولولوسره دكائناتو دقوانينو،دفطرت دمعجزه لرونكو اډانو، دخداى جل جلاله دكامله قدرت په اسرارو اودژونديو اجسامو په معنى لرونكو رويو؛ باندې چې كله په پراخه پيمانه څيړنيزو كاركوي نوهغوى ته خورا ګران بيه ملغلرې په لاس ورځي ، ددوى ترلاسه كړې پايلې په حقيقي توګه سائنسي پرمختګ ثابتيږي  دوى ته چې كوم ستونزمندمسائل رماخته كيږي دهغوله كبله ددوى په هڅوكې څه تيروتنې نه رامنځته كيږي، له نورو خلكو نه دستاينو نه ليدلوپه صورت كې ددوي همتونه نه كمزوري كيږي ، ځكه دوى په خپل هڅو سره يواځې خداى جل جلاله خوشاله كول غواړي ، دوى هڅه كوي څودنورو ايمانوالو په ايماني ځواك كې زياتوالى رواولي اوپه دې سره يې هم موخه دخداىY درضاترلاسه كول وي، دوى دخپل هڅوله پاره كوم حدنه ټاكې اودنورو دګټې له پاره خپلې هرڅومره هڅې چي وي په كاريې اچوي، ددوى بې غرضه هڅې خامخا ګټورې ثابتيږىاود دوى څيړنو اومطالعو څخه خامخا ګټورې پايلې منځته راځى.

كوم خلك چې له مذهب نه دسائنس په بيلولو باندې ټينګاركوي هغوى ډير غلط كاركوي ددې لومړى لامل دادى چې په خداى جل جلاله ايمان نه لرونكي خلك دمذهب دروحاني لوړتياوو دخوندله احساس كولو څخه بې برخې پاتي كيږي ،چې په نيتجه كې دهغوى په ډيره جذبه سره پيل شوې پروسې نيمګړې اونيمژاونده پاتي كيږي. ځكه دمتخيله ځواك په نشتوالي سره له هغوىنه مړىجوړشي اوړواهدافودنه لرلو په صورت كې ددوى هڅې په لنډمهاله ګټوپورې وتړل شي، ددنيوي غوښتنو ترلاسه كول لكه مال پيداكول، رتبه ،شهرت ياعزت ترلاسه كول اودخپلو ارزوګانو پروه كول ددوى مهمې موخې وي اوخپل څيړنيز كارونه يواځى دهمدى موخوله پاره پرمخ بيايې دبيلګى په توګه دكاروباري ګټو Career  Intersts ارزمن سائنسپوهان يواځى په هغوبرخوكې څيړنى كوى چې ددوي په شخصى پرمختګ كې مرسته ورسره وكړى دوي په داسى موضوع باندى څيړنوته هيڅكله زړه نه ښه كوى چې دګردبشريت له پاره ګټوروي  اوداډول څيړنې كوې بياپه هغه صورت كې يې كوې چې خپلى ګټې په كې وويني ، اوكه په دا ډول دوه څيړنيزوموضوعاتوكې هغه ته اختياروركړل شي نودوى يواځې هغه موضوع غوره كوي چې په هغه كې يې ډيرې مالي ګټې پرمختګ اوشهرت نغښتى وي ، اوپه كومه موضوع كې چگې دګردبشريت له پاره ګټې پرتې وي هغه سمدستي ردوي لگنډه دا چې داډول سائنسپوهان دبشريت دسوكالۍ له پاره بيخي كم كاركوي اوداډول كارونوته دوى يواځې په هغه صورت كې زگړونه ښه كوي چگې كله څوك  دښومرستو يازياتې مزدوري وعده ورسر ه وكړي ،كله چې له شخصى ګټونه نااميده شي يانى دزړه راښكونكو مادى منصب اومرستوچانسونه يې له لاسه ووزى نوپه دوي كې دبشريت دسوكالى له پاره دكار كولوجذبه هم سړه شي،

     دسول الله صلى الله عليه وسلم دداډول سوچ اوذهنيت ضرر ته په اشاره كولو سره وايې: له نورو علماو اوپوهانو سره دمناظرى اوشخړوله پاره، ياپه هغوباندى دځان لوړګڼلوله پاره ،يادكم علم وال دډارولوله پاره، ياددى له پاره چې دخلكو دتوجه وړشي ؛ علم مه زده كوئ!( نرمذى ص،225.اوابن ماجه دعبدالله بن عمر اوكعب بن مالك په روابت )

    بل ځاى رسول الله صلى الله عليه وسلم دګټورعلم خپروونكى ستايلى دي چې ددې حديث معنى تقريباً داسى ده: څوك چې خلكوته ګټورعلم ورښيى خداى جل جلاله  په هغوعلماوورحمتونه اوروى.( نرمذى ص 1392)

 څوك چې دخداى جل جلاله درحمتونو په اوريدلو باندې يقين لري هغه په ډير جوش اوجذبه اومينه سره څېړنيزاوتحقيقي كارونه پرمخ بيايي اوخداى جل جلاله  به ستراجروركوي هغه به دې كارسره يواځى دسائنسي علومو لاره نه پرانيزى بلكې دژوند دنوروډيرو اړخونو لكه فن اوتهذيب اونوروواقعى موخې هم روښانه كوي ، دداډول لورينو دوړتيا ارزومنو سائنسپوهانو دڅيړنو مينه اوجذبه هيځكله نه شي مړه كيدلى بلكې په پرپسى توګه نوره هم تازه كيږي اوزياتيږى.­

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:6 PM |
نړۍ اونيزه
په ١٩٣٣ کې جوړه شوې دغه ودانۍ نن په ډېر خراب حالت کې قرار لري
په ١٩٣٣ عيسوي کال کې د پېښور په قصه خانۍ بازار کې د افغانستان حکومت يو په زړه پورې لوى تعمير جوړ کړ، افغان حکومت ورله نوم پښتون کوټ کېښود، پېښوريانو به ورته افغاني بلډېنګ وايه.
 پر کوم ځاى چې دا ودانۍ جوړه شوه هلته لومړى د افغانانو د قافلې تم ځاى و، چې کابل او جلال اباد ته به ترې مسافر په ټانګو کې تلل او راتلل، يو ډول د ټانګو پخه هډه وه.
 تر دې وړاندې د افغانستان تجارت خونه په جهانګير پوره بازار سراى کالا خان کې وه. افغان ودانۍ يوازينۍ په قيصه خوانۍ بازار کې ښکلې او په زړه پورې ودانۍ وه چې په جوړونه کې يې له لويو خښتو نه کار اخيستل شوى و، تر دې وړاندې د پېښور په نورو ودانيو کې په دغه کچه خښتې نه وې کارول شوې.
 ددې ښکلې ودانۍ پيل د نادرشاه په دور ١٩٣٣ عيسوي کې وشو، ددې په جوړونه کې پوره دوه کاله ولګېدل، په اتم نومبر ١٩٣٣ ع کې د جنرال غلام نبي چرخي يو دولس کلن کورني نوکر عبدالخالق په کابل کې د يو ښوونځي د لېدو پر مهال نادر شاه وويشته او مړ يې کړ، د نادر شاه له وژنې وروسته د هغه ١٩ کلن زوى ظاهر شاه چې په فرانسه کې يې زده کړې کولې حکومت تر ګوتو کړ، ظاهرشاه د نومبر ١٩٣٣ ع څخه تر ١٩٧٣ ع پورې چې څلوېښت کاله کيږي پاچاهي وکړه.
هغه د افغانستان وروستى پاچا و د هغه په حکومت کې په ١٩٣٥ ع کې ددغه ښايسته ودانۍ کار بشپړ شو، هاغه وخت پر دغه ودانۍ اويا زره روپۍ لګښت راغلى و.
په ياده شوې ودانۍ کې افغان قونسلګرۍ، افغان نېشنل بانک، افغان کاټن کمپنۍ او افغان ترانسپورت په څېر د تجارتي ادارو سربېره يو څو د اوسېدنې لپاره خونې هم جوړې شوې وې.
ددې ښکلې ودانۍ پرانسته د افغان حکومت د هغه وخت وکيل عبدالرسول علي خېل کړې وه. افغان ودانۍ کې يو درجن دوکانونه هم ورغول شول، چې په کې په وروستي سر کې يو دوکان او شاته يې دوه خونې افغان حکومت مشهور قوم پرست مشر ډاکټر خان صاحب ته پرته له کومې کرايې د کلينيک لپاره ورکړې وې چې په کې د غريبو وګړو لپاره وړيا درملنه کېده.
ډاکټر خان صاحب د مشهور سور پوستي مشر عبدالغفار خان مشر ورور  او د پاکستان له جوړېدو نه پس د سرحد ايالت په کانګرس حکومت کې اعلى وزير و.
د پاکستان له جوړېدو وروسته څه مودې پورې ددغه ښايسته ودانۍ شان او درناوى پر ځاى و، له هغې وروسته د افغان حکومت د بې پروايۍ  او نه پام لرنې له امله دا ودانۍ د ماتېدو راماتېدو ښکار شوه  او په کراره کراره يې خوند او رنګ د سپېره کېدو او بدرنګه کېدو ښکار شو.
کله چې د ظاهر شاه حکومت نسکور او داود خان واک تر لاسه کړ نو  افغان حکومت له لوري ددغه ودانۍ د بيا رغونې لپاره دوکاندارانو ته د دوکانونو د خالي کېدو خبر ورکړ، لا دوکاندارانو د خپلو ځانونو لپاره د نورو دوکانونو غم کاوه چې د داود خان د حکومت رېړه په بله شوه او د هغه ځاى کمونستانو ونيو.
په افغانستان کې د پرلپسې جنګونو او انقلابونو وروسته د افغان ودانۍ د رغونې مسئله په خپل حال کې پاتې او اوس دغه ودانۍ په ډېر بد حالت کې ولاړه ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 12:3 PM |
عمر تېرېږي، د وخت كاروان هېڅ لاروي ته انتظار نه كوي، كه څوك وغواړي او كه ونه غواړي وخت تېرېږي، كه څوك خفه وي او كه خوشحال د عمر د مرغلين تار مزي يې لنډېږي. عمر كم دى، ژوند لنډ دى، دا جهان كاروان سراى دى، هېڅوك په كې تل نه پاتې كېږي. څوك نن او څوك سبا، د ژوند د كاروان يون ډېر ګړندى دى، منزل ته رسېدل حتمي دى. ژوند ډېر لنډ او تنګ دى. د لمريز نظام په دې اوږده او ساره كې د عمر له پلوه انسان ته ډېره كمه ونډه وركړل شوې ده. د انسان عمر ډېر كم دى. دسيارو او ځينو نورو موجوداتو په پرتله چې زرګونه څه چې آن ميليونونه كاله عمر لري د انسان شپېته اويا كاله عمر ډېر كم دى لږ څه چې آن د پرتلې او حساب وړ نه دى.
نو انسان ته چې الله جل جلاله اشرف المخلوقات ويلي او د ټولو مخلوقاتو بادار او سردار يې پيدا كړى دى، د ژوند دا څو شېبې تېرول څنګه په كار دي؟ په خوښۍ، په خندا، ورين تندي او كه په غم، خفګان، اندېښنو، چورتونو او وسوسو. او ايا دا لنډكى ژوند دومره ظرفيت او ګنجاېش لري، چې هم په كې خوښۍ او خنداګانې وكړو او هم په كې وير او ژړاګانې. هم په كې مزې او چړچې وكړو او هم په كې تشويش او اندېښنې، هم په كې ناز او نخرې وكړو، هم په كې سوداګانې او وسوسې، هم په فطرت كې له پنځول شويو ښكلاګانو او خوندونو څخه لذت واخلو او هم د طبيعت له منظرو او كرشمو سره په دښمنۍ ماړه شو؟ هم له انسان او انسانيت سره مينه وكړو او هم له خپل همنوعه (هم ډوله) سره دښمني او كركه؟ نه نه هېڅكله هم نه. دا ژوند خو د خندا، خوښۍ، خوند او لذت لپاره هم ډېر كم دى. خفګان، غم، كركه او دښمني خو لا پرېږده. هغه شاعر څه ښه او څومره پاخه ويلي دي:
((دا ژونـــد خـــو زموږ كم د محبت لپاره هم دى
حېران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلك څنګه؟))
ژوند تېرېږي، ستا خوښه چې په خندا او خوښۍ يې تېروې او كه په غم او ژړا، دا وخت تېرېږي، په هر حال تېرېږي.
((اى شمع! تيرے عمر طبيعى هين ايك رات
هنس كـــر ګزار يـــــــــا رو كـــــــر ګزار دے.))
يا:
((مړه به شې شمعې يوه شپه به ستا رڼا وي
خندا كه په ژړا وي دا ژوند به دې تېرېږي.))
نو كله چې ژوند لږ دى، عمر مو كم دى، كاروان مو حتمي منزل، (مرګ) ته رسېدونكى دى، نو ولې د خپل ژوند د قيمتي وخت تېرولو لپاره د خپګان، ژړا، غم او اندېښنو پرځاى خوښي، خنداګانې، مستي، لذت، تفريح خوند او مزې ونه ټاكو.
د هند نامتو عالم او د اردو ژبې ستر ليكوال او روڼ اندى مفكر علامه مولانا ابوالكلام ازادرح ليكي، كه چېرې د خوښ اوسېدلو هنر زده كړې، نو باور وكړه چې د ژوند تر ټولو لوى كار دې زده كړ." دى ليكي چې:"د يو فلسفي، يو زاهد، يو سادو له ګونځ (تريو) تندي څخه موږ هغه څه نه شو يادولى چې د فطرت انځورګر يې په خپل باريك قلم او موشګافانه انداز د لمر په ګرد او پړقېدونكي تندي، د سپوږمۍ په خندېدونكي مخ، د ستورو په سترګك، د ونو په نڅا، د الوتونكيو په نغمو، د روانو اوبو په سندريز غږ، د ګلانو په رنګينه ادا كې راښيي او د خپل فن او هنر كرشمې په كې ځلوي."(1)
رښتيا خبره دا ده، چې ژوند د خوښۍ او تازه ګۍ، خندا او خوشحالۍ، سرور او پراخۍ، خوند او لذت نوم دى او كه څوك ژوند د ژوند په مفهوم او د ژوند له غوښتنې سره سم تېرول غواړي، نو په كار ده چې همدا ډول يې تېر كړي.
اسلام هم د فطرت دين دى، اسلام هم له بشر څخه غواړي چې ژوند د ژوند په مانا او د ژوند له غوښتنې سره سم د ژوند په څېر تېر كړي. اسلام ټولو انسانانو ته په كلكه خبر وركړ، چې اسلام وچ كلك، مټكور او جامد دين نه، بلكې تازه، خوځنده، خوښوونكى، خوند بخښونكى، اراموونكى او هوسا كوونكى دين دى. اسلام بشر ته روح پالونكى، زړه لمانځونكى، د خندا او خوشحالۍ پېغام وركوونكى دين دى. اسلام هېڅكله هم د چا خوښۍ او خنداګانې نه تروړي او نه چا ته غمونه او اندېښنې ډالۍ كوي. نه پرې جامد، بې مانا، وچ او نه چلېدونكى پېغام تحميلوي. اسلام د خوښۍ، سوكالۍ په ټولنه كې په ورين تندي د اوسېدلو درس وركوي، نور خو لا پرېږده آن چې الله جل جلاله خپل پېغام، خپل دين او خپل كلام هم بنده ګانو ته د يو نعمت په ډول وړاندې كوي، د يوې خوږې ډالۍ، يوې قدرمنې تحفې په توګه يې ورپېژني او ورته وايي چې په ډېرې خوښۍ سره يې ومنه: (ياايهاالناس قد جاءتكم...) يعنې: "اى انسانانو تاسو ته ستاسو د رب لخوا د نصيحت او لارښوونې يوه ډالۍ درلېږل شوې ده او د زړونو (د نننيو ناروغيو) لپاره شفا ده، او لارښوونه او د ټولو مومنانو لپاره رحمت ده. (2)
بيا مؤمنانو ته فرمايي، چې د الله جل جلاله ددې نعمت او ډالۍ قدر وكړئ او پرې خوښي ښكاره كړئ. "وبذالك فليفرحوا..." يعنې :((او په دې سره خوښ شئ)) (3).
يانې نور ژوند خو مو په خوښۍ تېر كړئ آن زما عبادت او زما كلام هم د يو نعمت په توګه ومنئ او له خوښۍ څخه ډك چلند ورسره وكړئ.
ستر معاصر عالم عطاءالله پالوي ليكي:"الله جل جلاله غم، خپګان، وير او اندېښنې له انساني ټولنې څخه لرې غواړي. ټول ژوند، د ژوند هره پديده (ښكارندويه) ورته د خوښۍ زېږوونكې معرفي كوي او نه غواړي چې ټول عمر خفه شي، نو همدا لامل دى چې مرګ يې هم ورته يو نعمت او يوه ګټوره ډالۍ وروپېژندله او په سورت رحمن كې فرمايي، چې مرګ هم يو الهي نعمت او پېرزوينه ده: "كل من عليها فان" يعنې: "ټول هغه څه چې پردې ځمكه دي فاني كېدونكي دي... نو په كوم نعمت د خپل رب د نعمتونو تاسو دروغ وايئ".(4)
مسلمانانو ته امر کوي چې په دنيا کې موځانته داخرت لپاره توښه برابره کړئ او په هغه څه( نعمتونو او شتمنيو ) چې الله جل جلاله درکړي دالله رضا ولټوئ خو په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروئ: (( وبتغ في ما آتاک الله الدارالاخرة ولا تنس نصيبک من الدنيا))
يعنې :او په هغه څه کې چې الله ج درکړي داخرت کور ولټوه او په دنيا کې هم خپله برخه مه هېروه))
په همدې ډول يې په دې كايناتو كې انسانانو ته د غور، فكر او تدبر امر كړى دى، ترڅو دا كاينات په خپلو سترګو وګوري، چې څومره خوښ او موسك پيدا شوي دي. ښكاره خبره ده، چې اسلام وچ مذهب نه، بلكې تازه دين دى او خلكو ته د خوښۍ او خوشحالۍ درس وركوي او له تريو تندي ، ګونځ مخ او غم او غوسې څخه ېي ژغوري، نو دا كله ممكنه ده چې انسانانو ته ووايي چې په دې موسكه، خوښه او سوكاله نړۍ كې داسې خفه، غمجن او غوسه واوسئ، چې ګواكې همدا اوس مو خپل پلار په قبر ننويستى دى او ترې راغلي يئ".(5)
رسول الله (ص.) فرمايي، چې په ورين تندي له يو مسلمان سره مخ كېدل صدقه ده. اسلام د خوښۍ او موسكا پېغام لري اسلام وايي، چې هر مسلمان بايد د خپل ژوند لپاره د موسكا پانګه ولري، دا يې د ژوند فلسفه او لارښود ګرځولى دى. اسلام وايي، چې تاسې هم خوښ او خوشحاله واوسئ او ټولنه هم په تاسې حق لري، چې خوښه ،موسېدونكې او خوشحاله يې وساتئ. دا يوه طبعي اړتيا، يوه اخلاقي ذمه واري او ژمنه ده، دا وګړنيز حق نه بلكې، د ټولنې حق دى. دلته زموږ خبره يواځې زموږ خبره نه ده، بلكې په نورو هم اغيز كوي. دلته زموږ هر چلند يواځې تر موږ محدود نه پاتې كېږي، بلكې نورو ته هم سرايت كوي. كه موږ هر څومره ځان خوښ كړو، خو چې شاوخوا مو سپېره مخونه، خفه زړونه او دردېدلي احساسات وي، نو زموږ خوښي راڅخه الوځي.
اسلام ورين تندى، خوشحاله او خوښ انسان خوښوي او زموږ پر ټولنې د حاكم نظر پرخلاف، چې تر يو تندى، خفګان، د غم اظهار، سپېره، خېرن مخ، پيوندې جامې، خشن او زيږ چلند، دنيا او د دنيا له شتمنۍ سره پرېكون (مقاطعه) د تقدس، روحانيت او علم لپاره لازم او اړين او د مسلمانۍ او پيرۍ ښه نښه بولي. دا ډول ژوندون غندي او برائت ترې اعلانوي. اسلام وايي، چې ټول انسانان او په ځانګړي ډول مذهبي پاټكي چې صورت او سيرت (بڼه او كړنه) يې د اسلام څرګندوى او ترجمان بلل كېږي. بايد ډېر نشېط، خوښ، خوشحاله ،موسك او مست وي دا چې ځينې د اسلام له روح څخه ناخبره علما نن سبا كوم اكتونه كوي، تريو تندى، قهرجن چلند، تل خپه او غمجنه څېره خلكو ته وړاندې كوي. دا د اسلام له احكامو او ادابو څخه ښكاره سرغړاوى دى.
ښه نو كله چې اسلام امر كوي، چې زړونه مو ژوندي، روحونه مو تازه او بدنونه مو خوښ او خوشحاله وساتئ، نو موسيقي او نڅا هم چې د زړه د خوښ او ژوندي ساتلو او د روح د تازه ګۍ او د بدن د نشاطت ستره ذريعه او لامل دى او انسان ورته په فطري او غير اختياري ډول ميلان لري. په اسلام كې څه ځاى لري؟ اسلام موسيقۍ او نڅا ته په كومه سترګه ګوري؟
رښتيا خبره دا ده، چې د موسيقۍ او نڅا په هكله فقهاء او ديني علماء د نظر اختلاف او بېل بېل اند لري. ځينې يې مطلق روا، ځينې يې ناروا بولي او ځينې ورته حدود ټاكي، د اسلامي نړۍ ستر مفكر علامه غزالي، امام سعيد ابن حزم، موسيقي او نڅا روا څه چې آن مستحب بولي. د ډاكټر علامه يوسف قرضاوي په څېر سلګونه اوسمهالي علما هم د غزالي او ابن حزم په پله روان دي او عطاء الله پالوي هم په دې اړه ډېره څېړنه كړې ده، چې زموږ د ليكنې ډېره برخه هم د جيد عالم او محقق عطاء الله پالوي له كتاب "قرآن اور فنون لطيفه" څخه رااخيستل شوې ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 11:56 AM |
د افغانستان د ماليې د وزير په مشرۍ د کريکټ نوي بورډ ته بلنه ورکړل شوې چې په انګلستان کې د کريکټ په يوې نړيوالې غونډې کې برخه واخلي .

دغه غونډه د جون په ۱۹ نېټه په پام کې نيول شوې ده .

 د تورغر له معلوماتو سره سم د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخيلوال د خپلو بوختياو له امله دغې غونډې ته نه ورځي خو یو استازی ورليږي .

دا لومړی ځل دی چې د افغان کريکټ له اداري برخې کوم مشر دغه ډول غونډو ته سفر نه کوي چې د ډيرو په ګومان مثبت ګام دی ځکه چې د نورو هيوادونو مشران هم تل نه ورځی بلکې اداري او کاري غړي یې ورځي .

 ويل شوي چې دغه استازی د ماليې د وزارت کارمند ښاغلی  سيد شاه دی .

  سيد شاه په جنوبي افريقا کې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په  لوبو  کې له افغان لوبډلې سره د اداري چارود مسوول په توګه و .

 تورغر دا خبر هم ترلاسه کړی چې له ښاغلي سيد شاه سره به په دغه سفر کې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی کبير خان هم شامل وي .

 ځينو لوبغاړو چې د نومونو له ښوولو يې ډډه کوله تاند ته وويل چې په دغه ډول غونډو کې د کبير خان شته والی د افغانستان په ګټه دی .

 دوی استدلال کاوه چې کبير خان د نړيوالو کريکټ چارواکو په ژبه او تخنيکي مسايلو خبر دی او د ده په شته والي کې به  د افغانستان ښه استازيتوب وشي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 11:19 AM |

نجیب زاخېلوال    سويډن

کله چې په امریکا کې د اولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې کېدونکې وې،بارک اوباما د ننګونو ترسرليک خپل کمپاین پر مخ بوته، چې له ‌‌‌‌ډېرو خبرو سربېره يې دا خبره هم کوله که چېرې دی اولسمشر شي نو د عراق څخه به خپلې قواوې وباسي اوافغانستان ته به یې ليږي، تر څو په افغانستان کې القاعده او تروریزم وځپی، او افغانستان ته به زیاته پاملرنه کوي.
واک ته په رسېدو یې سم له واره په دې کار لاس پورې کړ، او د عراق څخه یې د قواو ویستل پیل کړل او همداراز یې د خپل حکومت څخه يېد افغانستان لپاره دنورو قواو دلېږولو اجازه واخیسته، چې په لمړیو کې یې د ۱۷۰۰۰ زره عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړه، بارک اوباما له دې اجازې وزوسته په یوې تلویزوني مرکه کې په ډاګه کړه چې: دا پوره یقین لري  چې د افغانستان مسـًـله د زور له لارې نشي حل کیدای مګر دا یو ناخوشایند حقیقت دی چې دغه فوځيان به په هغه سيمو کې امنیت کلک کړي چېرته چې شراچونکی او تروریستان پراته دي.
چې دغه ټکې نړیوال څېړونکي حیران کړي دي. چې د دومره قواوو د لېږلو سره سره بیا هم اوباما ولې یقیني نه دی!!!
ځینو څېړونکو لا وار پخوا افغانستان ته د اوباما ويتنام وا یي!!! 
همدا لامل دی چې اوباما ، کاري ډله او دهغه ګوندی ملګري ټولو هغه ننګوونو ته ځير دي،چې داوباما حکومت ورسره مخ دی، دوۍ په ټولو هاغه لارو، چارو غور کوي چې ورڅخه دبریالیتوب څرک لګیږي، او پایله یې هغه څه وي چې د امریکا د حکومت غوښتنه وي!
همدغه موخې ته د د رسېدو لپاره یې د فوځونو دلېږلو سربېره یې د افغانستان د جنګ لپاره د ځانګړي کاري ډلو جوړول او هم یې یو لړ ګمارنې وکړې، چې لمړی يې  هالبروک د افغانستان او جنوبي اســیا لپاره استازی وټاکه، هالبروک په ۱۹۹۰ز کال په اواخرو کې په بالقان او منځنۍ اسیا کې د لودیځ او امریکا د ګټو د پراختیا لپاره عمده رول لوبولی وو، او روسیه ته یې ډېرې ستونزې راپورته کړې.
لدې سربېره یې په افغانستان کې د امریکایي قواوو پخوانی قوماندان جنرال مکرنین پر ځای جنرال داوید پیترس چې چې پخوا تر دې په عراق کې امریکایي قواوو قوماندان وو وټاکه، جنرال پیترس په عراق کې ډېرې لاسته راوړنې لري یانې په عراق کې د ځانمرګي بريدونوراکمول، د تروریستي اډوله مېنځه وړل او په عراق کې یې  ټولټاکنوپر مهال امنیت کلک ساتل او ټولټاکنې پرته له کوم ګواښ هاغسې سرته رسوول څنګه یې چې ارزو کېدله. چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د نوموړي په اړه وايي: د یو غوره پوځي قوماندان په توګه  هغه وتوانيد چي په عراق کي زمونږ غليم ته سخت ګزار ورکړي.
ویل کیږي چې جنرال پیترس په عراق کې د خپل ماموریت په اتلس میاشتنۍ دوره کې  تروریستي پېښې اتیا په سلو (۸۰٪) کې راکمې کړې.
ځکه امریکا او د هغه د ملګرو دارومدار او نړیوالو ته د ځواب یوازینۍ هيله د ټولټاکنو په ښه شان سرته رسول، او دهغې آمنیت دی. چې د جنرال پیترس په مشرۍ به دغه نوې ځانګړې قواووې کوښښ وکړي چې ټولې هغه لارې چارې په کار واچوي، چې د تروریستانو، طالبانو او د القاعده هغه ګواښ له مینځه یوسي چې ټولټاکنې ورسره مخ دي.
او هم به دامریکایي عسکرو د مړینې کچه راکمه کړي، ځکه تردا مهاله په افغانستان کې ۶۸۰ عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی، چې دا شمېره د امریکا لپاره نه جبرانیدونکی ده، او بل اړخ ته به کوښښ وکړي چې په بمباریو کې د ملکي خلکو د وژنې مخه ونیسي، د ملګروملتونو د راپور له مخې ۲۰۰۰ تنه وژل شوي چې ۴۰٪ یې ملکي وګړي دي، چې د نیم نه زیاتو یې خپل ژوند په هوآیي بریدونو کې له لاسه ورکړی دی.
چې پدې سره د خلکو په مینځ د امریکا په ضد نفرت رازيږېدلی، چې دا کار د طالبانو او تروریستانو په ګټه تمامیږي، چې ددې کار په مخنیوي سره به بېرته هغه واټن کم شي چې د خلکو او امریکا ترمینځ پیدا شوي دي. نو د شننونکو په آند دغه ځانګړي قواوې د عملیاتو د ښه سرته رسولوپه خاطر ډېر ارزښت لري، ددغه ځانګړو قواو ۸۰۰۰ کسیزه ډله د (                          Marine Expeditionary Brigade) لښکر پورې تعلق لري، چې دوۍ به د کابل او د کابل د جنوبي پولو ساتنه کوي، چې نوموړې ډ‌‌له په بغداد او خواوشاه سيمو کې پوره بریالیتوبونه او لاسته راوړنې لري، ځکه په دې وروستیو کې د کابل دننه تروریستي بريدونو امریکا، ناټو او افغان دولت سخت د فشار لاندې راوستی ؤو. دغه عسکر به په یوه میاشت کې کابل ته ورسیږي او ددغسې احتمالي بریدونو مخه به ونیسي او طالبان به پرېنږدي چې د کابل دننه آمنیت ته ګواښ شي.
دویمه ۴۰۰۰ کسیزه ډله د( 5Striker Brigade)  به د جولایې میاشت تر اخره پورې افغانستان ته ورسیږي، چې په آګست کې ټاکنې کېدونکې دي چې دوۍ به دمرین  (Marine) قواو سره یو ځای طالبان او تروریستي ډلې شاه تګ ته اړ باسي، نوموړي عسکر یو ډول ځانګړي جنګي موټر چې دStriker Armored
 Vehicleپه نوم یادیږي. چې په ښاري جګړه او وسله واله نښته  (  Urban warfare) کې  ګټور تمامیږي او د برق په څېر سرعت لري، لرونکي د هرراز پرمختللي تکنالوژۍ او مخابروي اسانتیاودي  د ځان سره لري.
دغه محاربوي ماشینونو په عراق کې ښه پایلې درلودې چې د ناڅاپي بریدکوونکو په رالاندې کولو، د پټو کسانو په پیدا کولو کې اغېزمن ثابت شوي وو، په پام کې ده چې په افغانستان کې ترې هم ورته ګټه واخیستل شي.
آخرې۳۰۰۰ زره کسیزه ‌ډله د دوه اتیایم هوایي کنډک
82_ Air borne   (Division هوایي ځواک جوړوي، چې دغه ځواک د خپل ځان سره د پرمختللې نړۍ نوموتې چورلکې لکه آپاچي (Apache) بلیک هاک (Black Hawk) او چینوک (Chinook)، چې دغه چورلکې په هر ‌ډول خرابو هوايي حالاتو کې لکه باد، باران، طوفان، واوره او شپه کې عملیات سرته رسولی شي. ددې هوايي ځواک بله ځانګړتیا پدې کې ده چې د پولې دواړه خواوو ته د طالبانو او القاعده پسې د تللو او دهغوۍ د نښه کولو اجازه لري، دا چې طالبان او القاعده خو نه سټنګر او نه بله کومه پرمختللې وسله لري چې ددغه الوتکو مقابله وکړي نو طالبان به پدې سره څه سرګردان شي.
خو د ا چې د افغانستان ستراتیژي هم باید له پامه ونه غورځول شي٠ چې د عراق سره جوت توپير لري، يانې نه خو اواره شګلنه زمکه او نه خو ستر، ستر ښارونه او اسمانڅکي بلډینګونه لري، غرنی هېواد دی چې ګوته په شمار ښارونه لري، زياتره خلک يې په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې نسبتا په ټول افغانستان کې د زورواکانو ، جنګسالارانو ، تروریستانو او طالبانو ځاي حکومتونه دي، مرکزي حکومت هېڅ کوم واک نلري او په زیاتره ولسواليو کې يا خو حکومت د جنګسالارانو په لاس کې دي او يا د والسوالیو واک يوازې دوالسوالۍ تر تعمیر محدود دی٠
د زیاتره نظامي شننونکو په اند پدغسې يوهېواد کې به دغه ځانګړې قواوې د عراق په څېر لاسته راوړنې ونلري ځکه دلته خلک هم دمرکزي دولت څخه ګېلمن دي اوهم د طالبانو له وېرې نشې کولی چې دولت سره همکاري وکړي او د مرکزي حکومت قوانینو ته غاړه کیږدي.
نو د ورته ‌ډېرو لاملونو په نظر کې نیولو سره سیاست پوهان پدې آند دي چې پرته د بنسټیز پرمختګ ( د غربت او بېکارۍ د مینځه وړل) څخه د زیاتو قواو لیږل به امریکا ته د مالي او ځاني پرته لکه د روسي په څېر نور هېڅ ونلري. خو امریکا پلان لري چې د حکومت واګي یوازې په ښارونو کې کلک کړي او کلیوالې سیمې له پامه وغورځوي، یانې په کلیو کې به واک  د جنګي قوماندانانو او زورواکانو ‌ډلو ته په لاس کې ورکړي. چې ددوۍ په آند به دغې ډلې خپلې سیمې دې د خپلو جنګیالو پواسطه (ددوۍ په آند قومي لښکر یا اربکي) له طالبانو او القاعده څخه پاکي کړي، چې لا وار د مخه جنرال پیترس په یوه مرکه کې ویلي وو چې : افغانان باید خپله طالبانو او القاعده سره وجنګیږي او هره سیمه باید خپل قومي لښکر ولري.
ځکه نوموړي ورته فارمول په عراق کې پلي کړی، چې په ښارونو کې د حکومت واګي کلکې دي، او د ښار دباندې ځايي حکومتونه ( کرد، فارس، عرب، سني، شیعه) واک لري، او مرکزي حکومت د جنګ نه په امن کې دی. غواړي چې د عراق په څېر دلته هم وښايي چې وضعه د ښه کېدو خوا ته روانه ده، او د افغانستان څخه د وتلو جواز پیدا کړي.
چې ددغسې ځايي حکومتونو په جوړولو سي ايې ای (CIA) غواړي بله نخچه عملي کړي چې هغه ددغسي قومیزه جنګونو په پایله تر ۲۰۲۵ز پورې پاکستان او په سیمه کې نښه شوي زمکې تجزیه کړي او ځاي نور حکومتونه ( کردستان، بلوچستان، پښتونستان) رامینځ ته کړي.
د طالبانو او القاعده پر ضد جنګ، د قومي آزادۍ جنګ ته د بدلولو په لور هڅه روانه ده او دېته ډیر کار شوی، ځکه امریکا غواړي دغه روان جنګ ته د پاي ټکی کیږدي نو یو اړخ ته به نړۍ ته خپل بریالیتوب وښايي او بل اړخ ته به ددغه سیمې هغه لږکیو ته چې آزادي غواړي خپله همدردي وښايي.     

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 11:11 AM |

نړيوال ديپلوماتان هم اوس په خپله ځيركتيا خاندي چې يو داسې لاسپوڅي يې ددوى ټوله هوښياري له سوال سره مخ كړې چې په جهان كې ترټولوپه كمزورى مدير مشهور دى  . له سل رنګه كشمكشونو سره د مخامخ افغانستان دې واكمن له بهرني سياست په مراتبو كورنى هغه پېچلى كړ اوبالاخره هېلري كلنټن تر نوې لوبې پيلولو مخكې د هالنډ په كنفرانس كې دغه چلباز سړي ته سلامي ووهله .

يوه ورځ جوزف بايډن ته په ژيړ بخن كوچ كې مخامخ ناست كرزي باټې وهلې چې دامې وكړل، هغه مې وكړل ، دا به وكړم او دا كولاى شم ، بايډن له غوصې سور واوښت، له ځايه پاڅېد كرزي ته يې  اخطار وركړ چې نور نو سپينه ماڼۍ ستا د ملنډو نه ده . اوس ټول پوهېږي چې كه جوزف بايډن رشوت نه خوري نو خامخا كوډې پرې شوې دي او دا كوډې همدا يو پوست خولى افغان ولسمشر كولاى شي . هغه سړى چې له  خپلې ټولې كمزورۍ سره د امريكايانو او اروپايانو په پوټكي كې اوسېږي اولا به واوسېږي .

د نړيوالو كيسه ختمه ده ، اوس په كور كې لوبه ګرمه ده اوداځل داسې ګرمه ده چې زړونه برېښوي. ډېر جنګيالي سياستوال ، تېكنوكراتان ، كمونستان ، اخوانيان او زورواكي يو پربل پسې په خټه پښتون كرزي ته سلامي كوي اوله ميدان وځي . ددوى ترټولو عالم يې د حقوقو او سياست يو پوهاند و چې اوس په ارګ كې دبلې كابينې يو كليدي وزارت ته په تمه ورځې لنډوي، انورالحق احدي يو د برابرې كچې ګوند لري  .

بله يوه ټلواله وه چې درې كاله ايران او روسيې دانه وركوله . د افغانستان فكري شرايطو ته په پام د ايډيالسټانو ، جنګياليو او جاسوسانو يوه ګډوله وه. كه متحده پاتې واى او خپل زور يې په مناسب ځاى كارولى واى ضرور به يې كرزى غوندې تجريد شوى سړى له ننګونو سره مخامخ كړى واى ، مګر عجيبه  خوداده چې ددې موقتي اتحاد ګټه ترمتحدينو زياته كرزي ته ورغله ، هغه چاته چې له ويرې يې په يوه مجلس كې حاجي محمد محقق ته ماما ويلي و.وړمه ورځ ددې ټلوالې فاتحه د فردا تلويزيون له لارې اعلان شوه او محمد محقق وويل : (( ملګرو هيله كوم كرزي ته رايه وركړي ماورسره خبرې كړې دي داځل به زموږ ديارلس فيصده هغه ....... ترپنځلس فيصده زيات وي )) .  راځى د ( هغه ) كلمه ونډې ته وكارو .

دري څلوېښت سړي او ښځې ارګ ته دلارې لنډولو په درشل كې دي چايې پيسې راوړې ، څوك يوچا رالېږلي او ماموريتونه ترسره كوي او ډېرى يې پدې هيله دي چې كه دكرزي په بل حكومت كې له رياسته تروزارته كوم امتياز ترلاسه كړي ، كه له كرزي سره كومه خالي څوكۍ پاتې وي خامخا له هر يوه سره معامله كوي خو فكرنكوم دا وړوكى حكومت دې نور خالي سېټونه ولري .

يو په پوست نسبتا پاك سړى د دارلمان په سړك په يوشانداره كوركې اوسېږي . داهم په خټه پښتون دى تركرزي وروسته خلك دده نوم اخلي خو له دې كبله چې دراتلونكي حكومت پرسر دبولۍ لګولو چل نه ورځي او ډېر توند دى ،نو ضرور نده چې نور ځان ستړى كړي . ځكه دا افغانستان دى تلويزيوني مناظرې او روغې پالېسۍ د شكست او بري معيار نشي جوړېداى . دا ازاد اميدوار په ټوله نړۍ راوګرځېد ، نړيواله ټولنې ته يې وويل : زه اشرف غني يم داقتصاد متخصص سياست پوه ، په هغه ډنډ كې چې تاسو مښتي ياست راوتل مو څه اسانه كارندى. مه مونږ په بلا ككړوى، مه ځانونه بايلوى . زلمي سرتيري مو له رواني ناروغيو وژغورى اودې فقير ولس ته لږ غور وكړى . نړيوالې ټولنې څه پلمه ندرلوده ، غني ته يې وويل : موږ  مشخص كانديد نه لرو او دافغانانو رايو ته درناوى لرو . اوس غني په همدې هيله  منډو ترړو ته دوام وركوي خو د جنګياليو په پښو پسې د نښتي وطن سرنوشت په رايو پورې اړه نلري خبره ډېره پېچلې ده .

په قبيلوي افغانستان كې د متوسط طب يو ډاكتر چې په بهرني سياست كې لږ تجربه لري، د متحدې ټلوالې په پاتې شونو ناست دى ، عبدالله عبدالله په فرانسه كې ګنډل شوې درېشۍ كې ډېر ښكلى ښكاري ، تازه مهال يې  دنفوذ پته نه لګي خو زړو تجربو ته په پام كه كرزى له اشرف غني ويره احساس كړي نو عبدالله غوندې يو وړوكى عصري جنكسالار به هم  له لاسه ورنكړي .

 جګړه روانه ده، د ټاكنو لپاره  په ولس چندان حساب ندى پكار ، چېرته به صندوق ته څوك د چا په ډاډ ورشي؟ . په شپاړسو ولايتونو كې نوم ليكنه ونشوه او پنځه ويشت سلنه كارتونه ندي ويشل شوي اوس قضاوت دكوم معيارله مخې پكاردى .؟كومه خوا په تاوان كې ده؟: عام ولس او په تېره هم په جګړه كې ايسار پښتانه . بيا هم د كرزي ملاتړي، خلك په غرو دربو تېر باسي، هغه څوك چې په شپږ كلنه واكمنۍ كې يې له ارګ نه نهه كيلومتره وړاندې كډوالو په يوه كمپ كې خپل ماشومان له لوږې په دوه دوه زره افغانۍ ليلام كړي دي  او د پلازمېنې په كنډ كپر سړكونو تېريدونكي لارويان هره شېبه ولسمشر ښكنځي .

 زموږ راتلونكى حكومت به څنګه وي ؟ :

د مصلحتونو په اساس د جنګسالارانو او ديموكراتانو ترمنځ د وېشل شوي حكومت مشري به كرزى كوي ، فرمانونه به راوځي ، قانون به وي خو د تطبيق ذمه وار يې هېڅوك ندي . طالب به جګړې ته دوام وركوي ، امريكا او متحدينو يې پرېكړه كړې چې د جګړې پاليسي تعقيب كړي ځكه ترڅو چې طالب تضعيف نشي خبرو ته غاړه نږدي اوطالب كيداى شي هله تضعيف شي چې ښه زيات ملكي خلك سټ شي اودا ودان كورونه ټول ونړيږي . زمونږ اقتصادي نظام به دپنځو معتبرو شركتونو په خوله كې وي، دافغانستان صادرات به د ګاونډيو په ګمركونو كې خثى شي او واردات به دغسې وي لكه امين فرهنګ چې د ازاد بازار په پلمه نږدې ټول افغانستان په خصوصي اختلاصي كمپنيو خرڅ كړى و.

كريم خليلي د هزارګانو د يوې غټې ډلې په استاذولۍ د ولسمشر مرستيال دى ، محقق هم د پاتې نورو هغو.د كوچيانو د څړځايونو د قبالو په بدل كې كرزي د يارلس سلنه هزارګي رايه واخسته او كوچيان دې نور لدې هېواده ګډه شي . رباني د جميعت او متحدې ټلوالې دوې تذكرې وكارولې، له يوې يې چكړي لاړ اوله بلې يې زوى او يو زوم بيا وزارتونه اخلي . دوستم له تبعيد نه خلاص شو بېرته د مسلح ځواكونو د اعلى سرقوماناندان مرستيال دى او ترڅو چې ژوندى دى دا امتياز څوك نشي ځنې سلبولاى .د اكبرباى ننګ او ناموس تر هغه دكرزي ذمه واري وه چې ترك تبارانو كانديد ندرلودى ، اوس چې خبره داسې ده نو تركيه هم پخپل ټول قوت  په نظام كې خپله ونډه غواړي .  د استاد سياف معامله خو د هغه بل ځل په شان پټه ده خو درۍ څلور وزارتونه  خامخا اسلامي اتحاد ته له يو درجن ولايتونو سره سوغات كېږي . كه قسيم فهيم د شكرې له خطرناكې ناروغى روغ شو ،د ولسمشر مرستيال دى اوكه ومړ ځاى ناستى يې هرومرو ولي مسعود دى .

