د افغانستان ولسي جرګې د هغو نړيوالو تړونونو له تصويبولو ډډه وکړه چې له افغاني لوري څخه دبهرنيو چارو دوزير په توګه رنګين دادفر سپنتا لاسليک کړي و.

دا هغه پنځه نړيوال تړونونه دي چې دادفر سپنتا دولسي جرګې په وينا له هغه وروسته لاسليک کړي دي چې ددوی له لوري ورته دنه باور رايه ورکول شوې وه .

په دغو تړونونو کې د سويلي اسيا د اقتصادي همکاريو د سازمان(سارک) او له عربي متحده اماراتو سره د بنديانو د تبادلې تړونونه هم شامل دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي وايي چې جرګې ځکه دا تړونونه تصويب نه کړل چې په1386 کال کې يې په 141رايو رنګين دادفر سپنتا ته دنه باور رايه ورکړې ده .

هغه زياته کړه چې له هغه وروسته سپنتا دبهرنيو چارو وزير نه دی او ولسي جرګه په دې اړه يوه مصوبه لري چې له مخې يې جرګې ته هغه تړونونه دباور وړ نه دي چې سپنتا يې لاسليک کړي .

خو په همدې حال کې د ولسمشرۍ د رسنيو دفتر مشر وحيد عمر وايي ښاغلي سپنتان له هغه وروسته چې دولسي غړي وايي دوی دنه باور رايه ورکړې، ډېر تړونونه او اسناد لاسليک کړي دي .

دغه راز يې په ډېرو نړيوالو مسايلو کې دافغانستان دبهرنيو چارو دمشروع وزير په توګه دهېواد او ولسمشر استازيتو ب کړی دی .

هغه وويل چې دغو شيانو په پام سره که له تېره يوه کاله را پدېخوا دښاغلي سپنتا فعاليت او کار ولسي جرګه ونه مني نو دا به يوه لويه ستونزه وي او دافغانستان په ګټه به هم نه وي .

رنګين داد فر سپنتا په 1386 هجري لمريز کال کې د ولسې جرګې له لورې له ايران څخه د افغان ګډوالو د ايستلو د مسلې پرسر استيضاح کړی شو.

د ولسي جرګې د چارواکو په وينا داستيضاح پر مهال نوموړی ونشو کړای د جرګې دغړو پوښتنو ته سم ځواب ووايي چې له امله يې دجرګې غړو هغه ته دنه باور رايه ورکړه .

خو لږ وروسته دولسي جرګې دغه پرېکړه دافغانستان دسترې محکمې له لوري رده شوه .