 دا ستاسو دنده ده چې د قانوني په غليتوب غور وكړى ، موږ يوازې پدې پوهېږو چې اوس كرزى هغه كمزورى  قبيلوي قوماندان ندى چې د دود خلاف يې ښي لورته شمله پرې ايښې وه ،د روزګان په غرونو كې پنځلس ورځې نهر ورګرځېد ، د طالبانو پرضد يې له امريكايانو سره ګډه مبارزه وكړه ، او ړومبى ځل ارګ ته ننوت نو له چاپلوسۍ يې قسيم فهيم ته وويل ماته يو څو تكړه ساتونكي راكړه دا نور .............. په خبره نه پوهېږي .

ليكنه : هارون غرنى

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 11:2 AM |
دا د لمر په څېر روښانه ده چې په تېرو ټاكنو ښاغلى حامد كرزى د پښتنو په رايو ولسمشر شو كه څه هم دى چې هر وخت ځان مجبور وويني نو بيا زګ او واښو ته هم لاس اچوي ده په تېرو ټاكنو كې هم د همداسې ناسمو او دروغو مصلحتونو له مخې چې ګواكې د هزارو او تاجكو رايه به خپله كړې دوه تنه مشهور ملي خاينان هر يو له سياست او ادارې څخه ناخبره دمشهورجنګسالاراحمدشاه مسعودورور  احمدضياء مسعود او د كورنيو جګړو او د كابل د ورانولو اتل كريم خليلى مرستيالان يې  معرفي كړل خو د ټاكنو پايلو وښوده  چې ده په ټول پنجشير  اوباميانو كې له  سل  رايو هم ډېرې  وانه  اخستې  چې دا هم په هغو ځايونو كې ميشتو كوچيانو وركړې وې.

     د ده ټولې ۹۷ په سلو كې رايې د پښتنو د سيمو وې. خو دا ځل فكر كېده چې كرزى به هوښيار شوى وى سم دولت او سم حكومت به جوړ كړي، ملي مصالح به پام كې ونيسي، په كابينه او ډله كې به يې هيواد او ولس ته مخلص اشخاص وي، دا ځل به منفورو او ملت د ښمنو څهرو ته وخت نه وركوي، بلكې باوري شوى به وي چې د ده بريا په منفورو اشخاصو پورې اړوندنه ده، رايې له ملي خاينانو سره نه، بلكې له ولس سره دي خو سر له اوس څخه ښكاري چې ښايي   د ده راتلونكى حكومت تر پخوا لا ډېر بدتر او د مصلحتونو او سازشونو ښكار وي .ده، دا ځل تر پخوا بدتربل ستر جنګي ښامار قوماندان قسيم فهيم خپل لومړى مرستيال او كريم خليلي چې په تېرو اتو كالو كې يې يواځې هزاره مېشتو سيمو ته خدمت كړى خپل دوهم مرستيالان وټاكل. دا دواړه كسان د دې ملت قاتلين اوپه ځانګړې توګه  د پښتنو ازلي دښمنان دي خو كله چې دا دواړه د ده مرستيالان وي او بياپردې ملت  حاكمان كېږي نو ملت خصوصاَ پښتانه به څنګه ده ته رايه وركړي؟.
     كه څه هم كرزى په راتلونكي حكومت كې د پاليسۍ او د ده د كاري ډلې د بدلون دعوه كوي خو د ده د انتخاباتې كمپاين د ډلې تركيب  ښيي چې دا ځل به هم هماغه ديګ او هماغه شلغم وي.  د ده د كمپاين په ډله كې هماغه نامتجانس تركيب او هماغه اچارو ته ورته تشكيل دى.
     د ده د كمپاين په ډله كې داسې اشخاص دي  چې له ده سره د اوو كالو په ټولو بې كفايتيو كې شريك دي. ځينې داسې اشخاص چې لاسونه يې د ملت په وينو سره، په هېواد كې يې قومي  تعصب خپور كړى، په اداري، سياسي او اخلاقي فساد ككړ دي.
     زه حيران يم چې كرزى صاحب په كوم منطق د دې خلكو له لارې له ملت څخه رايه غواړي.
 د كرزي د انتخاباتي كمپاين په مهمو غړيو كې اسدالله خالد، ضرار احمد مقبل ،شاكر كارګر او .... دي.

 د كندهار او غزني خلك خالد په تمامه معنى پېژني د هغه خيانتونه ، پټې اړيكې سياسي، جنايي، مافيايي او اخلاقي تلويث ورته معلوم دى اوس چې  كه د كندهار او غزني خلك  يو ځل بيا د كرزي په ډله كې خالد ويني نو آيا كرزى ته به رايه وركړي ؟.
     همدا راز د مقبل  اوكارګر سابقه، سياسي او تنظيمي بګراوند، له جنګي ډلو او استخباراتى كړيو سره د هفوى اړيكې هر چا ته روښانه دي.

     د ده په حكومت كې هم خالد، هم مقبل او هم كارګر وزارت كړيدى دوى هر يوه خپل ګوند  او اړوند چينل ته كار كړى، مقبل تر دولت ډېر شمالي ټلوالې او كارګر تر دولت ډېر د دوستم ګوند جنبش ته كار كړى دى. كه خالد ملت ته مخ درلودلى نو له پارلمان څخه به يې د باور رايه اخستې واى.
       دوستم، فهيم او خليلي نه يواځې پښتانه وژلي، بلكې زموږ په   تاجكانو، هزاره ګانو، تركمنانو او ازبكانو ورونو  يې هم صرفه نه ده كړې،  په دې قومونو كې يې هم خپل سياسي مخالفين، مخور او منور وژلي دي، حتى سوداګر  او شتمن يې د پيسو لپاره تښتولي نو ملت چې د كرزي د كمپاين په مشرتابه كې دا اشخاص ويني نو هيڅكله هم رايه نه وركوي، دوى پوهېږي  چې كه كرزى ولسمشر شي نو بيا به يې همدا كسان وزيران، مشاورين، مرستيالان او واليان وي ، بيا به همدا رمې او همدا ليوان وي. ملت وايي چې (سال كه نيكو است از بهار اش پيدا است)
همدا اوس د ده د كمپاين دفتر له انارشۍ او بې نظمۍ سره مخ دى  ځانځاني پكې خپره ده، د انحصار او ځان ښودنې لپاره كار كېږي، هماهنګې، ګډ تصميم، شورايي نظام، پكې نشته نو دوى به ښاغلي كرزي ته څنګه كمپاين وكړي.

     د دې كمپاينرانو ډېره برخه ته له ښارونو څخه وتلى او  له ولس سره مخ كېدلى نشي ځكه چې   دوى ملي مجرمين دي او نه دوى له ولس څخه بخښنه غوښتې او نه ملت معاف كړيدي.

     ښاغلى كرزى صاحب! اوس ملت ويښ او هوښيار شوى، په ړندو سترګو نه قضاوت كوي او نه په هر چا پسې ځې. ته چې دا ځل له ملت څخه رايه غواړې نو د كومې لاسته راوړنې له مخې؟ او يا په راتلونكي كې كوم اميد او ډاډ وركوي؟ ولس ستا وفا او جفا دواړه ارزوي، ستا مثبت او منفي اړخونه ټول پرتله كوي.

     ملت له تا څخه څهرې نه ، بلكې كار او خدمت غواړي، آبادي او ترقي غواړي خو ګوره دوى ستا كمپاينران ستا ترجمانان همكاران بولي نو مهرباني وكړه له ولس څخه د داسې چا په خوله رايه وغواړه چې هغه ولس منلي، ملي او مخور اشخاص وي هغه د ملت په منځ كې واوسي، ملت پرې باور  او قومي اساس ولري چې هغوى ستا راتلونكي پلانونه او تېر خدمتونه ولس ته وړاندې كړي، ولس قانع كړي.

     داسې نه چې لكه اوس چې ټولې دولتي  ادارې فلج كړې او مشران يې د ځان د كمپاين لپاره د كمپاين مركزونو ته بوځي. په دې كار سره ته بدنامېږي او خلك در باندې تور لګوي چې له دولتي امكاناتو څخه د شخصي كمپاين لپاره كار اخلي. او كه همدا حال وي نو باور مې نشي چې دا وړۍ  به شړۍ شي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 10:19 AM |
تېره اونۍ  دامريكا د متحده ايالاتو نوي منتخب ولسمشر بارك حسين اوباما د مصر له پلازمينې قاهرې څخه  اسلامي نړۍ ته يوه اوږده  خو هر اړخيزه وينا واوروله .

     اوباما په خپله دې ويناكې د اسماني اديانو تر منځ مشاركتونو، ګډوانساني ارزښتونوته ددوى درناوى ،په ځانګړې توګه دسولې، امنيت، دبشر ددنيوي او اُخروي سوكالۍ لپاره ددرې واړو اديانو (اسلام ،مسيحيت اويهوديت) ژمنتياته اشاره وكړه، هغه ،همداراز داسلامي اولوېديځې نړۍ تر منځ داوسني لېرې والي او دګيلو ناندريو عواملوته ګوته ونيوه او جوته يې كړه چې دى دامريكا اوپه ټوله كې دلوېديځې نړۍ په اړه دمسلمانانو په اندېښنوپوهېږي .

     اوباما د افغانستان، پاكستان، عراق او د فلسطيني ولس او د اسرائيلو تر منځ جګړې، د ايران جنوبي او شمالي كوريا او اتومي مسايلو ته هم اشاره وكړه، هغه ژمنه وكړه چې تر خپله وسه به د اسلامي نړۍ او د لوېديځوالو تر منځ موجود واټن او ناخوالې را كمې كړي، هغه څرګنده كړه چې تر ۲۰۱۲ زېږديز كال پورې به له عراق څخه خپل ټول پوځيان و باسي او همدارنګه اراده نلري چې په افغانستان كې يې هم پوځيان تر ډېره وخته پاتې شي. ده پر فلسطين او اسرائيلو هم غږ وكړ چې  ديو بل وجود وزغمي او خو نړيو جګړو ته زمينه برابره نكړي.
     د ده وينا ظاهراَ ډېره بې پلوه وه او موخه يې اسلامي نړۍ ته  د دوستۍ  پيغام   وو. دا وينا د افغانستان په شمول ډېرو اسلامي هيوادونو، اسلامي ټولنو او كړيو، لوړو اسلامي شخصيتونو او ګوندونو استقبال كړه او له مسلمانانو سره يې يو هيله پيداكړه، د بارك اوباما دا وينا د دې لامل شوه چې لوېديځوالو او مسلمانانو ته ډېر ګونګ او تت ټكي روښانه شي. تراوسه له ځينو سره دافكر وو چې  امريكايان به ګواكې په اسلامي نړۍ كې  دوى  د خپلسريوپه اغېزواو ددوى پروړاندې داسلامي نړۍ دنفرت په كچې خبر نه وي خو اوس روښانه شوه چې  داسې نده، بلكې دوى پوهېږي  چې دهرمسلمان په زړه يې څوڅو داغونه ايښي دي 

      كله چې د امريكا په ټاكنو كې د دې هيواد په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره يو تورپوستى افريقايي ا لاصله  مسلمان نژاده ( بارك حسين اوباما) د متحده ايالاتو تر ټولو لوړ ې څوكۍ ته ورسېد نو د متحده ايالاتو په كورني  او بهرني سياست كې يې د ژور بدلون شعار پورته كړ او ژمنه يې وكړه چې هڅه به وكړي ټولې كورنۍ او نړيوالې ستونزې د مفاهمې او خبرو اترو له لارې حل كړي .

     د ده دا  شعار ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه مسلمانانو ته ډېر  په زړه پورې او هيله وركوونكى و  او په امريكا كې له تاريخي پلوه يو محكوم نژاد ته د منسوب او له مسلمانانو سره د نسبي تړاو لرونكي شخص په توګه چې د خپل عمر يوه برخه يې هم په يوه اسلامي هيواد كې تېره كړې  ته اسلامي نړۍ سره د اړيكو سمولواو د دوستانه فضا د رامنځته كولو لپاره ډېرې هيلې وې.

 د بارك او باما د تېرې اونۍ وينا وښوده چې دى رښتيا هم په ټولو نړيوالو ستونزو او په ځانګړې توګه د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ په ناسم  پوهاوي، موجود نفرت  او د دې ناسم پوهاوي په انګيزو ښه خبر دى او دا هم جوته ده چې ښاغلى اوباما د دې ناسم پوهاوي او د دې ستونزو او كړكيچ  په حل كې ډېر مهم رول لوبولى شي ځكه چې ټول  خلك  يوهېږي چې  په نړۍ كې دانسانيت ترمنځ دنفرت ديوالونه همدې امريكا درولي، دهمدوى دپراختيا غوښتنې حرص  او ښكيلاكي موخو داسلامي نړۍ په هره برخه كې اور ، بل او ګرګې ترې لاندې كړي دي ، همدا امريكايان وو چې له افغانانو سره دامنيتي ، سياسي  ،اقتصادي  او كلتوري مرستو په نوم افغانستان ته راغلل ، زموږ هېواد  يې دسياسي او نظامي انډوخر ډګر وګرځاوه خو په دې هره برخه كې يې مرستې  دمرغۍ شېدې شوې ، لايې هم  ناامني  او دافغانانو ترمنځ دبې باورۍ انفلونزا  خپره  كړه ،منزوي او رټل څهرې ، دهېواد اوافغان ولس  ټول دښمنان ، افغان ولس عاق كړي او سياسي يتيمان يې له كولاب ،مشهد، مسكو دوشنبې ، انقرې او ... څخه راټول او دافغان و لس په برخليك حاكمان  كړل ، همداامريكايان وو چې دعراق  قانوني او منظم حكومت يې   ړنګ او دهغوى قاطع او هوډمن  ولسمشر يې په دار كړ،   همداامريكايان دي  چې صيهونستي تروريزم  يې په غېږ كې نيولى او په سيمه  كې ددوى  دژاندارم په توګه  پرې اسلامي هېوادونه وېروي ، همداامريكايان دي چې ټول  اسلامي  خوځښتونه چې د ځمكې په هره برخه  كې دخپلې ازادۍ لپاره مبارزه كوي ترورستان  بولي او په تور لست كې يې نيسي ، خو دهغوى دښمنان  بيا خپل دوستان بولي ، همدا امريكايان دي چې هره ورځ په افغانستان او عراق كې لسګونه بې ګنا ه هېوادوال چې ډېره برخه يې  ښځې او كوچنيان دي وژني اوبيا پرې دترورست نوم ږدي . همداامريكايان دي چې په ګوانتانامو، بګرام او آبوغريب زندانونو كې يې  داسې فجايع وكړل چې انسانيت ترې امان غواړي ، له خپل هم ډوله سره خوپرېږده ان څوك له ځناورو سره هم داسې چلند نه كوي  ، نو امريكا او په سر كې يې ولسمشر اوباما پوهېږي چې ستونزې دوى جوړې كړي او دحل چابيانې يې هم له دوى سره دي  دوى ته جوته ده چې  په ټوله نړۍ كې  ددوى پرضد دعامې كركې  او نفرت  سمندر څپې وهي ،  زما په اند دده، ددې  وينا  بنسټيزه  موخه  داده چې پدې ډول ددوى پرضد هره ورځ  خپرېدونكى  نفرت  كنترول او كم كړي .  ددوى په اړه دمسلمانانو دورځ په ورځ زياتېدونكې كركې  او حساسيتونومخه ونيسي.

 زه ګومان كوم چې  داوينا  هم دمسلمانانو  پرضد د متحده ايالاتو  دروانې جګړې مطبوعاتي برخه ده ،
دوى  دجګړې تكتيكونه بدلوي ،عامه اذهان مغشوشوي .ددوى دخلكو غولونې يوه بېلګه دا ده چې  ټوله نړۍ پوهېږي  چې په افغانستان كې بهرنيو ځواكونو ماتې خوړلې  او هره ورځ پرې كړۍ تنګېږي  او ميډيا هم ددوى په واك كې ده  ، خوبيا هم ميډيا دخپلو او رېدونكيو ترمنځ دخپل اعتبار ساتلو لپاره  ددوى دانحصار او سانسور سربېره  ، نشي كولى چې ددوى ټولې  ناكامۍ پټې كړي او له غواڅخه دغدودي په اندازه ددوى تلفات او ناكامۍ  خپروي  خو دوى ددې لپاره چې اذهان تېرباسي څو اونۍ وړاندې   اعلان وكړ چې ګويا دوى خوپه  افغانستان كې  بريالي دي  خونړيواله  ميډيا دطالبانو په واك كې ده  او څوك ددوى برياوې او دطالبانو ماتې نه خپروي ؟؟ .

((بسوخت عقل زحيرت كه اين چه بوالعجبيست ))
كه دده موخه غولونه او داذهانو ترور نه وي  ( موږهم  هيله لرو چې دده نيت پاك او دده دخولې ا و ژبې قصديووي) او په رښتيا  هم داسلامي نړۍ او لوېديځوالو ترمنځ  واټن كموي  نو داخودوى ته ډېره اسانه  ځكه دټولو ستونزو او شخړو ترشا يا په مستقيم ډول او يا په غير مستقيم ډول دوى  لاس د ى، دوى دې ښكيلاكي ارادې او پر نړۍ دبادارۍ خوبونه پرېږ دي  ، داسرائيلو په څېر دغاصبانو ملاتړ دې نه كوي  ، دافغانستان ، عراق او سعودي  په شمول  دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دې خپل پوځونه  خپلې خاورې ته وغواړي ، ترټولو لومړى  دې  خپل اتومي ځواك خنثى كړي  نو ستونزې حل دي  . همدا تېره ورځ مو له رسنيو واورېدل چې دده دبهرنيو چارو وزيرې هيلري كلنټن  ايران وګواښه چې  دوى به پراسرائيلو هرډول بريد پرمتحده ايالاتو  بريد وبولي؟. خو اسرائيلو چې تېر كال څه كم څلور زره فلسطيني  مسلمانان په عامه توګه ووژل نو دوى   ورته تندى هم تريو نكړ؟ په هرحال موږ هم له ده څخه  دا هيله لرو چې نوموړى به لكه څنګه يې چې ژمنه وكړه، ددې ستونزو د حل لپاره سمدستي او جدي ګام واخلي.
ځكه چې ددې ستونزو په حل كې تربل هرچا وړاندې ددوى ګټه ده ،. ددوى وګړنيز، نظامي  او اقتصادي ځواك او دوى مجروح حيثيت  ژغورل كېږي  .
      موږ د متحده ايالاتو پر ولسمشر غږ كوو چې د نړۍ په سياست كې د يوه مطرح، پرمختللي اود نړۍ په ټولو پېښو كې دلاس لرونكي هيواد د ولسمشر په توګه د دې ستونزو د حل لپاره په اخلاص او د زړه له كومي ګام واخلي موږ باور لرو چې امريكايان د نړۍ د امنيت او سوكالۍ لپاره ډېر څه كولى شي  او دا هم جوته شوه  چې دوى ته ټولې ستونزې او د ستونزو اصلي انګيزې او دحل لارې ورمعلومې دي نو كله چې داسې ده نو ضرور ده چې هم امريكايان او هم بل هر هغه څوك چې د نړۍ د سولې او امنيت لپاره څه كولى شي را پاڅېږي او په دې اړه خپل مسؤوليت او رسالت تر سره كړي.
      زموږ په اند د نړۍ د امنيت لپاره هڅې ، له يوقطبه كېدلو څخه دنړۍ ژغورل او د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ د ناسم پوهاوي له منځه وړل يواځې د اوباما او امريكايانو كار ندى ، بلكې په دې اړه ملګري ملتونه (كه څه هم اوس  يې دسي اى اې   دتحريراتو ددفتر حيثيت خپل كړى )، اسلامي هيوادونه او په ځانګړى توګه اسلامي كنفرانس هم ډېر رول لوبولى شي .نو موږ پر دوى هم غږ كوو چې په دې اړه قوي ګامونه واخلي  ،خپل مسؤوليت او رسالت ادا كړي او نړۍ له روانې  تراژيدۍ څخه وژغوري .

محمدحسن حقيار   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 10:15 AM |

سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه

 د بریټانیې ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنوب کې د بریټانوي سرتیرو د ماموریت خطرناکتوب او پیچلوالي ته اشاره کړي او په دې اړه یې یو مطلب  خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې بریټانوي سرتیري په افغانستان کې د نورو ټولو میشتو بهرنیو سرتیرو په پرتله له زیاتو ګواښونو او خطراتو سره مخ دي او په دې جګړه کې د هغوي په اوږو دروند بار ایښودل شوی دی.
ګارډین ورځپاڼه په افغانستان کې د میشتو امریکايي قوماندانانو له قوله لیکي چې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د وسله والو بریدونو په کچه کې اویا سلنه زیات والی راغلی او ښایې جګړه نوره هم شدیده شي.
ګارډين  لیکي چې په متوسط ډول په هلمند کې د بریټانوي سرتیرو پر وړاندي هره ورځ یولس حملې کیږي چې د حملو دغه کچه په هلمند کې د افغانستان د نورو سیمو په پرته بي ساري لوړه ده.
ګارډين په هلمند کې د میشتو بریټانوي قوماندانانو څخه په حواله لیکي چې د افغانستان جنوب او په خاصه توګه هلمند ته به د نویو امریکايی سرتیرو په راتګ سره د دغو بریدونو کچه کمه شي او د بریټانوی سرتیرو پر اوږو ایښودل شوی بار به هم سپک کړای شي.
هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې د طالبانو د فعالیتونو تر څنګ د نشه یې داروګانو قاچاقبر هم ډیر فعال دي.
ګارډین لیکي چې په هلمند کې میشتې د طالبانو یو شمیر کړۍ غواړي چې له دولت سره یو ځای شي او که چیرته دغه کار په ریښتیا هم صورت ومومي نو تر  ډیره حده پوري به په هلمند کې د بغاوتونو کچه را ټیټه شي او حالات به د کنترول تر پولي ورسیږي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 10:12 AM |
ولسمشرۍ ته د کانديدانو په  لومړني لست کې له شاملو کسانو  څخه د دوو تنو او ولايتي شوراګانو ته په  لست کې له شاملو کسانو څخه د ٥٤  تنو نومونه حذف شول .

 دا څرګندونې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عزيزالله لودين  خبريالانو ته وکړې . لودين ددې کسانو د لرې کېدو لامل معلوم نه کړ او دغه کار يې د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون وباله .

 دده په وينا،   له ٤٤ هغو کسانو څخه  چې د ولسمشرۍ لپاره د کانديدېدو په موخه يې  نومونه ثبت کړي وو ، د محمداکبرباى  او سيدجعفر هوفياني نومونه لرې شول .   له يادو شويو ٤٤ تنو څخه محمدداوود ميرکي څو ورځې وړاندې له کانديداتورۍ تېر شو.

 لودين  زياته کړه چې د  ولسمشرۍ د ټاکنو د کانديد سنګين محمد رحماني دويم مرستيال ضياالدين نوم هم له لست څخه لرې کړاى شوى دى .

 د سرچينې د معلوماتو له مخې،  د٣٤٢ ښځو په ګډون  له ٣٣٢٤هغو کسانو څخه  چې په ياد شوي کميسيون کې يې د ولايتي شوراګانو لپاره د کانديدېدو په موخه نومونه ثبت کړي ، د ٥٤ نومونه لرې شوې دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 14 Jun 2009 او وخت 10:8 AM |

An Army Corps carry team carries the transfer case containing ...

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 3:30 PM |
تيره ورځ په ځينو پاڼو كې ليكل شوي وچې دټاكنو د خپلواك كميسون له خوا ښاغلى شهنواز تڼى د ډاكتر نجيب الله دحكومت په مهال په جنګي جنايتونو كې دښكيل تيا له امله داولسمشري دنوم اندو له ليست ځخه يې نو م لري كړل شوى دى ، او ځوتنه نورهم ترپو ښتني لاندي دي ، او س پوښتنه دلته راپيداكيږي چې دانارې ټو ل وهي چې دټاكنو كميسيون خپلواك دى، او داهم ويل كيږي چې په اساسې قانو كې راغلى هغه څوك په جنګي جنايتونوكې ښكيل پيژندل كيږي يا جنګي جنايت كونكى، هغه ځوك دي چې با صلا حيته محكمې له خواپريكړه ورباند ي ختلې وي ،دمحكمي له خواپيژندل شوي وي ؟

او س راشې وګوري او خپله قصاوت وكړئ چې پرښا غلي شهنواز تڼي باندي دكومي محكمې له خوا پريكړه ختلې او په كومو جنګي جنايتونوكې ښكيل او لاس درلود؟
بله خبره داده چې جنګي جنايتونه خو به تعريف لري؟
جنګي جنايتونه كومو جنايتونوته ويل كيږي ، تركوهه ځايه چې نړيوال نو رمونه دي هغه داوايې چې جنګي جنايتونه هغه دي چې دجګړي پرمهال په قصدي ډول بئ ګنا خلګ وځوورل شې ووژل شي ، اوددوي پر سر مال اونامو س باندي بريدونه وشې ، په جګړو كې ددخيلو ډلو وژل او يو پربل بريد كول چې بئ ګنا خلګوته زيان ونه رسيږ ي په جنګي جنايتونو كې نه راځي، بلكي هغه د وسله والوترمنځ جګړې دي ،

اوس كه لږ تير ته پاملرنه وكړو دډاكتر نجيب الله دحكومت په مهال چې ښاغلى تڼى صاحب ددفا ع وزير وو ده خپله دند ه كه هر ډول وه خورا ايماندارى ترسره كوله ، چيرته او په كوم ځاى كې ده اوددو وسله والو پو ځونو د بي ګنا خلګو پر سرونو مالونو اونامو سونو بريدونه كړيدي ؟

ايا ځو ك بۀ داسې شواهد وړاندي كړي چې د ډاكتر نجيب يا دانقلابيونو پر مهال دي داسې كړني شوي وي چې دخلګو پر نامو سونو او مالونو بآندي بريدو نه شوي ؟
فكر كو م هيځوك بۀ داسې شواهد او اسناد ونه لري اونه هم داسې پيښي شويدي چې پربې ګنا خلګو دي بريدونه شوي وي يا دي دهغو ناموسونوته په سپكه كتلى شوي وي .
چې داسې ده نو بيا ولي داسې ناوړه تورونه پريو ه داسې شخصيت باندي لګيږئ چې په ټول ژونديې ديوې افغانۍ خيانت له ملت او خپلي دندي سره نه دى كړى ، په پوره صداقت سره يې دنده تر سره كړيد ه .
دوهم ايا داكميسيون خپلواك دي ؟ دا ځنګه خپلواك دي چې په جنګي جنايتونو كې ككړ كسان دولسمشر معاونين او كانديدان دي پر هغو تورنه نه لګيږي او نه يې نوم لري كيږي چې ټول افغانان دكابل هر كو ځه او ټوله نړې يې په ملي جنګي جنايت كارانو پيژني ، او دخلګو پر نامو سونو مالونواو سرونويې داسې تجاوزونه وكړل چې تاريخ كي بيلګه نه لري اود په يو شپتمه پيړي كې يې دجنګيزنوم راژندى كړ.
راشئ داځو پوښتني له ځانه وكړو له ملت يې وكړو او له وجدانه يې وكړو چې :
=چيرته انقلابيونو دخلګو دميرمنو نه تي پريكړي دي ؟
= چيرته يې پر نامو سونو ير غلونه كړيدي ؟
= چيرته يې ناهيده له وحشت اوبربريت ځخه له دريم منزل نه ځان لاندي را اچولى دى ؟
= چيرته افغاني پيغلو دخپل عزت دساتني لپاره دكا بل سيند ته ځانونه اچولي دي؟
= چيرته يې د افغانانو په سرونو كې ميخونه ټكوهلي دي ؟
= چيرته ېي دمړو رقصونوته ميلې جوړولې ؟
چې دا يو كار يې هم نه وي كړى نو بيا ولي داسې لوي ظلم ورسره كيږي ، دا دپښتنو په وړاندي يو دسيسه ده چې مخګي له مخې په مسكو او تهران كې جوړه شوي وه او دكابل دچارواكو له خوا پلي شوه . كه ايرانيان داسې كتا بونه راليږلاي شي چې پكي ليكلي دي : ( فارسي شيرن وشكراست = پشتو ګوز خر است ) نوايا زمو ږ ملي سيا سي شخصيتونه نه شې بدنامه ولاي ؟ هو كولاي يې شي، خوادټولوپښتنو لپاره سپكاوى او ورته دخطر نوي زنګ وهل كيدل دي چې په يوه ډول موهم نه پريږدي .
دعبدالله لپاره دملاتړ غونډي كيږي د خليلي لپاره ټولۍ اسانتا وي برابريږي ، خو پښتون ا و ځئږ پښتون چې ترهر څۀ ورته پښتو او افغانيت ګران دي دجنګي جنايت كارانو په تور لري كيږئ ؟ داډير لوى خطردى پښتنو ته ، او افغانيت ته ملي يوالي او ملي افغاني روحيې ته ؟
وايې چې مربي لري مربا خوره دا خلګ تكړه با داران لرى ، ځكه يې ځو ك له ميدانه نه شې لري كولاي ،
* دايو واقيعت بايدومنو چې دپردوغلامان ترموږ ښه دي وا ك لري يوالي لري او كار كوي، ګوري دتڼي صاحب پرخلاف يې په كابل اوهرات كې مظاهري وكړي ، نړيواولواوكميسون هم دهغو پرلاره ولاړى ، خوراشې دي خواته چاد خليلي او عبدالله او دتهران مسكو دګوډاګيانو پرخلاف مظاهري كړي دي ؟
كه چيرته لويې پكيتا داميړانه كړي وايې اوياهم نوروسيمو چې زموږ په سرونوكې ميخونووهونكې جنګي جنايت كاران دي بايد لري شې كه يې ځوك نه راسره منى نو موږ له ټاكنو سره بايكاټ كوو ، چانه ورسره منله، هر چاورسره منله خو په پشتنو لويه پكيتا اونوروسيمو كې دونه ميړانه او غيرت نشته چې له خپلو رواحقوقو ننګه وكړي ددوي سترګې ډالرو او معاملو ړندي كړي ا ووجدانونه يې پلورلي دي چې پلورلي وجدان هيځوخت توره نه شې كولاي ،
تڼي صاحبه ته خو بآدارنه لرى ستا ملت هم چې دچا بآداري نه منى وګوره ځۀ حال يي دى ، ماشومان ميرمني او مشران يې په بمونو الوځو ل كيږئ ، ستا لپاره وخت شته هغه وخت ډير ژر راتلونكى دى چې همدا خلګ چې نن ددښمن په خوله په تا پسې نارې وهې ، سبا بۀ تا په اوږوكې ګرځو ي ددوي دپوهيدو لپاره لږوخت پاته دى ،خوتاسوته هم په كارده چې دټولو ملي شخصيتونواوګوندونوديوالي لپاره له هر ډول توپيرپرته كاروكړئ .
افغانان خاموشه اكثريت يوه لويه ګټه وكړه ملي شخصيتونو او ملي روحي ته يو اشاره وشو ه چې داوطن غلام دى او دغلامانو لپاره هرډول اسانتاوي شته خو دخپلواكو او ازادو لپاره چانس نشته ، كه غواړئ دژوند ټولي اسانتياوي ترلاسه كړئ؟ كه غواړئ ښه قدرت ولري او ښه ژوند ولرئ نوراشې غلامان شئ تكړه غلامان ، يو بآدرا پيداكړئ ، تكړه بآدرا چې په ټولو كارونوكې كرنيل خودمختارياست هرڅه موزړه غواړي كړي ،
* اوس خبره روښانه شوه چې شهنواز تڼى يو ملي خپلواك سياسي افغاني شخصيت دي ،چې په يوه بهرنې هيواد او جاسوسي شبكو پوري نه دي تړلى ، ځكه پشتوانه نه لري كه يې درلوداي نو ددوستم غوندي يا د محقيق غوندي به يې چامخ ته ګلونه نه شواي اچولاى . او كه له ده سره داسې عمل شوي واي نو دكرزي غوږونه به يې وخته تاو كړي وو. چې دازما سړى دى هر ډول چې كيږي ويي ساته كنه په ...............

زموږ نادانه اوبي علمه له هر ځه ناخبره عزيزان بيا وايې داخو نو خلقى و بايد لري كړي يې وايې ، دښمن دښمن دى هغه دي نه سره ويشي ،ځوك دطالب اوالقايدي ، ځوك دحزب اسلامې توندرو، او ځوك د نيكټايې دار طالب ، ځو ك دپاشيست اودخلقى په نوم مو سره بيله وي اوبيا مويوبل په خپله سره جنګوي. خو دا زموږاوستا سو جهالت دى چې خپل ځانونه دهغو په خوله سره بيله وو
زما داليكل ددي لپاره نه دي چې زه له انقلابينونه دفاع كوم ، خو اصلي خبره داده چې مو ږ با يد واقعتونه ومنو او نورپه تياروكې پاته نه شو خير كه يو ځه ترخه دي خو منل يې ګټه لرئ ، او خپلي اشتبا وي ومنو چې خپلو عزيزانوسره ناوړه چلند دنورودسياسي ګټو پراساس كوو ،
له ټولو هيوادوالو داهيله كيږي چې د ټاكنو ددي لوري كميسون ددي پريكړي په اړه خپل غبرګونونه وښئ او هيوادوالوته داروښانه كړي چې تركاسې لاندي نيمه كاسه شته ، زموږ پر مشرانو دي داسې نا وړه تورنه بي اساسه ديو چا دخوشحاله كولو لپاره نه كوئ ،
ګرانو هيوادوالو : لمر په دو ګوتو نه پټيږي .... غواتوره او شيدې يې سپيني دي
دښمن په كمين كې ناست دي له هر ي وسلي كار اخلي ترڅو زموږ په منځ كې درزونه واچوئ او يو بل سره وجنګوئ ، او دو ي زمو ږ له نفاق نه ګټه پورته كړئ ، بس دى راځئ نورسړي شو دسړو په شان ديوالي فكرو كړو،
موږ بايد دي ټكي ته متو جه وه او سو چې برياليتو ب مو په يوالي كې دى ، دايوالي له تيرو ټولو ناوړه اندونواو كړنو له تيريدو او ديوه نوي روښانه راتلونكې لپاره دملي يوالي اوملي ستراتيژي له ټاكلو پرته منځ ته نه راځي .
موږ با يد خپل ملي شخصيتونو وپيژنواو درناوى يې وكړو كه هرځوك وي او په هر ډله پوري تړاو ولري . افغانيت پښتو ژبئ او پښتو نوالي ته دهغو دوفادري او خدمت په اسا س ورته درناوي ولرو نه دشخصي ګټو او ګروپي اندونو په اساس او يا دپردو په خوله .
هيوادوال اوس په دي وپوهيدل چې ملي خپلواك او افغاني مشران او شخصيتونه شته اولرويې چې په هيچانه دي پلورل شوي، يو ه ورځ به راشې چې ددي ملت سترګې به روښانه شې سد به يې سرته راشې په همدغو مشرانو پسې به ددي دايمانداري صداقت ا و وفاداري په اساس ودريږي ،ملاتړبه يې وكړي او خپل سرنويشت به په خپله خوښه وټاكي ،له دي ستونزو به ځانونه وژغوري . دپردوپلتې به يې له غوږووځې له هرډول بدګمانې توپير پرته به سره يو لاس پر مخ روان شې.
زموږ مظلوم اولس كړيدلي افغان ملت او ټول هيوادوال له ټولو ملي ګوندونو اوشخصيتونو هيله كوئ چې تيري تربګنئ پريږدي او داوسنيو شرايطو دغوښتنو په اساس سره كيني او يو موټي شې اولس له دي ستونزو ژغوري ، تربل هروخت اوس ملي ، سياسي اندي يوالي ته اړتيا ده، اوداولس هم داارمان دي ځكه په ملي سياسي يوالي كې دژغورني لاره پره ته ده .
را ځئ چې د ملي رو حي لرونكو او ملي ستراتيژي لرونكو شخصيتونو سره ملګري شو او خپل سرنوشيت په خپله وټاكو ،
راځى دا ميړانه وكړو داتوره وكړو دا ايمان تير كړو له سپني ماڼې او دهغو له ګوډاګيانو داواك واخلو چې زمو ږ سرنويشت ټاكئ ، راځي داكار په خپله وكړو خپل سرنويشت په خپله وټاكو
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 3:24 PM |
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 2:44 PM |

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي چې سږ كال به د څه باندې څلويښتوزرو ښوونكو درتب معاشاتو سيسټم تطبيق شي او په راتلونكي كال كې به دا سيسټم د افغانستان په ټولو ښوونكو باندې عملي شي.

د دې وزارت وياند محمد اصف ننګ د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې د روان كال د سرطان يا چنګاښ په د يارلسمه نېټې به درتب معاشاتو سيسټم په يوه ورځ په دوه څلويښت زرو ښوونكو تطبيق شي او نيتجه به يې د لسو ورځو په موده كې اعلان شي.

د ښاغلي ننګ په خبره درتب معاشاتو د سيسټم له تطبيق سره چې سږ كال به له دولسم پاس نه په پورته سويه لرونكو ښوونكوعملي شي، له پنځو زرو نه نيولې ترڅه باندې شلوزرو افغانيو پورې د ښوونكو تنخواوې اوچتې شي:

"د رتبو معاشاتو سيستم به پر معليمينو په دوو كلونو كې عملي شي، د څلوارلسم صنف پر فارغانو، ليسانسه او تر دې بړرته ښونکیو به په دې كال كې عملي کېږي، پر نورو معلمينو به كال ته دا سيستم عملي شي. په نوي سيستم كې د معلم تنخوا تر دوه ويشتو زرو افغانيو پورې لوړېدای شي."

ده وويل چې د دولسمو ټولګيو په فارغانو  او نورو هغو ښونکیو چې زده کړې يې کمې دي،  به درتب معاشاتو سيسټم په راتلونكي كال كې عملي شي ترڅو د يوه كال په موده كې د هغوى مسلكي پوهه لوړه او كاري تجربه ددې سيسټم په تطبيق كې په پام كې ونيول شي.

په عين حال كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدماتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې دښوونكو درتب معاشاتو سيسټم به په پوره شفافيت تطبيق شي او په دې پروسه كې به هېڅ ډول درغلۍ ونه شي.

د دې كميسيون د بشري منابعو او تقنين رييس محمد عيسى رحيمې څرګنده كړه، كوم ښوونكي چې لوړه علمي سويه لري بايد امتياز وركول شي او د نورو ښوونكوعلمي او مسلكي پوه بايد لوړه شي:

"هغه ښوونكي چې لوړ معيارونه لري، هغوى ته بايد موږ ښه امتيازات وركړو، او هغه كسان چې معيارونو يې ټيټ دي، د هغوى د ظرفيت د لوړولو لپاره كار كوو وروسته له دې چې ظرفيتونه يې لوړ شول او دا ټول معيارونه يې تكميل كړل، نو هغوۍ هم كولاى شي چې د ښو امتيازاتو خاوندان شي."

د پوهنې وزارت وايي چې دا مهال كابو يولك او اويا زره ښوونكي په افغانستان كې څه باندې شپږ ميليونو زده كوونكو ته سبق وايي چې يولك اولس زره يې له دولسم ټولګي څخه تر دكتورا پورې علمي سويي لري او پاتې برخه يې يا له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي او ياهم له دې څخه ټيټه علمي سويه لري.

خو د پوهنې وزارت وايي چې همدا اوس هم د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د داخل خدمت كورسونه او په دارالمعلمينونو كې د روزنې پروګرام روان دى او هڅه كيږي چې ښوونكي په علمي اومسلكي لحاظ وروزل شي.

د پوهنې وزارت په داسې حال كې د لسګونوزرو ښوونكو د تنخواوو د لوړولو خبر وركوي چې دا مهال د افغانستان په بيلابيلو برخو كې ښوونكي له ټيټې تنخوا څخه شكايت كوي او ويل كيږي چې له همدې امله دوى نورو كارونو ته مخه كړې او ښونځیو ته يې پاملرنه کمه ده.

بلخوا په ځینو سېمو کې ښونکیو هماغه کمه تنخوا هم په سیستم کې د ستونزو د شتوالي له کبله نه ده تر لاسه کړي.

ښونکي وايي د پوهنۍ وزارت مخکې هم په وار وار داسې ژمنې کړي خو د دوی په تنخوا یوه روپۍ هم نه ده ور زیاته شوې.

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 2:39 PM |
په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ددغه هيواد په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړى .
په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو درسنيو له دفتر څخه په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي چې دغه سرتېرى تېره ورځ د افغانستان په سوېل کې د يوې چاودنې له امله وژل شوى دى.

په وينا پاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت نه دی ډاګيز شوی او نه يې هم دوژل کېدو دقيق ځای په نښه شوی دی .

د کابل په شمال ختيځ ولايت بغلان کې بيا چارواکي وايي چې له څو ساعته پوځي عملياتو وروسته يې څلور طالبان وژلي او يو شمېر نور ټپيان کړي دي.

ددغه ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن سيدخېلي تورغرته وويل چې عمليات پرون سهار د زاړه بغلان په يوه کلي کې پيل شول او تر ناوخته يې دوام درلود.

هغه وويل : (( د دښمن څلور مړي او څلور ټپيان د جگړې په ډگر کې پاتې دي، نور ټپيان يې له ځانه سره وړي دي.
په عملياتو کې يو ميل هاوان، يو ميل د اوږې د سر توغندى، پنځه موټر سايکلونه، د توغندي 50 مرمۍ او د نورو سپکو وسلو مرمۍ د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي . ))

ښاغلي سيدخيلي زياته کړه چې بهرنيو ځواکونو په سيمه کې يو کور هم له دې امله بمبار کړ چې پر افغان امنيتي ځواکونو باندې ورڅخه ډزې کېدې .

دا په داسې حال کې ده چې تر دې يوه ورځ وړاندې د بغلان په گاونډي ولايت کندز کې هم د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ديوه قوماندان په ګډون درې طالبان ووژل شول .

که څه هم دافغانستان شمالي ولايتونو دسويلي هغو په پرتله دامنيت له اړخه ښه دي خو په دې وروستيو کې ورڅخه دخال خال امنيتي پېښو ر يپوټونه ورکول کېږي .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 2:35 PM |

د چارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بیري د افغانستان د تولیداتو د کارونې په اړه دیونریوال تلویزون خبریال ته د یوی ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګندونې کړي ددې مرکې پوښتنې او ځوابونه په دې توګه دي:

پوښتنه : ښاغلى سفير څرنګه چې د ننني كانفرانس موضوع هم داوه چې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په ادارو او ماموريتونو كې بايد له افغاني توليداتو څخه كار واخيستل شي، متحده ايالات په خپلو دواړو ملكي او پوځي ماموريتونو كې په دې اړه څه كولاى شي؟

ایکن بیري: د متحده ايالاتو دواړو پوځي او ملكي ماموريتونو په دې برخه كې زيات څه كړي دي او زه پرې وياړم، مونږ له هغې پاليسي څخه كار اخلو چې وايي، افغاني توليدات او سرچينې بايد لومړي ځاي ولري.

هر ډالر چې په افغانستان كې لږول كيږي مونږ پوښتنه كوو چې، ولې مونږ بايد افغاني توليدات را وه نه نيسو؟  مونږ دا پوښتنه كوو چې ولې مونږ كارونه افغاني كمپنيو ته بايد ور نه كړو؟ ولې بايد افغانان په كارونو و نه ګمارو؟  او كه دليل داسې وويل شي چې په دغو برخو كې افغاني توليدات يا كمپنۍ موندل كيږي نه او يا دا چې ظرفيتونه يې نه دي لوړ نو مونږ بيا تصميم نيسو چې په دغو برخو كې د افغاني ظرفيتونو په لوړولو كې مرسته وكړو.

مونږ غواړو له افغان حكومت سره هم خپل مشاركت زيات كړو څو د توليد ظرفيت او د كارګرانو ظرفيت لوړ كړو، مونږ له نړيوالې ټولنې څخه هم دا غواړو چې په دې برخه كې زمونږ په پل باندې پل كيږدي.

پوښتنه: تاسو څنګه كولاى شئ چې نړيواله ټولنه وهڅوئ څو افغاني توليدات را ونيسي؟


ایکن بیري: زه فكر كوم چې نړيواله ټولنه په زياتو برخو كې ښه كار كوي، مونږ متحده ايالات له افغانستان سره غوره سوداګريز او اقتصادي پروګرامونه لرو.

د بيلګې په توګه په ډېرو مواردو كې كه د امريكا حكومت او پوځ وغواړي چې د كوم سړك، مكتب يا كلينك د رغولو چارې كومې كمپنۍ ته وسپاري نو دا سيالي يواځې افغاني كمپنيو پورې محدوده وي او يا هغو كمپينو پورې چې۵۰ فيصده كاركونكي يې افغانان وي او د داسې كانفرانسونو په ترڅ كې مونږ غواړو چې همدا كړنلارې له خپلو نورو نړيوالو ملګرو سره هم شريكه كړو.

پوښتنه: كه څه هم تاسو په دې وروستيو كې په دې دنده ګمارل شوي ياست خو ايا تاسو خپل مامورين د افغاني توليداتو كارولو ته تشويق كړي دي او يا داسې كوم بيل مو لاسليك كړى دى؟

ایکن بیری: زما له راتګ وروسته په دې برخه كې مونږ زياتې خبرې كړي دي، ما د خپل مخكني پوځي ماموريت پرمهال يو بوتل اوبه پورته كړې چې هغه په خليج كې جوړې شوې وې، نوما پوښتنه وكړه چې ولې مونږ له خليج څخه اوبه رانيسو په داسې حال كې چې افغانستان فوق العاده ښې اوبه لري،كه پانګونه وشي نو افغانستان بوتلي اوبه توليدولى شي.

په هرصورت زما مامرينو ډېر دلايل وويل خو ما ورته وويل چې څرنګه كولاى شو د دغو اوبو صحي والى باوري كړو او څنګه مونږ په دې برخه كې پانګونه كولاى شو او تاسو پوهيږئ چې يو كال وروسته بيا په افغانستان كې د متحده ايالاتو پوځونو همدا د افغانستان بوتلې اوبه څښلي.

پوښتنه: ايا داسې كومه احصايه يا شمېرنه شته چې متحده ايالاتو كاركونكي په افغانستان كې تير كال د څومره ډالرو په ارزښت افغاني توليدات اخيستي دي؟

ایکن بیري: يوازي تېر كال زمونږ پراختيايي ادارو ۲۴۰ ميليونه ډالره د افغاني كمپنيو له ليارې لږولي دي، كه دا ساختماني كمپنۍ وي چې سړكونه يې جوړول او يا د د اوبو د توليدولو كمپنۍ وې، په دغو كمپنيو كې ۲۰ زره افغانانو كار كاوه.

د دې ترڅنګ د متحده ايالاتو پوځ د تېر كال په دوران كې تقريبا يو مليارد ډالره په افغاني كمپنيو او د افغانستان په اقتصاد كې پانګونه كړې ده، دا يو لوی شمیر دی او زه اټكل كوم چې په راتلونكي كلو كې به تر دې هم دمتحده ايالاتو زياتې پيسې د افغاني كمپنيو له لارې ولګول شي.

مونږ به نړيوال هم وهڅوو چې په دې برخه كې زمونږ لاره تعقيب كړي.

پوښتنه: تاسو وويل چه ۲۴۰ ميليونه ډالره مو تېر كال په افغاني توليداتو لږولي دي ايا د دي كال لپاره هم څه اټكل كولاى شئ چې څومره پيسې به په دې برخه كې ولږيږي؟

ایکن بیري: ډيره ښه پوښتنه ده اوس مهال مونږ په خپلي انكشافي بوديجې باندې فكر كوو او كوښښ كوو چې تصميم ونيسو، كه څه هم زه نشم كولاى چې تاسو ته دقيق عدد و وايم خو يو شي ويلي شم چې دا به له ۲۴۰ ميليونو ډالرو څخه زياتې وي.

دا خو يوازې د ملكي پراختيايي ادارو له خوا دي او د پوځي اړخ له پلوه هم زه تضمين كوم چې عدد به د تېر كال په پرتله ډېر زيات وي، راتلونكي كلونه به ښه كلونه وي.

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 2:32 PM |
د امریکا پوځ چې په وروستیوڅوکلونو کې یې ځان د عراق د جنګ لپاره چمتو کړی وو،اوس یې د افغانستان د جګړه لپاره روزنه پیل کړې ده .

د امریکا د بالیمورپه ابردین تعلیماتي مرکز کې انجنیران اومتخصصان هڅه کوي داسي پوځي موټران جوړکړي چې د افغانستان د غرنیوسیمو لپاره مناسب وي .

 

دا نقلیه وسیلې ، چې د هریوه بیه یې نژدې یوملیون ډالره ده، خاص جمپینګونه لري ، اوس ازمویل کېږي چې د افغانستان له کنډوکپروډکوسړکونوکې سم کارکولی شي.

د امریکا په همدې سیمه کې د افغانستان د کلیو نمونې جوړې شوې اود افغانستان د خلکوداسي ماډلونه پکې ایښودل شوي چې د افغانانو په څېرکالي وراغوستل شوي چې امریکايي پوځیانو ته وروښودل شي چې له افغانانو سره څرنګه چلند وکړي .

 د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې له لیکنې سره سم په وروستیو شپږو کلونو کې د امریکايي ځواکونو اساسي تمرکزد عراق پرجګړې وو اوپوځي وسایل اوتریننګ هم د عراق له شرایطو سره سم ورکول کېده .موټرونه اوپوځي لارۍ د عراق له  تودو او هوارو دښتو سره سم جوړشوي ول .د امریکا پوځ داسي پوځي وسایل اخیستل چې ټول د عراق له شرایطو سره برابر ول.

 اوس دا ټول وسایل چې د عراق د جګړې لپاره رانیول شوي ، باید افغانستان ته واستول شي اود عراق له شرایطوسره برابرکړای شي .

 امریکايي پوځي مقامات غواړي چې ځانونه داسي موټرو او زغرګاډو ته چمتو کړي چې نسبتاً سپک وي او د افغانستان په غرنیوسیمو کې په تېزسرعت حرکت کولی شي .

 د امریکا دفاع وزارت خاص د افغانستان لپاره د نویو پوځي وسایلو د جوړولودوه ملیارد ډالري پلان جوړ کړی دی.

 د امریکا اردو هڅه کوي چې د دغو نویو نقلیه وسایطو لومړۍ جوپه چې (ایم آر اې پي) نومېږي، د روان کال په دوبي کې د خپلو عسکرولپاره افغانستان ته ولېږي .

 حاضردمه په افغانستان کې دا ډول زر(۱۰۰۰) نقلیه وسیلې شته چې هره یوه یولک ډالره مصرف ته اړتیا لري څود افغانستان په شرایطو برابره شي .

 په ۲۰۰۷ ع کال کې څرګنده شوه چې (ایم ار اې پي) پوځي ګاډي په افغانستان کې چندان کامیاب نه دي اوترهغو (هوموې) موټرونه بهتره دي .د وال ستریټ ژورنال د راپورپراساس اوس ټوله هڅه دا ده چې په (ایم آر اې پي) موټرونو کې په زیات مصرف تغییر راوستل شي چې په افغانستان کې ورڅخه ښه استفاده وشي .

 خو د دې ورځپاڼې د راپورله مخې د امریکا په دفاع وزارت کې بیروکراسي یا کاغذبازۍ او نورې ستونزې سبب شوې چې دا موټرونه ژر د افغانستان په شرایطو برابر جوړ نه شي اوتراوسه پورې یې یوازې پنځه عرادې په داسي وسایلو سمبال شوي چې د افغانستان له شرایطو سره سمون لري .

.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 1:46 PM |
تېره ورځ ۹بجې دکونړولایت داسعداباد ښار جامع جومات ته مخامخ دامریکایي سرتېرو په یوبمي حمله کې ۵۴تنه ملکي  وګړي زخمیان او۳تنه شهیدان شول .

له پېښې سمدستي  وروسته افغاني النسب امریکایي ویاند خبریالانوته دتیلفون له لارې وویل چې دلاسي بم داحمله امریکایانونه بلکه دده په ویناطالبانوکړېده ده په تفصیل کې زیاته کړه چې له نږدې ودانۍ نه یوه تن لاسي بم دخلکوګڼې ګوڼې ته ورګوزارکړ  خووروسته له شک پرته څرګنده شوه چې په دې خبره دنوموړي ویاندبې ځایه تاکیدیوازې دپل غلطولوهڅه وه ترڅووکړای شي رسواشوې دسیسه پټه کړي .

دپېښې ټپیانو اوداسعدابادښارګردواوسېدونکوشاهدي  ورکړه چې له ترافیکي نښې سره له ټکروروسته چې ښوونځي ته تلونکي کمکیان اونورلاروي په دې سیمه کې راغونډ شول یوه امریکایي سرتیري پرې دګرنېډ ګوزاروکړ چې په پایله کې دافاجعه رامنځ ته شوه دکونړبي واکه والي فضل الله واحدي چې نورکله به یې له پېښې وړاندې خبریالانوته زنګ واهه داځل یې ټلیفون کارنه کاوه ښایي دڅنګلوري نورستان ولایت دوالي تمیم نورستاني برخلیک به یې سترګوته درېده چې دملکي تلفاتوپه اړه یوه جزئي اعتراف په ۲۴ساعتونوکې دولایت له څوکۍ راوغورځاوه .
بایدووایوچې دې پېښې دنورورازونودافشاکولوترڅنګ دکونړاودکابل دچارواکوایمان اووجدان هم ښه وتاله چې ددومره سترجنایت په اړه یې لاهم پټه خوله بهتري بللې .
که راشواصلې خبرې ته ددې پېښې نوعیت اودامریکایي ویاندبیړنی غبرګون داسې څرګندوي چې داپېښه دامریکایي دسیسه ګرودهغوجنایاتودلړۍ یوه کړۍ ده چې له تېرو ۸کلوراپدېخواروان دي خوعاملین یې لاهم نه معلومیږي .

نږدې ۲کاله وړاندې همداشپې ورځې وې دګردېزښار دخوست په لار دخلکوپه منځ کې چاودنه وشوه چې ۱۶تنه ېې ووژل  او۲۰نوریې ټپیان کړل پېښه همداسې مرموزه پاته وه

اوځینوناخبروخولا په طالبانوتاوانوله خوڅومیاشتې وروسته دپېښې یوروغ شوي ټپي  وویل چې امریکایي سرتېروله سیمې دتېرېدوپه  وخت یوکارتن دسرک منځ ته راوغورځاوه چې کله دوی تېرشول چاودنه رامنځ ته شوه .

دغه رازتېرکال دسپین بولدک دګنج په بازارکې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي دشپې په مهال ځمکني ماینونه پټ شوي وه سهاردهمدې سیمې یوه پیره دار خلک ترې خبرکړل خوکله چې امریکایي ځايي فوځیان خبرشول چې پیره دارله دسیسې پرده پورته کړې هغه یې ونیو چې تراوسه یې بیادژونداومرګ پته نه ده معلومه شوې .دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ په یوه لېسه کې هم تېرکال داډول ماینونه اېښودل شوي وه چې له چاودنې وړاندې دخلکوورپام شو.

په  دې ډول دهیوادپه لراوبرکې ډېرې داسې مرموزې پېښې وژنې اوچاودنې شوې چې یوازې ملکي وګړي په کې په نښه شوي په عراق کې امریکایي دسیسوته په پام سره داشک لا له وړاندې موجودوه چې داجنایات دامریکایي بلواګروله خواترسره کیږي ترڅو دطالبانوپه وړاندې عامه نفرت راوپاروي خو دکونړ  پېښۍ دغه راز په بشپړه توګه بربنډه کړه اود اولس شک یې په یقین بدل کړ.

په دې کې شک نه شته چې امریکایي څارګراودسیسه جوړونکي دخپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولولپاره له هیڅ ډول جنایت څخه هم مخ نه اړوي دوی په عراق کې دشیعه اوسني اختلاف ته دلمن وهلوپه هڅه کې په لسګونوزره خلګ له ژونده محروم کړل دعراق مارکیټونه اوله ګڼې ګوڼې ډک بازارونه یې دمرګ په نندارتونونوبدل کړل اوعراقي اولس دخوښۍ اونمانځنومراسم یې په بیابیا ورپه غم کړل .

دوی په افغانستان کې هم  داډول هڅې کړي اوپه راتلونکې کې یې هم شایدوکړي خوزمونږبادرکه اولس بایدځیرک واوسي دپېښوپه اړه دبېړني قضاوت په ځای بایدلومړی دپیښوماهیت اوڅرنګوالي ته سوچ وکړي دقضیوتل ته ورشي داستعمارشومې دسیسې کله ناکله ډېرې پیچلې وي چې سړي ته ډول ډول شکونه راولاړوي هیوادوال بایددیرغلګرودبشردوستۍ په شعارونوتېرنه وزي څوک چې سلامت  کلي له بمونولاندې کوي هغه به په داډول وژنوڅنګه باک وکړي .

داسعدآباد بم بریدیوه ملي تراژیدي وه چې ددردڅړیکې یې ډېروزړونوته ورسېدې  خدای دې دمتاثرینواوزخمیانوخپلې لاړې داروکړي اواقرباؤوته دې صبراوزغم ورکړي اوزخمي شویوکمکیانودمعصومووینوپه برکت دې نورخدای دامریکایی مجرمینو مقدره شرمندګې رالنډه کړي .آمین

عبدالرؤف حکمت   

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 1:6 PM |
لیکوال:اندرې سېرېنكا 
 د تروگمه را ليږنه

( اندرې نېكلاېوچ  سېرېنكا) د معصر افغانستان د څېړنيز مركز شنونكې

روسيې د ځينو وسلوالوطالبانو د ګروپونو د مشرانو سره چې د افغانستان او پاكستان د سرحدي پولې( ډېورند) كنترول په لاس كې لري مشتركه ژبه پېدا كړې ده،دا نوې خبر په (۲۰۰۹) كال كې د افغانستان په پلازمينه كابل كې د جروبس يوه توده موضوع وه ، اګر چې  تر اوسه كوم جوت او ټاكلي اسناد نه شته يوازې اوازه ده.  

دمعاصر افغانستان څېړېنيز مركز خبر وركوي  دا اول ځل دې چې د افغانستان په پلازمينه كابل كې  ګونګوسې را پورته كيږي چې د ( روسانو منډ ) د پاكستان په سرحدي ( شمالي اوسوويلي اېالاتو )كې چې څو مېاشتې وړاندې كله چې طالب جنګيالود خېبر په لار كې هغه پل چې افغانستان ته به پې د متحدو بهرنېو ځواكونو اكمالاتي بارونه وړل كېده والوزاوه  راپورته كېږي.

باېد ووېل شي چې د قازاقستان په پلازمينه بېشكېك كې دامريكا د نظامې هډې( ماناس ) د تړلو فېصله او په خېبركې د پول الوزول چې په ېو وخت او يوه نېټه كې رامنځ ته كيږي ددې دواړو واقعاتو ېعنې د امريكا د نظامي هډې (ماناس) تړل او په پالكستان كې دخېبر په ساحه كې دپل الوزول د ځينوشنونكواو سياست كونكو د پام وړ ګرزېدلې دې او هم د (روس شونونكو)

په هغه وخت كې ټولو داسې انګېرله چې قا زاقستان دكريملن په قومانده هم په بېشكېك كې د ماناس نظامي هډه وتړله او هم ېې په پاكستان كې د خېبر په لاره پل والوزاوه خو په حقيقت كې داسې نه ده او نه داسې كوم اسناد چې ددې دواړ يېښو پخلې وكړي چې په دې كې د دروسانو لاس دې نشته 

د مې په مېاشت كې په كابل كې شنونكو د( ماناس) او د خېبر د پېښو په هكله تازه معلومات  په لاس راوړل او ښكاره به دا خرې كېدې چې د پوښتنو په منطقه كې چېرې چې طالبان واكمن دي د روسانو لاس دې او دا هم وېل كېده چې د روسانو استازي په دې ورستېو وختو كې توانېدلي دي چې په پاكستان كې د ځينو طالبانو د مشرانو سره چې په وزريستان او خېبركې مېشت دي اړيكې ټينګې كړي،په پاېله كې كله چې د افغانستان او پاكستان تر منځ په سر حدي پلو كې د طالبانو په هكله كومې خبرې اترې كيږي بيا وېل كيږي چې دلته په طالبانو كې د مسكو لاس دې او ځيني خو داسې واي چې په وزيريستان ( پښتونستان) كې د روسانو ګرو پونه فعاليت كوي

د مې په مياشت كې ( د كرېملېن د طالبانو) د راژوندي كېدو ګونګوسې په افغانستان كې د خلكواوشنونكودعكسلعمل په هكله وېلاې شوچې  ډېرېې ناوخته كړي وه ځكه د ماناس او خېبرپېښې څو مياشتې مخكې پېښې  شوې وې او شنونوكو په ډېر دقت د اپرېل د مېاشتې په اخرو كې داسې وانګرله چې روسانود پښتنو او طالبانوسياسي ژوند ته په افغانستان او پاكستان كې توجه راړولې ده

لمړې خو د روسانورسمي استازو  په وار وار د دېپلماتيكو كانالونو له لارې په پاكستان او افغانستان كې د نړېوال تروريزم په وړاندې خپل ملاتړ څرګند كړې دې، په ملل متحد كې دروسانو دايمي استازي (ويتالي  چوركېن)په ۲۶ ام د مې د ملل متحد د امنيت شورا په دايمي غونډه كې د روسي ددولت تشويش د طالبانو د حاكمت د خپرېدو په هكله وښوده ، او غېرې دولتي وتلي كسان چې دلوړو مقامونو او تجارانوسره اړيكې لري بيا د طآلبانونه د ېو سياسي قوت په شكل ملاتړكوي داسې كوشوشونه د پارلامان ځينو غړو، ازاد سياسي تحليلګرانو چې د روسي په رسينوكې په حامد كرزي او دهغه د دولتي ادارې په كمزو اړخونو او افراطې ملاېانو نيوكې كوي را ژوندي شوي دي 

۲:او له بلې خوا بيا د روسي دولت د افغانستان او روسيه د مناسباتو په اړه د ګډې جرګې ( فورم) چې د مې په مياشت كې  د روسيه په پلازمينه مسكو كې جوړ شوې وه ګډون او ملاتړ كوي او د لمړي ځل لپاره مطبوعات به ډاګه واي چې د  جرګې ګډونكونكي اكسرا پښتانه دي چې په دې كړنه د شمالي ټلوالې غوسه را پارېدلې هم ده او په دې جرګه كې د افغانستان  د ولسي جرګې استازې د ننګرهار اوسېدونكې محمد هاشم وطنوال چې د ( ګازېتا ) د ژورنالست سره ېې په مركه كې خپله ووېل چې زه طالب يم هم ګډون كړې وه دا په ځاې خبره او مثبت كار دې چې د طالبانو نماېنده او هغه هم پوښتون د جرگې په تالار كې اوهغه هم د روسيه په زړه مسكو كې د دولتي  لوړو مقاماتو او سياست كونكو سره چې د پوتين د يوې لارې ملګري دي ګډون كوي

اړينه ده چې روښانه شي چې د مې د مياشتې جرګه (فورم ) په په كستان كې د (متعدلوطالبانو) او پوښتنو مشرانو د  پام وړ ګرزېدلې او د ځينو افغان شنونكو له نظره (د افغانستان او روسيه د مناسباتو ګډه جرګه ) د ا فغانستان د شرقې منطقو د پوښتنو اوسېدونكو لپاره او خاصتا دهغه پوښتنو لپاره چې په پاكستان كې ژوند كوي يو مثبت ګام دې ،څرنګه چې امريكا د پاكستان وسلوال ځواكونه د طالبانود جنګ شاته جبهه كې په امداد د سوات د( سيند )تحريكه وي او روسيه د پوښتنو استازي  دلته مسكو ته راغاړي په حقيقت كې دا ېو اشاره يا خبردارې دي چې  روسان دې ته تېار دي چې د پوښتنو او طالبانو نه ملاتړ وكړي او د همدې كړونو له مخې په كابل كې دا اوازه خپره شوه چې روسي طالبان بيا راژوندي شوي دي

درېم :د ېوشمېر نوو طالېبانوپه هكله د روسانو( دكرېمل ) ستراتېژي دا ده چې د طالبانو د مشهورواو جنګي قوماندانانو سره د پاكستان په وسلوالو ځواكونو كې اړيكې ټينګې كړي او په همدې هكله د مې په مياشت كې دپاكستان پخوانې معذولشوې دېكتاتورجمهور ريس( فروېز مشرف ) په غېرې رسمي بلنه روسيه ته راځي ، د امريكا د ادارې لخوا د چوكې راغورځول شوې فروېز مشرف په مسكو كې د ولاذيمر پوتين سره غېرې رسمي ليدنه كتنه كوي

په دې كې هيڅ شك و شوبه نه شته چې د پاكستان پخوانې د ېكتاتور فروېز مشرف چې د خېبر په منطقه كې د طالېبانو سياسي غورزنګ ېې د لاس لاندې وه په مسكو كې د هغه ليدنه كتنه د دروسي د سېدراعظم د ولاديمر پوتين  سره نوې اوازې چې ګوېا روسيه د افغانستان او پاكستان په طالبانو تاثير لري را پېدا شوي دي او له دې هم انكار نه دې په كار چې د روسانو ځيني سېاست كونوكې به د فروېز مشرف نه چې د امريكاېانو خفه دې  د مناسباتو د ښه كېدو ارزولري اوهم كوشش كوي چې د ده په وجود كې چې هم به د پاكستان د وسلوال ځواك او هم د طآلبانواستازيتوب وكړي كارواخلي

هيڅ څوك نن نه شي وېلاې چې دروسي نوې سياسي ستراتېژي دافغانستان او پاكستان په سرحدي پوله كې څومره كاميابه ده، زمونږ په نظرد روسانو سياسي لوبه د پوښتنو د مشرانو او فروېز مشرف سره ډېره خطرناكه لوبه او قمار دې، كېداې شي چې د كرېمل ستراتېژي په مركزي او سوويلي  اسيا كې ناكامي شي ددې څرګندونو د ثبوت لپاره كوټلي دلاېل شته.


اول : روسيه هيڅ وخت د پوښتنو په سياسي لوبو كې اساسي لوبغاړې نه وه،په عنانوي توګه كرېمل د تاجكو او اوزبكو( شمالي ټلواله )تكيه كړې .او پوښتانه په پېړېو پېړېو د غرب په خوا وو خاصتا د انګرېزانو د تحت اثر لاندې وه او په اخرو ۲۰ _۲۵ كلونو كې پوښتنو په سياسي لوبه كې امريكايان ورګډ دي، د دې په خاطر چې د لسو كلونوپه موده كې د ډېورند د پولې په شاوخوا را ټوكېدلې سياسي لانجې او كړكېچونو لوري ته بدلون وركړي، يوازې په مسكو كې د افغانانواو روسانو غونډې او د فروېز مشرف سره ليدنه كتنه او خبرې بسنه نه كوي، له دې لپاره اقتصادي او سېاسي قوي بېز(مدرك) په  (كابل،اسلام اباد، پېښاور ، لاورپېنډۍ )پكار دې وړاندې شي ، دمره زور مسكو نه لري


۲ :د روسانوهلې ځلې چې د طالبانو منځ ته ځان ور ننباسي د دې امكانات شته چې د امريكانو له خوا له جدي اخطار سره مخامخ شي او دا هم له امكانه لرې نه ده چې د منځنې اسيا هيوادونه (تاجكستان ،توركمنستان ،اوزبكستان ،قازاقستان )به دشمالي اتلانتيك هيوادونو سره يوځاې ( دافغانستان په هكله نقشه (  پراېكت ) چې امريكا او ناټو وړاندې كړې ورسره يو شي .كه په ريښتيا سره د (روسانو پښه ) په پوښتونستان كې ښكاره شي امريكا به د روسانو ددي عمل په بدل كې متقابل ځواب  د اسيا په هغه هيوادو كې چې د روسانو د تحت اثر لاندې دي وويني  ، او دا لا معلومه نه ده چې د بل په حريم تعرض كول كوم پس منظر راپېدا كوي

۳:د پوښتنو سره د روسانو لوبه بې له شكه په افغانستان كې د تاجكواو اوزبكو د قومونو چې روسان ورسره تاريخي دوستي لري  په زړونوښه ونه لګيږي، او د شمالي ټلوالې مشران خو به دا عمل  ېو خاېنانه عمل وبولي او همداسې به د ځان لپاره نور سياسي ملګري (امريكا ) ا و د هغې متحدينو ناټو ته مخه وكړي او د روسي د دولت په اندكه  سياسي تېروتنې سره به نژدي زاړه ملګري په افغانستان او په مركزي اسيا كې له لاسه وركړي او دا معلومه نه ده چې نوي دوستان به پېدا كړاې شي او كه نه  

۴: په اخر كې . د كرېمل تپ و تالاش چې د ځان لپاره ېو سياسي رقيب د پوښتنو په مشرانو او مېنه حالو طالبانو كې اوېا د فروېز مشرف غوندې سياسي څېرې تېريستل ....بې له شكه ب دمسكو ،كابل ا واسلام اباد تر منځ اړيكې ساړه كړي او په نتيجه كې به د نوي ډيلي سره په اړېكو كې خړ پړتيا رامنځ ته شي ، فكر نه كوم چې دروسيه با مسوليته سياست كوونكې دې داسې راتلونكې پس منظر ته زړه ښه كړي   

اګر چې د فروېز مشرف ليدنه كتنه په مسكو كې دافغان چارواكوپه زړه نده لګېدلې او منفي عكسالعمل ېې پې ښودلې دې ،حتې د (افغانستان .رو) دژورناليست سره په مركه كې يوه وتلي افغان شنونكې په خندا كې يوه ټوكه هم وكړه ( ممكنه ده چې فروېز مشرف د روسانو ملاتړ تر لاسه كړي وي او دنوې مفكرې سره راستون اوپه اسلام اباد كې د كودتا په كولو ځان بيا واكمن  كړي ) 

په اخر كې باېد ووېل شي چې د افغانستان او پاكستان تر منځ د سرحدي پولې ( ډېورند  د كرښې ) په پېچلي سياست كې ګوتې وهل كېداې شي ډېر بد عواقب را وزېږوي، په بل عبارت په غير د مطمېن سياسي او اقتصادي سېاست د وړاندې كېدو نه هرعمل خپله په لوبه كې ځان راګېرول دي.


د لسو كالو د سياسي لوبې په مېدان كې پوښتانه مشران د سترو قدرتونو په وړاندې دومره پاخه او تجربه كار شوي دي فكر نه كېږي چې خپل سياسي دريزاو لاره بدله كړي ، نن چې هغوې د روسانو دنوې تګ لارې ته ښه رغلاست واي زمونږ په نظر دا د هغوې سياسي چال او لوبه ده چې ددواړو زبر ځواكونو ( د روسانو اوامريكاېانو ) نه غوړه مړې تر لاسه كړي  دواړه هيوادونو يعنې امريكاېان او روسان داسې فكر كوي چې يوازې پښتانه په منطقه كې حاكم او د جنګلي سياست د مېدان اصلي لوبغاړي دي. 


+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 12:22 PM |
راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته هرکانديد د خپل وس په اندازه کاراو لټه کوي ترځو په راتلونکي کي د هيواد ولسمشر شي .

داچي دا نور محترم کانديدان ځه په وس پووه دي او ځه امکانات د دوي په وس پوره دي ځوک نه پري پوهيږي . خو يو تن چي په دوي کي ښه غوښن بريښي او ټول يي پيژني او دنورکانديدانو او خلکو زړه ته هم لويد لي ده چي باز بيا دده پر سر باست دي

کرزي صاحب دي. دي ترنورډير وړاندي دي او په سياسي بارګن (چنه وهلوکي ) ښه پخه تجربه لري ده تير خل هم همدا لوبه ښه ترسره کړي. تير ځل خو پښتنو هرځه ترشاه کړل نر او ښځي د انتخا باتو مرکزوته لاړل او دا ښاغلي يي تر دي خايه ورساوه دا چي بيا ده او دده خارجي دوستانو په پښتنو ځه ورځ راوسته تو ل ښه پري پو هيږي .

په هغه وار هم دي ډارن په خپل کرغيړن کارسره دوي ته دوه ولايته منظور کړل چي يو يي دا کنډي او بل هم پنچشير دي دا  دواړه ولايتونه نه د نفو س او نه د جغرافيايي مو قيت له مخي ددي جو ګه ول چي ولايت شي بس د ده دوري ځلانده کار وچي ده کړي . او بيا وروسته سابته شو ه چي کرزي هلته ډيره نا چيزه رايي اخيستي وي چي دګوتو په شمير وي .

هغه د خپلو پښتنو راي د د خپلو خارجي دوستانو له خوا قدرداني کړي . نو ځکه داوار خو کرزي  صاحب ملا مت هم ندي په دي خو دي روغ پوهيږي چي پښتانه خو رايه نه راکوي نوده هم د ډاکټر نجيب سيا ست خپل کړي او ټول امتيازات يي دوي ته ورکړي سر له اوسه يي وزارتونه سفارتونه ولايتونه ان چي ولسوالي به يي لا په دوي ويشلي وي .

تاسي خه فکر کوي چي محقق به داسي په سادګي دکرزي ننګه کړي وي هغه فقط د هزارګانو په ګټه پسي ګرزي هغه ولاګه د افغانستان د فلاح په خاطر دا کار کړي وي چي د افغانستان ګټي دي خو ندي وساتل شي او نه په کرزي باندي د افغانستان ملي ګټي خو ندي کيداي شي .

کرزي دا وري بيا ددو ولايتونو منظوري له دوي سره کړي چي يو يي د غزني په ولايت ګي د جاغوري ولسوالي ده چي ْډيرکي پکښي هزارګاندي په دي کار سره هزارګان دوي موخي لري يو داچي د هزارګانو د ولايتونو شمير زيات کړې دوهم هغه پښتانه چي ددوي په خواکي دي ترخپل اثر لاندي کړي چي دا خپله د پښتتو لپاره غټه ستونځه ده ځګه خو دوي ځان مخکي کوي چي د ولايت امر ژر ترلاسه کړي  اصلاْ دجغرا فيايي موقيت او دنفوسو د اندازي له مخي مقر ولسوالي په لومړيتوبونوکي راځي .چي ولايت شي او س به نو پښتانه دا تورغرونه وهي بيا به جاغوري ته رسيږي .هلته به خپل کارپسي ځي ته دي منطق ته ګوره د خلکو دولتونه  ستونزي کموي دوي ستوتزي ډيروي ځګه دا يوه سياسي معامله ده نه دخلکو د ستونزي پر بنا پريکړه .

دوهم ولايت يي هم  د نظارشورا يو ځو سپين سترګو ته چي په راس کي يي د پارلمان وکيل د نظار کرغيړني شورا مخکښ درباني د پير د خاد د لسم رياست ريس (فضل عظيم زلمي مجدد دي )ته پدخشان ګي د پامير په نامه نوي ولايت دي چي ددي ولايت خبره ځه موده مخکي هم روانه وه کرزي خو هسي هم ورسره منله دي تر قدرت پوري له هرشي نه تير دي  دا خبره هغه وخت ښه روښانه شوه چي ده په خپل قدرت کي لومړي وزيرته ورته پوست له امريکاي چارواکو سره منلي و چي له مخي يي دده صلاحيت ډيرکميږي خودي دهغه سربيره هم ورته چمتو دي چي دا کاروکړي .له موضوع ځخه بهر لاړ نشم  پورتني ولايت به چي پامير نوميږي د اوسني بدخشان 14ولسولي به ورسره تړلي وي

دا ښاغلي چي په بد خشان کي د زلمي خان په نامه مشهور دي په دي ولايت کي ترټولو بده جنګي سابقه لري د مخدره موادو په ما فياکي لوي لاس لري . وروريي چي ظابط اسدا لله نوميږي د بدخشان و لايت دکران ومنجان ولسوالي کي د کران د معدن سا تونکي چي هلته په لس ها و خپل سري ډلي د معدن په سپړلو بوخت دي مقرردي او د ټولي ډلي هغه ته خپله ونډه ورکوي .

په دي ولايت کي په هره کچه ځوک مقرريږي دده په خوښه او صلاح به وي ان دخصوصي شرکتونو ساتونکي هم دده DDR شوي کسان دي .لنډه داچي دلته يي بله پا چهي جوړه کړي ده .

خه موده مخکي چي په بد خشان کي سيلابونه راغلي .دا ښا غلي د مرستو په نامه دکا بل ځخه  دځو چورلکو په بدرګه بدخشان ته راغلي د ځو ورځو راهيسته يي چورلکي ولسواليو ته ليږي او په اصطلاح مرستي يي ورته رسولي چي په ترځ کي يي ددوي موخي تر سره کړي .

1-      خلکو ته يي دا پيغام و رساوه چي زه يم چي ستاسيي غم راسره دي . اود مرکزي دولت ځخه مي د مرستي غو ښته وکړه بل يي خپل  خلک سره منسجم کړل هغوي ته يي د ا ورپام کړل چي اوس د يي ښه و خت دي ولي ورته ګو ري راځي اود ولايت غوښتنه وکړي .

2-   له   بلی خوا يي کرزي ته ډاډ ورکړ چي د بد خشان رايه ټوله ستا ده فقط يوولايت ورته ورکړه ته خو هسي هم نا لوستی امضا کوي ځه فرق کو ي يو ه يي بيا دلته امضا کړي .په دي کار به ټول تا جکان خوښ شي ځکه يو بل ولايت به هم په شمير کي زيات شي .نو همدا وه چي د مرستو د ويش د ختميدو سره جو خت يو غټ هيب يي د کرزي ليد ني ته چمتو کړ او اوس په کتنو لګيا دي چي وروسته به يي ميډيا وي هم نشر کړي .

ان زه خو لا په دي خبر شوم چي دي ښاغلي ويلي و دا کار ډير اسانه دي ما دمخکي ورسره خبره کړي دي او کرزي راسره منلي ده .
ايا که دا خپل سري  ولايتونه د تشو ځو ورځو واک لپاره همداسي روان وي ددي پايلي به په راتلونکي کي  پښتون قام ته ځومره خطرناکي وي دولاياتو په تشکييل کي بايد چي اساسي ټکي په نظرکي ونيول شي نه خپلي ساسي مو خي .

اول خو دلته ولايت ته هپځ اړتيا نشته که وي نو هغه دا سيمه نده کو مه چي زلمي خان ټاکلي .

د بيلګي په توګه که مو ږفرض کړو که چي داولايت دوي ته ورهم کړي ددي ولايت مرکز دوي د بهارک ولسوالي ټاکلي په داسي حال کي چي بهارک د مرکز فيض اباد نه يوازي 30کيلومتره فاصله لري . دا ځکه چي دا د زلمي خان اړوند سيمه ده کچيري ولايت د مشکلاتو په وجه وي نو د( راغ ) په نامه سيمه چي ترلسو ډ يړي ولسوالي لري نو با يد چي هغه ولايت شوي واي  چي تراوسه پوري يي لاري تړلي دي او خلک يي دتاجکستان له لياري تګ راتګ کو ي

ما وړاندي وويل چي دا سيا سي تشکيلات دي نه اداري . ځکه زلمي خان د بظا ر شورا غړي د مارشال صاحب فهيم خان په شمال کي لومړي نمبر کس دي .نو بيا خو طبعا ددوي حق دي .او دشما ل ټولوالي خو کرزي هر ځه مني

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 11 Jun 2009 او وخت 12:9 PM |
 کنړ ولايت د مرکز اسعداباد روغتون ترڅنګ زوروره چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه مړه او تر پنځوسو ډېر نور ټپيان شول .

په چاودنه کې درې امريکايي سرتېري هم ټپيان شوي دي .

چاودنه نن سهار (سه شنبه، د جون نهمه) هغه مهال وشوه، چې په سيمه کې د روغتون څنگ ته د امريکايي ځواکونو يو خراب شوی ګاډی ولاړ وه.

د اسعداباد روغتون مشر ډاکټر احسان الله تورغر ته وويل چې ٥٤ ټپيان وروستل شوي او دوه تنه مړه دي او ښايي چې د مړو شمېر لوړ شي.

نوموړی وايي چې د زياتره ټپيانو روغتيايي ځالت د اندېښنې وړ دی .

د کنر د ولايتي شورا مشر عزت الله وايي چې امريکايي پوځيانو پر ولسي خلکو لاسی بم ورغورځولی، خو امريکايي ځواکونو بيا دغه ادعا رد کړې ده او وسله وال د پېښې مسوولين بولي .

د ولايتي شورا مشر وايي چې د چاودنې ټول قربانيان او ټپيان ولسي خلک او هټيوال دي .

د پېښې څرنگوالى لا نه دی مالوم .

سيمه ييزو خلکو او عيني شاهدانو ويلي چاودنه هله وشوه، چې په ښارګوټي کې د امريکايي ځواکونو يو ګاډی پر سيمټې بوجۍ وروخوت، دوی يې د سمولو هڅه وکړه، چې په دې آن کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم وه .

ځينې بيا وايي چاودنه خپله د بهرنيو ځواکونو له خوا د غورځول شوي بم له امله وشوه، خو نه په دې اړه ايساف او نه ځايي چارواکو څه ويلي دي .

رپوټونه وايي چې امريکايانو د چاودنې پر مهال ډزې هم کړې دي .

له چاودنې وروسته سيمه کلابنده شوې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي .

په همدې حال د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د اسعد اباد په چاودنه کې يو د ښوونځي زده کوونکی وژل شوی او پنځلس نور ټپيان دي .

بل خوا د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدزاده تورغر ته وويل افغان ولسمشر حامد کرزی له پېښې تر خبرېدو وروسته او د پېښې د څېړلو په اړه يې يو پلاوی ټاکلی دی .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 9 Jun 2009 او وخت 6:15 PM |
نړيوال بانک د افغانستان لپاره د خپلې درې کلنې ستراتيژۍ جزييات په ډاکه کړي دي .

د نړيوال بانک چارواکي وايي له افغانستان سره به د بيارغونې په برخه کې په راتلونکو درو کلونو کې شاوخوا ٦٠٠ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته کوي .

د افغان حکومت د ادارو پياوړي کول، د اداري اصلاحاتو د پروگرام پراختيا او خصوصي سکتور ته وده ورکول د چارواکو په وينا د نړيوال بانک د درې کلنۍ ستراتيژۍ په لومړيتوبونو کې ځاى لري .

د نړيوال بانک چارواکي وايي په افغانستان کې د مالي چارو د تنظيم وضعه ښه شوې او افغان حکومت توانېدلى، چې په دې وروستيو کې د اداري فساد کچه په دغه هېواد کې يو څه راټيته کړي .

په کابل کې د نړيوال بانک د عامه اړيکو مشر عبدالروف ضيا‌يي په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت وروستيو لاسته راوړنو ته په کتو وايي نړيوال بانک په دې سلا شوې چې د افغانستان لپاره درې کلنه ستراتيژي ځانگړې کړي .

ښاغلى ضيايي وايي د افغانستان لپاره په دغې نوې ستراتيژۍ کې د راتلونکو درو کلونو لپاره ٦٠٠ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته په پام کې نيول شوې چې د دغه هېواد د بيارغونې په چارو به لگول کيږي :

(( په ټوليزه توگه نوې ستراتيژي درېيو برخو ته ځانگړې پاملرنه کوي . لومړۍ برخه يې د حکومتي ادارو د سيستم له بيارغونې او جوړولو ملاتړ دى چې د مالي چارو تنظيم او د اداري اصلاحاتو پراختيا هم په کې راځي، دويمه برخه چې نوې ستراتيژي يې ملاتړ کوي په سيمه ييزه کچه د اقتصادي ژوندانه ښه کول دي او درېيمه برخه يې په افغانستان کې خصوصي سکتور ته وده ورکول دي .))

همدارنگه د نړيوال بانک له لوري په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې له نيمايي ډېره مرسته د افغان حکومت د بوديجې بهر لگول کېږي چې دا په خپله د نړيوال بانک د مشر په وينا د افغان حکومت د صلاحيتونو د محدودېدو لامل شوى دى .

د نړيوال بانک د خبرپاڼې له مخې اوس په افغانستان شاوخوا ٦٠ نړيوالې مرستندويو مالي سرچينې شته چې د گڼو دغو سرچينو مالي چارې سره همغږي نه دي .

د نړيوال بانک چارواکي په دې باور دي چې د نړيوالو مرستندويو سرچينو ترمنځ د همغږۍ نشتوالى د دې لامل شوى چې په افغانستان کې د لويو پروگرامونو لپاره نړيوالې مرستې په سمه توگه ونه لگول شي او د افغان حکومت مشروعيت ته زيان واړوي .

د نړيوال بانک د عامه اړيکو مشر ښاغلى ضيا وايي دوى هڅه کوي چې مرستندويه سرچينې سلا کړي چې خپلې مرستې د افغان حکومت د بوجې له لارې ولگوي .

(( افغان حکومت خپل مالي نظام او سيستم پياوړي کړى او د همدې قوانينو او مقرراتو له مخې چې نوي وضعه شوي دي کولاى شي چې د بوديجې له لارې د خپلو لگښتونو کچه تر يوه ځايه را ټيټه کړي. موږ هڅه داده چې وکړاى شو نړيواله ټولنه دې وهڅو چې ملي بوديجه د خپلو لگښتونو د وسيلې په توگه په افغانستان کې وکاروي. ))

که څه هم ځينې شنونکي په افغانستان کې د پرمختگ پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ له ناامنيو وروسته اداري فساد گڼي خو دا لومړى ځل دى چې نړيوال بانک په افغانستان کې د اداري فساد د کچې له ټيټېدو خبر ورکوي

.

د نړيوال بانک د عامه اړيکو مشر ښاغلى ضيا وايي دوى هڅه کوي چې مرستندويه سرچينې سلا کړي چې خپلې مرستې د افغان حکومت د بوجې له لارې ولگوي .

(( افغان حکومت خپل مالي نظام او سيستم پياوړي کړى او د همدې قوانينو او مقرراتو له مخې چې نوي وضعه شوي دي کولاى شي چې د بوديجې له لارې د خپلو لگښتونو کچه تر يوه ځايه را ټيټه کړي. موږ هڅه داده چې وکړاى شو نړيواله ټولنه دې وهڅو چې ملي بوديجه د خپلو لگښتونو د وسيلې په توگه په افغانستان کې وکاروي. ))

که څه هم ځينې شنونکي په افغانستان کې د پرمختگ پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ له ناامنيو وروسته اداري فساد گڼي خو دا لومړى ځل دى چې نړيوال بانک په افغانستان کې د اداري فساد د کچې له ټيټېدو خبر ورکوي .

 

د نړيوال بانک د عامه اړيکو مشر ښاغلى ضيا وايي دوى هڅه کوي چې مرستندويه سرچينې سلا کړي چې خپلې مرستې د افغان حکومت د بوجې له لارې ولگوي .

(( افغان حکومت خپل مالي نظام او سيستم پياوړي کړى او د همدې قوانينو او مقرراتو له مخې چې نوي وضعه شوي دي کولاى شي چې د بوديجې له لارې د خپلو لگښتونو کچه تر يوه ځايه را ټيټه کړي. موږ هڅه داده چې وکړاى شو نړيواله ټولنه دې وهڅو چې ملي بوديجه د خپلو لگښتونو د وسيلې په توگه په افغانستان کې وکاروي. ))

که څه هم ځينې شنونکي په افغانستان کې د پرمختگ پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ له ناامنيو وروسته اداري فساد گڼي خو دا لومړى ځل دى چې نړيوال بانک په افغانستان کې د اداري فساد د کچې له ټيټېدو خبر ورکوي .

 
 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jun 2009 او وخت 2:42 PM |

 

زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسیسو میلمه يم . الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعلیماتود زده کړې مشعل و، او له یوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچینه ده . تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د میلمه پالنې او د مصر د خلکو د میلمه پالنې مننه کوم . زه همدا ډول ویاړم چې ما له ځان سره د امریکا د خلکو نیک تمنیات او په امریکا کې د میشتو مسلمانانو د سولې پیغام راوړی : اسلام علیکم .
زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسیسو میلمه يم .

الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعلیماتود زده کړې مشعل و، او له یوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچینه ده .

تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د میلمه پالنې او د مصر د خلکو د میلمه پالنې مننه کوم .


زه همدا ډول ویاړم چې ما له ځان سره د امریکا د خلکو نیک تمنیات او په امریکا کې د میشتو مسلمانانو د سولې پیغام راوړی :

اسلام علیکم .

موږ په یو داسې وخت کې له یوبل سره ګورو چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ کړکیچ زیات شوی دی .

داسې کړکیچ چې په تاریخي قواوو کې رېښي لري او د اوسنیو پالیسیو په اړه له بحث پورته دي.
په اندونیزیا په جاکرتا کې پوهان او ژورنالیستان یو ځای د تلویزون له لارې د اوباما وینا ګوري او اوري.


د اسلام او لوېديځي نړۍ تر منځ اړیکې د پیړیو همکاري او د یوبل تر څنګ اوسېدل په خپله غېږه کې رانغاړي . خو شخړي او مذهبي جګړې هم په کې شاملې دي.

په ورستیو کې دا کړکیچ د هغه استعمار له کبله چې ډېر مسلمانان يې له خپلو حقونو اواو امکاناتو څخه محروم کړل ، او په سړه جکړه ګې چې په ترڅ کې يې له ډېرو اسلامي هېوادونو سره پرته له دې چې ددې هېوادونو غوښتنې په پام کې ونیول شي ، د نورود نماینده او یا لاس پوڅو په توګه چلن وشو ، نور هم زیات شو.

پر دې سربېره مهم بدلونونه په نړېوال کېدو او متمدنه کېدو سره رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې د ډېرو مسلمانانو سره دا مفکوره پیدا شوه چې ګویا لویديځ د سنتي اسلام دښمن دی .

تندلارو ډلو دې کړکیچ ته د مسلمانانو د یو ځواکمن اقلیت په منځ کې لمن ووهله .

په امریکا کې د سیپټمبر د یولسمې نېټې بریدونو ، او ددې تندلارو ډلو هغې همیشنۍ هڅې چې د ملکي کسانوپر ضد د تاوتریحوالي لپاره یې کوله ددې سبب شوه چې زما د هېواد (امریکا ) په خلکو کې داسې مفکوره پیدا شي چې اسلام نه ېوازې داچې د امریکا ستر دښمن دی بلکې د بشري حقونو دښمن هم دی .
 تر څو چې زموږ اړیکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځای د کینې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځای شخړې ته ترجیح ورکوي.

دې کار د وېرې او بې اعتمادۍ رېښې ټېنګې کړې .

تر څو چې زموږ اړیکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځای د کینې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځای شخړې ته ترجیح ورکوي . همکاري چې کولای شي عدالت او ارامۍ ته د رسیدو لپاره له موږ ټولو سره مرسته وکړي .

دا د بې اعتمادۍ اوشخړې ګرداب باید له منځه ولاړ شي.

زه دلته قاهرې ته ددې لپاره راغلی یم ،چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ د سولې لارې ولټوم . داسې سوله چې په دوه اړخیز درناوي او د دواړو خواو پر ګټو ولاړه وي .

سوله چې په دې حقیقت ولاړه وي، چې اسلام او امریکا له یوبله بیل نه دي اوضروري نه ده چې له یو بل سره په رقابت کې و اوسېږي .

په حقیقت کې دا د یوې سکې دوه مخونه دي چې ګډ ارزښتونه لري، د عدالت او پرمختګ ارزښتونه او د ټول بشریت لپاره د زغم او درناوي ارزښتونه.

زه پوهېږم چې بدلون په یوه شپه کې نه راځي . هېڅ وینا نه شي کولای چې د کلونو بې اعتمادي له منځه یوسي ، او زه نه شم کولای ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووایم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي یوو.
 زه پوهېږم چې بدلون په یوه شپه کې نه راځي . هېڅ وینا نه شي کولای چې د کلونو بې اعتمادي له منځه یوسي ، او زه نه شم کولای ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووایم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي یوو.


خو زه باور لرم چې پر دې لاره د پرمختګ لپاره موږ باید هغه څه چې په زړونو کې يې لرو په روښانه توګه ووايوو.

دا هغه مسلې دي چې ډېر کله پرې ېوازې د تړلو دروازو تر شا بحثونه کېږي.

باید پرلپسې هڅې وشي چې یو بل واورو، له یو بله زده کړو ، یو بل ته درناوی وکړو ، او په خپل منځ کې د ګډو ګټو لټه وکړو .

لکه پاک قران چې وايي: له خداي اګاه واوسۍ او تل حقیقت بیان کړﺉ .

دا هغه څه دي چې زه هڅه کوم همداسې وکړم ، هڅه کوم چې څومره چې کولای شم رېښتیا ووایم .

هغې وظېفې ته پام چې زموږ په وړاندې ده، او ددې عقېدې پر بنسټ چې د انسانانو په توګه زموږ دمشترکوبشري ګټو ځواک تر هغه ځواک ډېر پیاوړی دی چې موږ یو له بله جلا کوي.

ددې مفکورې یوه برخه ما له خپلو شخصي تجربو اخیستي . زه یو عیسوي یم خو زما پلار له یوي کینايي کورنۍ څخه وو چې له کلونو راهېسې مسلمان نسلونه په کې شامل وو .

کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونیزیا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلی دی.

په ځوانۍ کې مې د شیکاګو په ټولنیزوسازمانونو کې کار کړی چېرې چې ډېرو سوله او وقار په خپلو اسلامي عقایدو کې موندلی.

د تاریخ د یو شاګرد په توګه زه د اسلامي تمدن ژورو ته کېوتی یم. دا اسلام وو چې د الاذهر په شان موسیسو له لارې يې چې د اسلامي تعلیماتو مشعل يې پېړۍ پېړۍ روښانه ساتلی په اروپا کې د ر رینسانس او روښانفکرۍ لاره هواره کړه .
 کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونیزیا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلی دی


دا د اسلامي ټولنو یو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطیسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بری ، د ناروغیو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچینه اخیستې .

همدا اسلامي فرهنګ و چې د لوړو کونبدو او منارونو معماري يې رامنځ ته کړه ، او تلپاتې شعرونو یې زموږ موسیقي ښکلې کړه .

د خطاطۍ هنر او سوله ایزتفکر لپاره د ځایونو جوړول د اسلام له برکته رامنځ ته شوي .

د تاریخ په بېلابېلو دورو کې اسلام په ژبه او عمل کې دیني زغم او د نژادونو تر منځ مساوات روښانه کړی دی .

زه په دې هم پوهېږم چې اسلام تل د امریکا د تاریخ یوه برخه هم وه ، لومړنۍ هېواد چې زما هېواد ( امریکا) يې په رسمیت وپېژندله مراکش و.

په ۱۷۹۶ عیسوي کال کې د طرابلس د تړون د لاسلیک پر مهال زموږ دوهم ولسمشرجان اډمز ولېکل:


((متحده ایالات د مسلمانانو له قوانینو، دین او د ژوند له طرز سره هېڅ ډولدښمني نه لري. ))

د متحده ایالاتو د تاسیس راهېسې د امریکا مسلمانانو دا هېواد بډای کړی دی . هغو زموږ په جګړو کې جنګېدلي ، زموږ په حکومتونو کې يې خدمت کړی ، د تورپوستانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې په مباریزو کې برخه اخیستې ، سوداګري يې پیل کړې ، د امریکا په پوهنتونونو کې يې درس ورکړی ، زموږ د سپورټ په میدانونو کې يې لوبې ګټلي، د نوبل جایزې يې تر لاسه کړي ، زموږ تر ټولو لوړه ودانۍ يې جوړه کړې او د اولمپیک مشعل يې بل کړی دی.
 دا د اسلامي ټولنو یو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطیسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بری ، د ناروغیو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچینه اخیستې .

او کله چې په دې ورستیوکې لومړی مسلمان د امریکا کانګرس ته انتخاب شو، نو پر هغه قران کریم يې د وفادارۍ لوړه وکړه چې د امریکا د دولت یو بنسټ اېښودونکي ټامس جفرسن په خپله کتابخانه کې ساتلی و.

نو پس زه له اسلام سره مخکې له دې چې هغې خاورې ته راشم له کومه ځایه چې يې ظهور کړی په درې نورو هېوادونو کې اشنا شوی یم.

دا تجربه زما دا باور نور هم زیاتوي چې د امریکا او اسلام تر منځ باید ملګرتیا پر هغه اساس وي څه چې په رېښتیا هم اسلام دی ، نه هغه څه چې اسلام نه دی .

او دا د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه زما مسولیت دی چې د هغو پر ضد مباریزه وکړم چې اسلام په ناسمه بڼه تعبيروي، هغه که هر چېرې وي.

خو همدا اصول باید د مسلمانانو له خوا دامریکا په اړه هم ایجاد شي.

هماسې چې مسلمانان په دې خام تصور کې ځای نه لري، د امریکا په اړه هم دا یو خام تصوردی چې ګوندې دا یوه ځان غوښتونکي امپراطوري ده.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د پرمختګ یوه سرچینه ده ، د داسې یو پرمختګ چې نړۍ يې تر اوسه بله نمونه نه ده لېدلې .

موږ د امپراطوریو پر ضد له پاڅونونو زېږېدلي یوو ، امریکا پر دې بنسټ چې ټولو مساوي حقونه لري رامنځ ته شوې .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن په قاهره کې د سلطان حسن جومات ته ورغلل.


موږ پېړۍ پېړۍ قربانۍ ورکړي او مباریزه مو کړې څودا ارزښتونه عملي بڼه خپله کړي. هم په خپلو پولو کې او هم په نوره نړۍ کې .

موږ د نړۍ د هر ګوټ له هر کلتوره، رنګ اخیستی او یو کلي مفهوم ته راغلي یوو ، یعنې د عمومي مفاهېمو څخه یو واحد مفهوم ته رسیدلې یوو.

ډېر زیات کار ترسره شوی چې څو یو افریقايي الاصل امریکايي د بارک حسین اوباما په نوم د امریکا ولسمشر شي .

خو دا یوازې زما شخصي کېسه نه ده . البته د امریکا ټولو خلکو ته د امکاناتو د رامنځ ته کولو خوب تر اوسه حقیقت ته نه دی رسېدلی، خو هر څوک چې ددې هېواد سرحدونو ته داخل شي نو دا هیلمندي ورته شته.
ډ ېر زیات کار ترسره شوی چې څو یو افریقايي الاصل امریکايي د بارک حسین اوباما په نوم د امریکا ولسمشر شي .


په دې که هغه اوه میلونه امریکايي مسلمانان هم شامل دي چې په امریکا کې اوسېږي او د متوسط حد نه پورته عواید او تعلیم ته لاس رسی لري .

پر دې سربېره په امریکا کې ازادي د دین له ازادۍ نه شو بېلولی . له همدې امله په هر ایالت کې یو جومات شته او زموږ د سرحدونو دننه تر دولس سوو زیات جوماتونه فعال دي.

له همدې امله ده چې د امریکا حکومت محکمو ته مراجعه کړې څو د هغو میرمنو او نجونو د حقونو دفاع وکړي چې غواړي اسلامي حجاب مراعت کړي . او هغوی مجازات شي چې ددوی دا حق نه مني.

نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې اسلام د امریکا یوه برخه ده . زما په عقیده امریکا په خپله خاوره کې دا حقیقت خوندي ساتي ، پرته له دې چې د چا دین، نژاد، او ټولنیز موقف ته پام وشي ، موږ ه ګډه هېله لرو چې په سوله کې ژوند وکړو، زده کړي وکړی شو او ابرومندانه ژوند وکړو.
له کورنیو ، ټولنې ، او خپل خدای سره مینه ولرو.
دا دی زموږ شریک ټکي، او داده د ټول بشریت هېله.

بېشکه چې د بشري مشارکت پېژندل زموږ دوظېفې پیل دی ، خو ېوازې کلمات د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای . دا اړتیاوې به هغه وخت پوره شي چې موږ په راتلونکيو کلونکو کې په میړانه عمل وکړو، او په دې ځان پوه کړو چې موږ له ګډو ستونزو سره مخ یوو او که چېرې يې په هواري کې پاتې راشو نو ټول دردیږو.
مو ږ له ورستیو تجربو زده کړل که په یو هېواد کې اقتصادي سیستم کمزوری شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په یو هېواد کې یو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېدای شي.


ځکه موږ له ورستیو تجربو زده کړل که په یو هېواد کې اقتصادي سیستم کمزوری شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په یو هېواد کې یو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېدای شي.

که یو هېواد د اتومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي ، د اتومي بریدونو خطر د ټولې نړۍ لپاره زیاتېږي.

کله چې د تندلارو وسلوالو یو ډله د یو غره په یو اړخ کې فعاله وي تر سمندورونو پورې غاړه خلک له خطر سره مخ کولای شي.

کله چې په بوسنیا یا دارفور کې بې ګنا خلک وژل کېږي دا داغ زموږ ټولو پر ګډ واجدان لګېږي .

دا هغه لاره ده چې په یوویشتمه پېړۍ کې يې باید د یو بل تر څنګ د اوسېدو لپاره خپله کړو او دا هغه مسولیت دی چې د بشر په توګه يې د یوبل په وړاندې لرو.

دا یو دروند مسولیت دی چې زموږ ټولو پر اوږو دی .

د نړۍ تاریخ له داسې حوادثو ډک دی چې ملتونویا قبیلو د خپلو ګټو لپاره یو بل استثمار کړي وي .

خو اوس نوی عصر دی او په دې عصر کې داسې کول خپله خپل ځان ماتول دي .

زموږ تر منځ اوسني پیوستون ته په پام د نړۍ هر هغه نظم به له ناکامۍ سره مخ شي چې په کې یو ملت یا د خلکو یوه ډله پر بل ملت په زور واکمنه شوې وي.

نو د ماضي په اړه زموږ نظر چې هر څه وي موږيې باید زنداني و نه اوسو.


د ستونزو په وړاندې باید په ګډه ودرېږو، او په پرمختګ کې باید ټولو په شریکه برخه واخلو.

خو دا معنی نه لري چې له موجودو کړکیچونو سترګې پټې کړو ، بلکې برعکس موږ باید د کړکیچو سره په سمه توګه چلن وکړو، او پرېږدئ په ځینو مواردو کې چې موږ باید په همدې روحیه ورسره چلن وکړو په روښانه او وا ضح ډول خبرې وکړم .

لومړنۍ مسله چې مونږ ورسره مخامخ یوو هغه خشونت امیزه تند روي ده چې باید په هرشکل چې وي مبارزه ورسره وشي .

ما په انقره کې روښانه کړه چې امریکا هیڅکله هم له اسلام سره په جګړه کې نه ده او هیڅکله به هم نه وي . اما مونږ به د ټولو هغو تند لارو سر ه په دومداره توګه مقابله وکړو چې زمونږ امنیت يې د لوی ګواښ سره مخامخ کړي .

اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دی هیواد کې د پوځی اډو په لټه کی هم نه یوو دا د امریکا لپاره ډیره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کیږي


ځکه چې مونږ هم ټول هغه شیان ردوو چې د ټولو ادیانو پیروان یې ردوي . لکه د بې ګناه نارینه وو، ښځو او ماشومانو وژل، او د جمهور ریس په توګه زما لومړنۍ وظیفه دا ده چې د امریکا د اولس ساتنه وکړم .

د افغانستان وضعیت د امریکا اهداف څرګندوي او ښیي چې مونږباید یو له بل سره همکاري وکړو . څه باندې اوه کاله مخکې متحده ایالاتو د نړیوالې ټولنې په مرسته القاعده شبکې غړي او طالبان تر تعقیب لاندي ونیول.

دا کار مونږ د انتخاب له مخې ونه کړ مونږ په دوی پسې ولاړو ځکه چې دا یو ضرورت وو .زه خبریم چې ځینې کسان شته چې د سپتمیر د یوولسمې پیښې تر پوښتنې لاندې راولي او یا هغه یو ښه کار بولي .

خو راځۍ چې څرګندې خبرې وکړو ، په هغه ورځ القاعده درې زره کسان ووژل ددې پیښې قربانیان بې ګناه نارینه ، ښځی او ماشومان وو چې یا امریکایان وو او یا د نورو ملتونو څخه وو . او داسې خلک وو چې هیچا ته یې ازار نه و رسیدلی .

خو بیا هم القاعده په ډیرې بې رحمۍ دغه انسانان ووژل او خپلې دغې حملی لپاره یې هم د اعتبار غوښتنه وکړه .

او حتی اوس هم غواړي چې په همدغه پراخه پیمانه نور خلک ووژني .

القاعده په ډیرو هیوادنو کی خپل پلویان لري او هڅه کوي چې خپل د نفوذ لمن نوره هم پراخه کړي . د ا داسی څه نه دي چې بحث دې پرې وشي بلکې داسي حقایق دي چې باید پر ضد یې عمل وشی .

اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دی هیواد کې د پوځی اډو په لټه کی هم نه یوو دا د امریکا لپاره ډیره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کیږي، دا عملیات ډیر لګښت لري او په سیاسي لحاظ د هغو دوام هم ډیر سخت کار دی .

مونږ به په ډیره خوشالۍ خپل هر عسکر بیرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسی تند لاري نه شته چې هدف یی د زیاتو امریکایانو وژل وي .

خو له بده مرغه تر اوسه دغه شان حالت لا نه دی رامنځ ته شوی . همدا وجه ده چې مونږ د شپږ څلویښتو هیوادونو ايتلاف جوړ کړی او سره له دی چې ددی عملیاتو خرڅ ډیرز یات دی د امریکا ژمنه او تعهد به په دې لاره کې ضعیف نه شي .
 مونږ به په ډیره خوشالۍ خپل هر عسکر بیرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسی تند لاري نه شته چې هدف یی د زیاتو امریکایانو وژل وي .


په حقیقت کې مونږ او تاسې نباید چې دا ډول تند لاري وزغمو. دوی په ډیرو هیوادنو کې خلک وژلی دي .

دوی د بیلابیلو ادیانو پیروان وژلي دي او تر ټولو زیات یې مسلمانان وژلي دي ددوی دا کارونه د انسانانو له حقوقو ، د اولسونو د پرمختګ او له اسلام سره په هیڅ توګه د پخلاینی وړ نه دي .

په قران شریف کې راغلي هر څو ک چې یو بیګناه انسان ووژني دا سې معنی لري چې ټول بشریت يې چې وژلی وي او هر څوک چې یو انسان ته نجات ورکړي لکه چې ټول بشریت ته یې نجات ورکړی وي .

نو دغه د تریو ملیاردو زیاتو پیروانودغه لوی دین د هغو یو څو تنو له تنګ نظرۍ او کرکې نه ډیر لوی او پراخ دی .

د خشنو تند لاروسره په مبارزه کې اسلام کومه ستونزه نه ده، برعکس اسلام د سولی په ټینګیدو کې یو مهم رول لري .

مونږ په دې هم پوهیږو چې د افغانستان او پاکستان ستونزې یوازې له پوځي لارو نه هوارېږي ،همدا وجه ده چې مونږ غواړو په راتلونکو پنځو کلونو کې له پاکستان سره هر کال یو نیم ملیارد ډالره مرسته وکړو ، څو دوی له دې لارې ښوونځي او روغتونونه سړکونه او تجارتي موسسات رامنځ ته کړي.

او په سل هاوو  میلونه ډالره نور به له هغو کسانو سره مرسته وشي چې له خپلو کورنو څخه بی ځایه شوي دي .

همدا وجه ده چې ولې مونږ دوه اعشاره اته ملیارده ډالره د افغانانو سره مرسته کوو چې خپل اقتصاد ورغوي او خپل اولس ته د ژوند لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

اجازه راکړﺉ چې د عراق د مسلې په اړه هم یو څه ووایم . برعکس د افغانستان ، د عراق جګړه یوه د انتخاب جګړه وه چې هم یې زما په وطن او هم یې په ټوله نړۍ کې پر ضد مخالفتونه څرګند شول .

که څه هم زه فکر کوم د عراق ولس د صدام حسین د استبدادي حکومت په پرتله نن په یوه ښه حالت کې دی خو زه په دې هم پوهیږم چې د عراق پیښو مونږ امریکایانو ته هم ددې ضرورت څرګند کړ چې مونږ باید د دیپلوماسۍ لاره غوره کړو او د امکان په صورت کې د خپلو ستونزو د حلولو لپاره نړیواله موافقه هم تر لاسه کړو .

په دې اړه زه د توماس جیفرسن خبرې راخلم چې وایي:
 نن امریکا دوه مسوولیتونه لري . یعنی دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړه کړي، او بل دا چې عراق باید عراقیانو ته پریښودل شي .


( ( زه هیله من یم چې زمونږ د قدرت په ډیرېدو سره به زمونږ پوهه هم زیاته شي . او مونږ دا زده کړه په هغه اندازه ‎‎ چې مونږ له خپل قدرت څخه لږه استفاده وکړو په هماغه اندازه به زمونږ په ګټه وي . ))

نن امریکا دوه مسوولیتونه لري . یعنی دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړه کړي، او بل دا چې عراق باید عراقیانو ته پریښودل شي .

ما د عراق ولس ته روښانه کړې ده چې مونږ نه غواړو په عراق کې پوځي اډې ولرو، او نه هم د عراق پر خاوره او منابعو باندې کومه ادعا لرو.

د عراق حاکمیت پر عراقیانو پورې اړه لري همدا وجه ده چې ما امر وکړ چې زمونږ جنګی غونډونه د راتلونکې اګست میاشتی پوری د جګړی له میدان څخه ووځي او همدا وجه ده چې مونږ به هغه موافقې ته درناوی وکړ چې د عراق انتخابي حکومت سره مو کړې ده او د هغې پر اساس به خپل جنګي ځواکونه د جولای تر میاشتې پورې د عراق له ښارونو وباسو، او بیا به خپل ټول ځواکونه په دوه زره دولسم کال کی په بشپړه توګه د عراق له خاوری وباسو .

مونږ به له عراق سره مرسته وکړو چې خپل امنیتی ځواکونه وروزي او خپل اقتصاد ورغوي .

خو مونږ به  دیو دوست هېواد په توګه د یوه امن او واحد عراق ملاتړ وکړو . او هیڅکله به له هغه سره د یوه حاکم په توګه چلند ونه کړو .

اوبالاخره په داسې حال کې چې امریکا به هیڅکله د تند لارو خشونت ونه زغمي مونږ به هیڅکله هم خپل اصول له پامه و نه غورځووو .

د سپتمیر یوولسمه زمونږ د هیواد لپاره یوه تر ټولو لویه روحی ضربه وه . هغه وېره او هغه غضب چې د دغې پیښې په نتیجه منځ ته راغلی د پوهی وړ دی .

خو په ځینو حالاتو کې ددی هم باعث شو چې مونږ د خپلو لوړو اهدافو او مفکورو پرضد عمل وکړو .

اوس په مونږ د مشخصو اقداماتو له لارې دغه لاره بدله کړو .
 ما په یواړخیزه توګه د متحده ایالاتو له خوا پر شکنجه کولو بندیز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پیله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .


ما په یواړخیزه توګه د متحده ایالاتو له خوا پر شکنجه کولو بندیز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پیله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .

نو، امریکا به د نورو ولسونو د حاکمیت په پام کې ساتلواو د قانون د حاکمیت په ړنا کې له خپل ځان څخه د فاع وکړي . او مونږ به دا کار د هغو اسلامي ټولنو سره په شراکت کې وکړو چې هغوی هم ځانونه تر تهدید لاندې بولي.

هر څومره ژر چی تند لاري تجرید شي او په اسلامی ټولنو کې ددو ی مخنیوی وشي په هماغه اندازه ژر به مونږ ځانونه په امن کې احساس کړو .

د تشنج او اختلاف دوهمه لویه منبع چې غواړم بحث پرې وکړم هغه د اسراییلیانو فلسطینیانو او د عربي نړۍ تر منځ ستونزه ده .

د اسراییل سره د امریکا ټینګې اړیکې ټولو ته معلومې دي . دا اړیکی نه ماتیدونکي دي. دا اړیکې پر فرهنګي او تاریخي اساساتو ولاړې دي .

د یهودانو لپاره دیوه ګډ کور غوښتنه په هغه تاریخې غمزې کې پرته ده چې هیڅوک یې نه شي ردولای .

د پیړیو په اوږدو کې یهودیان په ټوله نړۍ کې تر تعقیب لاندې وو .

د یهودانو سره د ښمني په اورپا کې بالاخره د یوه بې ساري لوی قتل عام یا هولو کوست باعث وګرځید ه.

زه سبا د یهودانو له هغه زندان څخه چې د جرمني په بوخنوالد کې دی لیدنه کوم .

دا یو له هغو زندانونو څخه وو چې په کې د نازیانو په دوره کې یهودیان شکنجه کیدل ، ویشتل کیدل او یا به د ګاز په ذریعه وژل کیدل .

شپږ میلیونه یهودان ووژل شول دغه شمیره نن ورځ په اسراییل کی د میشتو یهودان له نفوس څخه زیات دی .

له دې حقیقت څخه انکار کول بې اساسه جاهلانه او له کرکې ډک عمل دی .
اسرییل په فنا تهدیدول او یا د یهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډیر غلط کار دی . او یوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ایلیانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي


اسرییل په فنا تهدیدول او یا د یهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډیر غلط کار دی . او یوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ایلیانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي . او په عین زمان کې د هغې سولې مخنیوی هم کوي چې ددې سیمې خلک یې رېښتیاهم په هیله دي .

د بلې خوا ددې حقیقت څخه هم انکار نشې کیدای چی فلسطیني ولس هم مسلمانان او هم عیسویان د یوه ګډ کور د درلودلو په هڅو کې ډیرې ربړې ګاللي دي.

د شپیتو کلونو راهیسې دوی د بې کورۍ درد زغملی دی، ددی زیات شمیر د لویدېځې غاړې غزی او یا ګاونډي هیوادنو د مهاجرینو په کمپونوکې د سولی او امنیت په هیله ژوند کړی،  خو هیڅکله ددوی هیله نه ده تر سره شوی .

دوی هغه ورځني لوی او واړه سپکاوي چې  له اشغال سره تړلي دي زغملي دي . نو نور باید هیڅ شک وجود ونه لري،  د فلسطین د ولس لپاره نور دا حالت د زغم وړ نه دی . امریکا به هم دیو ه باعزته ژوند دپاره د فلسطینانو دې برحقې غوښتنې ته شاه ونه ګرځوي او دوی ته به ددی فرصت چمتو کړي چې دوی خپل دولت جوړ کړي.


د لسیزو راهیسې په دې برخه پرمختګ په ټپه ولاړ دی . ددو ولسونو برحقی غوښتنې چې هر یو یې یو دردناکه تاریخ لري خو بیا هم ددوی ترمنځ یو جوړ جاړي ته رسیدل یو خیال ښکاری .

دا اسانه ده چی نورو ته ګوته ونیسو . که فلسطینیان دې ته ګوته ونیسي چې داسراییل جوړیدل د دوی د بې کوره کیدو باعث شو او اسراییلیان دی ټکې ته ګوته ونیسي چې ددی هیواد په ټول تاریخ کې هم له دننه او هم دباندې له دښمنیو او حملو سره مخامخ وو ، او که مونږ دغه اختلاف ته له یوې خوا یا بلې خوا وګورو نو مونږ به د حقیقت په پیژندو کې راڼده پاتې شو.

یوازینۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې باید د دوو دولتونو د جوړیدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراییلیان او هم فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند وکړي .

دا هم د اسرايیل او فلسطینانو او هم د امریکا او نړۍ په ګټه ده . همدا وجه ده چې زه اراده لرم چې شخصا همدغه هدف ته د رسیدو لپاره په زیاته حوصله مندی چې اړتیا ورته شته کار وکړم .
يوازینۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې باید د دوو دولتونو د جوړیدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراییلیان او هم فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند وکړي .


هغه مکلفیتونه چې د لارې د نقشې په نوم د سولې د پلان په چوکاټ کی دواړو خواوو ورباندی موافقه کړې ده روښانه دي . ددی لپاره چی سوله راشی ددوی دپاره او زمونږ ټولو دپاره ددی وخت رارسیدلی چی څپلو مسوولیتونو ته هم پاملرنه وکړو .

فلسطینیان باید له خشونته لاس واخلي دخشونت او وژنو له لارې مقاومت غلط کار دی چې هیڅکله به هم مثبته نتیجه ونه لري . په امریکا کې تور پوستی د پیړیو په اوږدو کې د غلامانو په توګه د کمچینو ، سپکاویو او تبعیض سره مخ وو . خو دوی خپل بشپړ مساوي حقوق د خشونت له لارې تر لاسه نه کړل ،  دوی په سوله ایزه توګه پر خپلو هغو اهدافو ټینګار کاوه چې د امریکا د تاسیس بنیاد یې جوړاوه .
 
د جنوبی افریقا څخه تر جنوبي اسیا او دشرقی اورپا څخه تر اندونیزیا پورې همداسې شوې دي .

په دې داستان کې یوه ساده حقیقت پروت دی چی زور زیاتی انسان هیڅ خواته نه رسوي . خشونت یعنې د ویدو ماشومانو په لور د توغندیو ویشتل او یا په یوه بس کې د یوې زړې میرمنې وژل نه میړانه ده  او نه هم د قدرت علامه ده .

په دی توګه څوک د اخلاقي قدرت ادعا نشې کولی . اوس د فلسطینیانو لپاره ددې وخت دی چې پر دې فکر وکړي چې څنګه کولای شي خپل ژوند جوړ کړي؟  فلسطیني اداره بایدخپل د حکومت کولو توان پیاوړی کړي . او داسی موسسې منځ ته راوړي چې دخپل ولس اړتیاوو ته ځواب ووایي .
 
حماس د ځینو فلسطینیانو په منځ کې ملاتړي لري  خو دوی مسوولیتونه هم لري د فلسطینانو هدفونو ته د رسیدو لپاره یو رول لوبول او دا چې فلسطیني ولس سره متحد شي حماس باید چې له خشونته لاس واخلي .
 
پخوانیو موافقو ته دې درناوی وکړي او د اسراییل د موجویت حق دې په رسمیت وپیژني .

په عین زمان کی اسراییلیان باید وپوهیږي چې د فلسطینیانو حقوق هم د اسراییل د موجودیت حق په شان نه شي ردیدلی . متحده ایالات د اسراییلی هستوګن ځایونو مشروعیت او دوام نه مني.

ددې هستو ګن ځایونو جوړول د پخوانیو موافقو سره په تضاد کې دي او سولې ته د رسیدو په لاره کې خنډ واقع کیږي . نو ددې وخت رارسیدلی چې د دې ډول هستوګنځایونو جوړیدل په ټپه ودرېږي .

اسراییل هم باید خپلو مکلفیتونو ته پاملرنه وکړي او دا ومني چې فلسطینیان هم په خپله ټولنه کې د ژوند ، کار کولو او پرمختګ حق لری .

حماس د ځینو فلسطینیانو په منځ کې ملاتړي لري خو دوی مسوولیتونه هم لري د فلسطینانو هدفونو ته د رسیدو لپاره یو رول لوبول او دا چې فلسطیني ولس سره متحد شي حماس باید چې له خشونته لاس واخلي .


په غزه کی بشري بحران نه یوازې فلسطیني کورنۍ له بربادیو سره مخ کوي بلکهېد اسراییل د امنیت په ګټه هم نه دي . همدا شان په لویدیځه غاړه کې  د فرصتونو نشتوالی د سولې په ګټه نه دی .

د فلسطین په ورځني ژوند کې پر مختګ باید د سولې د لاری یوه برخه وي . او اسرییل باید د دغه پرمختګ د ‎پاره مشخص اقدامات وکړي .

همدا شان عربي دولتونه باید وپوهیږي چې د عربو دسولی ابتکار یوه مهمه شروع وه خو ددوی د مسوولیتونو پای نه وو .

د عربو او اسراییلو تر منځ اختلاف نباید چې نور ددې باعث شي چې د عربي هیوادنو خلک د خپلو نورو ستونزو او پرابلمونو څخه مخ وګرځوي پرځای یې باید دا د نویو اقداماتو باعث وګرځي او له فلسطیني اولس سره مرسته وکړي چې خپل موسسات جوړ کړي او ددی لارې خپل دولت په پښو ودروي .

سربیره پردې د اسراییل قانونیت باید په رسمیت وپیژندل شي او دهغو اقداماتو پر ځای چې پخوا ددوی د خپلې ماتې سبب ګرځیدل د پرمختګ لاره غوره کړي .

امریکا به خپل سیاستونه له هغو دولتونو سره یوځای کړي چې دسولې لاره غوره کوي . او په څرګنده هغه څه ووایي چې اسراییلیان ، فلسطینان او نور عربان  یې په خپلو خصوصي مجلسونو کې وایي .

مونږ سوله نه شو تحمیلولای ، خو په خصوصي توګه اکثره مسلمانان په دې پوهیږي چی اسراییل به له منځه ولاړ نه شي . په عین شکل ډیر اسراییلیان د یوه فلسطینی دولت د منځ ته راتلو پر ضرورت پوهیږي ،  نو ددې وخت رارسیدلی چې داسې عمل وکړو چی هر سړی يې په رېښتېنولی پوه شي.

ډیری اوښکی تویې شوي او ډیرې وینې تويې شوي نو زمونږ ټولو مسوولیت په دې کی دی چې د هغې ورځې لپاره کار وکړو چې اسراییلي او فلسطیني میندې بې له ویرې د خپلو ماشومانو د لویيدو شاهدانې و اوسي .

  دهغې ورځې لپاره  کار وکړو چې دغه مقدسه مځکه چې د درې لویو دینونو مقدس ځای دی هاغسی چې خدای (ج) غوښتل د سولې په یوه سیمه بدله شي . یعنی بیت المقدس هم د یهودو هم عیسویانو او هم مسلمانانو لپاره یو د امن ځای شي،  تر څو د ابراهیم ع  ټوله اولاده هاغسی د ایسرا په کیسه کې راغلي یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي .
 
دا هغه کیسه ده چې وایي موسی ع ، عیسی ع او محمد ص دری واړه یو ځای د خدای(ج) عبادت وکړ .
 دډیرو کلونو راهیسې ایران زما له هیواد سره مخالفت ښودلی دی ، او رېښتیا هم چې زمونږ تر منځ یو له هیجانه ډک تاریخ شته.

د تشنج دریمه منبع هغه ګډی ګټی ، حقوق او مسوولیتونه دی چی ولسونه یی د اتومی وسلو په برخه کی لري . همدا مسله د متحده ایالاتو او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د تشنج یوه منبع ده .

دډیرو کلونو راهیسې ایران زما له هیواد سره مخالفت ښودلی دی ، او رېښتیا هم چې زمونږ تر منځ یو له هیجانه ډک تاریخ شته . د سړې جګړی په منځینوکلونو کې متحده ایالاتو په ایران کې په دیموکراتیکه توګه د انتخاب شوی حکومت په راپرځولو کې رول ولوباوه .
 
د اسلامی انقلاب راهیسې ایران هم په ځینو اعمالو کې لکه د امریکایانو په برمته کولو او د امریکایي عسکرو او ملکي کسانو پر ضد د خشونت په اعمالو کې رول ولوباوه .

دا تاریخ ټولو ته ښه څرګند دی خو ددی پرځای چی مونږ د خپل تیر تاریخ اسیر شو ما د ایران مشرانو او خلکو ته روښانه کړه چې زما هیواد چمتو دی چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې د پرمختګ پر لور ګام واخلي .

پوښتنه اوس په دې کې نه ده چې ایران له څه شی سره مخالف دی؟  بلکې پوښتنه په دې کې ده چې ایران د څه ډول راتلونکې د جوړیدو په فکر کې دی .
 
دا به سخته وي چې د تیرو لسیزو بدګمانۍ له منځه لاړې شي خو مونږ به په ډیر جرات او راستۍ سره په دې لاره کې ګام واخلو .

زمونږ د دوو هیوادنو تر منځ ډیرې مسلې دي چې کولای شو بحث پری وکړو او مونږ حاضر یوو چې بې له قید وشرطه د متقابل احترام پربنسټ مخ په وړاندی ولاړ شو . اما دا ټولو ته څرګنده ده ،کله چې د اتومې وسلو مسله منځ ته راځي نو مونږ یو ډیر مهم ټکې ته رسیږو .
 
اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هیڅ هیواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سیستم پر یو بل اولس تحمیل کړي .

 دا یوازې د امریکا ګټې نه دي بلکې هدف دا دی چې په منځني ختیځ کې د اتومې وسلو د رقابت چی نه یوازې دا سیمه بلکې ټوله نړې ګواښوي مخنیوی وکړو .

زه د هغو خلکو په اعتراض پوهیږم چې وایي ځینې هیوادونه دا ډول وسلې لري یا ځینې نور یې نه لري . هیڅ ځانګړی هیواد باید دا انتخاب ونکړي چی کوم هیوادونه اتومی وسلی ولري،  همدا وجه ده چې ما په ډیر تاکید سره د امریکا د ا تعهد اعلان کړ چې غواړی په نړۍ کی هیڅ هیواد اتومي وسلی ونه لري .

 دایران په شمول هر بل ولس باید دا حق ولري چې سوله ایز اتومي انرژۍ ته لاس رسی ولري په دې شرط  چې ټول هغه مسوولیتونه ، چې د اتومي وسلو د مخنیوي په تړون کې راغلي دي  په پام کې ونیسي. دا تعهد ددې تړون اصلي هدف دی . او ټول هېوادونه مجبور دي چې دا شرط ومني . نو زه هیلمن یم چې ددې سېمې ټول هېوادونه به همدا هدف تعقیب کړي. 

څلورمه مسله چې زه غواړم ورباندې خبری وکړم د دیموکراسۍ مسله ده . زه پوهیږم چې په وروستیو کلونو کی د دیموکراسۍ دپیاوړي کیدو په هکله د نظرونو اختلاف موجود  وو او دغه اختلافاتو تر ډېره د عراق د جګړې سره رابطه درلوده .

اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هیڅ هیواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سیستم پر یو بل اولس تحمیل کړي . خو دا به زما تعهد دهغو حکومتونو په وړاندې کمزوری نه کړي چې دخپلو ولسونو اراده تمثیلوي . هر ولس په خپل شکل او طریقې سره دغه اصل ته پرمختګ ورکوي .

چې دا طریقه د هر ولس په خپلو دودونو او عنعناتو کې ریښه لري . داسی نه ده چې ګواکې امریکا په دې پوهیږي چې څه شی د نورو لپاره ښه دی ؟

هغسی چی مونږ نه شو پوهیدلای چې یو ځای د سوله ایزو انتخاباتو نتیجه به څنګه وي؟  خو زه ډیر کلک باور لرم چې ټول خلک د ځینو واقعي ارزښتونو په لټه کې دي،  یعنې چې ددې توان ولري چې خپل فکر په ازاده توګه بیان کړي او یا ووایي چې د څنګه حکومت تر سیورې لاندې ژوند کوي .

د قانون پر حاکمیت باندې بارو درلودل، مساوات ، عدالت د ټولو لپاره،  د اسې حکومت چې د ټولو لپاره شفاف وي او له خلکو څخه غلا نه کوي او یا  د خپلې خوښې د ژوند ازادي ولري . دا یوازې امریکایي هدفونه نه دي دا بشري حقوق دي او همدا وجه ده چې ددې ډول اهدافو څخه به مونږ په هر ځای کې ملاتړ وکړو . ددې وعدې د تر سره کیدو لپاره یوه روښانه او مستقیمه لاره نشته .
امریکا د ټولو هغو خلکو د سوله ایزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوریدل کېږي . که څه هم مونږ له هغو سره په ځینو مواردو کې موافق هم ونه اوسو .

 
خو یوه موضوع روښانه ده،  هغه حکومتونه چې ددې حقوقو ساتنه کوي تر نورو ډیر باثباته ، بریالي او په امن کې دي . پر مفکورو فشار راوړل مفکورې له منځه نه وړي .

امریکا د ټولو هغو خلکو د سوله ایزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوریدل کېږي .  که څه هم مونږ له هغو سره په ځینو مواردو کې موافق هم ونه اوسو . مونږ به همداشان د ټولو هغو سوله ایزو او انتخاب شویو حکومتونو ته چې د خپلو اولسونو حقوقو ته درناوی کوی هرکلی وایوو .

دغه وروستی ټکی ډیر مهم دی ځکه داسې کسان شته ، کله چی په قدرت کی نه وي د دیموکراسۍ پلوي کوي خو کله چې بیا قدرت ته ورسیږي بیا په ډیره بې رحمۍ د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي . نو له همدې امله د خلکو په واسطه د خلکو حکومت هغه یوازینی معیار دی چې د هر چا په برخه کې چې په قدرت کې وي صدق کوي .
 
تاسو باید خپل قدرت د خلکو د رضایت له لارې تر لاسه کړئ نه دا چې د زور له لارې . تاسو باید د اقلیت حقوقو ته درناوی وکړئ او د تحمل او جوړجاړي پر روحیه عمل وکړئ،  تاسو باید د خپل اولس ګټې او دسیاسي بهیر قانونیت د خپلو ګوندي ګټو څخه لوړ وبولئ . ددغو اساسی ټکو پرته یوازې انتخابات حقیقي ډیموکراسي نه رامنځ ته کوي .


پنځمه مسله چې مونږ یې باید مطرح کړو د دین ازادی ده .
ما  زغم او تحمل په خپله کله چی ماشوم وم په اندونیزیا کی ولید . هلته دین دارو عیسویانو په داسی یوه هیواد کی چی اکثریت یی مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .


اسلام د تحمل او زغم پراخه عنعنه لري دا مونږ د اندلس ا او کورډوبا په تاریخ کې وینو ما دغه زغم او تحمل په خپله کله چې ماشوم وم په اندونیزیا کې ولید . هلته دین دارو عیسویانو په داسې یوه هیواد کې چې اکثریت یې مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .

دا هغه روحیه ده چې مونږ نن ورته اړتیا لرو .په هر هیواد کې باید خلک ددی ازادي ولري چې خپل دین انتخاب کړي او د خپل فکر، زړه او روح په پیروی خپل دیني فرایض پر ځای کړي .

دیوه دین د پرمختګ لپاره د غه ډول زغم او تحمل ډیر اساسي دی خو دغه زغم د ډیرو مختلفو لارو څخه له ګواښ سره مخامخ دی .

په ځینو مسلمانانو کې داسې یو فکر وجود لري چې د خپل دین لوړتیا د نورو ادیانو پر ردولو کې بولي .

د بیلابیلو دینونو موجودیت یوه غنا ده چې باید وساتل شي دا چې دا په لبنان کې د مارونایت لپاره ده یا په مصر کې د کوپس عیسویانو لپاره ده .

همدا شان باید د اختلاف لیکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي،  د سنې او شیعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کی دډیرو لویو زور زیاتیو سبب شو ل.

د دین ازادي د خلکو د په ګډه ژوند کولو د توان لپاره ډیر مهمه ده . مونږ باید تل هڅه وکړو چې ددغه توان د ساتنی لپاره لارې چارې پیدا کړو . د مثال په توګه په متحده ایالاتو کې د خیرات د ورکولو مقرراتو د مسلمانانو لپاره دا ستونزه رامنځ ته کړې ده چې نه شي کولای د ذکات د ورکولو دیني مکلفیت پرځای کړي .
همدا وجه ده چې زه غواړم له امریکایي مسلمانانو سره کار وکړم تر څو دوی وشې کړای چې ذکات ورکړي .
باید د اختلاف لیکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي، د سنې او شیعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کی دډیرو لویو زور زیاتیو سبب شو ل.

همداشان دا هم مهمه ده چې لویدیځ هیوادونه له داسې اقدماتو څخه ډه ډه وکړي کوم چې د خپلو مسلمانو وګړو د دینې مراسمو په تر سره کولو کې خنډ واقع کیږي . دمثال په توګه دا هیوادونه ټاکي چې یوه مسلمانه ښځه باید څنګه جامې واغوندي او مونږ نباید  د لیبرالیزم په پلمه د دینونو په مقابل کې خپل مخالفت پټ کړو .

په حقیقت کې دین مونږ باید ټول سره یو ځای کړي . همدا وجه ده چې مونږ داسی پروژې په امریکا کې لرو چې هدف یې په امریکا کې د مسلمانانو ، عیسویانو او یهودانو یو ځای کول دي .

همدا وجه ده چې مونږ د عربستان د پادشاه عبداله د هلو ځلو چې غواړي د دینونو تر منځ د خبرو اترو زمینه مساعده کړي او یا دا چې د ترکیی مشران غواړي د تمدنونو تر منځ تفاهم منځ ته راوړي هرکلی کو و.

مونږ کولای شو په نړۍ کې دغه ډول خبرې اتر ې او تفاهم د دینونو تر منځ هم منځ ته راوړو او دخلکو تر منځ یو پل جوړ کړو او بیا د اقداماتو لپاره لاره هواره کړو څه  که دا په افریقا کې د ملاریا پر ضد مبارزه وي او که د یوې طبیعی پیښې وروسته د مرستو په رسولو کې وي .

شپږمه مسله چې غواړم ورباندې خبرې وکړم د ښځو حقوق دي زه پوهیږم چې پردې مسلې یو بحث روان دی . زه په لویدیځو هیوادونو کې د ځینو ددې نظرمخالف یم چې وایي هغه ښځې چی غواړي خپل ویښتان پټ کړي د نورو سره مساوي نه دي .

خو زه په دې ټینګ باور لرم هغه ښځې ته  چې د زده کړې اجازه نه ورکول کیږی هغه  له مساواته محرومیږی . او دا یو تصادف نه دی په هغو هیوادنو کې چې ښځې یی د لوړو زده کړو خاوندانې دي د غه هیوادونه تر نورو ډیر سوکاله هم دي . اجازه راکړی څرګندی خبری وکړم د ښځو د مساوات مسله په هیڅ توګه یوازې د اسلام مسله نه ده .
 
 زمونږ لوڼی کولای شی زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړی

په ترکیی ، پاکستان ، بنګه دیش او اندونیزیا کې چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي هلته ښځې د رهبرې لپاره وټاکل شوې . له بلی خوا د ښځو دمساوات مبارزه د امریکا او دنړۍ په ډیرو نورو هیوادوو کې د ژوند په ډیرو بر خو کې لا هم روانه ده .

زمونږ لوڼی کولای شی زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړی . او زمونږ د ټولو عمومي سوکالې په دې کې ده چې ټول بشریت یعنی نارینه او ښځو ته اجازه ورکړو چې په خپل ټول توان سره کار وکړي . زما په باور ښځې هم باید د نارینه په شان د خپلو مساوی حقوقو لپاره ودریږي .
 
زه د ټولو هغو ښځو دپاره هم احترام لرم چې غواړی خپل ژوند په خپل عنعنوی رول کې تیر کړي خو دا باید ددوی خپل انتخاب وي .

همدا وجه ده چې متحده ایالات غواړي د هر هغه یوه اسلامي هیواد سره مرسته وکړي کوم چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي او له ښځو سره مرسته کوي چې د مالي امکاناتو له لارې کار ومومي او وشي کولای چې خپل ژوند د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي .

د اوباما د وینا په غونډه کې یو شمیر ګډونوال د غوږیو په وسیله د اوباما د وینا ژباړه اوري



په پای کی زه غواړم چی د فرصتونو او اقتصادی انکشاف په اړه هم بحث وکړم . زه پوهیږم چې د ډیرو کسانو لپاره د نړېوال  کیدو یا ګلوبل ایزیشن مسله له تضادونو ډکه ده . انترنیت او تلویزیون خلکو ته معلومات او پوهه ورسوي خو په عین زمان کې جنسی تیري او بی ځایه خشونت هم ښیي . تجارت کولای شي چې نوې امکانات او شتمنی منځ ته راوړي .

خو په عین زمان کې په ټولنو کې د اخلال او تعغیراتو سبب هم ګرځي . د امریکا په شمول په ټولو اولسونو کې د غه تغیر ویره منځ ته راوړې داسې ویره چې نوی پرمختګونه به ددی باعث وګرځی پر خپلو اقتصادی پریکړو ، سیاسیتونو او یا په خپل هویت باندی کنترول له لاسه ورکړو . یعنی ټول هغه شیان چې مونږ په ټولنه کې او یا په خپلو کورنیو ، خپلو دودونو او یا خپل دین کې هغه ته په لوړه سترګه ګورو .

خو زه په دی هم پوهیږم چې د انساني پرمختګ مخنیوی نه شي کیدلی . د پرمختګ او عنعناتو تر منځ تضاد باید وجود ولري . داسی هیوادنو لکه جاپان او جنوبی کوریا خپلو اقتصادنو ته انکشاف ورکړ خو په عین وخت کی یی خپل ځانکړی فرهنګونه هم وساتل .
 په پخوانیو وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نویو افکارو لوی مرکزونه وو .


دغه مسله د هغو مسلمانو هیوادونو په برخه کې چې له کولالمپور څخه تر دوبی پوری له لویو پرمختګونو سره مخامخ شوي دي هم صدق کوي .

په پخوانی وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نویو افکارو لوی مرکزونه وو .

د اډیره مهمه ده ، ځکه چې مونږ نه شوکولای چې یوه انکشافي ستراتیژي پر دې بنا کړو چې له مځکې څخه به څه راووځي . او نه دا ډول ستراتیژي دوام موندلی شي چې ځوان خلک بیکاره وي.
دخلیج ډیر هیوادونه دتیلو په نتیجه کې ډیر بډای شول او ځینی یی هڅه کوي چې د لا زیات انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي .
 
خو مونږ ټول باید په دې و پوهیږو چې زده کړه او نوښتونه د یوویشتمې پیړۍ غوښتنه ده . خو په ډیرو اسلامی هیوادونو کې په دې برخه کې کافي سرمایه ګذاری نه ده شوې .

زه ټینګار کوم چې دغه ډول سرمایه ګذاري باید زما په خپل هیواد کې هم وشي او څرنګه چې امریکا پخوا د خلیج په هیوادنو کې زیاتره تیلو او ګازو ته پاملرنه درلودله نن مونږ هڅه کوو چې خپلې اړیکې نورو برخو ته پراخې کړو .

موږ به د پوهنې په برخه کې خپل د تبادلې پروګرامونه پراخ کړو او تحصيلي بورسونه به هسې چې د هغه په اساس یووخت زما پلار امريکا ته راغی زيات کړو.

موږ به همداشان ډېر امريکایان وهڅوو چې په اسلامي هېوادونو کې زده کړې وکړي. سربېره پردې به هغه اسلامي محصلين چې د لوړو استعدادونو خاوندان وي په امريکا کې وروزو. موږ به په ټوله نړۍ کې د ښوونکو او ماشومانو لپاره د انټرنېټ له لارې د زده کړې امکانات برابر کړو او د زده کړې يوه نوې انټرنېټي شبکه به رامينځ ته کړو، ترڅو په کانزاس کې يو ځوان هلک وکولای شي په قاهره کې له يوه ځوان سره اړيکي ونيسي.

د اقتصادی پرمختيا په برخه کې موږ به د داوطلبانه سوداګرو يوه نوې ډله مينځ ته راړو څو د اسلامي هېوادونو له سوداګرو سره له نژدې همکاري وکړي او زه به په خپله د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د يوې لويې غونډې مشري په غاړه واخلم څو موږ وکولای شو، د تجارتي مشرانو ترمينځ ژورې اړيکې رامينځ ته کړو، او داسې اساسات او د ټولنيزو پانګونو په برخه کې د متحده ايالاتو او اسلامي ټولنو ترمينځ نژدې اړيکي ټينګ کړو.
 يوه نړۍ چې په هغه کې حکومتونه د خپلو ولسونو خدمت وکړي او د خدای د مخلوق حقوقو ته درناوی وکړي. دغه ګډې ګټې دي او دا هغه نړۍ ده چې موږ يې په لټه کې يو. خو دغسې يوې نړۍ د جوړولو لپاره موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو.


د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې به موږ يو نوی صندوق جوړ کړو ترڅو په اسلامي هېوادونو کې د ټکنالوژۍ د انکشاف په برخه کې د دوی ملاتړ وکړو او د نظرياتو د انتقال په برخه کې به هم مرسته وکړو څو دوی وکولای شي د خلکو لپاره د کار امکانات برابر کړي. موږ به په افريقا، منځني ختيځ او جنوبي آسيا کې عالي علمي مرکزونه پرانيزو او د ساينس په برخه کې به خپل استازي وټاکو څو د نوي انرژۍ د منابعو د انکشاف او د بې ضرره انرژۍ، پاکو اوبو، او د نويو زراعتي محصولاتو په هلوځلو کې مرسته وکړي.

زه همدا نن د اسلامي کنفرانس د سازمان په چوکاټ کې د يوې نوې نړيوالې مبارزې اعلان کوم څو د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ په له مينځه وړو کې مرسته وکړي. موږ به همداشان خپله همکاري د ماشومانو او ميندو د روغتيا په برخه کې د اسلامي ټولنو سره زياته کړو.
دا ټول کارونه بايد په ګډه او په يوه شراکت کې وشي.

امريکايان حاضر دي چې د خلکو او حکومتونو، ټولنيزو سازمانونو، د ديني او تجارتي مشرانو سره د نړۍ په اسلامي ټولنو کې يوځای شي څو موږ ټول په ګډه د يوه ښه ژوند په لور وخوځېږو. دغه اهداف چې مايې يادونه وکړه، په اسانه نه شي ترلاسه کېدای. خو موږ دا مسووليت لرو چې د هغې نړۍ په استازيتوب چې موږ يې د جوړولو په هڅه کې يو، سره يو لاس شو، هغه نړۍ چې په هغه کې تندلاري نور ونشي کولای زموږ خلک تهدید کړي، هغه نړۍ چې نور امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شوي وي، او اسراييليان او فلسطينيان خپل ځانونه په امن کې وویني او له اټومي انرژۍ څخه يوازې د سوله ييزو اهدافو لپاره کار واخيستل شي.


يوه نړۍ چې په هغه کې حکومتونه د خپلو ولسونو خدمت وکړي او د خدای د مخلوق حقوقو ته درناوی وکړي. دغه ګډې ګټې دي او دا هغه نړۍ ده چې موږ يې په لټه کې يو. خو دغسې يوې نړۍ د جوړولو لپاره موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو.

زه پوهېږم چې ډېر مسلمانان او غيرمسلمانان شته چې زموږ د دغه نوي پيل په اړه پوښتنې لري. ځينې يې ډېر غواړي چې د نفاق او اختلاف لمبې پورته کړي او د پرمختګ په لاره کې خنډ شي. ځينې بيا وايي چې دا هدف په دې هڅو نه ارزي. د دوی په فکر زموږ ترمينځ ډېر اختلاف شته او تمدنونه يو له بل سره په ټکر محکوم دي. زيات شمېر نور بيا په دې هکله شک لري چې حقيقي تغيير به مينځ ته راشي. په هرحال ډېره وېره او ډېره بې اعتمادي شته. خو که موږ زيات په ماضي تکيه وکړو هېڅکله به هم پرمخ ولاړ نشو، او زه په خاصه توګه غواړم د بېلابېلو دينونو ځوانو پيروانو ته د نړۍ په هر هېواد کې چې دي ووايم، چې تاسو هرڅوک نه ياست، تاسو د دې توان لرئ چې دا نړۍ بدله کړئ.

موږ اوتاسو ټول د يوې لنډې مودې لپاره په دې نړۍ کې شريک يو. پوښتنه دا ده چې آيا موږ بايد خپل دغه وخت پر هغو مسايلو ضايع کړو چې موږ يو له بله لیرې کوي او که غواړو چې خپلې هڅې سره يوځای کړو او ګډې وجهې ومومو او د هغې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړو چې موږ يې د خپلو ماشومانو لپاره غواړو او د ټول بشر عزت او کرامت ته درناوی وکړو؟
 د جګړې د پای ته رسولو په پرتله د جګړې پيلول اسانه کار دی، او دا هم اسانه دی چې د دې پرځای چې ځان ته وګورو، نور د هرڅه مسوول وګڼو. موږ تل هغو شيانو ته ګورو چې نور له موږ څخه بېلوي، نه هغه څه ته چې موږ ټول پکې شريک يو.


د جګړې له پای ته رسولو نه د جګړې پيلول اسانه کار دی، او دا هم اسانه دی چې د دې پرځای چې ځان ته وګورو، نور د هرڅه مسوول وګڼو. موږ تل هغو شيانو ته ګورو چې نور له موږ څخه بېلوي، نه هغه څه ته چې موږ ټول پکې شريک يو.
 
خو موږ بايد سمه لاره غوره کړو، نه دا چې يوازې اسانه لاره غوره کړو. يو اصل شته چې د هر دين په زړه کې پروت دی او هغه دا چې موږ بايد د نورو لپاره وغواړو چې د ځان لپاره يې غواړو. همدغه حقيقت د ولسونو او خلکو څخه رامينځ ته شوی دی، داسې يوه عقیده ده چې نوې نه ده، دا يوه توره، سپينه يا نصواري عقيده نه ده، دا عیسوي، اسلامي يا یهودی عقیده هم نه ده. دا هغه عقیده ده چې د مدنیت په زانګو کې لویه شوې او لاهم د میلیاردونو انسانانو په زړونو کې ده. د نورو خلکو لپاره دا يو ایمان دی او همدغه څه دي چې زه يې نن تر تاسو پورې راورسولم.
موږ د دې توان لرو چې هغه نړۍ چې موږ يې په لټه کې یو، جوړه کړو، خو يوازې په هغه صورت کې چې موږ د یوه نوي پيل شهامت ولرو. او پرهغه څه فکر وکړو چې ليکل شوي دي.

پاک قرآن موږ ته وايي چې ای بشره، موږ تاسو نارینه او ښځې هست کړو، او موږ له تاسو څخه ولسونه او قبيلې جوړې کړې څو تاسو يوبل ښه وپېژنئ. په تالموت کې راغلي چې د ټول تورات هدف د سولې ټينګول دي او په انجيل کې راغلي دي چې پر سوله کوونکو د خدای رحمت کېږي، ځکه چې دوی ته د خدای د مخلوق خطاب کېږي.
د نړۍ خلک کولای شي چې له يوبل سره په سوله کې ژوند وکړي. موږ پوهېږو چې دا د خدای اراده ده. اوس باید موږ د ځمکې پرسر د دې ارادې د تطبيق لپاره کار وکړو. د خدای رحمت دې پرتاسو ټولو وي.
 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jun 2009 او وخت 2:19 PM |

ټایمز ورځپاڼه چې په لندن کې خپرېږي په وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې چې (ایس اې ایس ځواک په عراق کې د القاعده له ماتولو وروسته په طالبانوپسې افغانستان ته ځي) لیکي :

د بریتانیا د پوځ د خاص ځواک یا ایس اې ایس هغه قطعه چې په عراق کې یې د القاعده په ماتولو اوځپلو کې اساسي رول ولوباوه، اوس له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بریتانیا د خاصوقواوو ترټولو په سترځواک لېږد کې ،افغانستان ته ځي .

د ټایمز له راپورسره سم په داسي حال کې چې په عراق کې د بریتانیايي ځواکونو حربي ماموریت پای ته رسېدلی د بریتانیا د پوځ د خاصو ځواکونو دوه غونډونه(سکواډرن) افغانستان ته استول کېږي چې د وسله والوطالبانو پرضد په عملیاتو کې ګډون وکړي.

ټایمز ورځپاڼه په دوام کې لیکي چې افغانستان ته دا بریتانیايي سرتېري له دې سره په یووخت لېږل کېږي چې د ناټود عمومي قومندان ډیویډ مکرنین پرځای یوبل جنرال سټانیلي مک کریستال چې پخوا د امریکا د خاصو قواوو قومندان وو، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان ټاکل کېږي .

د ټایمز په وینا د ناټو د دغه نوي امریکايي قومندان د هلوځلو اصلي هدف دا دی چې د وسله والو طالبانود وسلو او پیسو د ترلاسه کولومخه ډب کړي .

ورځپاڼه وروسته په عراق کې د القاعده شبکې په ځپلو اوماتولو کې د بریتانیا د خاصو ځواکونو پر رول او هلو ځلو رڼا اچوي او په عراق کې د امریکايي پوځیانو د پخواني قومندان ډیویډ پیترویس له خولې لیکي چې وايي : دې ځواک په بغداد کې د موټربمونوشبکه ونیوله .

پیترویس همداراز دا ځواک په دې ستایلی چې استثنايي نوښتونه او جرات لري .

ټایمز په بغداد او الانبار ولایت کې د بریتانیا د خاص ځواک د خاصو هلوځلویادونه کړې او ویلي یې دي چې دې ځواک په عراق کې د القاعده ملا ماته کړې ده .
 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jun 2009 او وخت 2:13 PM |

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې په چټکۍ سره د امريکايي ځواکونو د زياتېدو په اړه په يوه مطلب کې لیکي: افغانستان ته لا په زيات شمېر نوي سرتېري نه و رسېدلي، چې لومړنۍ ډلې ته يې مرګ ژوبله واوښته.

ورځپاڼه د امريکا د اپاچي هېلېکوپټرې د سقوط پېښې ته اشاره کوي چې د مې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندانانو ته ټکان ورکړل.

د ورځپاڼې په وينا امريکايي ځواکونه تراوسه پورې ډېر د افغانستان په ختيځ کې دېره وو، خو اوس د هېواد د جنوب او لويديځ ناارامه سیمو ته، چې له يوې خوا د طالبانو مرکزونه پکې دي او له بلې خوا د دې سيمې له سوځوونکو دښتو څخه تېرېدل، په تېره په اوړي کې اسانه کار نه دی، هم ځي.

ورځپاڼه زياتوي: د امریکا پوځي چارواکي ډېر ښه پوهېږي چې افغانستان ته د نورو عسکرو له رسېدو سره به د دوی تلفات هم ډېر شي، ځکه چې دوی د خپل دښمن زړه ته ورننوزي او طبعاً مقابل لوری به هم د دوی پرضد له خپلو ټولو موجودو امکاناتو څخه کار واخلي، خو لاس انجلس ټايمز زیاتوي راتلونکې میاشتې به د جګړې د لوري د بدلون لپاره امريکايي ځواکونو ته ټاکونکی اهميت ولري.

بل خوا د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو انتخابات د اګست په میاشت کې، چې په بهير کې يې د امنيت د ټينګولو لپاره د بهرنيو ځواکونو زياتول خاص اهميت لري په پام کې دي. د لويديځو چارواکو په نظر د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم انتخابات د ډیموکراسۍ پرلور د دې هېواد د کړکېچنې لارې لپاره ځانګړی اهمیت لري، نو ځکه لویدیځ هېوادونه باید د امکان ترحده هڅه وکړي چې بې امنيتي د انتخاباتو بهیر ګډوډ نکړي.

افغانستان ته د روانو نویو امريکايي ځواکونو يوه برخه هوايي ځواک دی چې له جنګی هیلیکوپټرو سره دې هېواد ته ځي. ورځپاڼه ليکي دا به دې ځواکونو ته دا امکان برابر کړي چې د ځای پرځای شويو ماینونو او انفجاري موادو په کشف او موندلو کې له هیليکوپټرو څخه کار واخلي او په دې ډول د طالبانو فعاليت چې يوازينۍ وسله يې له ماینونو او انفجاري موادو څخه کار اخيستل دي، هم محدود کړي.

يوه بله موضوع چې د افغانستان پر وضعيت بې اغېزې نه دی، په قبايلي سيمو کې چې افراطي ډلې پکې راغونډې شوې دي د پاکستان د پوځ عملیات دي.

ايکونومیست مجله په دې اړه لیکي چې په دې عملياتو زيات شمېر افراطي وسله وال ووژل شول، خو دې جګړو په پاکستان کې دننه يو بشري بحران راوستی او په نتيجه کې يې میلیونونه کسان بېځايه شوي دي.
د ایکونومیست په وينا که دا حالت دوام وکړي، ښايي د پاکستان په حکومت کې هم بې ثباتي راشي، چې دا وضع به پر افغانستان هم بې اغېزې نه وي.
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 8 Jun 2009 او وخت 2:10 PM |

 


دتورې  بوړې داسلامي محاذ مشر مولوي انوار الحق مجاهد په پېښور کې دپاکستاني چارواکو لخوا نیول شوې دی . نوموړي  دافغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه په جلال اباد کې د اوسني حکومت له مخالفینو څخه و او د تورې بوړې  داسلامي محاذ په نوم یې جبهه پرانېستې وه .
دغه خبر روهي ویبپاڼې ته یوې معتبرې  سرچینې دټيلفون پر کرښه ویلي ، خو تراوسه  کومې بلې سرچینې تاییدکړې نه دی .
دیادونې وړ ده ، چې دطالبانو دحکومت له ړنګیدو راوروسته  انوار الحق مجاهد دحامد کرزي  په لنډمهاله اداره کې دیو څه مودې لپاره دنده هم ترسره کړې ده دوخت په تیریدو دولسمشر  کرزي دحکومت له وسله والو مخالفینو څخه  وګرځیده .
په دې وروستیو کې داسې خبرونه هم تر لاسه شوې دي ، چې انوار الحق مجاهد دطالبانو لخوا دپکتیا دوالي ته توګه مقرر شوې و

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 11:18 AM |

 

  کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب ويونکو ته ورتګ شرعاً حرام دي ځکه چه داډلې د شيطان پيروان دې دهغه ټول افعال په درواغو چل او فريب ولاړ دي که کله کوم رښتيا وايې هغه هم د خپلو شيطانې ملګرو په وسيله وي شيطانان ځکه ورسره مرسته کوي چې پدی سره خلک ګمراه کړي . نو يوه مسلمان ته کله ښايې چه په خپل لاس د شيطان په دامونو کې ځان ونښلوي .

که په چا کوډی شوي وي هغه د کوډو لري کولو لپاره کوډ ګر ته نشي ورتلای ځکه چه په حرام شي معالجه حرامه ده .

دکوډو تداوي او وقايه په قرآنې آيتونه سره کيږي هر مسلمان ته پکار ده چه دشپې لخوا د بيده کيدو پر مهال قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ، قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ سورتونه ووايې او په ټول بدن يې دم کړي .

پدی کې دري کټی دي .

۱- د سنتو پيروي ځکه چه د محمدرسول الله همدا عادت ؤ .

۲- په شپه کې د بيده کيدو پر مهال د قرآن کريم تلاوت .

۳- کوډی له منځه وړي او په آينده کې کوډی په سړي باندي کوم اثر نشي کولای .


کوډ ګرو کاهينانوته د ورتګ په اړه نبوي ص ارشادات :

 «مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»1

څوک چه عرافی (عرافی هغه کس دی چه دغلا شوی مال ځای او غلا ښیی ) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
 


«مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»2


هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی اود هغه خبري رښتيا وګڼی داکس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد ص نازل شوي .


پدي اړه نور احاديث هم شته ولې زمونږ هدف خو په چټکه ټوګه د خلکو خبرول دي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:52 AM |

 

 

اسو شتيد پريس خبري آژانس په يوه تحليلي رپوټ کې د یو شمیر خپرو شویو احصاييو له مخې ويلي چې په  روان کال کې تراوسه د امريکايي ځواکونو تلفات پنځه شپېتو ته لوړ شوي دي.چې تير کال دا شميره څلور ديرش وه . دغه راز له دې سره جوخت د وژل شويو طالبانو شمير هم زيات شوى دى .

 د آزادۍ راډيو په قول په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو وياند ډګروال ګريګ جوليان اسوشيتيدپريس اژانس ته وويل دوی د امکان تر حده هڅه کوي چې تلفات مقابل لوري ته واوړي، خو زياته يې کړه اټکل کېږي چې د امريکايي ځواکونو تلفات به تر دې هم زيات شي. 

د ځای پرځای شويو چاودېدونکو موادو يو امريکايی کارپوه اټکل کوي چې په روان کال کې به د طالبانو له خوا د دې ډول چاودېدونکو موادو کارول په سلو کې پنځوس زيات شي.

 د امريکايي ځواکونو وروستي تلفات  د افغانستان په ختيځ کې هغه مهال پېښ شول چې د وسلوالو په بريد کې يو امريکايي سرتېری ووژل شو.موږ د امکان تر حده هڅه کوو چې تلفات مقابل لوري ته واوړي، خو اټکل کېږي چې د امريکايي ځواکونو تلفات به تر دې هم زيات شي. 

د اسوشيتيدپريس راپور ليکي، که د جون په مياشت کې د پنځو امريکايي عسکرو وژل کېدل په پام کې ونه نيسو، نو د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د امريکايي ځواکونو تلفات د کال د تېرکال په پرتله په سلو کې شپږشپېته زيات شوي دي.

 له بلې خوا د اژانس په وينا د تاوتريخوالي د زياتېدو له وجې وسله والو ته هم ډېر تلفات اووښتي دي. د افغانستان د حکومت او نړيوالو قواوو د خبرپاڼو له مخې په روان کال کې د وسله والو مخالفينو تلفات د تېرکال د دې وخت په پرتله په سلو کې نوي ډېر شوي دي.  

په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو وياند وايي د وسله والو طالبانو ليکو ته ګڼ شمېر نوي جنګيالي ننوتي دي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:45 AM |

 

د ړنګې شوې ملي متحدې جبهې يو بل پياوړې غړى مصطفي ظاهر د سه شنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره تر يوې ليدنې کتنې وروسته خپل ملاتړ له ولسمشر حامد کرزي څخه څرګند کړى دى .ظاهر د ماتې شوې جبهې له مهمو او پاتې شويو غړو څخه يو بل دى چې د حامد کرزي خوا ته ورغئ ظاهر اوس مهال د ژوندانه ذ چاپيريال د ادارې مشر دى . ويل کيږي چې ظاهر به هم کرزي تر بريا وروسته  په بله کابينه کې يو وزير وي .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:41 AM |

 پرویز مشرف چې دې ورځو کې ماسکو ته په خصوصي سفر تللئ او تمه کیږي چې د هغه هېواد له لومړي وزیر پوتین سره به هم کتنه لري ، په ماسکو کې يي د « ګازیتا » نادیژداکورواکوووا ورځپاڼې له خبریال سره مرکه کړې ، چې څو ځایه يي دې مرکه کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې او په یوه یا بله بڼه يي پر افغانستان د پاکستان تیرئ پرځای ګڼلئ دئ .

نوموړئ د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي « دا سمه نه ده چې نني طالبان د هغه رژیم سره چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې واکمن و ، یوشان وګڼل شي »

په دې توګه مشرف نړیوالو ته ښۍ ، یوازې هغه طالبان چې د ۲۰۰۱ کال د مخه په افغانستان واکمن و او د هغو په واکمنتیا کې پنجابي پوځ او ای ــ اس ــ ای لویلاس درلود زیانمن وو ، خو نني طالبان چې په همغه مدرسه کې روزل کیږي ، په ناڅاپي توګه او بې دلیله د مشرف په خوله بې زیانه او دیموکرات ګڼل کیږي . پنجابي واکمنانو یو وخت افغانانو او نړیوالو ته مجاهدین هم د خپلواکۍ او دیموکراسۍ پرښتې بللې ، خو په ۹۰ ومو کالو بیا همدغه پنجابیانو د خپلو دیموکراتو پرښتو پر ضد چې د افغانستان د تباهۍ او د کابل په ورانۍ کې يي د خپلو پخوانو حامیانو پنجاب او لوېدیځ مخونه تورکړل ، طالبان راوزیږول . پنجابي واکمنان ځانته تل حق ورکوي چې په افغانستان کې د واک پر سر چنې ووهي او په مکر سره ځان د افغانانو خواخوږي څرګند کړي .

خو ښاغلي مشرف دا نه دي ویلي ، هغه طالبان چې د یوې مدرسې شاګردان دي ، په یوشان روزنغالو او پالنغالو کې زده کړې کوي ، د پنجابي پوځي کړیو او ای ــ اس ــ ای د یوشان ښوونکو او ترینرانو لخوا تدریس کیږي ، څنګه کېدئ شي چې پخواني دې سړیخواره او نني دې انساندوست او دیموکرات وي ! ؟

هغوی چې د ای ــ اس ــ ای په ښوونځیو کې روزل کیږي او ځانته طالبان وايي او د مشرف هم د تاید وړ او دیموکرات يي بولي ، همدا نن په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه سوځوي . ښوونکي او استادان وژني . افغانانو ته د پردیو د خیرات په پیسو جوړ ، د ولسي ښېګڼو ټول بنسټونه له منځه وړې .

باید پنجابي واکمنانو ته څرګنده شي ، چې افغانان خپل ولس او خلک تر هرچا ښه پېژني . په دولتي واک کې د ګډون پریکړه د بل هر هېواد پشان یوازې د افغانانو حق دئ . په دې کې د ګاونډي هېوادو که هغه پاکستان ، ایران ، روسیه او یا کوم بل نړیوال ځواک وي د لارښوونې او پریکړې ځای نه لېدل کیږي .

همدارنګه مشرف د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم د تل غوندې د افغانستان په ټیکدارۍ خبرې کوي او وايي « موږ په خپل سیاست کې په دې تیزس ټینګار کوو چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځی ، ځکه که داسې وشي دا به د افغانستان په ګټه وي »

د افغانستان د خیر او ګټې خبرې بیا هم موږ ته ښاغلئ مشرف راښايي . په داسې حال کې چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون خبره یوازې په افغانانو پورې اړه لري .

مشرف ( څنګه چې هغه اوس د پاکستان په دولت کې کومه رسمي دنده نه لري ، د پاکستان د ولس په استازیتوب دداسې څرګندونو حق هم نه لري ) یا بل پنجابئ مشر کولئ شي چې یوازې د خپل هېواد په اړه د داسې ځواکونو د ښېګڼو او بدګڼو په باره کې خبرې یا پریکړه وکړي .

خو مشرف دا خبرې هسې او خوشې نه کوي . هغه خامخا د پنجاب د ګټو له لوري چارې ګوري او څاري يي . هغه په دې پوهیږي ، که د افغانانو پښه دا ځل بیا ښویږي او افغانان دا وار هم د نړیوالو په شتون او ملاتړ کې ، د خپل هېواد بنسټيزې چارې نه حلوي ، نو پاکستان ورته د یوې لويي بلا په څېر خوله وازه نېولې او هره ګړۍ افغان هېواد او ولس له کومي تېرولئ شي .

تر ټولو مهمه دا ده چې مشرف له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون خبرې په ماسکو کې ، د کرملین د چارواکو د خوښۍ لپاره کوي . پنجابي مشران چې افغانان يي دالخواره بولي خو په سیاست کې د باد ، لورئ په وخت پېژني . مشرف به په پنجاب کې د نورو کړیو په سلا ، د لوېدیځ په خلاف د ا ځل د ماسکو لورینو او پیزوینو ته سترګې نېولې وي .

ماسکو کې د مشرف څو ورځنۍ استوکنه ، په لاپو باټو سره له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون لارښوونې او په ماسکو کې د طالبانو په ملاتړ د خپل غږ پورته کونه ، په سیاست کې د پنجاب د یو شمیر کړیو د لیوالتیا نوئ لورئ په ګوته کوي .

داسې ښکاري چې دا ځل پنجاب د ماسکو له لوري پر افغانانو ګوزارونو ته ملاتړلي وي .

مشرف په دې مرکه کې د شرارت لپاره نورې خبرې هم لري . هغه د افغانستان په شمال کې د ازبکو ، تاجکو او نورو قومونو په اړه د تل پشان په بدۍ خوله وازوي او په دې توګه غواړي چې پښتنو ته وښۍ ، چې د پنجاب په دوستۍ تل حساب کولئ شۍ او په پنجاب کې جوړ شوي طالبان له لاسه مه ورکوۍ . خو که له مشرف څخه پوښتنه وشي چې هغه د خپل مطلق واک په ۹ کلن ، پير کې ولې پښتنو ته تش ددې حق ور نه کړ چې د انګریزي ښکېلاک څخه پاتې سوبه سرحد نوم په پښتونستان یا پښتونخوا واړوي بیا ځواب نه لري ! دلته ده چې د پنجاب د رسوايي تشت له بامه غورځيږي . په افغانانو کې د بېلتون اور ته لمن وهل پنجاب ته له انګریزانو څخه په میراث پاتې دئ .

مشرف لکه نور پنجابي مشران د افغانستان په شمال کې د وروڼو قومونو او دشمالټوالې د ډاکوانو او لنډغرو ترمنځ توپير په عمدي توګه نه کوي او د څو لنډغرو پر ځای د شمال ولسونه په نښه کوي . خو د افغانستان قومونه که هغه په شمال ، یا په سویل او یا د هېواد په بله برخه کې پراته دي ، خپل منځ کې له ورورۍ سربېره کومه ستونځه نه لري . خو افغانان یوخوا د شمالټلوالې له لوټمارانو او ډانګیانو ( چې دا قومونه نه دي بلکې یو څو غله او داړماران دي ) او بلخوا د پنجاب پلاس د جوړشویو طالبانو سره ستونځه لري .

په ماسکو کې بیا هم وینو چې مشرف د پخوا پشان د پنجابي طالبانو څخه په ملاتړ او روسیه او ایران په دودیز ډول د شمالټلوالې د لنډه غرو په ننګه ، د افغانانو پر ضد په چلوټه کې سره شریکیږي .

د افغانانو په وړاندې دا څو سره بلاګانې له بېلابېلو پلازمېنو څخه په یوه وار سر راپورته کوي .

افغانان باید د پنجاب او ماسکو د نویو او پټو چلوټو په اړه هوښیار او بیدار اوسي !

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:40 AM |

په افغانستان كې د ماشومانو د ژوند شرايط  د اندېښنې وړ دي، د ماشومانو لپاره هغه ډول چې لازم دي د ژوند شرايط او آسانتياوې نشته، په هېواد كې ډېرى ماشومان ښوونځي ته د تلو امكانات نه لري. سره د دې چې ښوونځي ته د تلو امكانات نه لري په ورځني ژوند كې هم له ډېرو لويو ستونزو سره مخ دي. د افغان ماشومانو له ډلې څخه ډېرى داسې كسان هم شته چې له لس كلنۍ مخكې د كور مسؤليت ور په غاړه شوى چې لوى لامل يې په هېواد كې پنځه دېرش كلنې جګړې دي. د دې جګړو له امله د هېواد په زرګونو ماشومان له پلارنۍ مينې څخه بې برخې شول.

يتيمان شول او د كورنۍ دروند مسوليت ور په غاړه شو. دوى اړ دي چې د كورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره ډېرو درنو او سختو كارونو ته لاس واچوي. دوى د خپل ماشومتوب په پړاو كې دي. خو د هغه ماشومتوب په پړاو كې نه چې يو څوك يې ونازوي. د هغه ماشومتوب په پړاو كې دي چې د كورنۍ نور غړي له ده څخه ناز غواړي. همدا ماشوم اړ دى چې خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداكړي.

د هېواد په هره سيمه او هره برخه كې په كار بوخت ماشومان ليدل كېږي، چې د ژوند له هرنعمت څخه بې برخې او په ستونزمنو كارونو بوخت دي. په دوى كې ډېر داسې كسان هم شته چې د بې وزلۍ او ژوند د خبرابوالي له امله له خپل پلار او د كورنۍ له نورو غړو سره اوږه په اوږه د ژوند په هره برخه كې كار كوي، څو دوى په ګډه وكولاى شي د ژوند اړتياوې پوره كړي.

موږ ډېرى ماشومان وينو چې د ټكسي چلوونكو ته د سوارۍ د پيداكولو لپاره چيغې وهي. چې په پاى كې هغوى نوموړي ماشوم ته د كار په بدل كې دوه تر پنځو افغانيو پورې وركوي. په همدې ډول په بازارونو كې د پلاستيكونو پلورل، بوټونه رنګول، سپيلني دودول، د موټر د كلينر په توګه كار كول، په هوټلونو كې د شاګرد په توګه كار كول د ماشومانو له عمده كارونو څخه شمېرل كېږي. چې له دې هر كار څخه يو ماشوم ډېره لږه ګټه پورته كوي خو ستونزې يې ډېرې زياتې دي. د بشري حقوقو خپلواك كمېسيون په كابل ښار كې د دې ډول ماشومانو شمېره چې په دې ډول ستونزمنو كارونو بوخت دي ۶۰ زره ښودلې چې ټول يې د اوو او ۱۴ كلونو په منځ كې قرار لري.

په افغانستان کې د شاوخوا ٢٥ ميليون وګړو له ډلې څخه چې د ملګرو ملتونود ماشومانو د صندوق يونيسف د ارزونو پر اساس تر نيمايي زيات يې تر ١٨ کلنۍ ښكته عمرونه لري چي که د بشري حقونو د رپوټ سره سم يې د ٢٥ په سلو کې کارګرو ماشومانو سلنه تقريبي اټکل کړو نو کېداى شي٣ ماشومانو ته ورسېږي.

له بله اړخه دافغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير غوث بشيري ويلي، چې ښوونځيو ته د تلونکو ماشومانو څخه يې نژدې درېيمه برخه کار کوي: ((د ښوونځيو په عمر د برابرو ماشومانو له ډلې څخه يې شاوخوا نيمايي ماشومان ښوونځيو ته ځي چې له ډلې څخه يې دېرش په سلو کې کار کوي. د دې ماشومانو له ډلې څخه يې ډېر په دوکاندارۍ، هوټلونو، ورکشاپونو، کرنې او غالۍ اوبدلو باندې بوخت دي.))

نوموړي ماشومان چې له ناز، د ژوند آسانتيا، هوساينې او آرامۍ څخه بې برخې دي او تل په دې فكر كې وي چې څه ډول يو څو پيسې لاس ته راوړي څو يې هم كورنۍ خوشاله شي او هم د درې وخته ډوډۍ لپاره يو څه ولري، ډېرى له دوى څخه په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

په دې اړه د کار د نړيوال سازمان چارواکى ښاغلى انوري وايي چې له روغتيايي اړخه همدا اوس هغه ماشومان چې کار کوي. شاوخوا ٦٣ په سلو کې په رواني ناروغيو اخته شوي دي.))

د دې ستونزو د اواري لپاره تر اوسه پورې دولت او يا هم كومې نړيوالې ټولنې هېڅ هم نه دي كړي. نه يې د ماشومانو د روزلو، حرفوي زدكړو او يا هم د دوى د ستونزو په اوارولو كې كوم ګام اخيستى.

كه د ماشومانو ستونزې په همدې ډول روانې وي، نو په راتلونكو څو كلونو كې به ټولنه له يوې لويې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، په ټولنه كې به بې كاري نوره هم ډېره شي، بې سوادي، د ماشومانو د ناسالمې روزنې ستونزه، او همدارنګه به په هېواد كې د معتادينو كچه ډېره لوړه شي.

زموږ چارواكي په سيمينارونو، غونډو او د دوى په اصطلاح ميټينګونو باندې دومره لګښت كوي چې كولاى شي د هر سيمينار په لګښت باندې د ماشومانو د ستونزو د اوارولو لپاره يو كار وكړي. د هغوى ستونزې اوارې كړي ترڅو په راتلونكي كې د معتادو، ناپوهو او بې سواده ماشومانو پر ځاى پوه او د زده كړو لرونكي ماشومان او ځوانان ولرو.  

  ليکنه : حبيب وقار

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:36 AM |

 

 

  افغان ولسمشر  حامدکرزي او د تاجکستان  جمهوريت جمهور رئيس امام علي رحمان د يو ويډيويي کنفرانس له لارې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د نوري فايبر  شبکه پرانيستله .  د دغې پروژې  ټول لګښت او يا مليونه ډالره کيږي چې د دولت له بودجې څخه تمويليږي .  د دغې پروژې  موخه د کابل _ کندهار ، هرات ،  مزارشريف ، کابل د حلقوي سړک په تګلوري  کې د نوري فايبر  د تاسيساتو جوړول دي . د  باختر دولتي آژانس د رپوت له مخې   د نوري فايبرد شبکي کار د  ٢٠٠٧  ميلادي کال  د اپريل  په مياشت کې پيل  او ترذې مهاله  ددغې  پروژې  په سلوکې اتيا کار بشپړ شوى دى . نوري   فايبر   د لوړ ظرفيت او چټک  حرکت لرونکي دى هيواد د ١٧ ولايتونو ٦٨  ښارونه تر پوښښ لاندې  راولي . 

 دنوري فايبر  د شبکې  له لارې افغانستان له ګاونډيو هيوادونو لکه ايران ، ازبکستان او تاجکستان سره يو ځاى شوى چې په پام کې ده له پاکستان سره يې د يوځاى کيدو کار د يوې مياشتې په ترڅ کې بشپړ او له ترکمنستان  سره به په نږدې   راتلونکې کې و نښلول  شي  ددغې پروژې په کار اچولو سره  د الکترونکي   سوداګرۍ  پر ښه والي سربيره  به د مديريت او الکترونيکي  دولت والي  د الکترونيکي  زده کړې د ترسره کولو ، په مستقيم  او غير مستقيم ډول  د کار موندلو ښه زمينه برابره  او د افغانستان دولت او خلک به له دې لارې ښه عوايد ترلاسه کړي .  ددغې  پروژې په عملي کيدو سره د خصوصي پانګې اچونې لپاره ښه فرصتونه برابر او د افغانستان د اقتصاد د ښه والي سبب   کيږي دغه پروژه د يو ترانزيتي  پله حيثيت  لري چې له دې لارې د منځنۍ آسيا ټول هيوادونه له جنوبي او جنوب ختيځي  اسيا سره نښلوي .  په دغه ويديويي  کنفراسن کې د تاجکستان جمهور رئيس د نوري فايبر د شبکې  د کار د پيل له امله  د مبارکى په ترڅ کې وويل چې دغه شبکه دوه وروڼه او دوست هيوادونه سره نښلوي  او د دواړو هيوادونو ترمنځ  اقتصادي فرهنګي  او ټولنيزې  اړيکي پراخوي .   د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي هم د نوري فايبر د شبکې پرانستل   د افغانستان او تاجکستان لپاره پرمختګ وباله او هيله يې وکړه چې د دغې شبکې په پراختيا سره افغانستان او تاجکستان د نړۍ له نورو هيوادونو سره  ونښلول شي  او د نوري فايبر  شبکه د دواړو هيوادونو د خلکو دپرمختګ لپاره ښه وسيله شي .  حامدکرزي همدا راز د تاجکستان د حاصلاتو او د کرنې دحالت پوښتنه وکړه . 

 د تاجکستان جمهور رئيس د غلو له پري مانى  څخه حامدکرزي ته ډاډ ورکړ او ويې ويل د پرله پسې  اورښت له امله سږ کال به دخداي ( ج )  په  فضل د افغانستان او تاجکستان  حاصلات ښه وي .  د تاجکستان جمهور رئيس په دغه ويديويي  کنفراسن کې وويل چې د تاجکستان  د بريښنا په شبکي  باندې په  بيړه سره  کار روان دي چې د راتلونکي کال تر پايه پورې به يې  چارې بشپړي شي چې د تاجکستان د بريښنا  په بشپړيدو سره به افغانستان او جنوبي اسيا ته بريښنا وليږدول شي .  په دغه ويديويي  کنفرانس کې  د افغانستان او تاجکستان جمهورو رئيسانو د دواړو هيوادونو خلکو ته د نيکمرغى او پرمختګ هيله وکړه.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:33 AM |
د واشنګټن  پوست امریکایۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه  کې په افغانستان  کې  د نوي امریکايي جنرال مک کرستال د ماموریت  په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.
په لیکنه کې راغلي چې د سیمې  لپاره د امریکې د نوي ولسمشر  د سیاست ساحه پراخه ده او پاکستان هم په  دغه ساحه کې  شامل شوی دی.
واشنګټن پوست لیکي چې په دغه ساحه کې  د فعالیت لپاره دوه عمده کسان د اوبهاما له خوا ټاکل شوي چې یو یې په افغانستان کې  د ناټو او ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کرستال او بل یې هم پوځي متقاعد جنرال کرل ایکن بیري دی.
ښاغلی بیري به افغانستان کې د امرېکې د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
واشنګټن پوست وړاندي لیکي چې اوس د سیمې لپاره د امریکې ستراتیژي ډیره روښانه ده چې پکې  د القاعدې ډلي د بیا سمبالښت مخنیوی او په سیمه  کې  د اقتصادې ودې لپاره د زمینو رامنځ ته کول دي.
واشنګټن پوست ویلي چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې باور دي چې دې اهدافو ته باید د رسیدو لپاره جنرال کرستال او ایکن بیري خپلي تجربي په ښه توګه پلي  کړي.

اوس داسي ویل  کیږي چې ښاغلی کرستال به د افغانستان د جګړې د سمبالولو  لپاره د ناټو او ایتلاف په قوماندۍ کې هم بدلون راولي خو دا بدلون په دې  معنی  نه دی چې د قوماندانیو په کړۍ کې بنیادي تغیرات وارد شي .

واشنګټن پوست لیکي چې په افغانستان کې د ناټو قومانداني په څلورو زونونو لکه ختیځ، لویدیځ، سویل او شمال ویشل  شوي خو جنرال کرستال به د همدغو تشکیلاتو په دننه کې ځیني قوماندانان بدل را بدل  کړي تر څو د جګړې  اغیزمنتیا لوړه کړي.

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:6 AM |

 

دلوي خداي ج دقدرت دغه نښه چې په يوه ټينډئ کې موندل شوي ددغه ټينډي په مينځ کې دپاک خداي ج نوم په ډېرروښانه اوڅرګنده توګه په طبعي شکل سره ليکل شوي دي .

دګربزو ولسوالۍ دصحرامدرسي کلي اوسيدونکي شهزاد الدين په خبره چې ياده شوي  عظمه تحفه هغه مهال ترلاسه کړه کله يي چې خپلې په ټينډوکرل شوي يونيم جريب ځمکي څخه دټينډوحاصل راټولوو

نوموړي وايي چې زه ځان ډېرنيکبخته بولم چې لوي ځداي ج دغه راز لويه اوعظيمه تحفه راپه نصيب کړه.

دده په ويناچې په دغه شان څيزونوکې دلوي خداي ج نوم پيداکيدل خپلوبنده ګانوته دده دوحدانيت اوقدرت ښودنه اودويته پکې  پند اوعبرت نغښتي دي ترڅودوي دلوي خداي ج په وحدانيت  خپله عقيده نورهم ټينګه کړي

ديادوني وړده چې څه موده وړاندي هم په يوکچالواويوه کيله باندي دلوي خداي ج نوم  په طبعي شکل ليکل شوي پيداشوي وو .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 4 Jun 2009 او وخت 10:4 AM |

 

 دافغانستان د مدافعې وکيلانو  ټولنې  د ماشوم له نړيوالې ورځې سره جوخت د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت څخه و غوښتل محمد جواد چې ويل کيږي د نيونې په مهال دولس کلن و خوشى کړي . محمد جواد اووه کاله مخکې په داسې حال کې چې دولس کلن و د کا بل ښار د لا هوري دروازې په سا حه کې د ا مريکا په کتار باندې د لاسي بم دغورځولو په تور ونيول شو او يو کال وروسته په  بګرا م کې د ا مريکا د ځواکو نو له جيل څخه د ګوانتنامو جيل ته و ليږدول شو . د محمد جواد خپلوا ن په کا بل کې د ا مريکا د ځوا کونو په کتار باندې بريد چې ددغه هېواد د دوو تنو عسکرو د ټپي کيدو سبب شو تورونه رد وي او وايي چې محمد جواد له خپل تره سره د لاهوري دروازې په سا حه کې د څاه په کيندلو بوخت و چې ونيول شو . د افغانستان د مدافعو وکيلا نو د خپلواکې ټولنې رئيس روح الله قاريزاده وا يي چى د يو دولس کلن ماشوم نيونه هغه هم له سندونو او مدرکونو پرته او په بګرام او ګوانتانامو کې د ا مريکا په جيلونو کې د هغه ځورونه او شکنجه ، د ټولو نړيوالو قوانينو او کنوانسيونو له دې جملې څخه د بشر اود ماشومانو د حقوقو پرخلاف دى .

د افغانستان د مدافعو کيلانو د خپلواکې ټولنې رئيس د بګرام او ګوانتانامو په جيلونو کې د محمد جواد دردوونکو ځورونو ته په اشارې سره ، د امريکا له مقاماتو څخه و غوښتل چې د افغانستان د اساسي قانون درناوى وکړي اوهم د بشر حقوق رعايت کړي . دغه را ز د امريکا نظامي مدافعو وکيلا نو چې له اوو کلونو وروسته يې د ګوانتانامو په جيل کې د محمد جواد پر خلاف د تورو څيړنه په غا ړه لري له سندو نو اومدرکو نو پرته د يو افغان تنکې ځوان بندې کول ،د انديښنې وړ و بلل . اريک چې د ا مريکا يوحقوق پوه دي اود محمد جواد دفاعي و کالت په غاړه لري وايې چې ان د يوې بلې ورځې لپاره له سندونو او مدارکو پرته دمحمد جواد د بندي کولو زغم نه لري . دده دڅرګندونو له مخې د ګوانتانامو په جيل کې مو ظفو څارنوالانو دمحمد جواد پر خلاف د تور له څيړنې وروسته هغه بي ګناه و باله ، د هغو دڅرګندونو له مخې هغه تر اوسه پورې په دغه جيل کې بندي دي . د ا مريکا دغه مدافع وکيلان همدا اوس د محمدجواد په خوشي کيدو باندې له لويديځو مقا ما تو او د افغانستان له قا ضيانو سره د خبرو ا ترو په حال کې دى . دغه شان د هېواد لوى څارنوال هم په يو ليک کې چې په کابل کې د ا مريکا سفارت ته  ليږلى دى د محمد جواد د خلاصون غوښتنه يې کړې ده .  محمد جواد چې اوس نولس کلن دى د خپلې کورنۍ يوازنۍ بچى دى .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:23 PM |

دافغانستان لپاره پالیسی بدلوو

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:21 PM |

 

پروفېسور برهان الدين رباني، پلار، قسيم فهيم، ضياء مسعود، صديق چکري سکني ورونه، نورالحق علومي، سيد محمد ګلاب زوی، مصطفی ظاهر او عبدالرشيد دوستم ناسکه ورونه، يونس قانوني او ارواښاد سيد مصطفی کاظمي ترونه، جهادي قومندانان، ټوپکسالاران، قاچاقوړونکي، قاتلين او غاصبين نږدې خپلوان. د ملي جبهې د مړينې له کبله، چې جنازه یې پخوا په کابل کې په پټه خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کيږي، چې د نوموړې جبهې دعا د هېواد د هېڅ ولايت په هېڅ جومات کې نه اخيستل کيږي او تر پارلماني ټاکنو پورې ځنډول شوې ده. انا الله و انا اليه راجعون.

 فاضل سانچارکی د دغې کورنۍ يو اوسقال، چې مطبوعاتي کنفرانس ته یې خبرې کولې وويل: د دعا نه اخيستلو لاملونه کورنۍ ستونزې دي، هغه زياته کړه: ښاغلي قسيم فهيم، د استاد مشر زوی، ونه شو کړای، چې له خپلو ډېر بوختياوو ، چې له ښاغلي ولسمشر کرزي سره یې لري، وخت وباسي او د دعا په مراسمو کې ګډون وکړي. دوه نور زامن يې، چې ښاغلی ضياء مسعود او مصطفی ظاهر دي او له ډېر وخت راهيسې یې له خپل سپينږيري پلار سره اړيکه ترينګلې شوې وې، په دې مراسمو کې له ګډونه ډډه وکړه، که څه هم د عبدالرشيد دوستم د ګډون په اړه سانچارکي صاحب ترکيې ته د هغه اوږدمهاله سفر په ګوته کړی، خو ځينې کارپوهان وايي، چې دوستم له پخوا څخه د خپل مهربانه پلار سره اړيکې ترخې کړې وې او اړيکو یې يوازې تشريفاتي بڼه لرله او کلونه کلونه يې ويل، چې رباني يو دروغجن او چالاک انسان دی او په تېرو څو ورځو کې يې دغه مطلب له خپل بل نږدې ملګري (محمد محقق) سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې په ډاګه څرګند کړ.

 سيد محمد ګلاب زوی او نورالحق علومي په خپله يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپل پخواني ملګري ښاغلي حبيب منګل له راتلو څخه خبر ورکړی چې وروسته له ډېرو کلونو هېواد ته راستون شوی او ويې نه غوښتل، چې په دغه حساس وخت کې خپل ګران او نږدې ملګری يوازې پرېږدي.

 په خبري کنفرانس کې د صديق چکري په اړه هېڅ پوښتنه ونه شوه، ځکه چې ټول پوهېږي، سره له دې چې په پرلپسې توګه يې پر دولت نيوکې درلودې، خو چې کوم وخت ورته د حج او اوقافو د وزارت وړانديز شو، نو بې له دې چې شا او خوا وګوري او پرته له ځنډه یې د ارګ پر خوا پښې يبلې ورمنډه کړه، داسې منډه، چې خپلې بوټان یې هم د رباني په څېر چې له طالبانو يې تېښته کړې وه پرېښوول، د صديق دغه عمل د هغه سپينږی پلار ډېر سخت غمجن کړ.

 اوسقال سانچارکي، چې ډېر متاثره ښکارېده د ملي جبهې د مړينې علت يې په ژړغونې غږ داسې بیان کړ:

له هماغه پيدايښت څخه نړۍ ته ناروغه راغلې وه، چې په تدريجي ډول یې ناروغي نوره هم خطرناکه شوه، ډاکټرانو به تل زيار اېسته، چې مرسته ورسره وکړي، په ځانګړې توګه ايراني او روسي ډاکټرانو خپل زيار تر وروستي بريد وآزمايه.

 د ملي جبهې د مهربان تره (ارواښاد مصطفی کاظمي) په ژوندوني یې، چې له ايراني ډاکټرانو سره ډېرې نږدې اړيکې او خپلوي درلوده، ډېری ايراني ډاکټرانو تل د ملي جبهې د روغتيا لپاره کابل ته منډه کړې او د روغتيا په برخه یې کې تل ورسره مرسته کړې، خو له بده مرغه د سيد مصطفی کاظمي تر مړينې وروسته ايراني ډاکټرانو هم خپله لېوالتیا لږ وښووه، خو روسي دوستانو یې د تل په څېر خپلې مرستې ته دوام ورکاوه، چې ملي متحده جبهه له مړينې وژغوري.

سانچارکي زياته کړه: د متحدې جبهې د مړينې لاملونه ډېر دي، خو تر ټولو ستر لامل يې يو ډېر خطرناک او وېرونکی وايروس و، چې ښايي د ولسمشر کرزي له ادارې او يا د امريکايي څارګرې ادارې سره د ډېرو اړيکو لامله  د دې ډلې غړو ته رالېږدول شوی و، چې د جبهې ژوند يې له ګواښ سره مخ کړ. ورځ تر بلې یې حالت خرابېده، چې حتا روسي پروفېسوران يې هم له علاجه عاجز شول او مبارک وجود یې په ډېره مظلومانه ډول د ژوند سره خدای په اماني وکړه.

  استاد برهان الدين رباني، چې خپله يې هم په دې خبري ناسته کې شتون درلود په داسې حال کې د خبرو کولو لپاره راولاړ شو، چې له سترګو یې اوښکې بهېدې او ډېر ژړغونې غږ يې ورو وويل: ما د ژوند ډېرې لوړې ژورې ليدلي، دا متحده ملي جبهه مې وروستی اولاد و، چې زما د سپينږيرتوب هيلې او امېدونه ورپورې تړلي ول، خو زما اولادونو داسې ټکان راکړ، چې نور د سياسي ژوندانه توان او وړتيا په ځان کې نه وينم. غواړم نور ګوښه شم او د يوه هټۍ وال په توګه به خپل پاتې عمر تېروم. په داسې حال کې چې بېرته خپلې چوکۍ ته د ورتلو په حال کې و او شا شا ته یې په دېر مظلومانه انداز کې کتل، وويل: چې نور خپل ټول ناخلفه اولاد او لمسي عبدالله يانې عبدالله ته سپارم

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:16 PM |

لوى اومهربان خداى جل جلا له فرمايي :
 وعاشروهن بالمعروف) [سورة النساء ٤سپاره، ايت ١٩] (په ځانګړي ډول دهغو ښځو سره چې ستاسو مېرمنې دي) حسن سلوک اوښه رويه کوئ .
 په يوبل ځاى کې الله جل جلا له فرمايي : والصاحب بالجنب ) [ سورت نساء پنځمه پاره: ٣٦ايت]
ژباړه : اودهم مجلس (مېړه ) سره هم ښه خوى اونيک سلوک کوي .

نبوي احاديث

 لومړى حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : اکمل المؤمين ايمانا احسنهم خلقاً،وخيارکم خيارکم لنسائکم . رواه الترمذي. وقال هذا حديث حسن صحيح . [ مشکوة ٣٠٤]
ژباړه : کامل مومنان هغه دي چې دهغوى اخلاق ښۀ اونيک وي، په تاسوکې غوره هغه دي ، چې  خپلومېرمنو ته غوره وي .
دويم حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه  قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم استوصوا بالنساء خيرا ..... ) متفق عليه . [ مشکوة ٣٠٢مخ]
ژباړه : زه تاسوته دمېرمنو په هکله دخيروصيت کوم ؛نوتاسوددې په هکله زما وصيت قبول کړئ.
دريم حديث :
 عن عائشة رضى الله تعالى عنها قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : خيرکم ،خيرکم لاهله  وانااخيرکم لاهلي واذا مات صاحبکم فدعوه .رواه الترمذي والدارمي. [ مشکوة ٣٠٣]
ژباړه : غوره اوبهتر په تاسوکې هغه دى چې له خپلې ميرمنې سره ښه سلوک کوي او زه په تاسوکې ډيرغوره يم له خپلې مېرمنې سره. اوچې کله ستاسوملکرى (ميړه ياميرمن) وفات شي ؛نودعا ورته کوئ .
څلورم حديث :
 عن ابى هريره رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لايفرک مؤمن مؤمنة ،ان کره منها خلقا رضى منها اخر. وراه مسلم . [ مشکوة ٣٠٢]
له حضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅ مؤمن ته له خپلې ميرمنې سره کينه اوبغض نه دى پکار، ځکه چې که کوم يوعادت دده خوښ نه شي ، نوبل عادت به يې خوښ شي.
پنځم حديث :
عن عبدالله بن زمعة رضى الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لايجلد احدکم امراة جلدة العبد ثم يجامعها فى اخراليوم. متفق عليه [ مشکوة ٣٠٢]
ژباړه : له حضرت عبدالله بن زمعة رضى الله تعالى عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  تاسو خپلې مېرمنې  مه وهئ  ، دغلام اومريي په څېر، اوبيا دورځې په اخيرکې يوځاى والى هم ورسره کوئ .
شپږم حديث :
 په احياء العلوم کې دحضرت نبي کريم صلى الله عليه وسلم حديث نقل کړى شوى دى چې : (زماپه امتيانوکې ) کوم کس  دخپلې ميرمنې  په بداخلاقي باندې صبر وکړي ؛الله تعالى  به هغه ته دومره ثواب ورکړي لکه حضرت ايوب عليه السلام ته يې چې  په مرض صبر ورکړى و،   اوکه کومې ميرمنې دخپل ميړه (خاوند)په بدواخلاقو اوغصه باندې  صبروکړ؛نودېته به دومره ثواب ورکړى شي لکه دفرعون ميرمنې  حضرت آسيه عليها السلام ته يې چې ورکړى ؤ. له دينه وروسته حضرت پيغمبرعليه السلام وفرمايل: زه دخپلوميرمنوپه غصه باندې صبرکوم تاسوهم زماپه شان اووسئ.
اووم حديث :
 دحضرت انس رضى الله تعالى عنه په يوروايت کې راغلې دي چې حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم پر ښځواوماشومانو  ډېرزيات مهربان اومشفق ؤ.
اتم حديث :
  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ماانفق الرجل على اهله فهو صدقة وان الرجل فى نفقة امراته يدرک درجة الغازي. [ بيهقي ]
ژباړه : هغه څه چې ميړه يې په خپله ميرمن باندې خرچ کوي؛هغه صدقه ده. اوهغه سړى چې په خپله ميرمن باندې خرچ کوي ؛هغه به دغازيانودرجه ومومي.
نهم حديث :
په حدېث شريف کې راځې : کوم کس چې خپلې ميرمنې ته يوه دينې مسئله وښيې ؛ نوالله تعالى  به داتلس کلونو عبادت ثواب ،دده په عملنامه کې وليکي.  
لسم حديث :
 د رسول کريم صلى الله عليه وسلم حديث مبارک دى  چې زما دامت په نارينه ؤ کې تر ټولوزيات  غوره  هغه څوک دى چې د خپلې ميرمنې سره داسې رويه کوي لکه مورچې دخپل اولاد سره کوي. دداسې نارينه لپاره هرورځ اوشپه په صبراوشکرتيرولو سره دسلو شهيدانو ثواب ليکل کيږي.

دخاوند اومېرمنې حقوق په لنډ توګه

 دخاوند اومېرمنې دحقوقو په اړه ډيرزيات حديثونه   نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلې دي ، دټولوبيانول ناشونې دي؛ خودلته يې مونږ يواځې په پورتنيو شلو مبارکوحديثونو (چې لس دميړه اولس دمېرمنې دحقوقو په اړه دي )  بس والى کوو.
که قرانکريم اوحديثو مبارکو ته ځيرشو ؛نوپه لنډه توګه لاندې لارښوونې  ترې معلوميږي :

 دخاوندحقوق :
 
١- په هرحکم کې دده اطاعت کول، خوپه دې شرط چې دګناه نوې.
٢ – دده له وس نه زياته نفقه اوخوراک ،نه غوښتل .
٣ – دميړه له اجازې پرته دهيچا کورته ، نه تلل .
٤ – دده له اجازې پرته به هيچاته دکورته ننوتو اجازه نه ورکوي.
٥ – دميړه  له اجازې پرته به ،دده مال چاته نه ورکوي.
٦ – دميړه له اجازې پرته به نفلي لمونځ اوروژه نه نيسي.
٧ – که يې دهمبستري لپاره وغواړي ؛نود شرعي عذر(حيض اونفاس اونور...) څخه پرته په نورو وختونو کې  به انکار نه کوي.
٨ – خپل ميړه (خاوند) به دنېستۍ اوبدرنګۍ له امله  حقير نه بولي .
٩ – که دشريعت خلاف کوم کارپه ميړه کې وويني ؛نوپه ډېرادب  به يې منع کوي.
١٠ – ميړه ته به خپل نوم ، نه اخلي.
١١ – دهيچا په مخ کې به دميړه شکايت نه کوي.
١٢ – دهغه په مخکې به ژبان درازي نه کوي .
١٣ – دهغه  له خپلوانوسره به جنګ اوبحث  نه کوي .
١٤ – اوکه مېړه (خاوند) وفات شي ؛نودعا به ورته کوي .

دمېرمني حقوق :

١ – د مېرمنې سره به نيکه رويه کوي .
٢ – دضرر رسولوپروخت  برداشت کول،يعنې که دميرمنې لخوا څۀ تکليف ور رسيږي دهغه به زغم کوي .
٣ – په غيرت کې اعتدال کول ، نه به پر هغې بدګماني کوي اونه به بيخي غفلت ترې کوي  .
٤ – په خرڅ اوخوراک کې به ميانه روي کوي،  نه به تنګسيا پرې راولي اونه به يې فضول خرڅي ته پريږدي .
٥ – دحيض (مياشتنى مرض ) نفاس ( دماشوم له پيداکيدو وروسته مرض ) په احکاموبه يې خبر وي ،د دينداري تاکيدبه ورته کوي اوله ناروا کارونوبه يې په کلکه  منع کوي .
٦ – که له يوې څخه زياتې مېرمنې يې  په نکاح وي؛نوددوى په منځ کې به  برابرى کوي .
٧ – دضرورت په اندازه به يوځاى والى کوي .
٨ – دهغې له اجازې پرته  عزل (يعنې بهر انزال کول ) به نه  کوي .
٩ – دضرورت په اندازه داوسيدلو کور ورکول .
١٠ – دهغې له خپلوانو(پلار،مور،تره،ورور،خور. . . ) سره به نيکه رويه کوي .
١١ – که خداي مه کړه  دوهلواړتيا پيښه  شي، نوپه وهلو کې به زياتى نه کوي  .
١٢ – دخپل مېرمني  دراز خبرې به   چاته نه کوي .
١٣ – که خداي مه کړه  ددوى په منځ کې شخړه پيداشې نو په طلاق کې به تلوار نه کوي.
١٤ – دخاوند په شتون اونه شتون کې به دده دکور ساتنه کوي .

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:8 PM |
۱ ـــ لكه شمعه چې ځان ويلې كوي اونورو ته رڼا وربښي تاسې هم ځان دهغې په څېر وسوځوئ چې نورو ته مو ګټه ورسيږي.

۲ ـــ ستنه كه بربڼډه هم ده دنورو جسمونه پټولى شي.

۳ ـــ په دې كې شك نشته چې يوه ښځه هم پيغمبره شوې نه ده ، خو په ياد ولرئ چې د خدايي دعوه يې هم نه ده كړې اوټول پيغمبران ، وليان، صديقين او شهيدان د همدوى په غېږ كې ستر او روزل شوي دي.

۴ ـــ خپل زړه په خپل لاس كې ساتل اود نفس له هوسونو ځان ژغورل په خپله يوه مېړانه ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:5 PM |
پيغمبر صلى الله عليه وسلم وايي چې: كومه مېرمن دخپل خاوند خبره مني دهغې له پاره به
 
مرغان په هوا كې ، كبان په اوبوكې، پرښتې په آسمانو كې او ځناور په ځنګلو كې دبښنې دعاوې غواړي.
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:4 PM |
په نړۍ كې چې څومره ژبې دي ، هره ژبه د قرآن كريم ژباړې ته اړتيا لري، ترڅو هغه څوك چې علم نه لري هغه هم دلوى څښتن له حكمونو نه، خبر شي اودا كار هغه څوك كولاى شي چې دواړه ژبې يې زده وي او ډېرې ښې يې زده وي.

د قرآن كريم ژباړې كار لومړى ځل صحابه وو رضى الله عنهم د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ژوند كې پيل كړ، د احنافو ستر فقيه شمس الائمة السرخسي رحمه الله وايي چې څو تنه نويومسلمان شويو اېرانيانو له حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه نه وغوښتل چې دوى ته په فارسي ژبه د سورت فاتحې ژباړه وليكي، حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه چې ژباړه وليكله دهغه يادونه يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وكړه، هغه صلى الله عليه وسلم څه ونه ويل اودغه ژباړه يې هغوى ته واستوله ، چې د سر ټكي يې داسې و: ( به نام خداوند بخشائنده ومهربان ).

د اسلام  د بلنې لمن چې څومره پراخېدله ورسره دقرآن كريم دژباړې اړتيا هم زياتېدله، فارسي او تركي ژبې په دې كتار كې ترټولو لومړۍ ښكاري اوديوې څېړنې ترمخه د نړۍ په نژدې يونيم سلو ژبو كې دقرآن كريم ژباړې شويدي، چې داتيا ژبويې بشپړې ژباړې او شل يې نېمګړي دي اوترټولوزياتې ژباړې اردو ژبه لري، چې نژدې اووه سوه ته رسيږي، بيا د تركي اوفارسي ژبې وار راځي اوپه لويديځو ژبو كې انګريزي، فرانسيسي اوجرمني ژبې دقرآن كريم ډېرې ژباړې لري.

په دې لنډه مقاله كې به زيار وباسو څو په دې هكله تاسو ته څه ناڅه معلومات وليكو، كېداى شي په راتلونكي كې زمونږ د علم اوتحقيق مينه وال په دې موضوع ډېر څه وليكي. اوپه ځانګړي ډول په پښتو ژبه چې دا كار څومره شوى؟ اوڅه ډول شوى ليكلو ته ډيره  اړتيا ده؟ اوپه دې اړه ډېرې سترګې زمونږ ښاغلواكاډميسنانو او پوهاندويانو ته وراوښتل كېږي. .

ديادولو وړ ده چې مسلمانو پوهانو او ليكوالانو په دې هكله ډېر كم معلومات رايوځاى كړي دي، ختيځ پوهانو په دې اړه ډېر كار كړى دى، د بېلګې په توګه ډاكټر شووين  VICTOR CHAUVIM په فرانسوي ژبه يوداسې كتاب په څو ټوكه كې ليكلى دى چې له اتلس سوه لس ميلادي نه تر اتلس پنځوس ميلادي پورې په لويديځ كې دچاپ شويو هغو كتابونو يو لړ ليك  په خپل كتاب كې بليو ګرافي  BILIOGROUNE  كې ترتيب  كړى دى، چې په عربي ژبه اوياهم دهغه سره تړلي دي، نوموړي دخپل كتاب لسم ټوك د قرآن كريم  او احاديثوچاپ شويو كتابونوته ځانګړى كړى دى اودقرآن كريم دژباړو په اړه  ډېر ښه معلومات ورسره موندل كېږي.. د امريكا مسلم ورلډ MUSLEM WORLD هم په دې هكله يوه اوږده مقاله خپره كړې ده، چې جرجي زيدان د مصر په ( الهلال ) ورځپاڼه كې په عربي ژبه خپره كړه.

يولويديځ وال بيا دانجيل دژباړو په هكله د (انجيل په ډېرو ژبو كې)  GOSPLE ANY TONGUES په نامه يوداسې كتاب ليكلى چې د انجيل دپنځه سوه ژبو دژباړو په هكله يې معلومات راغونډ كړي اودهرې ژبې نوم  اودبېلګې په ډول يې دژباړې يوه ټوټه هم راخيستې ده.

په مسلمانانو كې دې ته ورته كار دپاريس اوسيدونكي هندي عالم ارواښاد ډاكټر حميدالله سر ته رسولى و اوپه ۱۹۴۵ ميلادي كال كې ده (قرآن كريم په هره ژبه  ـــــ القرآن فى كل لسان )) نومى كتاب وليكه، دغه كتاب درې ځله په هند كې چاپ شوى اود قرآن كريم په هكله يې د اووه شپيتو ژبو(۶۷) دژباړو په هكله معلومات رايوځاى كړي دي اود هرې ژبې نوم اودفاتحې سورت  ژباړه يې دبېلګې په ډول راخيستې ده. ډاكټر صيب وايي چې اوس له ماسره ددې كتاب دڅلورم چاپ له پاره د يونيم سلو ژبو په هكله دژباړو معلومات شته، خو افسوس چې كتاب له څلورم ځل چاپ نه پاتې شواوډاكټرله نړۍ سره مخه ښه وكړه .

تردې وروسته يو تركي پوهاند ډاكټر اكمل الدين احسان اوغلو په انګريزي ژبه په ۱۵۱۵ ميلادي څخه تر ۱۹۸۰ ميلادي پورې د قرآن كريم دچاپ شويو ژباړو يو لړليك د ( WORLD BIBLIOGRAPHY HOLYQRAN PROINTAD TRANSLETIONS ) (په نړۍ والو ژبو دقرآن كريم دژباړو لړليك ) په انګريزي ژبه په ۱۹۸۶ ميلادي \ ۱۴۰۶ هـ  چاپ كړ، چې ټول مخونه يې ۸۸۰ ته رسېدل . ډاكټر علي شواخ هم په وارسره په خپل كتاب ( معجم مصنفات القرآن ) كې د يو سل اتلسو ژباړو يادونه كړې ده . كېداى شي تردې وروسته دې ميدان ته خداى پاك دكار نور خلك پيدا كړي . اوس به  د قرانكريم ديوڅو ژباړو يادونه په لنډ ډول وكړو اوپيل به يې له پښتو ژبې وكړو:

۱ ــــ په پښتوژبه كې دقرآن كريم لومړنۍ ژباړه  كه څه هم (( تفسير يسير))  دمولوي صاحب مراد علي صاحب زاده رحمه الله ( مړ ۱۲۹۷  هــ  ننګرهار كامه)  ګڼله كېږي چې لومړى ټوك يې نوموړي په ۱۲۹۱ هــ كې اودوهم ټوك يې په ۱۲۹۶ هــ كې پاى ته رسوي، په داسې حال كې چې د هند د بهوپال په اسلامي رياست كې دقندهار يو ستر عالم اولوى مفتي ( محمد فتح الله قندهاري ) چې ددې ستر اسلامي رياست د دارالافتاء مرستيال هم و په ۱۲۷۸ هـ \ ۱۸۶۱ ميلادي كې دشاه عبدالقادر محدث دهلوي د قرآن كريم د اردو ژبې الهام شوې ژباړې پښتوژباړه د بهوپال په سكندري مطبعه كې چاپوي، چې په دې حساب سره د صاحب زاده صاحب د ((تفسير يسير)) دلومړي ټوك دپاى ته رسولو څخه نژدې ۱۳ كاله دمخه دقندهاري مفتي صاحب  ژباړه چاپ شوې هم وه اوپه دې توګه هغه بايد دقرآن كريم لومړنى پښتو ژباړن وبلل شي. د قندهاري مفتي صاحب   دپښتو ژباړې قلمي نسخه د هند د رام پور ولايت په ( رضا ) لائبريرى كې اود حيدرآباد د دكن د ( ادارۀ ادبيات اردو ) په كتابتون كې خوندي دي.[ ډاكټر صالحه   ( قرآن كريم كى اردو تراجم  ۱۷۹ مخ .]

هو! كه داسې وويل شي چې دصاحب زاده صاحب تفسير ژباړه  نه ده نوځكه هغه لومړنى ژباړن دى قندهاري مفتي صاحب ژباړه كه څه هم  له صاحب زاده صاحب  څخه دمخه ليكل شوې خوله اردو څخه ژباړل  شوې ده ، له زيار سره سره د قندهاري مفتي صاحب بشپړ سوانح اودهغه د چاپ شوي تفسير نسخه مې تردې دمه ترلاسه كړې شوه او  دصاحب زاده صاحب په ژوند ليك  به كه خداى كول  په راتلونكې كې يوه ښه مقاله ستاسوپه  خدمت كې وړاندې كړم  .

له دې پرته پښتو ژبه دمولانا الياس پيښوري كوچياني مشهور تفسير ( فخر التفاسير ) اومولانا عبدالحق داربنګوي او مولانا واعظ كاشفي تفسير چې مولانا عبدالله اوعبدالعزيز ژباړلى اوپه ۱۹۳۰ هــ كې دبمبئي په ښاركې چاپ شوى دى .ژباړې لري ، په اوسنيو لسيزو كې د قرآن كريم ټكي په ټكي اوروانه ژباړه باندې ډېرو علماوو كار كړى دى چې دپېښور ارواښاد ډاكټر دين محمد خان اودمولانا جانباز سرفراز خان دواړه ټكي په ټكي او روانه ژباړه ديادونې وړ دي،دغه څېر د مولوي صاحب سلطان عزيز تفسير عزيزالتفاسير چې تر ديارلسو ټوكو پورې يې چاپ اټكل شوى اود ښاغلي مولوي فاروق غلجي ژباړه هم دهېرولو نه دي،اود قرآن كريم پښتو ژباړو بشپړه شننه به كه خداى  په راتلونكي په يوه مقاله كوم  .

۲ـــ په لويديځ كې په لومړي ځل په لاطيني ژبه دقرآن كريم ژباړه ديو فرانسيسي راهب پطرُس نرابلس پيل كړې وه اوبيا يو انګرېز رابرټ آف رينا اوجرمني هرمن آف ډلماشيابشپړه كړه اوپه ۱۱۴۳ ميلادي كې بشپړه شوه، چې په ۱۵۴۳ ميلادي كې په سويزرلنډ كې خپره شوه اوهمدا ژباړه ايټالوي ډچ اوجرمني ژبو ته هم وژباړل شوه.

۳ ـــ په فرانسوي ژبه ترټولولومړۍ ژباړه چې بشپړه نه وه، د (ميشائل بوډي ) ده، چې نوموړي (د ترُكانو دمذهب تاريخ ) ترسر ليك لاندې كتاب كې د قرآن كريم د آيتونو ژباړه ليكلې وه اوپه فارس كې په ۱۶۲۵ ميلادي كې چاپ شوه، ترهغه وروسته ( موسيو سيوآري ) په ۱۷۵۲ ميلادي او ( موسيو ګارس ) په ۱۸۲۹ ميلادي كې او ( كازي مرسكى ) په ۱۸۴۰ ميلادي كې هم خپلې ژباړې خپرې كړې، ديادونې وړ ده چې فرانسوي ژبه د قرآن كريم څه دپاسه اويا(۷۰) ژباړې لري، چې ترټولو وروستۍ ژباړه يې د ډاكټر حميدالله ده، چې په ۱۹۵۹ ميلادي كې په پارس كې چاپ شوې اود ډاكټر صيب په ژوند كې پنځلس ځله چاپ شوې او وروستى چاپ يې په امريكا كې وشو،چې نژدې يو لك نسخې يې لرلې اود فرانسې مسلمانان يې د قرآن كريم په ژباړو كې ترټولو زياته لولي.

۴ ـــ  په هندي ژبه ترټولو لومړنۍ ژباړه يو هندو راجه مهروك كړې ، چې د پنجاب او كشمير واكمن و.

۵ ــــ په اردوژبه تر ټولو لومړنۍ ژباړه يو نيمګړى تفسير و چې په زړه ګجراتي اردو ليكل شوى و اود قرآنكريم بشپړه ژباړه په لومړي ځل مولانا رفيع الدين اوبيا د شاه ولى الله صاحب زاده شاه عبدالقادر وليكله چې په اردو ادب كې ډېر لوړ مقام لري او لكه دمخه چې يادونه وشوه داردو ژبې  د  ژباړو دبشپړې يادونې له پاره ګوښي كتابونه هم ليكل شوي دي چې يويې د يوې نيكې مېرمنې ډاكټر صالحه عبدالحكيم د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې په پنځه سوه شپږ دېرش مخونوكې او بل يې د اسلام اباد پوهنتون دعلمي څېړنودڅانګې مشر ډاكټر احمدخان د ( قرآن كريم كى اردو تراجم ) تر سرليك لاندې كښلى اوداسلام آباد پوهنتون له خوا چاپ شوى، په اردو ژبه كې دقرآن كريم ګڼ شمېر منظومې ترجمې هم شته چې لومړنۍ منظومه ترجمه يې د آغا قزلباش بلله كېږي اواوس اوس دپاكستان يو بل شاعر عبدالعزيز خالد هم دقرآن كريم منظومه ژباړه كړې ده.

۶ ـــ بنګالي ژبه  د قرآن كريم نژدې دوه څلوېښت ژباړې لري چې پنځلس يې بشپړې اواووه ويشت يې نيمګړې دي اولومړنۍ ژباړه يې دشاه رفيع الدين رحمه الله داردو ژباړې په رڼاكې په ۱۳۴۱ ميلادي كې وليكل شوه اوپه ۱۸۹۹ ميلادي كې د ښاغلي نعيم الدين بنګالي ژباړه هم خپره شوې، ترده وروسته دمحمد عبدالحق ژباړه په ۱۹۰۱ ميلادي كې اوپه ۱۹۰۸ميلادي كې د آغو لاصاك ژباړه خپره شوه. د يادونې وړ ده چې دمفتي محمدشفيع رحمه الله داردو ژبې معارف القرآن اودغه راز دمودودي صاحب تفهيم القرآن هم بنګالي ژبې ته ژباړل شوى دى .

۷ ـــ په روسي ژبه دقرآن كريم  لومړنۍ ژباړه  په ۱۷۷۶ ميلادي د ( سينټ پيټرس برګ ) څخه خپره شوه اوتردې وروسته په روسي ژبه نورې ډېرې ژباړې هم خپرې شوې .

۸ ـــ دفارسي ژبې لومړنۍ ژباړه حضرت سليمان فارسي رضى الله عنه پيل كړې وه او بشپړه لومړنۍ ژباړه يې دشيخ مصلح الدين سعدي شيرازي ده، دغه څېر شاه ولى الله رحمه الله اودهغه زوى شاه رفيع الدين صاحب هم دقرآن كريم دېرې ښكلې فارسي ژبې كښـلي دي.

۹ـــ په جاپاني ژبه كې ترټولو لومړنۍ ژباړه د دجاپان مشهور ديني عالم شيخ عمر ميتا دوړاندې اوپاكستاني عالم شيخ عبدالرشيد شيخ عبدالرشيد په ګډو هڅو  پرله پسې څو كلونو كوښښ وروسته په ۱۹۶۳ ميلادي كې په  حرم شريف   بشپړه كړه اود رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت چاپ شوې ده .

۱۰ ـــ په سويډني ژبه په ۱۹۳۴ ميلادي كې مسټرانو كلر يوه ژباړه ليكلې چې وروسته بيا مسلمان شوى هم دى .

۱۱ـــ په قزاقي ژبه شيخ خليفه التائب يوه ژباړه ليكلې چې د رابطۀ عالم اسلامي په مالي لګښت له مدينې منورې څخه خپره شوه .

۱۲ ــــ په كوريايي ژبه كې د ډاكټر حامد تشوي يونع كيل ژباړه هم خپره شوې ده .

۱۳ ـــ په نايجريايي ژبه د شيخ ابوبكر جومي يوه ژباړه دملك فهد دچاپ خونې له خوا خپره شوه .

۲۱ ـــ په ازبكي ژبه هم دقرآن كريم دوه ژباړې تراوسه خپرې شوې دي، چې يوه يې په ازبكي الف با دشيخ يعقوب خواجه او عبدالرحيم اچقونده اوبله يې په عربي الف با د ډاكټر محمد سعيد بخاري له دوهمې كتنې وروسته د ملك فهد دچاپ خونې په مرسته خپره شوې .

اوپه پاى كې به دانګريزي ژبې دقرآن كريم ديوڅو ژباړو لنډه يادونه وكړو.

Introduction To The Study Of Holy Quran. M . Ali    ــــ  ۱

Holy Quran By Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi.By. Maulana Abdulmajid . Daryabadi. Tafsir.majidi Translation of The Holy Quram. By Hafoz Ghulam sarwar.

Translation Of The Holy Quram. By . M . Ali

Glorious Holy Quran By Ali ahmad Khan ـــــ ۲

     The Holy Quran By D. Khadim Rehmani . Nuri ــــ.۳

The Holy Quran By Asadullah Yusof. ــــ ۴

۵ ـــ په دې ترټولو د اعتماد وړ اوبشپړه ژباړه د مفتي شفيع رحمه الله دمعارف القرآن انګريزي ژباړه ده چې له كراچۍ څخه په اووه ټوكه كې خپره شوې ده.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 3:0 PM |
 چی د ښاغلی کرزی ملاتړ به کوی مګر پدی شرط چی ورته دری وزارتونه او پنځه سفارتونه ورکړل شی.  او داسی هم خبر شوم چی دغه ټول شرطونه جناب کرزی صیب منلی او ورته ویلی یی دی چی هرهغه وزارت به ورکړی چی ښاغلی محقق ورباندی ګوته کښیږدی.

ډیره عجیبه دی. د افسوس خبره دی چی د محقق غوندی یو قاتل او خونکار ته اوس د یوه رهبر او د یوه مهم  شخصیت په شکل  لیدل کیږی چاچی یوه لسیزه د خپل ولس د وینو په تویولو کی تیره کړی او خصوصآ پښتانه یی وژلی او د هغوی ناموس یی بی عزته او بی پردی کړی.

مګر زه فکر کوم چی جناب کرزی صیب اوس پدی پوه شوی چی پښتانه می په قصه کی ندی او راځه په هزاره ګانو او ازبکانو باندی تکیه وکړه.

زه به دا درته ووایم چی ډاکټر نجیب هم په آخروکی همداسی یوه پالیسی غوره کړی وه او خپل نږدی مټ یعنی تڼی یی وشړه او په عوض یی  دوستم او نوره رټلی څیری لکه کشتمند او خالقیار له ځانه سره ونیول چی که کیدای شی دوی دده حمایت وکړی، مګر په تاسف چی دهغه دغی ناکامی او غلطی پالیسی هیڅ نتیجه ورنکړه او بالاخره همغه دوستم وو چی دده حکومت ته یی سقوط ورکړ او آن داچی نجیب د تښتیدلو په وخت کی د همدغو بدنامو ملیشو له خوابیرته له میدانه راوګرځول شو تر څو بالاخره د پنځو کلونو نظربندی وروسته د آی ایس آی له خوا اعدام شو.

ښاغلی کرزی صیب! ته باید د تیر تاریخ له ناکامو تجربو څخه عبرت واخلی او خپل پښتون قوم ته شا نکړی. ددی پر ځای چی محقق ته ته دری وزارتونه ورکوی ، پاڅه او اقدام وکړه ښاغلی اشرف غنی ته تیلیفون وکړه او پخلا یی کړه او هغه دمحقق په ځای له ځانه سره ونیسه او فقط دوه وزارته او یو سفارت ورته ومنه . هغه به دی ډیر په درد خوری، والله که دی محقق ذره په درد وخوری. محقق ستاسره ایتلاف صرف او صرف د خپلو هزاره ګانو د ګټی په خاطر کړی نه له تاسره د انډیوالی لپاره.

که ډاکټر نجیب تڼی نه وای شړلی نو زه فکر نه کوم چی هغه به داسی تنها پاتی شوی وای او یا به داسی په بدنامی مړوای ، ځکه تڼی دده وزر وه او که هرقسم ته وه نو ددوستم څخه یی یو ویښته هم شه او دده په درد خوړل کیده.

په عین شکل که اشرف غنی هرقسم ته وی نو د محقق څخه سل چنده شرف لری او په خدای قسم چی دهغه څخه یی طرفداران هم ډیر دی او هم په زرګونو چنده د هغه څخه یی شخصیت مهم او بهتر دی.

سوال دادی چی آیا دابه تاته ډیره سخته تمامه نشی چی د کابینی په مجلس کی ناست یی او چاپیره دی تنګ سترګی او افغان چینایی وزیران موجود وی او هیڅ پښتون درسره نه وی او ټوله ورځ په دری لګیا یی او آخر دی ژبه درنده او د بیګانګی احساس وکړی او خدای نخواسته که مشکل درته پیداشی نو ټول درڅخه ځان وباسی اود چا په اصطلاح هیڅ د تره ځوی دی نه وی موجود.

وایی : که یار یی په یاران یی ، که یاران نه وی نو هسی دشتی او بیابان یی ، که څنګه....
راشه زما دغه وړوکی نصیحت ومنه او انشاآلله چی کامیاب به وینی او تنها به نه پاتی کیږی.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 2:36 PM |
د نيويارک ټايمز اخبار د مې پر ١٨ خبر وړکړ چي ښايي زلمى خليلزاد په افغانستان کي د کرزي سره په حکومت کي شريک سي.  د نيويارک ټايمز دې خبر په افغاني او بين المللي مطبوعاتو کي ښاېسته زيات زوږ او عکس العملونه ايجاد کړل.  د اکثرو مبصرينو تبصرې پر دې ټکي را څرخېدې چي گواکي کيسه ختمه ده، او د اوباما حکومت دې فيصلې ته رسېدلى دى چي کرزى وساتي او خليلزاد يو ځل بيا کابل ته د متحده ايالاتو د وايسروي په حيث ولېږي. په بل عبارت، ښاغلى اوباما غواړي چي يوه زړه" استعماري" لوبه بيا تکرار کړي.  دغه راز، ځينو مبصرينو ويلي وو چي اوباما پوهېږي چي په کرزي څه نده جوړه، نو بنا شارلتان خليلزاد چي د بوش په پېر کي يې هم د وايسروي دنده درلوده يو ځل بيا وازموي.  ددغو مبصرينو په گومان خليلزاد به وکړاى سي چي د افغانستان لپاره د امريکا استعماري پاليسي ښه منظمه کاندي.  خو زه لدې تبصرو سره موافق نه يم، او خپل دلايل به دلته د محترمو لوستونکو سره شريک کړم. 

 د نيويارک ټايمز د رپوټ په اساس به د خليلزاد رسمي مقام صدراعظم ته ورته يو اجرايوي مقتدر پوسټ وي.  د ورځپاڼي په وينا دا نوى مقام به پارلمان ته مسوليت و نلري. کرزي به تش په نامه جمهورريس وي، او اداري کارونه او مسوليتونه به د خليلزاد په صلاحيت کي وي.  کرزي به د کابليان په اصطلاح "مولي" غوندي ناست وي، او گرده ورځ به په ارگ د ډېر بېکارۍ له وجي مېږيان سره جنگوي. 

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي د اجرايوي پوسټ د خلقولو نظريه لمړى د برتانيې صدراعظم گولډن بروان وړاندي کړې وه.  کله چي کرزى واشنگټن ته راغلى، هغه همدا مفکوره د متحده ايالاتو د بهرينو چارو د وزيري مېرمن کلنټن او ښاغلي هولبروک سره شريکه کړه.  اخبار زياتوي چي هغوى په ښکاره د کرزي د دې وړانديز سره مخالفت و نه کړ، او  ورته وې ويل چي دا ستا او خليلزاد خپلمينځي مسله ده. په بل عبارت، موږ پدې معامله کي گډون نه غواړو.  اخبار ليکي د متحده ايالاتو مقامات ټينگار کوي چي د خليلزاد  د صدارت مفکوره دوى نده وړاندي کړې. 

اوس نو، ولي کرزي دا مفکوره په واشنگټن کي د امريکايي مقاماتو سره شريکه کړه؟  زما اټکل دا دى څرنگه چي کرزى له ازله پياده سړى دى، او په خوب کي يې هم د جمهوري رياست مقام نوو لېدلى.  خو بخت ياري ورسره وکړه، يو چانس برابر سو، او هغه د امريکا په زور د جمهوري رياست مقام ته ورسېد.  خو څرنگه چي اوس په متحده ايالاتو او بين المللي ټولنه کي د کرزي اعتبار سخته صدمه لېدلې ده، او بلخوا د هغه پخواني نيوکان ياران هم گوښه چيرته په غارونو او سمڅو کي پټ دي، نو بنا کرزى کوښښ کوي چي په هره وسيله، چم، او ټگماري چي وي خپل مقام وساتي.  هغه چمتو دى چي  خپل ټول قانوني قدرت او صلاحيت څخه تېر سي، خو تش په نامه جمهور ريس پاتي سي.

همدا راز، زه گومان کوم چي کرزي ځکه دا مسله په واشنگټن مطرحه کړه چي د هغه په گومان واشنگټن به ددې طرحي سره مخالفت ونه کړاى سي.  ځکه خليلزاد د متحده ايالاتو سفارتونه کړي دي، او د خپل سفير سره څرگند مخالفت دپلوماسي نده.  کرزي غواړي چي پدې ترتيب هم خپل مقام وساتي، اوهم امريکايانو ته دا ثابته کړي چي لا تر اوسه د امريکا گوډاگى دى.  مانا داچي هغه پخوانۍ خبري چي غواړي د " نورو هېوادونو " سره اړيکي ټينگي کړي، هسي د انتخاباتي مبارزې لاپي شاپي وې. دغه راز، څرنگه چي خليلزاد د بوش د ناکامي ادارې د پاتي شونو څخه دى، هغه هم په يوه کار او روزگار پسې گرځي.  د هغه لپاره يو ځل بيا په افغانستان کي مطرح کېدل، کېداى سي چي يوه بله سياسي ډارمه او مشغوليت وي.

دغه راز، زه باور لرم چي دا مفکوره د متحده ايالاتو لپاره هم  ډېره بده او کرغېړنه ده. د امريکا يو پخوانى ناکامه سفير په افغانستان کي "صدراعظم" کېدل د ټولو منل سويو بين المللي معيارونو پر خلاف يو عمل دى. کله چي خليلزاد په افغانستان کي سفير وو، هغه د افغانستان په مسايل کي دونه دخيل وو چي په تاريخ کي يې ښايي ډېر کم سارى پيدا سي.  خو د خليلزاد له دغو څرگندو مداخلو سره سره بيا هم نن ورځ گورو چي همدغو مداخلو پرته له بدمرغيو او جنايت څخه بل هيڅ شى افغانستان په سوغات ندي را وړي. د خليلزاد ناروا مداخلو د متحده ايالاتو گريوان هم څيري کى.  د خليلزاد په پېر کي، د افغانستان د نوي حکومت خښته په لمړۍ ورځ کږه کښېښودل سوه.  جنگسالاران، جنايتکاران، او غله معاف څه چي بلکي لوړو مقامونه ته ورسېدل. د کرزي په اداره کي د پښتنو سپکاوى او تهديد د حکومت رسمي پاليسي سوه.  مهم وزارتونه د شمال ايتلاف غلو او نااهلو کسانو ته ورکړه سول.  او لنډه داچي د ديرش کلن ناروين نامتو ډاکوگان د افغانانو پر برخليک باندي حاکم سول.

بل پلو، که څه هم خليلزاد د جهاد په پېر کي د متحده ايالاتو  د بهرنيو چارو په وزارت کي يو چولر مامور وو، خو هله هم د خليلزاد روابط د اخواني او مذهبي ډلو سره خورا گرم او ژور وه. د نن ورځي په شخړو کي ددغو مذهبي ډلو گډون يوه روښانه خبره ده.  دغه راز، د خليلزاد نقش د بن په تباه کونکي کانفرانس کي هم نن ورځ ټولو ملي او خواخوږو افغانانو ته د لمر په شان روښانه ده. نن سبا، د بن کانفرانس پر خلاف د براهيمي او برتانيې د بهرنيو چارو د وزير په گډون اکثره نور مبصرين او عالي رتبه مامورين خبري کوي.  نو بنا، زه گومان کوم چي د دغه راز  يو بد رکاډ درلودل د خليلزاد د بيا راتگ چانس تر ډېره حده ناممکن کوي.  

بلخوا، د اوباما اداره د قانون او نوي پېر د پېلولو خبري کوي. ښاغلي اوباما افغانستان نه يوازي نوى سفير استولى دى، بلکي نوى قومندان يې هم ورته ټاکلى دى. د خليلزاد لېږل د يوه نوي پېر پر خلاف اقدام دى.  همدارنگه، د خليلزاد بيا استول به په نړيواله سطح کي هم د متحده ايالاتو حيثيت ته صدمه ورسوي، او حال دا چي اوباما هڅه کوي چي د امريکا بايللى حيثيت بېرته اعاده کړي.  خليلزاد ثابته کړېده چي قانون ته چندان پابندي نلري.  هغه به د قانون له چوکاټ څخه بهر کار کوي.  په بل عبارت، خليلزاد به د يوه استعماري ناظم په شان عمل کوي، او د افغانستان  پارلمان به ژړي سترگي ور ته گوري. زه باور لرم چي اوباما به دا ډول سياسي کم عقلي ونکړي.  زه گومان کوم چي د خليلزاد د "صدارت" مسله د کرزي او خليلزاد يوه جوړه سوې دسيسه وه چي له اوله سره ناکامه وه، او يوازي او يوازي د کرزي سياسي خامي  ښيي.  

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 2:26 PM |
سرچینه: ګلوبل انډ میل ورځپاڼه

د کاناډا ګلوبل انډمیل ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ساتنې تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي ده.
ورځپاڼې لیکلي چې تمه کیږي د ۲۰۱۱ کال په پای ته رسیدو سره کاناډا هم خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي خو دا کار په دې معنی نه دی چې کاناډا به خپل حضور په افغانستان کې پای ته رسوي.

په کابل کې د کاناډا سفیر ورځپاڼي ته ویلي چې که څه  هم دوه کاله وروسته په افغانستان کې  زمونږ پوځي ماموریت خطمیږي خو په دې کار سره سره به کاناډا په  افغانستان کې خپل حضور ولري، او یو شمیر کاناډايي ملکي کارکونکي، دیپلوماتان او د بشري خدمتونو وړاندي کونکي به دغلته پاتې وي.

د کاناډا ډیری سرتیري د افغانستان په کندهار ولایت کې  ځای پر ځای دي.

ګلوبل انډ میل ورځپاني لیکلي چې له افغانستان څخه د تلونکو ټولو کاناډایي سرتیرو ځای به امریکايي ځواکونه  ونیسي او له دې سره به د امریکايي ځواکونو حضور نور هم پراخ شي.

کلوبل انډمیل لیکي چې په افغانستان کې میشت کاناډايي دیپلوماتان تر اوسه په   دې اړه څه نه شي ویلای چې ایا دوي به د ۲۰۱۱ کال تر وروستۍ میاشتې وروسته په افغانستان کې وي که څنګه خو په کابل کې د کاناډا سفیر وایې :که چیري په افغانستان کې زمونږ پوځيان شتون و نه لري نو دا په   دې معنی نه ده  چې مونر به په افغانستان کې و نه اوسو.

کاناډا د نړیوالي ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کې د امریکې نژدې متحد هیواد دی  او په کندهار کې شاوخوا  ۲۵۰۰ عسکر لري چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته یې په لسګونو سرتیري د دوو دیپلوماتانو په ګډون وژل شوي هم دي.

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 2:24 PM |
لیکوال  : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ
دجرمني هیواد، نېټه :  ۳-جون-۲۰۰۹

۲- : دهستې مقناطيسي ريزونانس  انځور کښلو فيزيکي بنسټ :
 ( Nuclear magnetic resonance imaging (NMRI)
 ۲داټوم هستې سپین (Nuclear spin)
دهرې مادې اټومونه دیوې مثبت چارج شوې  هستې څخه جوړدی چې په شاوخوا ټاکلومدارونوکې یې الکترونونه راڅرخي . داټوم په هسته کې پروتونونهProtons  اونیوترونونه Neutrons  شتون لري چې  دهستوي ځواکونو Nuclear   forces  په مرسته دیوبل سره کلک  تړلي دي . دهایدروجن اټوم هسته ترټولوعنصرونویوه سپکه همغږی  هسته تشکیلوي چې یوازی یومثبت برېښنایزچارج شوی پروتون لري .  دغه پروتون په خپل محورباندې راڅرخي  اودهستې سپین (nuclear spin) ورته ویل کیږي . څرنګه چې  پروتون مثبت برېښنایزچارج لري نوکله چې  څرخیدونکی حرکت ترسره کوي نو یومقناطیسي دوه قطبه یانې   دیپول(Magnetic dipole)  منځ ته راځي .   په ۱-   شکل  کې ښوول شوې ده چې دیوپروتون سپین spin   دیومقناطیس Magnet سره ورته دی . په دې مانا چې یو  مقناطیسي شمالي قطب N اویومقناطیسي  جنوبي قطب S  لري .  نوداسې ویلای شوچې دهایدروجن هسته مقناطیسي خواص لري  اودیو کوچني میله ډوله مقناطیس په ډول په خپل محورراڅرخي . لنډه داچې هریوسپین لرونکی اټوم چې سپین یې  دصفر نه مخالف قیمت ولري تل مقناطیسي خواص ښيي . که ومنوچې یوپروتون دیو میله ډوله مقناطیس سره کټ مټ ورته دی  نوپایله یې داده چې د مقناطیسي خواص سره سم خامخا یوه مقناطیسي قوه هم تړلې ده.  دغه قوه دسپین مقناطیس (Spin magnet) په نوم یادوو.  


  

۱-شکل : یوپروتون  H+ داسې خواص لري چې دیوې خوابرېښنایزمثبت چارج لري اودبلې خواپه خپل محورباندې راڅرخي . دغه ډول څرخیدونکي حرکت ته هستوي سپین (nuclear spin) ویل کیږي . په پایله کې همدغه سپین دی چې  پروتون ته مقناطیسي خواص وربښي  اولکه یوکوچنی مقناطیس  په خپل محورراڅرخي . ددې مقناطیس  شمال قطب په N او جنوب قطب یې  په S   سره ښوول شوی دی . دپروتون سپین یوویکټوردی اودخپل ځان مقناطيسي اغیزې سمت یاقطب په ګوته کوي . په نوموړي شکل کې دپروتون سپین وکټورپورته خواته دی اودمقناطیس شمال قطب  N په ګوته کوي .  په لنډډول ورته دسپین مقناطیس وایو(Spin magnet)    .
دپام وړ: داټوم په هسته کې  نیوترونونهNeutrons  هم شتون لري چې دپروتونو H+  پر برخلاف دبرېښنایزچارج خاوندان نه دي .   خوسره ددې هم سپین لري اوکټ مټ لکه پروتون H+  دسپین مقناطیسي خواص ښيي .
په هسته کې هریوپروتون اونیوترون خپل ځانګړی سپین لري . تراوسه پورې موږدهایدروجن هسته ترڅیړنې لاندې ونیوله. اوس به راشواودنوروعنصرونوهستوسپین به وڅیړو. تجربوښودلې ده چې هغه هستې چې دنوکلویونویانې پروتونوجمع نیوترونو شمیریې تاک uneven عددوي دهریوه نیوترون اوپروتون سپین سره جمع کیږی اویومحصله سپین ترلاسه کیږي . دبیلګې په توګه لکه کاربن C-13   ، فلورF-19  ،سودیم Na- 23   اوفوسفور P-31     . څرنګه چې دوه په درې برخه په طبیعت کې پیداکیدونکي ایزوټوپونه دصفرنه مخالف یومحصله هستوي سپین لري  نوله دې کبله دمقناطیسي ریزونانس کړنلارې لپاره ګتوردي. خوداټوم هغه هستې چې دپروتونواوهمدارنګه دنیوترونوشمیریې یوجفت even عددوي د محصله هستوي سپین خاوندان نه  دي اودصفر سره مساوي دی  . دبیلګې په توګه لکه اکسیجن O-16   ، کاربنC-12  ، اونور. نوموړي ایزوټوپونه دهستې مقناطیسې ریزونانس کړنلارې لپاره نه شي کاریدای .              په ۲-شکل کې دوه هستې ښوول شوې دي چې دپروتونواونیوترونومحصله سپین یې مساوی په صفراویادصفرنه  مخالف قیمت لري  . دیادولووړده چې پخپله هسته یوګرځیدونکی حرکت نه کوي بلکې دپروتونواونیوترونوخپل سپین ویکټورونه  سره یوځای کیږی اویومحصله  هستې سپین ورڅخه  منځ ته راځي . دغه محصله سپین ته دهستې مقناطیسي سپین ویل کیږي .  دیادولووړه ده چې دپروتون سپین هم یوازې نه دی بلکې دنوروکوچنیوذرولکه کوارک اوګلون سپین مجموعې څخه ترلاسه کیږي . دپروتون په منځ کې نورې لاکوچنۍ  ذرې هم  شتون لري چې دګلون Gluons  اوکوارک Quarks  په نامه سره یادیږي .

۲-شکل : دپاولي نومي نامتوجرمني فزیک پوه د قانون   Pauli –Princip سره سم دوه  یوشان هستوي ذرې نه شي کولای چې د هستې په منځ  کې دانرژۍ  یوشان حالت state   کې شتون ولري   . هغوی باید خپل سپین وکټورونه داسې سمبال کړي   چې ځینې یې موازي پورته اوځینې یې ضدموازي  ښکته سمت ولري   . په دې ډول سره دهغوی څرخیدونکی حرکت هم دیوبل ضدسمت ځانته غوره کوي .  دشکل په پورتنۍ برخه کې یوه هسته ښوول شوې ده چې دپروتونوجمع نیوترونوشمیریې یوجفت even عددی اوله دې کبله دهغوی دسپین وکټورونومحصله وکټوردصفرسره مساوي ده . په لاندې برخه کې دپروتونواونیوترونوشمیر یوتاک uneven عدددی نوله دې کبله  دهغوی دسپین محصله وکټوردصفر نه مخالف دی . همدالامل دی چې په پورتنې شکل کې دسپین مقناطیس  محصله وکټورصفر(Spin = 0  ) اوپه لاندې برخه کې دبېلګې په توګه  دپروتون لپاره دسپین قیمت دنیم عدد (Spin = 1/2 ) سره مساوی دی .
هستوي سپین دبنسټیزبڅرکواواټوم هستوپخپل محورڅرخیدونکي امپلس ته ویل کیږي اودمدار دوراني ضربې  orbital angular momentum  په نامه سره یادیږي   . دهستې سپین دهریوه اټوم لپاره ځانګړی قیمت لري اوله دې کبله دهرې ذرې  یوځانګړی خواص په ډاګه کوي . دهستې سپین دپروتونواونیوترونودسپین مجموعې څخه  ترلاسه کیږي  .  دکوانتوم میخانیکي Quantum mechanics قوانینوله مخې دپروتون سپین یواځې  نیم عدد (Spin = 1/2 )قیمت  اوهمدارنګه دنیوترون سپین هم یواځې  نیم عدد (Spin = 1/2 ) قیمت ځانته اخیستلای شي  . دهستې سپین دطاقوپروتونوشمیراویاطاقونیوترونوشمیرلپاره ځانته نیمایي عدد اویابشپړعددقیمت اخلی . دبیلګې په توګه لکه نیم ،یو،درې نیم .... اونور (  1/2, 1, 3/2,…9/2)  .    دهستې سپین قیمت دهغوهستولپاره چې دپروتونواونیوترونوشمیریې جفت وی د صفرسره  مساوي دی . هغه هستې چې دهستې سپین یې دصفرڅخه توپيرولري دمقناطیسي دوه قطبه ضربې magnetic dipole moment څښتن دي .  پایله یې داده چې  دمدار دوراني ضربه  I تل هم نیم عددنه شي کیدای  بلکې  بشپړعددوي . په دې مانا چې هغه هستې چې دپروتونواونیوترونوشمیریې جفت وي نودهستې سپین یې صفردی      (Spin = 0)   . خوهغه هستې چې دپروتونواونیوترونوشمیریې طاق وي نودهستې سپین یې صفر نه دی ، داځکه چې پاتې شوي  هغه پروتونونه اونیوترونونه چې  په خپل مدارکې جوړه ملګرې وه نه لري  اوپه توپیرلرونکومدارونوکې موقعیت و لري      دسپین قیمت یې صفرنه وي بلکې سپین یې منفی نیم (Spin = -1/2 )  اویامثب نیمايې عدد        (Spin = +1/2 )  وي . داځکه چې پروتون اونیوترون یوه داسې  جوړه تشکیلوي چې دهغوی سپین موازي اودیوه بل په ضدسمت کې  پریوځي .
په ۳–شکل کې دیوه ناروغ  بدن څخه یوکوچنې یوملي مترمکعب  حجمVoxel   ستر شوی دی . نوکله چې   د بهرنۍ مقناطیسې ساحې قیمت صفر وي ( B = 0 )   نوپه عادي توګه په دغه یوملي مترمکعب  حجم کې   دهایدروجن هستوګڼ شمیرسپینونه  هرې خواته خواره واره سمتونه  لري . همدالامل دی چې په عادی حالت کې  دسپین وکټورونه یوبل سره دفع کوي او د سپین محصله وکټوریې صفردی . په پایله کې دغه حجم بهرخواته هیڅ مقناطیسي  خواص نه ښيي .  خوکله چې ناروغ  دهستې مقناطیسي ریزونانس په ماشین کې ورننه باسو، نو ځینې سپین مقناطیس دبهرني مقناطیسي ساحې سره موازي پریوځي خو ځینې نور سپین مقناطیس دبهرني مقناطیسي ساحې B  سمت سره مخالف موازی سمت غوره کوي . دحیرانتیاوړخوداده  چې نوموړې کړنلاره په یوه عادی مقناطیس کې بل ډول ده .  دبیلګې په توګه که  یوه میله ډوله  عادي مقناطیس په همدغه بهرنۍ مقناطیسی ساحه کې واچوونوټول یې دمقناطیسي ساحې سره یوسمت موازی  پریوزي  .  په ۴–شکل کې دیوه ناروغ په بدن کې دسپین مقناطیسونوموازی شوي اوضدموازی  سمتونه  ښول شوی دي کله چې دهستې ریزونانس توموګرافی په دستګاه کې پروت وي .

۳-شکل : کله چې ناروغ دهستې ریزونانس توموګرافی په دستګاه  (NMRI) کې پروت وي  نو    داټومونودهستې ځینې  سپین مقناطیسونه   (Spin magnet) دبهرنۍ مقناطیسي ساحې سره موازی پریوځي اوبیا ځینې سپین مقناطیسونه  ضدموازی  سمت ځانته غوره کوي .  په  عین وخت کې دیوې خوادپروتونوسپین مقناطیس وکټورونه په خپل محورراڅرخي اودبلې خوا دبهرنۍ ستاتیک مقناطیسي ساحې B لیکوپه ګردشاوخوادوراني حرکت precession  ترسره کوي .  په نوموړي شکل کې  موازي پنډې لیکې دهستوي ریزونانس  دستګاه  بهرنۍ مقناطیسي ساحه B  ده چې په عادي توګه دیونیم څخه تر درې تیسلا Tesla پورې قیمت لری اویوه متجانسه مقناطیسي ساحه جوړوي .  

 ۴ –شکل : یوه ستاتیک متجانسه بهرنۍ مقناطیسي ساحه  B   دناروغ په نسجونوکې دهایدروجن اټوم   دپروتونو سپین په مقناطیسونو (Spin magnet)  باندې یوه قوه واردکوي. دپروتون سپین مقناطیس د یوعادي کوچني مقناطیس سره کټ مټ ورته ده چې د همدې شکل په ښي اړخ څنډه کې دمقناطیسي ساحې (Magnetic field)  B   لیکو سره موازي په مقناطیسي  شمال قطب  N اوجنوب قطب S   سره  ښوول شوي ده . په پایله کې دپروتونوځینې سپین  دمقناطیسې ساحې B لیکو سره موازي اوځینې ضدموازی سمت غوره کوي . دبیلګې په توګه  په نوموړي شکل کې ټول دیارلس 13  سپین مقناطیس شتون لري . دهغوی څخه داتو8 سپین مقناطیسو شمالي قطب N پورته خواته (Spin up )  یانې دبهرنۍ ستاتیک مقناطیسي ساحې  B  لیکوسره موازي (parallel) اودپينځو  5 سپین مقناطیسوشمالي قطب N  ښکته خواته(Spin down)  یانې  دبهرنۍ ستاتیک مقناطیسي ساحې سره ضدموازي (anti-parallel)  پریوتي دي . دسپین مقناطیس پینځه ویکټورونه کوم چې پورته خواته دي دسپین مقناطیس پاتې  پينځوهغوویکټورونوسره چې ويکټورونه یې  ښکته خواته پراته دي یوبل سره خنثی کوي .  داځکه چې دهغوی سپین مقناطیس ویکټورونه دیوبل سره مخالف سمت لري .  په دې مانا چې دټولوسپینو محصله سپین مقناطیس   صفردی  (null net magnetization). پایله یې داده چې دغه لس سپین مقناطیس په ګډه سره  بهر ته کوم سوچه مقناطسيت         (net magnetization) نه ښيي.  نوموړي مقناطسیت ته ماکروسکوپیک مقناطسیت macroscopic magnetization. هم ویل کیږي . دپاتو درېو سپین مقناطیسونوویکټورونه پورته خواته  (Spin up )  یانې دبهرنۍ ستاتیک مقناطیسي ساحې B  لیکوسره موازي (parallel)  پریوتي دي چې په  سره رنګ سره ښوول شوي دي . که دهریوه سپین مقناطسيت په  magnetization= m   سره وښیواوبیادهغوی درې واړوسپین مقناطسيت m  سره جمع کړونویومحصله سوچه مقناطسيت M    منځ ته راځي  . دریاضي معادله یې داسې ده . (m+m = M) .   په بدن کې دهایدروجن اټوم هستوهمدغه سوچه مقناطسيت  M  فزیکي هغه خواص دي چې دهستې مقناطیسي ریزونانس کړنلارې بنسټ جوړوي اودنسجونودرې بعده اناتومي جوړښت، دناروغیوشتون  اودغړودکارکولومیتابالیزم  دعکس په توګه راښيي .   

(ددویمې   برخې پای )

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 3 Jun 2009 او وخت 2:22 PM |
د امریکې  والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ  ګڼه ک د افغانستان په اړه د امریکې  د دفاع  وزیر رابرت ګیټس  څرګندوني خپرې کړي  دي.

ګیټس ورځپآڼي ته ویلي چې که چیرته امریکا اوس د افغانستان په حالاتو کې  مثبت بدلون را نه ولي نو امریکايي سرتیري به د افغان  ماموریت په برخه کې  د خپلو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.
ورځپاڼي له  ګیټس څخه په نکل کاږي چې  طالبان  دمګړۍ یو شمیر سیمي  په ولکه  کې لري او زمونږ سرتیرو ته  یې د تلفاتو په اړولو سره نوښت په لاس کې  اخیستی او د پروپګندا د جګړې په برخه کې یې هم  پرمختګونه کړي دي.

والستریت ژورنال لیکي چې د امریکې دفاع وزیر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو سره د ایران  په مرستو خواشیني ښولي او وایې چې تهران دغو ډلو ته وسلې ورکوي او په خاصه  توګه امریکايي او د ناټو سرتیري د ایران له هغوچاودیدونکو توکو ډیر زیانونه ګالي چې په خپل ډول کې بي ساري او ډیره تخریبي قوه لري.

رابرت ګیټس وړاندي ورځپاڼي ته وویل چې مونږ باید په واقیعت کې د افغانانو په ژوند کې  بدلون راولو او دغه بدلون باید  ډيرمحسوس وي.

تیره ورځ د امریکې د پوځ لوی درستیز امیر البحر مایک مولن  ژمنه وکړه چې تر یو نیم کال پوري به د افغانستان په حالاتو کې د پام وړ بدلون راولي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 31 May 2009 او وخت 11:14 AM |
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې ولسمشر حامد کرزي د کريکټ فدراسيون پر کريکټ بورډ بدل کړى دى .

دغه پريکړه ولسمشر کرزي د افغانستان د ملي لوبډلې له يو شمير لوبغاړو سره د ليدنې پر وخت وکړه .

د ولسمشرۍ د دفتر خبر پاڼه وايي چې ولسمشر کرزي د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې ستوري ستايلي او د دوى پرله پسې برياليتوبونه يې د وياړ وړ بللي دي .

لوبغاړو د دغې پريکړې د ستاينې په ترڅ کې ويلي چې د بورد په جوړيدو به شايد له لوبغاړو سره د مالي مرستو لار هم پرانيستل شي .

د يادونې وړ ده چې د کريکټ فدراسيون اوسنى مشر الله داد نوري دى چې له ولسمشر کرزي سره په نننۍ غونډه کې نه و .

تورغرته په لاس ورغلي ځينې اسناد ښيي چې د کريکټ نړيواله شورا د افغانستان د کريکټ له فدراسيونه خوشاله نه ده او وايي چې د افغانستان کريکټ د غوړيدا لپاره د ځانگړو شويو پيسو په سلو کې پنځه ويشت برخه ترې گرځوي .

د کريکټ د نړيوالې شورا د استازو په وينا د افغانستان د کريکټ فدراسيون چارواکو د دوى پرله پسې غوښتنو ته ځواب نه دى ويلى او د بودجې لپاره ورڅخه غوښتل شوي معلومات يې نه دي ورسپارلي .

په سويلي افريقا کې د افغانستان له برياليتوبونو وروسته د کريکټ نړيوالې شورا د څو سوه زرو ډالرو کالنۍ بودجه افغان کريکټ فدراسيون ته په دې شرط ومنله چې دوى به ورته د لگښت لپاره پروژه وړاندې کوي .

د دغې پروژې د سپارلو وروستۍ نېټه د مۍ څلورلسمه نېټه وه خو د کريکټ شورا د چارواکو په وينا لا تر اوسه دغه اسناد افغان کريکټ فدراسيون نه دي ورسپارلي .

د افغان کريکټ فدراسيون د همدې نيمگړتيا له امله د افغانستان د کريکټ له کالنۍ بودجې په سلو کې پنځه ويشت کمه شوې ده .

تورغر ويبپاڼې د کريکټ فدراسيون د چارواکو د غبرگون لپاره ډيره هڅه وکړه خو ځواب يې ترلاسه نه کړ .

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 May 2009 او وخت 2:36 PM |
نړيوال بانک وايي د افغانستان گمرکونو ته يې نژدې اووه ميليونه ډالره مرسته ورکړې ده .

د نړيوال بانک ددغې مرستې موخه په پرمختللو او کمپيوټري وسايلو د ګمرکونو سمبالول او دتاسيساتو رغول بلل شوي دي.

د چارواکو په وينا دغه پيسې د ګمرکونو د عصري کولو پروژې له لارې ورکړل شوې چې ډېره برخه به يې د ايسيکوډا په نامه د يوه سيستم په جوړولو کې ولګول شي چې د اداري فساد په مخنيوي او د کنټرول په چارو کې د رڼوالي په برخه کې ډېر اغېزناک سيسټم بلل کېږي.

د ګمرکونو رياست د اصلاحاتو مشر عمر مومند وايي چې د نويو مالي امکاناتو له چمتو کېدو وروسته يې گټه هم له يوه کال نه بل ته لوړه شوې، چې دده په وينا پع تېر کال کې يې دپام وړ ډېر والی درلود.

هغه وويل : ((په تېرو څلورو کلونوکې زموږ عوايد له پنځوس ميليونه ډالرو څخه څلورسوه ميليونه ډالرو ته لوړ شوي دي، چې دا په سلو کې نژدي اوسوه زيات والی ښيي او دا دغه زيات والی له ګمرکونو سره دمرستو او ددغې پروژې اغېزه ده .))

هغه وويل چې د 1386 کال په پرتله د1387 کال عوايد په سلو کې 22 زيات شوي دي .

ښاغلي مومند په ګمرکونو کې د اداري فساد شتون مني او وايي چې د ځينو وسايلو نشتوالی او په يو شمېر سيمو کې په ګمرکي چارو کې د سيمه ييزو چارواکو لاس وهنه او د ګمرکي تجهيزاتونشتوالی دګمرکونو د گټې د لوېدنې مهم لاملونه دي .

که څه هم د افغانستان کورنيوعوايدو گټه په دې وروستيو کې پرله پسې ختلې، خو د نړيوال بانک د شمېرو له مخې دغه هېواد لا هم له دې پلوه د نړۍ د هېوادونو په وروستي کتار کې دى.

همدا اوس د افغانستان د عادي بودجې يوازې نيمايي له کورنيو عوايدوڅخه برابرېږي او پاتې يې ټوله په بهرنيو مرستو پورې تړلې ده.

 
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 May 2009 او وخت 2:32 PM |
د لاهور پوليس وايي چې د اتو او لسو ترمنځ بريد کوونکو تر ډزو وروسته کوچنۍ چاودنه او ورپسې ستره چاودنه کړې ده .

سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده .

د ای اېس ای يوه کارکوونکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويلي چې : (( د ودانۍ بهر يو ويګن ډوله ګاډی د 15 لمبر ژغورنې ودانۍ مخې ته ودرېد، څلور تنه ترې راکوز شول او پر پوليسو يې ډزې پيل کړې . له ودانۍ څخه پر دوی هم ځوابي ډزې وشوې، چې په همدې کش او ګير کې يوه زوروره چاودنه وشوه . ))

ياده شوې ودانۍ د لاهور ښار په مشهوره او د ګڼې ګوڼې په سيمه کې پرته ده .

نوموړې ودانۍ ته څېرمه د لاهور د اعلی وزير د کار دفتر هم دی .

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بريد د سريلانکا د کريکټ پر لوبډلې بريد ته ورته دی .

له پاکستانه رپوټونه وايي چې د لاهور ښار د پوليسو استخباراتي ادارې مخې ته چاودنې لسګونه وژلي او تر 200 ډېر نور ي

چاودنه د پاکستان پروخت څه کم يوولس بجې شوې ده .

د پنجاب اعلی وزير راجه رياض رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې لږترلږه 30 تنه وژل شوي دي .

په چاودنه کې د ژغورنې د ډلې ودانۍ هم په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده . هغې ته څېرمه د د پوليسو او ای اېس ای ودانيو ته هم زيانونه اوښتي دي ې ټپيان کړي دي .

لومړني رپوټونه وايي چې لومړی بريد کوونکو ډزې کړې او بيا وروسته يې چاودنه کړې ده .

دغې زورورې چاودنې د څارګرې ادارې ودانۍ نژدې په بشپړ ډول ويجاړه کړې او نژدې ودانيو ته يې هم سخت زيان رسولی دی .

ځينې رپوټونه وايي چې تر چاودنې وروسته هم ډزې اورېدل کېدې .

د لاهور پوليس وايي چې د اتو او لسو ترمنځ بريد کوونکو تر ډزو وروسته کوچنۍ چاودنه او ورپسې ستره چاودنه کړې ده .

سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده .

د ای اېس ای يوه کارکوونکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويلي چې : (( د ودانۍ بهر يو ويګن ډوله ګاډی د 15 لمبر ژغورنې ودانۍ مخې ته ودرېد، څلور تنه ترې راکوز شول او پر پوليسو يې ډزې پيل کړې . له ودانۍ څخه پر دوی هم ځوابي ډزې وشوې، چې په همدې کش او ګير کې يوه زوروره چاودنه وشوه . ))

ياده شوې ودانۍ د لاهور ښار په مشهوره او د ګڼې ګوڼې په سيمه کې پرته ده .

نوموړې ودانۍ ته څېرمه د لاهور د اعلی وزير د کار دفتر هم دی .

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بريد د سريلانکا د کريکټ پر لوبډلې بريد ته ورته دی .

د لاهور پوليس وايي چې د اتو او لسو ترمنځ بريد کوونکو تر ډزو وروسته کوچنۍ چاودنه او ورپسې ستره چاودنه کړې ده .

سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده .

د ای اېس ای يوه کارکوونکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويلي چې : (( د ودانۍ بهر يو ويګن ډوله ګاډی د 15 لمبر ژغورنې ودانۍ مخې ته ودرېد، څلور تنه ترې راکوز شول او پر پوليسو يې ډزې پيل کړې . له ودانۍ څخه پر دوی هم ځوابي ډزې وشوې، چې په همدې کش او ګير کې يوه زوروره چاودنه وشوه . ))

ياده شوې ودانۍ د لاهور ښار په مشهوره او د ګڼې ګوڼې په سيمه کې پرته ده .

نوموړې ودانۍ ته څېرمه د لاهور د اعلی وزير د کار دفتر هم دی .

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بريد د سريلانکا د کريکټ پر لوبډلې بريد ته ورته دی .

 

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 May 2009 او وخت 2:30 PM |
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 28 May 2009 او وخت 11:35 AM |
۱ ـــ په دنياكې چې عالمان د الله پاك دوستان نه شي نوڅوك به يې دوستان وي؟

۲ ـــ بې علمه عمل بې ساه كالبوت دى.

۳ ـــ كړاوونه وزغمئ ، ځكه د استاسو دګناوو له امله درباندې راځي.

۴ ـــ يوه ګوله ډوډۍ اوساده جامې كه په ښه زړه ترلاسه شي نو ترهغه عيش اوعشرت ډېر غوره ده چې پښېماني اوسپكاوى ورسره ملګرى وي.

۵ ـــ څوك چې ددنياوي ګټې له پاره علم زده كوي په زړه كې به يې ځاى ونه نيسي.

۶ ـــ دښمن يو هم زيات دى اودوستان ډېر هم كم دي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 May 2009 او وخت 4:43 PM |
حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه وايي چې ماته پيغمبر صلى الله عليه وسلم لس وصيتونه وكړل:

۱ ـــ له خداى جل جلاله سره هېڅوك شريك مه نيسه، كه څه هم ووژل يا وسوځول شې.

۲ ـــ د مور او پلار خبر هېڅكله ځمكې ته مه غورځوه! كه څه هم امر درته وكړي چې مېرمن او شتمني پرېږده اوله كوره ووځه.

۳ ــ لمونځ په لوى لاس مه پرېږده، چاچې په لوى لاس لمونځ پرېښود نو دڅښتن له ساتنې يې ځان بې برخې كړ.

۴ـــ شراب هېڅكله مه څښه، ځكه  د بي حيايي بنسټ دى.

۵ ـــ له ګناه ځان ساته، لوى څښتن په ګناه خپه كېږي.

۶ ـــ دجهاد له ميدانه مه تښته، كه څه هم نور خلك مړه شي.

۷ ـــ كله چې په خلكو كې د مرګ وبا ګډه شي له خپله  ځايه مه ښورېږه.

۸ ـــ د چانفقه  دې چې په غاړه وي ( مور، پلار، مېرمن، اولاد اوداسې نور ) نو ښه شى پرې خوره.

۹ ـــ د اولاد روزنې ته پام كوه او لرګى له لاسه مه غورځوه.

۱۰ــ هغوى تل د الله جل جلاله د حكمونو په هكله وېروه.

( مشكوة ، ۱۸ مخ، د مسند احمد په حواله. )

تشرېح:

ددې حديث په تشريح كې درانه حديث  پوهان (محدثين) ليكي چې : دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دا امر چې ((د مور او پلار خبره ځمكې ته مه غورځوه ، كه څه هم د مېرمن اود كور دپرېښولو اوله كوره د وتلو امر درته وكړي )) دغه وينا يې اولاد ته كړې، څو د مور اوپلار بشپړ اطاعت وكړي  ځكه خو بايد مور او پلار هم له پام او فكر څخه كار واخلي اوداسې ناروا حكم دې اولاد ته نه كوي چې له هرڅه يې بې برخې كړي اوپه خپله دې پام وكړي  چې دداسې امر پايله به څه وي؟ او زما د زوى اودهغه اولاد ته به زمونږ دحكم د منلو له امله څومره وځوريږي؟

اودا وينا چې چېرته وبا خپره شي ، له هغه ځايه مه ښورېږه! كېداى شي حكمت يې داوي چې مړي به بيا څوك خښوي؟ اودغه راز پر تقدير د ايمان لرلو يوه نښه هم ده.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وروستي درۍ نصيحتونه د اولاد په اړه دي او لنډيز يې دا راوځي چې : په اولاد ښه او حلال مال خوره، تل دهغوى د هوساينې لارې چارې لټوه، خو سختي هم ورسره كوه، چې د الله جل جلاله له حكمونو څخه لا پروا نه شي اود نرمي له امله بې ادبه لوى نه شي.

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 May 2009 او وخت 4:40 PM |

څو ورځي مخکې دافغانستان دمطبوعاتو لخوا داسې خبر خپور شو چې دباچاخان په مزار د اوياميلونوامريکايي ډالرو مصرف لګښت دافغانستان دحکومت لخوا ترسره کيږي خو په ننګرهار کي دباچاخان دکمپلکس دجوړیدو ډله وائې چي داخبره حقیقت نه لري .

تورغر ته دباچاخان دکمپلکس دجوړونکي مسؤلي ډلي له خوا وویل شوه ((حقیقت دخبرې دادی چې دغه خبر دحقيقت نه په غيرسره مطبوعاتوديوغير مسول شخص لخوا چې په ننګرهارکې دباچاخان دټرسټ پورې هيڅ تړاو نلری خپره شوی اوهم دباچاخان دکمپلکس دکار  پورې کوم مسوليت نه لري . ))

نوموړي زیاته کړه چي دباچاخان دمقبرې اوکمپلکس کار دباچاخان دټرسټ لخوا په خپلومالي مرستوسره چې دباچاخان د خدايي خدمتګاروانو د مينه والولخوا اوددې دکورنی دمستقيم مالي مرستي په وسيله جوړيږي  نه دافغانستان دحکومت  په مالي مرسته.

په داسي حال کي چي پردغې مقبرې داوياميلونوډالرولګښت پخپله يوه له مبالغې ډکه تبليغاتي څرګندونه ده خو ددباچاخان دکمپلکس مسوله ډله وائې چي  ددغې پروژي لګښت نه دومره ډير دی اونه يی هم دافغانستان دولت ورکوي .

دغه ټرسټ په افغانستان کي   په رسمي ډول سره راجسټر شوی اودهغې ددفترڅانګه په ننګرهار کې موجوده  ده او دغه پروژه خپل ځان ته مسولين لري

دافغانانو په تاريخ کې د اميرامان الله خان اوباچاخان کارنامي دانګريزانوپه خلاف دازادې غوښتونکومبارزينوهغه دوه پيژندل شوي ستوري دي  چې تل  د پښتنوپه تاريخ کې دلمرپه شان ځليږي اوافغانان  پرې فخرکوي ، دباچاخان خيالات دافغانستان په هکله اوپه دې لړکې چې باچاخان دامان الله خان دمخالفينوپه هکله کوم کوششونه کړي دي ،په تاريخي لحاظ دتاريخ يوبرخه جوړوي او دننګرهار په تاريخي سيمه کې ددې دوو مبارزينو مقبري موجودي  دي .

په داسي حال کي چي د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي،   باچاخان  نه  يوازې  دکوزې  پښتنو  بلکې  د بره  پښتنو په زړونو کښې  خاص  مقام  لري.   باچاخان  د افغانستان د مختلفو اقشارو او  قومونو سره  خاصه   مينه  لرله  او ټولو  ته  به  يې  په يوه  سترګه کتل  .

 خان عبدالغفار خان د خپل وصیت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا دلروبرو پښتنو ديوالي اود ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګڼلی شو .

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 May 2009 او وخت 3:50 PM |
د کندز ولایت پولیسو یوه پاکستانۍ پیغله چې د پنجاب ایالت له سیال کوټ سیمې  څخه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د یوه  تن اوسیدونکي له خوا را تښتول شوي  وه نیولي او د هغې تښتونکی رحم  الدین له سیمې تښتیدلی  دی.
دغه نجلۍ څو میاشتې دمخه د کندز  چهار درې ولسوالۍ ته راوړل شوي ده.
د کندز  د امنیه قوماندانۍ  مرستیال وایې چې دغه نجلۍ په خپله خوښه  نه بلکه  په جبر او فریب سره افغانستان ته را تښتول شوي ده.
پاکستانیو پولیسو د دغې نجلۍ له ترې تم کیدو وروسته د هلک د کورنۍ  ۷  تنه غړي په سیال کوټ کې نیولي او ګواښ یې کړی چې تر  څو دغه نجلۍ بیرته پاکستان ته نه  وي را وړل شوي دغه اوه  تنه به له  دوي سره بندیان  وي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 May 2009 او وخت 3:44 PM |
څه باندې يو کال وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، افغان ولسمشر ،د افغانستان مشرانو او ولسي جرګې، د رسنيو د سرغړونې کميسيون او ګڼ شمير کورنيو د افغانستان په يو شمير ټلويزيونونو کې د هندي سريالونو د بنديدو پريکړه وکړه ، يو شمير ټلويزيونونو دغه پريکړې ته غاړه کيښوده خو طلوع او افغان ټلويزيون ددغه پريکړې څخه سر کشي وکړه .وروسته طلوع او افغان ټلويزيون د سرکشۍ له کبله لويې څارنوالۍ ته معرفي شول . د لويې څارنوالۍ څخه دوسيه د عامه امنيت د ديوان رياست ته لاړه څه باندې يو کال تير شو چې دوسيه په نوموړې اداره کې بنده ده. تورغر ويب پاڼې ته له نوموړې ادارې څخه باوري سرچينو وويل چې نوموړې دوسيه د قاضي ولي احمد عاصم او يو شمير نورو قاضيانو تر څار لاندې ده .سرچينو وويل چې نوموړو قاضيانو ته په دوسيه کې د نه پرمختګ له کبله طلوع ټلويزيون هره مياشت منظم ډالري  رشوت معاش ورکوي تر څو په دوسيه کې پرمختګ ونه شي .تورغر ويب پاڼې په همدې اړه د عامه امنيت د ديوان د دويمې ناحيې له رئيس قاضي ولي احمد عاصم سره اړيکه ټينګه کړه چې په دې اړه د دوى غبرګون څه شى دى .قاضي ولي احمد عاصم د رشوت تورونه په کلکه رد کړل او ويې ويل د سريالونو  دوسيې په ډيرو ادارو کې اوږده او له ستونزو ډک مزلونه وهلي او چا نه پکې رشوت ورکړى او نه يې رشوت اخيستئ دى. نوموړي وويل چې دوسيه تر جدي څار لاندې ده او په را روانو پنځلسو ورځو کې به په دې اړه  دوى خپله وروستۍ پريکړه وکړي .
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 27 May 2009 او وخت 3:40 PM |

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 6:1 PM |

معلومات دقیق درمورد تورن اسمعیل که اکنون حامد کرزی چاپلوسانه اورا بنام اسمعیل خان خطاب میکند ولی اصلاً ازیک خاندان ګــدایی ګراست که حتی اجــداد شان مــزدوربودند ودرمدت جهاد وزمامداری قرارګفتهُ کمونستها ( درزمان اشــراربودنش ) قاتـل مردم مظلـوم هـرات و اکنون وزیر آب وبرق میباشد یعنی (( خرکار در بسـت وزیر )).

معرفت من نویسنده :
من عبدالرحیم که قبلاً باشندهُ ( سه پللک هرات) بودم از ۱۳۷۷ به اینطرف درشــهر انتویرپیـن کشوربلـجـیم سکونت دارم .
من در سال آخر حکومت سردارمحمدداؤدخان درفرقهُ ۱۷ هرات درغند طوپچی بصفت سرباز دورهُ مکلفیت مصروف خدمت عسکری بودم که بعداز انجام یک سال خدمتـم کودتای ۷ثــور صورت ګرفت من بطور نورمال خدمت عسکری را ادامه دادم، زیرا من نه خلقی،نه پرچمی و نه مجاهــد بودم .

چشـم دید من :
بتاریخ ۲۳ حوت ۱۳۵۷ عساکر کوماندوی سازمان جاسوسی ساواک(( استخبارات ایران ))در لباس محلی ما مردم هرات به رهنمایی دونفر خایُنین ملی ( تورن نورمحمد و تورن اسمعیل دزد) وارد شهر هرات شدند ،درمساجد وعظ میکردند ودرحال ګریان ونالان میګفتند که :
(( او برادران مسلمان هرات ! اسلام درخطر است با ما متحد شوید ! وغیره )) هرکس میګفت این مردم زیاد ازکجاآمده اند ؟ این مردم ناشناس ازکجاآمده اند ؟

به فردای آن روز تاریخی ۲۴ حوت ۱۳۵۷ ساعت ۱۲ بجهّ روز بود من به چشـم سر دیدم که تورن اسمعیل ( دزد ) اېرانی هارا به بطریهُ دافعهواآوردند ،دیـپو وسلاح کوت را برایشان باز کرد وهمهُ شانرا مسلح ساختند ، فرماندهُ ایرانیان نفرهای خودرابه چندین ګروپ درفرقه هرات تقسیم وبعداً جنګ شدید درفرقه آغازشـد این است آشـوب هرات .

تورن نورمحمد همدستهُ ساواک کشـته شـد ( جـهـنم ابدی نصیـبش باد !!! ) ایرانی ها از فرقه بطرف شهرحمله ورشدند ، به همراهی تورن اسمعیل دزد به قتل عام مردم شروع کردند شاګردان صنوف ۱۱ و ۱۲ لیسهُ نسوان مهری را ســر وســینه بریدند وبعداً با چنګک های قصابی آنهاراازپای به درختهای ناژو آویزان کردند.

به روز دوم این آشوب وطنفروشان ،دزدان ،آدم کشان وجنایتکاران عازم خانهُ خود شدم که درسـه پللک هرات موقعیت داشت در عرض راه خواسـتم ازخانهُ لومړی بریدمن ظاهـرمعاون سیاسی فرقه (( که فرزند خاله ام دریورشان بود ))دیدن نمایم .

درپیشروی خانه موتر افسر مذکور حریق شده بود، وقتیکه درب حویلی راباز کردم دیدم اطفال معصوم معاون سیاسی فرقه را که ۲ساله ، ۳ ساله و ۵ساله بودند ګردن هرسهُ شانرابریده ومـرده بودند، پیشـتر رفتــم ســر وســینهُ مادر سه طفل راقطع کرده وپارچه،پارچه کرده بودند که بعد از ۱۵ سال حزب وحدت هزاره ګان وشورای نظار این درس مدرسهُ ایرانیان بالای زنان یکدیګر درکابل تطبـیق کردند سینه های زنان رابریدند وکله های زنان را در درختـها آویزان کردن که فلم مسـتنـد جانبین موجود است .

با دیدن این جنایات تورن اسمعیل جاسوس ساواک ؛ ازنګاه عاطفهُ انسانی به ګریان وحشت زا آغازنمودم وتا خانهُ خود ګریسـتم هرچند والدین مرا تسلی میداد ولی نالش وګریان من توقف نمیکرد.

به روز سوم سربازان اردوی ملی افغانستان همچو فرشــتګان نجات از چهارطرف هرات سرازیر شدند ایرانیان ومزدوران شان مانند تورن اسمعیل دزد فرار کردند.
افسران وسربازان اردوی ما جسـدهای مردان وزنان راباکمال احــترام وادب زایدالوصف ازدرختان پایُن آوردند روجایی های سفید را براجساد هموارکرده وازطریق رادیو اعلان نمودند تااقارب شهدا حاضر شوند وهرکس شهید خودراشـناسایی نموده به تدفین شان اقدام نمایند.

آشــوب وطنفروشان خاتمه یافت ، جسـد های کثیف ایرانیان با اسناد شان جمع آوری شدند لشـکر دسـتګاه جاسوسی ایران ( ساواک ) در سرزمین مقدس افغان همچو سګان مـرده افتیده بودند .
درشهر هرات امنیت برقرارشد ،دکانها باز ګردیدند، همه مردم ګرسنه بودند، هرکس لقمه نانی را دریافتــند ،مردم هرات اردوی افغان را حافظ ننګ وناموس میدانــند .

من بصفت یک افغان بیطرف که با هیچ دار ودستهُ پــیوندی ندارم از تورن اسمعیل وشرکای جرمی شان می پرســـم :
۱ـــ آیا کدام نفر ازکارمندان دولت آن وقت خانهُ کسی راچوروچپاول کرده مانند شما دزدان؟؟
۲ـــ آیا کدام ماموردولت آن وقت به ناموس مردم تجاوزکرده مانند شما بی ناموسان ؟؟
۳ـــ آیا کدام مامور آن وقت بطورنامشروع صاحب خانه شده مانندشما خایُنان ؟؟
۴ـــ تورن اسمعیل تو خجالت نمیکشی که درسال ۱۳۵۶درزمان سردار داؤدخان ؛آنروزی که درنظام قراول فرقه به دزدی یک بکس ( افزار ووسایل تخنیکی ) مانند چکش،پیچتاب ها ، پلاس ها، بکسوانه ها، انواع رنچ ها وغیره را از زیپ دافعهوا دزدیده بودی ودزد با پشــتاره ګیر آمدی ؟؟؟ وقتیکه دزد یک پیچتاب بودی اکنون که وزیر آب وبرق هسـتی چقدر دزدی ها را کرده باشی ؟؟؟.

همهُ هموطنان میدانند که ادارهُ حکومت حامـدِ کــر زایی از همچو دزدان ،قطاع الطریقان، وطنفـــروشان مانند تورن اسمعیل دزد پُر است . سرنوشت ملـت باید چنین خوار وزبون باشد که ایرانیان تعرض فرهنګی را درهمهُ امورفرهنګی ما آغاز نموده، ایرانیان درموجودیت متملق ترین وسالوس ترین انسان کــرهُ زمین یعـنی ( حامد ـ کـر ــ زایی ) ادبیات اصیل دری مارا توسط کاسه لیسان خودتغیرمیدهند ومیان اقوام برادرافغان تفرقه می اندازند، وحدت ملی مارابه نفاق ملی مبـــدل میکننـد .

این بود یک چشــم دید و یک واقعیت تلخ تاریخ

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:40 PM |

A man visits section 60, where many of the soldiers from Iraq ...

دامریکایی عسکرو هدیره چه په افغانستان کی وژل شویدی

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:38 PM |

د مې ٢٥ په امريکا کې د قربانيانو د يادونې  ورځ او په دغه هيواد کې ملي   رخصتي وي. امرېکاېان په دې ورځ دهغو سر ښندونکو اتلانو لمانځنه کوي چې د خپل هېواد لپاره ېې په عسکري خدمت کې قربانی ورکړېده.

امريکايي عسکرو په ټول افغانستان او خپلو پوځي اډو کې دغه ورځ ونمانځله .

 د امرېکا جمهور رئېس بارک اوباما د هغو کسانو په جمله کې دى چې د ېادونی د ورځې نمانځنه کوي.  

د امرېکا جمهور رئېس د ارلنگټن په ملي پوځي هدېره کې د گمنامو قربانيانو په قبرونو باندی د گلو گېډۍ کيښودې. دا هدېره له واشنگټن ډی سی نه لږ بهرته پرته ده.

  په دغه هدېره کې تقرېبا تر درې سوو زرو نه زېاتو کسانو چې ددې ملت په ټولو جگړو کې ېې برخې اخېستی دي قبرونه پراته دي.  

د امرېکا د جنگ د وخت د مجربو کسانو څانگه واېي چې تقرېبا ېوملېون امرېکاېان نر او ښځی ددې هېواد په نظامي خدمت کې مړه شوېدي.

  ارسلان _ واشنګټن

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:27 PM |

د يوه عينې شاهد په قول –

څو ورځې وړاندې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي  د سيمه ائيزې همکارۍ په اقتصادي درېيمه غونډه کې د گډون لپاره اسلام آباد ته سفر وکړ، د بيرته را ستنيدو پر مهال يې چې کله د سپرلۍ  الوتکه د کابل حدودو ته داخله شوه د بگرام له هوايي ډگره يوه جنگي الوتکه ورنيږدې شوه او د ولسمشر د سپرلۍ الوتکې ته يې گواښ وکړ چې ارتفاع کمه کړي.

دغه گواښ او د ولسمشر د سپرلۍ په الوتکه پسې د جنگي الوتکې را الوزول عادي خبره نه ده، د خپلو خلکو په رايه او خوښه انتخاب شوى زعيم، په خپل هيواد کې د بهرنيو الوتکو تر گواښ لاندې دى او د ده په وړاندې هيڅ ډول پروتوکول او منل شوي اصول نه مراعات کيږي، بيا به د بالابلوک او عزيز آباد پر شهيدانو اوښکې تويول څه درد دوا کړاى شي؟

په داسې حال کې چې د افغان ولسمشر د سفر پر مهال تر يوه ساعت پورې د هيواد هوايي ميدانونه تړلې وې ټول دولتي او امنيتي ارگانونه د نړيوالو ځواکونو په شمول پرې خبر وي. په دغسې حالت کې د ولسمشر الوتکې ته گواښ او په هغو پسې د الوتکې را الوزول يوازې د اصولو او نورمونو ماتول نه دي، د افغان ولس خپلواکۍ او ملي حاکميت ته گواښ دى، او ولس مشر حامد کرزى ته دا يو پيغام دى چې ښايي هغه پخپله تر ټولو ښه پرې وپوهيږي، خو تر ټولو زيات دا هر افغان ته يو ځانگړى پيغام لري چې هيواد يې له يوه ناوړه برخليک سره لاس او گريوان دى. يو ځل بيا د دوستۍ په نامه راغلي ځواکونه د افغانستان د مطلق حاکميت او ملکيت دعوه دار شوي دي او هغوى اوس هيڅ ډول نورمونه او اخلاق نه رعايت کوي. ما مخکې اشاره وکړه چې په هيواد کې د ولسمشر ژوند تر گواښ لاندې وي او د هغه په وړاندې بهرنې ځواکونه هيڅ ډول قوانين او اصول نه رعايت کوي نو د عام ولس ژوند به په کومه کته گورى کې ارزيابي کوو؟

دغه بهرنيان اوس دومره سپين سترگي شوي دي چې په گيلو او شکايتونو يې چاره ناممکنه ده، د دوى د دې روش په وړاندې بايد افغانان يو موڼى او په يوه ملى زعامت راټول شي، د يوه تاريخ پوه وينا ده چې د ملتونو په ژوند کې کله کله داسې وختونه راشې چې که ملت پکې ويښ وي نو ژوندى به پاتې شي، خو که ويل ؤ او هغه حالت يې چې پکې قرار لري درک نکړاى شو نو په ذلتوتو او غلاميو به محکوم او ورک شي. نن زموږ پر ولس همداسې وخت راغلى دى چې له څو لوريو مو د هيواد استقلال او ملي حاکميت تر شديد خطر لاندې دي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:24 PM |

 

د پاکستان نظاميانو اود(ای اس ای) جهنمي استخباراتي سازمان په افغانستان کې له ډير پخوا څخه دوه مخه سياست او خاينانه لوبه پيل کړې ده د جنرال اختر عبدالرحمن دې خبرې چې کابل بايد ورو ورو د اور په لمبو کې وسوځيږي يوازې په کابل نه بلکې په ټول افغانستان کې عملي بڼه خپله کړه او په کنډوالو واړول شوه ، دوينې ويالې يې په کې وبهولې ،له زړو اوسپنو څخه رانيولې د پستې د اونو تر ريښو پورې يې پنجاب ته وليږدولې او دخپلو شومو پلانونو د پلي کولو په خاطر يې کوڅه ډوبي هيواد پلورونکي د خپلې ډرامې د اصلي لوبغاړي (ملاعمر ) شاو خواته په راټولو سره د طالبانو تحريک رامنځته کړ او بيايې د اسامه بن لادن ، الظواهري ، يولداشوف او نورو پرديو په ګډون دې لوبې ته نړيواله بڼه ورکړه او په افغانستان کې يې د بې ګناه خلکو د قتل عام څخه وروسته د ترهګرۍ د پديدې ګواښ يې د نړيوالې سوداګرۍ مرکز ته وغزوه ، د طالبانيزم له سقوط څخه وروسته (ای اس ای) د تروريزم د روزلو اوبيا سمبالولو په خاطرپه وزيرستان ، بلوچستان او کويټې په پشتون اباد کې روزنيز سنټرونه پرانستل او له روزنې او سمبالښت څخه يې وروسته دځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو ، تروريستي کړنو او عام ګټو ځايونو ورانولو په خاطر افغانستان او هند ته استول او له بلې خوايې ځان د تروريزم په وړاندې په جګړه کې د نړيوالې ټولنې سره مرستندويه هيواد باله خو کومې مرستې چې به يې په دې نامه ترلاسه کولې هغه به يې د تروريزم د ريښو مضبوطولو له پاره لګولې او خبره يې تر دې ځايه ورسيده چې د سوات په ورکوټي وادي کې له طالبانو سره د سولې په کولو سره دغه ډوله د يو قوي ځواک په توګه را څرګند کړ اودا په داسې حال کې چې پاکستان (6) لکه او (19) زره فعال او (5) لکه (28) زره تنه احتياطي ځمکني ، (22) زره تنه بحري فوځيان ، پرمختللی هوايي ځواک او ذروي وسلو په درلودلو سره په سوات کې د ډيرو لږو طالبانو په وړاندې د سجدې سرونه ټيټ کړل ، د هغوی ټولو شرطونو ته غاړه کيښوده او خپله شرمونکي ماتې يې ومنله او طالبانو وکولای شو چې په ډيرې اسانۍ سره د اسلام اباد په (100) کيلومترۍ کې د بونير او شانګله پار ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي .

 کله چې ځينو پيژندل شوو څيرو له مدارکو او شواهدو سره د مطبوعاتو له لارې د پاکستان له توروکارنامو څخه پرده پورته کړه نو نړيوالو هم داخبره ومنله چې پاکستان له تروريزم سره په جګړه کې خپلو ژمنو ته وفادار نه دی ، د امريکا د اردو لوی درستيزوال امير البحر مايکل مولن داخبره په ډاګه کړه چې مونږ د افغانستان او هند په پولو کې له طالبانو سره د (ای اس ای) د نظامي مرستو په اړه اسناد او شواهد تر لاسه کړي همدارنګه د امريکايي قواو عمومي قوماندان ديويد پتريوس داخبره وکړه چې دوی ته د يوې قضې په ترڅ کې د القاعدې او ای اس ای ترمنځ اړيکي جوته شوي له بلې خوا د نيويارک تايمز په حواله د ای اس ای جنرالان پرله پسې د طالبانوله قوماندانانوسره ليدنې کتنې کوي نو کله چې د پاکستان پوځي چارواکي په دې وپوهيدل چې ددوی د پردې تر شا پټې معاملې نړيوالوته برسيره شوي او هغه اور چې دوی په افغانستان کې بل کړی ؤ داسلام اباد لمن ته ورسيده او ترټولو مهمه داچې ددوی لونګۍ لرونکي پوځيانو (طالبان) ددوی د اوامرو له اطاعت څخه سرغړونه وکړه نو اصف زرداري د دريو ملکونو (افغانستان ، پاکستان او امريکا) داولسمشرانو ګډې غونډې ته د ګډون په موخه امريکا ته لاړ ترڅو خپل د سوال کچکول يو ځل بيا د نړيوالو او امريکا په خيراتونو ډک کړي او د پاکستان ددوه مخه سياست په هکله دنړيوالو اوسني دريځ ته بدلون ورکړي نو پر سوات يې پوځي عمليات پيل کړل او د طالبانو د بشپړ لمنځه وړلو فرمان يې صادر کړ. 

پوښتنه داده چې دوی داکارامريکا ته له تګ څخه مخکې ولې نه کاوه؟

  نو که چيرې پرسوات دپوځي عملياتو او امريکا ته د اصف زرداري پر تګ ځيرنه وشي نو دادواړه پيښې يو له بل سره ژور تړاو لري او هر سالم دماغ ته داخبره راتلی شي چې دای اس ای استخباراتي سازمان غواړې له اوسني وضعې څخه په ګټه اخيستلو له امريکا څخه د ترهګرانو د ځپلو په پلمه بې پيلوټه الوتکې ، يوولس ميليارده ډالر ( اته ميليارده دتوکيو له کنفرانس او درې ميليارده له امريکاڅخه) ، پرمختللي رادار او وسلې ترلاسه کړي او له بلې خوا دخپل پلان دويمه برخه چې يوځل بيا جګړه افغانستان ته وړل دي ، په اسانۍ سره پلي کړي او د سوات او وزيرستان طالبان د افغانستان سرحدي ولايتونو ته واستوي او يوځل بيا د بې ګناه افغانانو د وژلو لړۍ په بله بڼه پيل کړي. 

په درنښت

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:23 PM |
 

   د روان کال د مى مياشتې له ١٢-١٨مې نېټې پورې د روسيې فدراتيف د نفوس پوهنې، مهاجرتونو او سيمه ييزې پرمختيا انستيتيوت په نوښت، د افغانستان او روسيې د مناسباتو د نويمې کاليزې په وياړ په مسکو کې يو څېړنيز او علمي کنفرانس جوړ شوى و، په دې کنفرانس کې د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو، د مدني، ټولنيزو او علمي ټولنو استازو، د افغانستان ملي شورا يو شمېر غړو او د دواړو هېوادونو يو شمېر مخورو برخه اخيستې وه. په دې څو ورځيني کنفرانس کې په بېلابېلو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو مناسبات وڅېړل شول. له افغانستان څخه د هېواد تکړه ليکوال، ښاغلى پوهندوى محمد اسمعيل يون هم ددې کنفرانس، برخوال او ددې کنفرانس د لويې غونډې يو ويناوال و. ده د کنفرانس په عمومي غونډه کې وينا وکړه، چې دادى دلته دا ليکنه او وينا درنو لوستونکو ته وړاندې کېږي:

زه غواړم په خپلو خبرو كې پورتنيو پوښتنو ته په لنډيز سره ځوابونه وركړم .

خو لومړى غواړم له هغو اشخاصو او علمي مركز څخه مننه وكړم، چې دا علمي كنفرانس يې جوړ كړى دى .  

لومړۍ پوښتنه : د روسيې او افغانستان ترمنځ څه شوي ؟

  دې پوښتنې پورې تړلي مناسبات كېدى شي پر درېو برخو ووېشو :  ١- له ١٩١٩ م كال څخه تر ١٩٧٨ م كال پورې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد يا روسيې مناسبات، چې نږدې شپږ لسيزې زمانه رانغاړي . په دې بهير كې د افغانستان او شوروي مناسباتو عمودي خط تعقيباوه يانې د بري پر لوري روان وو .    

ددې كلونو په بهير كې پخواني شوروي يا روسيې په افغانستان كې د نړۍ تر بل هر هېواده زيات موثر او مثبت نقش درلود . د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان كې په لسګونو او سلګونو لويې او وړې پروژې ثمر ته ورسېدې ، لكه د ننګرهار كانال ، د درونټې او نغلو برېښنا بندونه ، د كابل-ننګرهار ، هرات-كندهار سړكونه ، د سالنګ لويه لاره ، د مزارشريف د كيمياوي سرې او د كابل جنګلک فابريكې ، د كابل مركزي سيلو ، كابل څلورسوه بستريز روغتون ، كابل پوليتخنيك او داسې نورې په لسګونو او سلګونو لويې او وړې پروژې . دې ډول مثمرو پروژو د افغان ولس په زړه كې پر شوروي او روسيې باور زيات كړ او دې هېواد ته يې د پياوړي دوست په سترګه وكتل .

  ٢- ١٩٧٨ – ١٩٨٨ كلونه : دا هغه خونړي كلونه دي، چې د پخواني شوروي اتحاد د سياسي مشرتابه د تېروتنو له كبله دا هېواد په افغانستان كې په مستقيم ډول په جګړه كې ډوب شو او وروسته د نړۍ نورو هېوادونو هم په مستقيم او نا مستقيم ډول دا جګړه لا پسې ګرمه كړه . د شوروي اتحاد او د افغانستان د هغه وخت سياسي واكمنو د تېروتنو له امله، دې جګړې نه يوازې ددې وخت د سياسي واكمنو ، بلكې دواړو ملتونو لپاره د يوه ځانوژونکي مين حيثيت غوره كړ . په دې لسيزه كې د دواړو هېوادونو روابطو داسې يوه منکسره كرښه تعقيبوله، چې د دواړو هېوداو د خلكو په وينو سره وه او ډېرې لوړې ژورې يې لرلې .  

 ١٩٧٨ ١٩٨٨

 ٣- ١٩٨٨ – ٢٠٠٨ كلونه : ددې كلونو په بهير كې روسيې، هغه نقش، چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان كې درلود ، له لاسه وركړ، خو بيا يې هم د (١٩٩٢ – ١٩٩٥ ) كلونو په بهير كې د كابل د ايتلافي حكومت د ځينو تنظيمونو ملاتړ كاوه ، د طالبانو د واكمنۍ په بهير كې يې د هغوى له مخالفو تنظيمونو سره مرسته کوله، خو د طالبانو تر سقوط وروسته له ځينو مشخصو ډلو څخه د روسيې ملاتړ كم شو ، خو بيا هم ويل كيږي، چې روسيه اوس هم د ځينو خاصو ډلو ملاتړ كوي او خواخوږي ورسره لري. دې تېر بهير ته په كتو سره سره، د وروستيو څو كلونو په بهير کې په افغانستان كې د روسيې د مثبت رول لوبولو لپاره هيلې پيدا شوې دي. زه نه غواړم د تېرو مناسباتو پر كږلېچن بهير نيوكه وكړم ، ځكه چې تېروخت د مړي په شان دى ، چې په ژړا او فرياد، ستاينې او غندنې بيا نه راژوندى كېږي، خو كولاى شو، چې د راتلونكي لپاره د يوې پخې تجربې په توګه ورڅخه كار واخلو. اوس راځم خپلې دويمې پوښتنې ته :  دويمه پوښتنه : اوس د دواړو هېوادو تر منځ څه كيږي ؟   اوس په افغانستان كې د روسيې نقش ډېر كمرنګ شوى دى . اوس د پخواني شوروي اتحاد ، پخوانيو رقيبانو او د افغانستان ځينو ګاونډيو، د شوروي يا روسيې ځاى نيولى دى ، هغوى هم له ګڼو ستونزو او تېروتنو سره مخامخ دي . كه چيرې حالت همداسې روان وي ، نو دا بحران كېدى شي نور هم وغځېږي، ډېر خطرناك شي او د ګاونډيو هېوادو ان د روسيې تر لمنو پورې وغځېږي، نو څه بايد وشي ؟ غواړم په خپله درېيمه پوښتنه كې دې ته ځواب وركړم :  

درېيمه پوښتنه : څه بايد وشي ؟

 ۱ . دا چې د افغانستان په بحران كې څوك ډېر ملامت دى ، پخوانى شوروي اتحاد يا روسيه ، افغانستان ، د افغانستان ګاونډيان يا د نړۍ نور لوى ځواكونه ؟ ددې ملامت او سلامت معلومول زموږ د اوسني بحران له حل سره چندانې مرسته نه كوي او نه په سياست كې د داسې ملامتيو د معلومولو لپاره كوم فكس فورمول شته ، خو زه دومره ويلاى شم، چې پخواني شوروي اتحاد او افغانستان دواړه د بحران په اورنۍ بټۍ كې لولپه شول ، خو يو شمېر نورو هېوادو بيا له دې بحران څخه ګټه پورته كړه ، دا ددې مانا نه لري، چې د افغانستان په جګړه كې ملامت لورى يا لوري نه شته، خو د داسې مسايلو څېړل اوسمهال ګټه نه لري او نه ددې کنفرانس موضوع ده. خو له تېرو ترخو تجربو څخه كولاى شو، د روښانه راتلونكي لپاره كار واخلو .  ۲ . د روسيې او افغانستان د مناسباتو د ښه والي لپاره له روسيې څخه هيله من يو ، د ټولو هغو انكشافي پروژو په بيا رغونه لاس پورې كړي ، چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا، په افغانستان كې ثمر ته رسېدلې وې او د جګړې په بهير كې اكثره بېرته له كاره غورځېدلې دي .  

۳ . هيله من يو، روسيه په افغانستان كې د افغانستان په متوازنه اقتصادي او عمراني وده كې خپل رول ادا كړي ، متوازنه وده د افغانستان له ثبات سره ډېره مرسته كوي .

  ۴ . روسيه د افغانستان د هغو علمي كادرونو يو لوى زېرمتون دى، چې په روسيه او پخواني شوروي اتحاد كې روزل شوي دي ، هيله لرو، د روسيې او افغانستان حكومتونه پر داسې يو ميكانېزم كار وكړي ، چې له دې كادرونو څخه د افغانستان په بيا رغونه او نوې جوړونه كې ګټه پورته شي . دا كادرونه كولاى شي د روسيې او افغانستان د مناسباتو په ټينګښت كې ښه رول ادا كړي .  

۵ . زموږ په ګاونډي هېواد پاكستان كې له مذهب نه د ناوړه ګټې اخيستنې او د سياسي مقصدونو لپاره د مذهب كارونې په مقصد ( ۲۵۰۰۰ ) مدرسې فعالې دي . اكثره دا مدرسې نه يوازې له مذهب نه ناسم تعبير اخلي، بلكې په سيمه كې د افراطيت مفكوره هم خپروي . که هره مدرسه په لسو کلونو كې ( ۱۰۰۰ ) تنه فارغ کړي، نو د لسو كلونو په بهير كې به لږ تر لږه ( ۲۵۰۰۰۰۰۰) كسان شي . دا ډول افراطي كسان ددې وس لري ، چې لومړى په افغانستان كې حالات بې ثباته كړي ، بيا په منځنۍ اسيا كې او بيا د روسيې دروزاې هم وټكوي . هيله لرو، روسيه او د نړۍ نور موثر هېوادونه له ديپلوماتيكو لارو پر پاكستان اغېزمن فشار راوړي، چې د ديني مدرسو تعليمي نصاب د اسلام له اصلي روح سره عيار كړي ، د دين او مدرسې له تقدس څخه د سياست، پراختيا غوښتنې او افراطي چلند لپاره ګټه پورته نه كړي .

۶ . اكثرو افغانانو سره داسې يو تصور، فكر او اندېښنه شته، چې د پخواني شوروي اتحاد د تېروتنو په تعقيب، روسيه اوس هم په افغانستان كې ځينې سياسي ډلې او واړه ايتنيكي ګروپونه تقويه كوي او دا كار په افغانستان كې د مركزي حكومت او قانون پر وړاندې ستونزې پيدا كوي، موږ هيله من يو روسيه د افغانستان د اكثريت خلكو دا تشويشونه په پام كې ونيسي او په افغانستان كې د مركزي نظام له ټينګښت او د قانون له حاكميت سره مرسته وكړي.  

۷ . هيله لرو روسي پانګوال په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې پانګونه وكړي ، ګډې اقتصادي ګټې ، ګډ علايق رامنځته كوي او د ټولنيز ثبات سبب ګرځي .

۸ . روسيه په نړۍ كې يو بااعتباره او موثر هېواد دى ، هيله ده له خپل دغه اعتبار څخه مثبته ګټه پورته كړي او د افغانستان پر ځينو ګاونډيو هېوادو دپلوماتيك فشار راوړي، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې مداخله ونه كړي .

  ۹ . د افغانستان او روسيې ترمنځ بايد كولتوري مناسبات پياوړي شي ، افغانستان د نويو كدرونو روزنې ته اړتيا لري او روسيه په دې برخه كې موثره مرسته كولاى شي. كلتوري مناسبات سياسي ابهامات او ناوړه پوهاوى له منځه وړي . ۱۰ . په پاى كې دا وړانديز لرم، چې روسيه يو ځل بيا افغانستان له سره په هر اړخيز او دقيق ډول؛ له علمي او ټولنيز ليد لوري مطالعه كړي، نه د هغو كسانو ، ډلو ، ډلګيو او ګوندونو له فکري زاويې څخه، چې له پخواني شوروي اتحاده دوى ته په ميراث پاتې دي . دوى د پخواني شوروي او افغانستان د دواړو د تباهۍ عامل شول، موږ هيله لرو، چې روسيه د افغانستان واقعيتونه يو ځل بيا په ځير سره وڅېړي . دا كنفرانس په خپل ډول كې يو نوښت دى، يوه ګټوره هڅه ده ، چې كولاى شي، واقعيتونه په ښه ډول وځلوي ، موږ هيله لرو دا ډول كنفرانسونه په افغانستان كې هم جوړ شي، دا غونډې او راشې درشې زياتې شي ، راشه درشه ، تګ او راتګ مينه او خلوص زياتوي، كينې او ابهامات له منځه وړي او زړونه صفا كوي .يوه پښتو لنډۍ ده :   

مينه په تلو راتلو زياتېږي  --- كله راځه كله به زه درځم مينه

 پوهندوى  محمد اسماعيل يون

 

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:18 PM |
د یوه تازه تحقیق پایلي ښیې چې د ژیړ پوټوکي درلودونکي میوې داسي یو خاصیت لري چې کولای شي د انسان معده له تیزابې حالت څخه وژغوري.

د لندن د طبي څیړنو د مرکز پروفیسرانو دغه تحیقیق په ۲۵ زرو کسانو تر څیړنو وروسته بشپړ کړ.
هغوي وایې چې مالته او ورته نورې ژیړ رنګي میوې کولای شي چې د معدې تیزاب په تدریجي توګه لږ  کړي او په پایله کې یې له مینځه یوسي.

د دغه  مرکز ډاکټران توصیه کوي چې  په متوسطه توګه په ورځ کې د مالتې د یوه ګیلاس اوبو څښل کولای شي د معدې له تیزابي کیدو څخه مخ نیوی وکړي  او په ورته وخت کې د انسان په روحي او جسمي سلامتۍ هم مثبتې اغیزي درلودلای شي.

د لندن د طبي مرکز  څیړونکي وایې  چې د نړۍ  په کچه ډیر انسانان د معدې له ناروغۍ رنځيږي او د معدې  ناروغي بیا په تدریجي توګه نورو ناروغیو ته هم لاره هواروي.

ډاکټران وایې  چې په اپتدا کې د معدې تیزاب ډیریږي او وروسته بیا ترینه زخم او د معدې دیوالونه شړیږي چې دمګړۍ ډیري کسان له دغه حالت سره مخامخ دي.

د دغې څیړني په پایله  کې دا جوته شوي چې ویټامین  سي درلودنکي میوې د معدې د تیزابو په لري کولو کې کارنده رول لوبوي او هغه کسان چې د معدې له تیزابو کړیږي باید په خپله غذايي تابلو  کې  ویټامین سي لرونکي خواړه ډیر کړي
ویټامین سي اکثراْ په ستروس میوو کې( مالټه،  نارنج، لیمو، سنتره) موندل کیږي.

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:6 PM |
طبي څيړني ښیې، هغه ځواني ښځي چې په خپل فزیکي جوړښت کې د پستانونو (تیو)د سرطان زیږونکي جینونه لري کولای شي د خپل بدن  د وزن  په  کمولو سره په ځان کې  د دغې ناروغۍ خطر تر زیاته حده را ټیټ کړي.
نړیوالو   طبي څیړونکو له  متواترو پلټنو وروسته دا وموندله چې  که چیرته د یوه  مناسب وزن درلودونکي ښځه چې عمر یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي، خپل نورمال وزن لږ تر لږه پینځه کیلوګرامه له  مناسب حد څخه کم کړي نو په خپل دې  کار سره به یې د تیو په سرطان د اخته کیدو فیصدي هم ۶۵ سلنه تيټه کړي وي
دغه ناروغي تر ۴۰ کلونو پوري ښځي  تهدیدولای شي.

دا په خپل ډول  کې  لومړۍ څیړنه ده چې د بدن  د وزن  او سرطان ناروغۍ اړیکې په ګوتو کوي.
نړیوالو څيړونکو ویلي چې تر  اوسه پوري داسي  کوم تحقیق نه وو تر سره شوی چې وښیې آیا د بدن وزن د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي که څنګه.
څیړونکي وایې چې په ځوانۍ کې د ډنګر بدن درلودل کولای شي چې د ښځو په  مینځ کې د سینو د سرطان ناروغي را ټیټه کړي.

نړیوال طبي محقیقین  توسعه  کوي چې په ټوله کې باید هر  انسان په ځوانۍ کې  کوښښ وکړي چې د خپل بدن  وزن په انډول کې وساتي او که نه نو د عمر په زیاتیدو سره به له  بیلا بیلو ناروغیو سره مخ شي.
    

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:5 PM |
وروسته تر هغه چې په نیویارک ښار کې تیره اونۍ څلور تنه له ترهګرو سره د تړاو په ارتباط او په  یوه هوايي ډګر او دوو کلیساګانو د بریدونو په تور ونیول شول ویل کیږي چې  په امریکې او بریټانیې کې په میشتو یو شمیر مسلمانانو باندي فشارونه زیات شوي ، په هوآيي ډګرونو کې د هغوې ټولي کړني، تلیفوني اړیکي او تګ را تګ  د جاسوسي پټو ادارو له خوا څارل کیږي.

یو لړ هغه اسناد چې بینوا ویب پاڼي ته رسیدلي ښیې چې نیول شوي څلور واړه کسان امریکایان دي یو یې  جیمزکرومیتي نومیږي دوهم تن یې  دیویدویلیامز، دریم تن یې ناتاویلیزم او لاګرپاین  د دغې څلور کسیزي ډلي څلورم کس وو چې په دې ورستیو کې له مسیحیت څخه اسلام ته را اوښتی وو.

د نیویارک ښار د ریوردیل سیمې د پولیسو یوه مشر وویل چې دغو څلورو کسانو به پاکستان او افغانستان کې د مسلمانانو حالاتو ته  په کتو سره دغه کار ته ملاتړلي وخو په ټوله کې تر اوسه نه ده څرګنده چې دغو څلورو مسلمانو امریکایانو ولي او د څه لپاره غوښتل دغه احتمالي بریدونه تر سره کړي.

د دغې   غیر منتظره ګرفتارۍ په حاشیه کې د امریکې  نوي ولسمشر بارک اوبهاما د خپل  ملک د استازو او سناتورانو یوې ډلي ته وویل چې د القاعدې  ډلي په امریکې باندي د نویو بریدونو تابیا نیسي او دغه ګرفتاري هم د احتمالي ترهګریزو بریدونو د پلان د موجودیت ښه ثبوت دی.
په ورته وخت کې د انګلستان اینډپینډینټ  ورځپاڼي هم ویلي چې د دغه ملک (ام ای ۵) استخباراتي سازمان له دغې ګرفتارۍ وروسته په مسلمانانو او په خاصه توګه په افغان او پاکستاني مسلمانانو باندي چې په دغه ملک کې  ژوند کوي په پټه څارنه کوي او ښایې د هغوي مخابراتې مکالمې هم  تعقیب  کړي په داسي حال کې چې  د انګلستان د کورنیو قوانینو له مخې دغه کار جواز نه لري.
د لندن ښار د یوې شمالې برخې ۵ تنو مسلمانانو انډیپینډینټ ورځپاڼي ته ویلي چې دوي د  انګلستان یوه هوايي ډګر ته نژدې د نیویارک تر ګرفتارۍ یوه ورځ وروسته ونیول شول او دوي ته د جاسوسي سازمان له خوا وویل شول چې که چیرته له دوي سره  پټه همکاري کوي نو بیرته به آزاد شي که نه نو له ترهګرو سره به د تړاو تور پرې ولګول شي.
دغه پینځه مسلمانان په ناحقه نیول شوي وو چې وروسته بیا د انګلستان کورنۍ استخباراتي ادارې بیرته آزاد کړل.
په انګلستان کې د مسلمانانو د چارو د عمومي کمیټې یوه ویاند وویل چې مونږ  هڅه کوو د انګلستان مسلمانو ځوانانو ته د غربي  دیموکراسۍ په باب په ښکاره او پټه روزنه ورکړو  په داسي حال کې  چې زمونږ استخباراتي  اداره دغه ډول کړني تر سره کړي نو دا به زمونږ  پروګرام له ستونزو سره  مخ کړي او په ورته  وخت کې به د غلته د میشتو مسلمانو ځوانانو حساسیتونه نور هم را وپاروي

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 26 May 2009 او وخت 5:0 PM |
افغان کډوال په پاکستان کې
+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 May 2009 او وخت 4:52 PM |

تهران کې د افغانستان، پاکستان او ايران ولسمشران

+ ليکل شويتـــورغــــرنــشراتــي مـــرکــــز در 25 May 2009 او وخت 4:47 PM |


Powered By
BLOGFA.COM


ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو . قاسم درسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو . حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو . دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله . ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه . حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه , حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون . حضرت رقيه رضى الله عنها حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا . حضرت ام كلثوم رضى الله عنها حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون . ابراهيم درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا AFGHAN ENGINEERING AND DESINING CENTER JALALABAD AFGHANISTAN تــورغـــرهـــرډول تجارتي خبرتياوي خپروي تاسي کولاي شي خپلي خبرتياوي په وړبيه دتورغــر ويبپاڼي له لياري خپري کړي . Tbc.email@yahoo.com